راپور ورکوونکې: مستوره مبارز
ښوونه او روزنه د انسان له بنسټیزو حقونو څخه ده او د هرې ټولنې د پرمختګ مهم بنسټ ګڼل کېږی. خو کله چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې زرګونه ماشومان او تنکی ځوانان د زدهکړې له خپل اساسی حق څخه بېبرخې شول.
په داسې سختو او اندېښمنو شرایطو کې د هېواد د شمال له یوې ولایت څخه (چې نوم یې د امنیتی دلایلو له امله پټ ساتل شوی) یو شمېر باخبره او د علم او تعلیم ارزښتونو ته ژمنو ځوانانو پرېکړه وکړه چې د ټولو محدودیتونو او د طالبانو د امرونو د سرغړونې له خطرونو سره سره د زدهکړې څراغ مړ نه کړی او د نجونو د زدهکړو د دوام لپاره یوه بدیله لاره رامنځته کړی.
د «روزنه» ښوونځی د ۱۴۰۱/۱۱/۰۱ نېټه په همدې ولایت کې جوړ شو. دا تعلیمی مرکز په پټه توګه فعالیت کوی او اوسمهال له ۱۱ کارکوونکو (۱ نارینه او ۱۰ ښځینه) سره ۱۱۰ نجونو زدهکوونکو ته چې د اووم څخه تر دولسم ټولګی پورې دی، د زدهکړې خدمتونه وړاندې کوی.
په دې ښوونځی کې د اووم څخه تر دولسم ټولګی پورې زدهکوونکو ته د انګلیسی ژبې، تاریخ، ریاضی، فزیک او کیمیا مضامین تدریسېږی.
هغه ورځ چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې، د ډېرو لپاره د یوه خوب پای و؛ خو د ځینو لپاره بیا د یوه سخت او له خطره ډک سفر پیل شو.
احمد شریفی (مستعار نوم) د پوهنتون استاد او د «روزنه» ښوونځی بنسټاېښودونکی له هغو کسانو څخه دی چې د دې تیارې پر وړاندې ودرېد او پرېکړه یې وکړه چې د زدهکړې څراغ ژوندی وساتی.
هغه وایی: «هغه ورځ چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې زما نړۍ راونړېده. زه ډېر اندېښمن او خواشینی وم چې ولې ښځې او نجونې د زدهکړې له حق څخه بېبرخې شوې. ښځې باید زدهکړه وکړی او پوهاوی تر لاسه کړی ځکه د دې ټولنې راتلونکی د دوی په لاسونو کې جوړېږی»
د هغه په وینا دا حالت یوازې یو شخصی درد نه و، بلکې د ده لپاره یې یوه ټولنیزه مسؤلیت هم رامنځته کړه، داسې مسؤلیت چې هغه یې یوې لویې او له خطره ډکې پرېکړې ته ورسوه. شریفی، سره له دې چې د طالبانو له لوری د امنیتی ګواښونو او حتی د شکنجې خطر موجود و، پرېکړه وکړه چې د دې ولایت د یو شمېر نجونو او هلکانو په ګډې همکارۍ د «روزنه» ښوونځی جوړ کړی.
په لومړی ګام کې یې له هغو ځوانانو سره خبرې وکړې چې د زدهکړې لپاره یې اندېښنه لرله، داسې کسان چې چمتو وو د خپلو همنسلانو د زدهکړې د حق لپاره ودرېږی. په پای کې د پنځلس کسیزې ډلې بنسټ کېښودل شو او هغوی پرېکړه وکړه چې د نجونو د زدهکړې بهیر به نه پرېږدی چې ودرېږی.
نن ورځ په دې ښوونځی کې شاوخوا ۱۱۰ نجونې د لسو استادانو تر لارښوونې لاندې په داوطلبانه توګه د اووم څخه تر دولسم ټولګی پورې د مکتب درسونه زده کوی او بنسټیز تعلیمی مضامین ورته په منظم ډول تدریسېږی.
فرشته عظیمپور (مستعار نوم) د «روزنه» ښوونځی له استادانو څخه یوه ده. هغې د هغو سختو شرایطو او خطرونو په درک کولو سره چې دا لاره ورسره مل ده، پرېکړه وکړه چې د نجونو د زدهکړې د حق د ساتنې لپاره د تعلیمی ټیم تر څنګ ودرېږی.
هغې اوس مهال د اووم، اتم او نهم ټولګیو زدهکوونکو ته د کیمیا مضمون تدریسوی او په ډېرې مینې او ژمنتیا سره خپل کار ته دوام ورکوی.
د هغې په وینا دا دنده د هغې لپاره یوازې یو کار نه دی بلکې یوه ټولنیزه او انسانی مسؤلیت هم دی. هغه له دې امله د رضایت احساس کوی چې په داسې شرایطو کې د نجونو لپاره د زدهکړې زمینه برابروی او زدهکړه د راتلونکی نسل د پیاوړتیا او هیلهبخښنې یوه مهمه لار بولی.
فرحت اکبری (مستعار نوم) د دې ښوونځی د لسم ټولګی له زدهکوونکو څخه یوه ده. هغه د استادانو له دې پرېکړې څخه ژوره مننه کوی چې د زدهکړو بهیر یې دوامدار وساته.
هغې وایی چې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته له جدی روانی ستونزو سره مخ شوې وه او د ښوونځی نشتوالی د هغې پر روحیې ډېر منفی اغېز کړی و، خو د «روزنه» ښوونځی له جوړېدو وروسته وتوانېده چې بېرته د زدهکړې لاره تعقیب کړی او خپله له لاسه ورکړې هیله بیا ومومی.
د «روزنه» ښوونځی ښیی چې د ژمنتیا همغږۍ او انسانی مسؤلیت په وسیله حتی په تر ټولو سختو شرایطو کې هم د زدهکړو د بهیر د درېدو مخه نیول کېدای شی. د دې ښوونځی د استادانو هڅو او د زدهکوونکو انګېزې نه یوازې د زدهکړې د دوام زمینه برابره کړې ده بلکې د ډېرو زدهکوونکو ژوند ته یې هیله روانی ثبات او د راتلونکی په اړه باور بېرته ورګرځولی دی.
یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.









