د مارچ اتمه؛ په افغانستان کې د ښځو د ازادۍ نیمګړې لار

لیکواله: فرزانه پناهی

د مارچ اتمه «د ښځو د نړیوال پیوستون ورځې» په نوم پېژندل کېږی؛ هغه ورځ چې د اعتراض له قهر او د ښځو له اعتصاب څخه وزېږېده. د دې ورځې تاریخ نولسمې پېړۍ ته ورګرځی، هغه مهال چې په اروپا او امریکا کې ښځینه کارګرې د واکمنو طبقو د استثمار او صنعتی نارینه‌سالارۍ پر وړاندې ودرېدلې.

کیسه د نولسمې پېړۍ له دویمې نیمایی (۱۸۵۷) څخه پیلېږی؛ کله چې د شیکاګو د کالیو د صنعت ښځینه کارګرو د غیرانسانی کاری شرایطو او ناچیزو مزدونو پر ضد اعتصاب وکړ. کارفرما د هغوی د ځپلو لپاره د فابریکې دروازه وتړله‌ او څو ساعته وروسته هلته اور ولګېد. په دې غمیزه کې ۱۲۹ ښځې په لمبو کې وسوځېدې.

البته د یادونې وړ ده چې د دې پېښې د دقیق وخت او ځای په اړه بېلابېل روایتونه شته؛ ځینې یې د ۱۸۵۷ کال د شیکاګو د نساجۍ د فابریکې د ښځو اعتصاب ته نسبت ورکوی، ځینې نور د ۱۹۰۸ کال د مارچ اتمې د نیویارک لاریون ته اشاره کوی او یو شمېر بیا د ۱۹۱۱ کال د مارچ په ۲۵مه د «ټراینګل شرټ‌وېسټ» د فابریکې د اورلګېدنې پېښه د ښځو د غورځنګ مهمه نقطه بولی.

خو هغه څه چې نه شی رد کېدای دا دی: د ښځینه کارګرو نابرابر مزد په کاری چاپېریالونو کې سخت استثمار او د کارفرمایانو او نارینه‌سالارو او دولتی بنسټونو له لوری د ښځو د اعتراضونو ځپل؛ دا یو جوړښتی ظلم و چې د ښځو د نړیوال غورځنګ لومړنۍ لمبې یې بلې کړې.

د هماغو ښځو له خاورو او ایرې څخه د قهر یوه لمبه راپورته شوه چې څو کاله وروسته په ۱۹۰۹ کې د امریکا سوسیالیست ګوند د لومړی ځل لپاره د هغوی په یاد د ښځو ملی ورځ ونمانځله. له هغه وروسته د ښځو په نړیوالو کنفرانسونو کې د کلارا زتکین او لوییز زیتس په څېر څېرو د ښځو د نړیوالې ورځې د کلنۍ لمانځنې مفکوره پراخه کړه، څو د رأیې حق، ټولنیز عدالت او جنسیتی برابری لپاره مبارزه نړیواله شی.

په ۱۹۱۱ کال کې په ټوله اروپا کې میلیونونه ښځې د «ډوډۍ، سوله او برابری» تر شعار لاندې سړکونو ته راووتلې. په اتریش، ډنمارک، جرمنی او سویس کې څو ځله لاریونونه وشول. هغوی د رأیې حق، د کار برابر شرایط، د زیږون رخصتی او د جنسیتی تاوتریخوالی د پای ته رسېدو غوښتنه کوله.

پنځه کاله وروسته په ۱۹۱۷ کال کې د روسیې ښځینه کارګرې د پتروګراد په ښار کې له فابریکو ووتلې او سړکونو ته راووتلې او د جګړې او استبداد د پای ته رسېدو لپاره یې نارې وهلې.

په دې توګه، د مارچ اتمه د هغو ښځو په یاد ثبت شوه چې د جګړې، فقر، تبعیض او د نارینه‌سالارۍ د زورواکۍ پر وړاندې ودرېدلې، هغه ورځ چې د سپکاوی او ځپنې پر وړاندې د ښځې د مقاومت نښه وګرځېده.

