یوناما: د ۲۰۲۵ کال په وروستیو درې میاشتو کې د طالبانو مامورینو له ۵۰۰ څخه زیات کسان ونیول

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر یوناما (UNAMA) د یکشنبې په ورځ (۱۹ سلواغه) په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د طالبانو د رژیم اړوند مامورینو د تیر کال په وروستیو درې میاشتو کې ۵۲۰ کسان ونیول.

یوناما د دې ښاروندانو نیول د دې ډلې له خوا (خودسرانه) بللی او ټینګار یې کړی چې دغه لوړ شمېر د اکتوبر له لومړۍ نېټې تر دسمبر ۳۱ پورې ثبت شوی دی.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر همدارنګه ویلی چې په دې موده کې د طالبانو د امربالمعروف مامورینو د ښځو او نارینه‌وو سره د ناوړه چلند ۵۰ پېښې هم ثبت شوی دی.

دغه اداره همدارنګه د طالبانو پر ښځو او نجونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د ادارو پر ښځینه کارکوونکو د تنګوالو محدودیتونو یادونه کړې او زیاته کړې ده چې ښځې حتی د دې ادارو په حوزو کې د ننوتلو اجازه نه لری.

په راپور کې راغلی:
(د افغانستان ښځینه کارکوونکی د ملګرو ملتونو ادارو لاهم له خپلو کورونو او د بدیلو کاری لارو له لارې خپلې دندې پر مخ بیایی؛ په داسې حال کې چې هڅې او مشورې د دې محدودیتونو د لغوه کولو لپاره لا هم روانې دی.)

یوناما (UNAMA) خبرداری ورکړی چې په اوس وخت کې ښځې او نجونې په بازارونو، ښارونو او عامو ځایونو کې د طالبانو د مامورینو له خوا په شدیده توګه څارل کېږی.

دغه اندېښنې د افغانستان د خلکو د بشری حقونو د سرغړونې په اړه په ځانګړې توګه د خودسرانه نیونو او د ښځو او نجونو د سخت کنټرول په تړاو راپورته کېږی په داسې حال کې چې د طالبانو رژیم د ښځو او نجونو د(شرعی حقونو) د تامین ادعا کوی.

دغه ډله څو ځله په ټولنیزو شبکو کې ویلی چې د ښځو شرعی حقونه په هېواد کې له هر وخت زیات تأمین شوی دی؛ خو په عمل کې او د نړېوالو خلکو د لیدو وړ حقایقو په اساس دا (حقونه) د طالبانو په طبقاتی او سرکوبګر نظام کې د ښځو بشپړ ټیټتیا بل څه نه دی.

یادونه: عکس له انټرنټ څخه دی.

به اشتراک بگذارید: