عبدالغفور لیوال
لاندې تصویر وګورئ، د کوم انسان به ورته له سترګو اوښکې رانهشی؟
پرته له هغو، چې ایډیولوژیک افراط، د واکغوښتنې لیونی حرص او سیاست یې عاطفه وروژلی وی.
ایډیولوژیک افراط له انسانی ارزښتونو سره څه لوبې کوی؟ دا یو پراخ ارواپوهنیز، ټولنپوهنیز، پیداګوژیک او بشرپوهنیز بحث دی.
په لرغونیو دینونو کې به ځینو ولسونو خپلو خدایګوټو ته انسانان قربانی کول. په مصر کې د یوه غره په یوه تور سوری کې یو مبهم خدای اوسېده، خلکو فکر کاوه، چې د دغه خدایګوټی د ښکلیو پېغلو نڅا خوښیږی. هرکال به تر ټولو ښکلې پېغله دغه غار ته وروستل کېده او د تل لپاره ورکېده.
تر داسې بېرحمه قربانۍ روسته به خلکو د باران او پریمانۍ دعاګانې کولې. له یوه مصری پلار څخه روایت دی، چې ویل یې:
خپله لور راباندې ډېره ګرانه ده، خو که د هغې په قربانۍ د غار خدای خوشاله کیږی، زه به یې وزغمم.
ځینو ولسونو د خپلو خدایانو لپاره د قربانۍ ځانګړی ځایونه لرل، هلته به یې یوه لویه ډبره ایښې وه. قربانی به یې راڅملوله او غاړه به یې پرې کړه، چې د هرې قربانۍ وینه به ډېره وبهېده او اوږده لیکه به یې جوړه کړه، مبهم خدایګوټی ته یې د منښت نښه وه او خلک به خوشحاله ول.
خلکو د وچکالیو، ناروغیو، سیلاوونو او توپانونو پرمهال خدایګوټو ته قربانی کولې. د نرینه (مذکرو) خدایګوټو قربانۍ به ډېر ځله ښکلې پېغلې وې، چې سینګار کړې به یې د کوم خدایګوټی د نښې یا پژې (مجسمې) پښو ته حلالولې.
قربانی یوازې حلالول نه دی. له خپلو انسانی حقونو محرومول هم تر وژلو بدتره قربانی ده. ایډیولوژی او ناسمه عقیده څنګه له انسان څخه عاطفه او رحم تروړی؟ دا د بشریت یوه خورا لرغونی بدمرغی ده.
ایډیولوژی او سیاسی ضد له موږ څخه څنګه عاطفه غلاکړې ده؟
څنګه په خپلو معصومو او پاکو نجونو رحم نه کوو؟
څنګه یې د بېبنسټه باورونو د ډبرینو خدایانو پښو ته حلالوو؟
دا ټولې هغه پوښتنې دی، چې د دغو نجونو د اوښکو په کرښه کرښه لارو لیکل کیږی، خو موږ دومره بېهمته، ډارن او زبون یو، چې ان ځواب لټول یې هم کفر ګڼو.
د تکفیر بل نوم د ولسونو د عقلانیت سپکاوی او د هغوی د مرییتوب هڅه ده.
که یې نه منئ، دا تصویر وګورئ او فکر وکړئ!
فاعتبروا یا أولی الأبصار
#ویښتیاروښانتیااوبدلون