د وخت په تېرېدو سره د مارچ اتمه تل د دې خبرې یادونه کوی چې د برابرۍ د ترلاسه کولو لپاره د ښځو مبارزه ژورې طبقاتی، سیاسی او فمینیستی ریښې لری. خو نن ورځ، د افغانستان د میلیونونو ښځو لپاره چې له خپلو تر ټولو بنسټیزو انسانی حقونو محرومې دی دا ورځ تر هر څه زیات د معاصرې نړۍ د هغو ژمنو د ناکامۍ نښه ده چې د برابرۍ او ټولنیز عدالت د تحقق لپاره شوې وې.

دا هماغه نړۍ ده چې له یوې خوا د ښځو د حقونو لپاره کنفرانسونه جوړوی او د برابری خبرې کوی، خو له بلې خوا د هغو نظامونو پر وړاندې چې ښځې له زده‌کړې، کار او ژوند څخه محروموی یوازې د نندارچی په توګه ولاړه وی. دې نړۍ ونه توانېده چې په غور کې د «عابدې» د سوځول کېدو مخه ونیسی د طالبانو په زندانونو کې د معترضو ښځو د تېری او شکنجې مخه ډب کړی او نه هم هغه لاسونه ودروی چې د ښځو ضد اصول‌نامې توشیح کوی او زما د وطن د ښځو پر مخ د زده‌کړې او کار دروازې تړی.

په نننی افغانستان کې د مارچ اتمه د هغه اور د بیا تکرار یادونه کوی چې د ښځو پر پاڅون ور اورېږی؛ هغه اور چې دا ځل له بې‌ساری قهر سره له څلورو نیمو کلونو څخه زیات وخت کېږی د میلیونونو ښځو ژوند یې په ایرو بدل کړی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بېرته راتګ وروسته ښځې په تدریج له هر هغه څه څخه محرومې شوې چې «انسانی ژوند» ته مانا ورکوی: په ښوونځی او پوهنتون کې د زده‌کړې حق، د کار فرصت، د سفر ازادی، د پوښاک د انتخاب حق او حتی د خوښۍ فرصت.

خو فاجعه د دولتی محدودیتونو تر کچې هم اوښتې او د ښځو د شخصی ژوند تر ژورو پورې رسېدلې ده؛ داسې چې د ماشوم‌ودونو او د ښځو ځان‌وژنې عادی پدیدې ګرځېدلې دی. اقتصادی فقر او فرهنګی فقر یو له بل سره لاسونه ورکړی تر څو ښځه له هرې خوا محاصره کړی.

له دې ټولو سره سره د افغانستان ښځې ستړې، وږې، زړه‌ماتې، ناامېد او بې‌وسه شوې دی، خو چوپ نه دی؛ هغوی په زیرزمینونو کې زده‌کړه ورکوی په انلاین بازارونو کې کار کوی، د کورونو په کونجونو کې د آرایشګرۍ منع شوی خدمتونه وړاندې کوی، د اعتراض لیکنې کوی او شعارونه پورته کوی. دا مقاومت د محض ضرورت له جنسه دی. هغوی پوهېږی چې هېڅ ژغورونکی به رانشی؛ هېڅ هېواد، هېڅ سازمان او بنسټ به د هغوی لپاره جګړه ونه کړی. نو ځکه خپله د هماغو تړلو لاسونو سره، خپل مقاومت او درېدل په تاریخ کې ثبتوی.

د افغانستان ښځې او نجونې لا هم په عزم ولاړې دی؛ درنو کارونو ته مخه کوی، لاس‌فروشی کوی، د نارینه وو کالی اغوندی، د طالبانو له جنسیتی پولو اوړی، زده‌کړه ورکوی، زده‌کړه کوی او ژوند د خپلې زړورتیا په مټ بیا تعریفوی.
د افغانستان د ښځو لپاره د مارچ اتمه په داسې نړۍ کې د ژوندی پاتې کېدو ورځ ده چې نور د عدالت او برابری حقیقت ته ارزښت نه ورکوی.

د افغانستان ښځې نن هماغه ښځې دی چې له یوې پېړۍ څخه زیات پخوا د پانګوالۍ په اور کې وسوځېدې؛ یوازینی توپیر دا دی چې د نن ورځې د اور نوم طالبان دی او ایری یې د عابدې سوځېدلی بدن دی.
د مارچ اتمه زموږ لپاره د چیغې ورځ ده؛ هغه ورځ چې باید نړۍ یو ځل بیا له سره وشرموی

یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.

به اشتراک بگذارید: