د افغانستان د اسلامی اِمارت مشرانو ته دریم پرانیستی لیک

عبدالباری جهانی

د اسلامی اِمارت قدرمنو مشرانو السلام علیکم!

پوهېږم چی زما دغه لیک به یا تاسی ته ونه رسیږی او که درته ورسیږی نو چندانی اغېزه به ونه کړی؛ خو زه د یوه تعلیم یافته، بوډا او مهاجر افغان په حیث، د خپل وجدانی مسوولیت د رفع کولو لپاره دا څو کرښی درته لیکم:

درنو مشرانو! تاسی له یوې خوا د لېسو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ بندی کړی او هغه ښځینه مامورینی مو په کورونو کی کښېنولی دی چی د خپل اولاد لپاره د نفقې برابرولو مسوولیت یې درلود. په دې توګه مو په هیواد کی دننه او له هیواد څخه بهر ټول تعلیم یافته کسان له ځان څخه خوابدی کړی دی.

د بیان د آزادۍ پر ضد مو جهاد اعلان کړی او هر څوک چی ستاسی پر کړنو باندی د انتقاد کولو جرأت کوی هغه د مطیع الله ویسا په څېر په زندان ننه باسی او د زندانی کېدلو لپاره یې داسی دلایل راوړی چی نه په داخل او نه په بهر کی د چا د قناعت وړ دی. د دې ترڅنګ لا ، د پخوانی رژیم د طرفدارانو او قوماناندانو، په مرموز شکل قتلونه روان دی چی ټول خلک یې ستاسی څخه بولی او په دې اړه ستاسی د بې خبری اعلامیو ته هیڅ څوک غوږ نه ایږدی اوباور نه په کوی.

درنو مشرانو! په زور د قدرت نیول ممکن دی خو په زور ساتل یې، تاریخ ثابته کړې ده چی، غیر ممکن دی. دې ټکی ته باید ستاسی توجه را واړوم چی نه پښتانه او نه د افغانستان هیڅ قوم دا حق لری چی قدرت انحصار کړی او نور قومونه، چی د پښتنو په څېر، له سل هاوو او حتی زرهاوو کلونو راهیسی په دې خاوره کی اوسیږی له قدرت څخه محروم او تجرید کړی. ستاسی د نظام اوسنی قدرت نه یوازی د پښتنو بلکه په خاصه توګه د جنوب غرب د حوزې د طالبانو، یا په اصطلاح لوی کندهار، په لاس کی دی. په دې توګه مو د هیواد ټول اقوام، تاجک، هزاره، اوزبیک، ترکمن او نور واړه قومونه، او حتی غیر کندهاری پښتانه، له ځان څخه خوابدی کړی او ټولو پښتنو ته، په تېره بیا د جنوب غرب د حوزې اوسېدونکو ته، بد بین کړی دی. که خدای مه کړه کومه بده پېښه کیږی ( چی حوادث، لکه څرنګه چی ومو لیدل، په هیڅ توګه د اعتبار وړ نه دی) نو بیا به ټول پښتانه، چی ستاسی سره په هیڅ ډول ګټه کی شریک نه ول په ټول تاوان کی درسره شریک وی.

زما دا خبری ټوکی مه ګڼۍ. دلته، زموږ مخی ته، د شوروی اتحاد سرو لښکرو شرمونکې ماته وکړه. د پاکستانی مجاهدینو د وحشت نظام ستاسی په مقابل کی، چی له هغوی څخه د خلکو نارضاییت مو اصلی ملګری وو، سقوط وکړ. ستاسی لومړنی نظام له وهابیانو سره د دوستی او له خپلو خلکو سره د دښمنۍ کولو سزا ولیده. د امریکا او ټولی ناټو قواوو په دې خاوره کی ماته وکړه. تاسی څه فکر کوی؟ تاسی له فولادو جوړ سوی یاست؟ زه دا منم چی امریکا به تاسی ته د ډالرو څلوېښت میلیونی بستې را استوی. مګر د ا بستې هم تر قیامته دوام نه کوی. امریکا چی د حامد کرزی او اشرف غنی د حکومتونو سره وفا ونه کړه ستاسی سره یې هم انډیوالی تر مطلبه ده.

یوه ورځ به نه امریکا او نه به یې د ډالرو بستې وی او بیا به تاسی او دغه ناراض او خښمېدلی اولس سره پاته یاست. لکه تاسی چی د امریکا ټانکونه او هاموې زره پوښونه په موټرسیکلونو ونیول د دې وطن ناراضی اولسونه به ستاسی څخه موټر سیکلونه په تش لاس او بایسکلونو واخلی. خو بیا هم وایم چی له بده مرغه ، د ټولو راتلونکو بدو پیښو، تر ټولو لوی تاوان به پښتنو ته رسیږی؛ ځکه چی تاسی ټول پښتانه یاست او د افغانستان د نورو ټولو اوسېدونکو شریفو قومونو پر حقوقو مو پښه ایښې او تجرید کړی مو دی.

د نړۍ هر وګړی چی ستاسی نوم اوری په ښه سترګه نه درته ګوری. په خارج کی اوسېدونکی افغانان، ستاسی د اعمالو له امله، د پښتانه په نامه شرمیږی. ملګری ملتونه ستاسی له ټولو پالیسیو سره مخالفت لری. په نړۍ کی هیڅ هیواد، حتی پاکستان، په رسمیت نه یاست پېژندلی. دا حالت تر قیامته دوام نه سی کولای. په داخل کی له ټولو غیر پښتون قومونو، منورو پښتنو او په بهر کی له ټولی نړۍ سره مقابله تر قیامته ممکنه نه ده.

تاسی به د قدرت نشې اخیستی یاست ځکه مو سترګی ړندې او غوږونه کاڼه دی. خو موږ چی په قدرت کی شریک نه یو او له دې نشې څخه لیری پراته یو هم مو سترګی کار کوی او هم مو غوږونه اوری. که تاسی نه وینی او نه اوری نو زموږ او د خپلو ناراضو اولسونو له سترګو او غوږونو څخه کار واخلی. په جرأت درته ویلای سم چی په هیواد کی دننه، لکه ستاسی د لومړنی طالبانی نظام په څېر، چی مایې پخپله ملامحمدعمر ته یادونه وکړه، په سلو کی سل خلک درڅخه ناراض دی. او د تاریخ په حافظه کی داسی قدرت نسته چی پر دښمن او ناراض اولس یې تر ابده په زور حکومت کړی وی.

و ما علینا الّا البلاغ المبین

د وری لسمه، ۱۴۰۲ لمریز کال

به اشتراک بگذارید: