محمد اسماعیل یون
د جونو زده کړه نه یوازې د دوی اسلامی، شرعی او انسانی حق دی، بلکې دې مسلې اوس زموږ د ملت په ذهن کې یو عاطفی حالت خپل کړی دی. ملت له دې نظامه په هېڅ شی دومره خوابدی نه دی، لکه د جونو پر تعلیم، تعلم او تحصیل. کله چې د یو ملت عاطفه وځپل شی او هیلې یې ومروړل شی، بیا نو د حاکم پروا نه ساتی او د هغه زوال ته شېبې شمېری .
د ښخو له تعلیم او تحصیل سره نه یوازې زموږ د ملت (۹۹،۹۹٪) سلنه خلک موافق دی، بلکې د نړۍ نږدې دوه ملیارده مسلمانان هم ورسره موافق دی، اسلام خو پر ښځه او نر د علم زده کړه یو شان د فرضیت مقام ته پورته کړې ده. یوازې نږدې یو لک تنه داسې اشخاص دی چې اوس په واک دی او ویل کېږی چې هغوی یې مخالفت کوی . خو ګڼو افغانانو چې د تېرو پنځه لسو میاشتو په بهیر کې له اوسنیو چارواکو سره کتلی، د هغوی اکثریت هم په همدې نظر دی چې تعلیم د ښځو شرعی او دینی حق دی او هېڅوک حق نه لری د دین په نامه د دوی دا مسلم حق سلب کړی. اوس ولس سره دا پوښتنه ده چې که چېرې په چارواکو کې داسې خلک وی چې د ښځینه وو له تعلیم سره موافق وی، نو دوی ولې د دې تعلیم د مخالفینو پر وړاندې غږ نه پورته کوی ؟
په دې برخه کې څو علتونه دی، یو علت دا دی چې یو شمېر اوسنی چارواکی هم د هغو پخوانیو په څېر د واک په مزه پوه شوی، له مضر احتیاطه کار اخلی او په زغرده د حق ویلو جرات نه لری، بله ډله بیا دا ده چې د امیر اطاعت واجب ګڼی او د دې مسلې، اشتباه، ګناه او خطا مسولیت هغه ته راجع کوی، درېیمې ډلې بیا په مستقیم او نا مستقیم ډول د ښځو د تعلیم په برخه کې لومړی شیخ ته دا پیغام رسولی چې تعلیم نه یوازې د ښځو اسلامی او انسانی حق دی، بلکې په مخالفت سره یې ملت خفه کېږی او په پای کې نظام ورسره ړنګېږی، دنیا مو په رسمیت نه پېژنی او یو ځل بیا پر تېر او تر هغه هم پر بدتر برخلیک اخته کېږو. ویل کېږی چې لومړی شیخ ویلی چې ماته دا نظام مهم نه دی، زه غواړم د خدای پر ځمکه د ده په خپل تعبیر د الله نظام حاکم شی. فکر کېږی چې درېیمه سمونپاله ډله ورته ووایی خیر چې ته د دې نظام د بقا په کیسه کې نه یې دا نظام بل مشر ته پرېږده، ته امامت، خطابت او ریاضیت ته خپل ځان اوزګار کړه. دا چې دا خبرې به څه وخت د ټکر وروستی پړاو ته ورسېږی او یا به مشر شیخ له کوم ټکر پرته د سمونپالو چارواکو خبرو ته غاړه کېږی، اوس سړی نه شی ویلی او د زیاتو جزیاتو څرګندول هم تر وخته دمخه خبرې دی.
دا چې اوسنی چارواکی به د تعقل، تعدل او خپلمنځی تفاهم له لارې په څومره موده کې د ملت د اولادونو دا اساسی حق اعاده کړی، تر اوسه ځرګنده نه ده، خو سخت او جدی خپلمنځی بحثونه روان دی. خو کوم څیز چې په دې منځ کې واضح دی هغه دا دی چې په ټول هېواد کې ایله ( پنځه زره ) کسان دی چې د منځنیو پېړیو داسې لنډ فکر لری، خو که دا ټول اوسنی واکمن هم په دې ډله کې حساب کړو، نو شمېر یې تر (یو لک) تنو پورې نه رسېږی چې دا شمېر بیا د دې ټول عظیم ملت (۰،۴٪) صفر اعشاریه څلور سلنه وګړی نه جوړوی، د نړۍ څه کم دوه ملیارده مسلمانان او اته ملیارده وګړی که په پام کې ونیسو بیا خو نو په دریاب کې د څاڅکی په اندازه هم نه دی . عقل دا نه منی چې یو دومره کوچنی اقلیت دې د دومره لوی ملت، اسلامی امت او عام بشریت په مقابل کې تر ډېره وخته تاب ولری. زما شپږم حس خو په زغرده دا احساس راکوی چې زموږ خویندې او لوڼې به بېرته له خپل تعلیمی او تحصیلی حقه برخمنې کېږی، هغه چا چې اوس دا حق ترې تروړلی، د هغه په ستونی کې به د کب د شغې په شان پاتې کېږی، هېڅوک د دې حق د تېرولو او هضمولو توان نه لری ، یوازې دومره به شی چې په تاریخ کې به د خپل نوم د بدرنګۍ او د هغه دین، ملت او قوم د بدنامۍ سبب شی چې دوی ورته منسوب ګڼل کېږی. خپل عمر به هم ډېر لنډ کړی.