هغه بنسټ چې «فراگیر» نومېږی اعلان کړی چې یو شمېر افغان ښځو د بریتانیا د ښځو او نجونو په چارو کې ځانګړی استازی سره په یوې غونډې کې ولیدل او د افغان ښځو او نجونو د بشری حقونو د وضعیت په اړه خبرې اترې یې وکړې.
د فراگیر بنسټ په وینا په دې لیدنه کې د افغان ښځو غوښتنه دا وه چې د بریتانیا استازی ته ووایی خپل هېواد دې په رسمی ډول په افغانستان کې د جنسی تبعیض (آپارتاید جنسیتی) سره پېژندنه وکړی.
افغان ښځو په دې لیدنه کې د ښځو او نجونو د زدهکړې او تعلیم د محرومیت په اشاره هم ټینګار وکړ چې بریتانیا دې د نجونو لپاره د زدهکړې او تعلیمی بورسونو زمینه برابره کړی.
د ښځو د حقونو فعالانو زیات کړی چې بریتانیا باید له هغو ښځو او نجونو د بشری حقونو له مدافعانو او ژورنالیستانو سره هم ملاتړ وکړی چې په نورو هېوادونو کې په نامعلوم حالت کې ژوند کوی.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې (رچرډ لینډسی) د افغانستان لپاره د بریتانیا استازی د نړیوالې ښځې ورځې (۸ مارچ) په مناسبت ویلی و چې بریتانیا د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړه ده.
ښاغلی لینډسی په خپلو یادښتونو کې تل له طالبانو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوقو ته لومړیتوب ورکړ.









