هممهاله د ولنتاین په نړیواله ورځ (۱۴ فبروری) د ملل متحد دفتر ویلی چې په ټوله نړۍ کې هر درې ثانیې وروسته یوه نجلۍ چې لا ۱۸ کلنه نه ده شوې واده ته مجبوره کېږی.
د ملل متحد وېبسایټ نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) په خپره کړې لیکنه کې ویلی چې په ټوله نړۍ کې له هرو پنځو نجونو څخه یوه نجلۍ د ۱۸ کلنۍ ته له رسېدو مخکې یا ودېږی یا هم په غیر رسمی اړیکه کې شامله وی.
د ملګرو ملتونو د دفتر په بیان کې دا هم ویل شوی دی: اټکل کېږی چې ۶۴۰ میلیونه نجونې او ښځې چې نن ورځ ژوندۍ دی په ماشومتوب کې ودې شوې دی.
دې سازمان په ګوته کړې ده: هر کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۲ میلیونه ځوانې نجونې د ۱۸ کلنۍ تر رسېدو مخکې ودېږی. د ماشومتوب واده د نجونو ژوند او روغتیا ته ګواښ دی او د هغوی د راتلونکی امکانات محدودوی.
د کمعمره نجونو جبری وادهونه د ملګرو ملتونو چارواکو اندېښنې راپارولی او په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته دغه ډول وادهونه په څرګنده توګه زیات شوی دی.
مخکې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په هېواد کې د کمعمره نجونو جبری وادهونو په اړه خبرداری ورکړی و او ټینګار یې کړی و چې د نجونو د ښوونځیو تړل پاتې کېدل داسې جبرانناپذیر پایلې رامنځته کوی.
دو ورځې وړاندې یوه د ښځو د حقونو فعاله په خپل ایکس حساب کې ویدیو خپره کړه او ویلی یې و چې د ماشومانو واده او جبری وادهونه په قندهار ولایت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په څرګنده توګه زیات شوی دی.
یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.









