تېرې اوونۍ “د افغانستان د ښځو غږ” له یو شمېر هېوادوالو په ځانګړی ډول له لوستو کسانو سره خبرې اترې کړې وې چې پکې مرکهشویو کسانو د ورځ تر بلې زیاتېدونکې بېوزلۍ د بېکارۍ د کچې له لوړېدو او په بازارونو کې د لومړنیو توکو د بیو له لوړوالی څخه سخت شکایتونه لرل.
په دې اوونۍ به موږ د بېکارۍ د ریښو په اړه بحث وکړو او علتونه او عوامل یې وڅېړو چې ولې او څنګه دا حساسه ستونزه د افغانستان خلک ګواښی او هغوی ورځ تر بلې په ناامیدۍ کې ډوبوی.
په هېواد کې د بېکارۍ د ورځ تر بلې زیاتېدو لومړنی لامل د واکمن رژیم غیرانسانی سیاستونه دی. طالبانو په افغانستان کې د بیا واکمنېدو راهیسې داسې چلند کړی چې د نړیوالو ارزښتونو او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی.
په هېواد کې د بېکارۍ د ورځ تر بلې زیاتېدو لومړنی لامل د واکمن رژیم غیرانسانی سیاستونه دی. طالبانو په افغانستان کې د بیا واکمنېدو راهیسې داسې چلند کړی چې د نړیوالو ارزښتونو او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی.
دغه ضدانسانه سیاستونه د افغانستان د ارزی زیرمو د بندېدو او تحریم لامل شوی دی. د دې تحریمونو منفی پایلې یوازې د طالبانو پر سر نه دی بلکې ډېره برخه یې د افغانستان خلکو ته رسیدلې ده.
که څه هم په پیل کې تمه کېده چې دغه ډله به په خپلو سیاستونو کې تعدیل راولی او هغه به د نړیوالو قوانینو او معیارونو سره سمون ورکړی خو په تدریجی ډول څرګنده شوه چې طالبان له خپلو غیرانسانی سیاستونو څخه نه دی شا شوی بلکې یې پر شدت یې هم زیات کړی دی.
د دې سیاستونو د دوام او د فشارونو او محدودیتونو د زیاتوالی په نتیجه کې پانګه او اقتصادی نخبې هم له هېواد څخه وتلې. هغوی ونه توانېدل چې د دې ډلې په کمزوری واکمنۍ باور وکړی نو خپلې پانګې یې له هېواده وبېلې کړې.
د بېکارۍ دوهم لامل د طبیعی سرچینو د مدیریت څرنګوالی دی. د طالبانو رژیم د هېواد طبیعی سرچینې له بهرنیو هېوادونو سره په قراردادونو کې ورکړی دی.
د خلکو شکایتونه ښیی چې د طبیعی سرچینو د را ایستلو په بهیر کې، ځایی اوسېدونکو او ځوانانو ته د کار فرصتونه نه دی ورکړل شوی او فساد او ځانغوښتنه لا هم دوام لری.
په رسنیو کې خپاره شوی راپورونه هم ښیی چې د ملی عوایدو لویه برخه په غیرشفافو لارو مصرفیږی او یوازې لږه برخه یې د جوړښتونو او عامه خدماتو لپاره ځانګړې شوې ده.
د بودیجې د ویش له څرنګوالی داسې ښکاری چې د دې ډلې په پالیسۍ کې د کارموندنې او د دندو د فرصتونو د رامنځته کولو لپاره کوم مشخص پلان نشته او د کانونو قراردادونه هم په غیرشفافه توګه ورکول کېږی.
په داسې حال کې چې طبیعی سرچینې د هېوادوالو ملکیت دی او باید د هغوی د هوساینې او عامه خدماتو لپاره مصرف شی، خو دغه عواید ډېره برخه په نورو لارو کې لګول کېږی.
بېکارۍ د زیاتېدو درېیم لامل د دې رژیم اداری سیاستونه دی. په تېرو څلورو کلونو کې زرګونه ملکی کارکوونکی د «جهاد د سابقې نشتوالی» په بهانه له خپلو دندو ګوښه شوی او کورنیو ته پاتې شوی دی.
تېرې اوونۍ، یو شمېر ځوانانو د «د افغانستان د ښځو غږ» سره په خبرو کې تأیید کړه چې د دوی دندې غوښتنې له دولتی ادارو رد شوی او د کارکوونکو په ګمارنه کې لومړیتوب هغو کسانو ته ورکول کېږی چې له طالبانو سره تړاو لری.
د بېکارۍ بل لامل د خلکو څخه د درنو مالیاتو اخیستل دی. هېوادوالو څو څو ځله ویلی چې د «مالیاتو» او «عُشر» په نامه له هغوی پیسې راټولې شوې دی.
دوی په وینا، له بېوزلو خلکو څخه د درنو مالیاتو اخیستل د کار او کاروبار په رکود او د اقتصادی هڅونې په کمېدو سبب شوی دی.
د کور جوړولو اجازه نه ورکول هم له هغو عواملو څخه دی چې پر بېکارۍ یې اغېز کړی دی. سره له دې چې په ښارونو کې د کور غوښتنه ډېره شوې، د جوړولو جواز ترلاسه کول له ګڼو ستونزو سره مل دی.
کله چې په یوه هېواد کې د جوړولو اجازه په اسانۍ نه ورکول کېږی او په عین وخت کې غوښتنه زیاتېږی بېشکه دا وضعیت د بېکارۍ کچه او د خلکو مالی فشار باندې منفی اغېز کوی.
دغه بېلګې او لسګونه نورې پېښې، چې طالبان په کې مستقیم یا غیرمستقیم رول لری، سره یوځای شوی او د بېکارۍ ستونزه د هېوادوالو په منځ کې څو چنده کړې ده.
یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.









