زما عینی مشاهدې د هرات له ښځو د حذف کېدو په اړه

لیکواله: عایشه صافی

لکه څنګه چې نړۍ د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځلو لپاره چمتووالی نیسی په افغانستان کې د ښځو کیسه د لمانځلو نه، بلکې د محرومیت او محدودیتونو کیسه کوی. د مارچ اتمې نېټې له نږدې کېدو سره، د هرات ښار یوه تجربه ښیی چې د نړیوالو شعارونو او د دې هېواد د ښځو د ژوند د واقعیت ترمنځ واټن څومره ژور دی.

له خپل وطنه د لسو کلونو ډېرې مودې لرېوالی وروسته، هرات ته راستنېدل زما لپاره د خاطرو بېرته راژوندی کېدل وو، د کورنۍ لیدنه د ښار په زړو کوڅو کې ګرځېدل، او له هغو ښکلاوو خوند اخیستل چې کلونه مې په ذهن کې ژوندی ساتلې وې. خو د دې سفر په درېیمه ورځ، هغه څه چې باید یوه خوږه خاطره وای، په یوه ترخه او ټکان ورکوونکې تجربه بدل شول.
موږ د ښار له خورا مشهورو رستورانتونو څخه یوه، رستورانت څلور فصل، ته د غرمې ډوډۍ لپاره لاړو. تمه مو درلوده چې په یوه پرانیستی ځای کې کښېنو او د رستورانت له ارام چاپېریاله خوند واخلو؛ خو موږ داسې یوې برخې ته بوتلل شو چې څلور خواوې یې په غټو پردو پوښلې وې؛ یو تړلی ځای چې له نورو څخه جلا و.

کله مې چې وپوښتل ولې، ځواب لنډ و:
(ستاسو سره ښځه ده)
په هماغه شېبه کې مې اوښکې وچې شوې؛ نه د اعتراض توان راسره و او نه د وضاحت. خواړه پر مېز اېښی وو، خو زما لپاره یې د زهرو حکم درلود. هره لقمه یې لکه اغزی، ستونی مې ژوبلاوه. چوپه پاتې شوم، خو دننه مې چیغې وهلې. سپکاوی داسې خوند درلود چې هېڅ مسالې یې نه شوای پټولای.

د دې لپاره چې لږه هم د دې ترخوالی کمښت راشی، مو پرېکړه وکړه چې د ښار له مهمو تاریخی نښو څخه یوه وګورو؛ ارګ هرات، یوه ودانۍ چې پېړیو راهیسې ولاړه ده او د دې سرزمین د تاریخ او کلتور کیسې کوی.

خو د ارګ د دروازې پر وړاندې، موږ له بل ځواب سره مخ شو:
(ښځو ته ټکټ نه ورکوو)
وروسته یې وپوښتل:
(کوم پاسپورټ لرئ؟ که بهرنی پاسپورټ ولرئ، د ننوتلو اجازه شته، خو د کورنی پاسپورټ سره ښځې اجازه نه لری)

په هغه شېبه کې، ساه مې په سینه کې ودرېده. د کورنۍ کوچنۍ نجلۍ یوازې د ماشومانه خوشحالۍ لپاره غوښتل چې د ارګ عکس واخلی. حتی د حیاط دننه د ننوتلو اجازه هم ورنکړل شوه. لامل یوازې یو و: نجلۍ کېدل.
کله چې د دروازې څخه بهر شوم، نور نشومایې خپل ځان کنټرول کړای. غم مې ټوټه ټوټه شو او دومره لوړ ژاړل مې چې خلک راټول شول. هغوی پوښتل:
(چا تا وهل؟)
(ستا کومه برخه درد کوی؟)
خو جرئت مې نه درلود چې حقیقت ووایم. نشوای ویلای چې زما درد د انسانیت د نادیده نیولو درد دی. نشوای ویلای چې زما ژړا د یوې نجلۍ د خوب د ماتېدو لپاره ده. ځکه د ډېرو لپاره دا صحنه عادی وه.
او ښایی همدا د ظلم عادی کېدل، د ځان د ظلم په پرتله ډېر دردناک وی.

په افغانستان کې د ښځو محدودیت یوازې یوه فردی مسله نه ده؛ بلکې د هېواد په ټولنیز او کلتوری هویت په مستقیم ډول اغېز لری. له عامه فضاوو څخه د ښځو حذف، دا معنا لری چې د ټولنې نیمایی خلک له ټولنیزو او کلتوری فعالیتونو څخه محروم شی.

تاریخی میراث د ټولو ښاریانو ملکیت دی. کله چې ښځې ورته لاسرسی نه لری، په حقیقت کې له خپل تاریخ او ډله‌ییز هویت سره د تړاو له حق څخه محرومې کېږی.

د مارچ د اتمې په درشل کې، بنسټیزه پوښتنه دا ده:
ایا هغه ټولنه چې د خپل نفوس نیمایی برخه په پردو او تړلو دروازو کې ساتی، عادلانه او دوامداره راتلونکې ترلاسه کولی شی؟
هغه اوښکې چې د هرات کلا مخې ته یې هغه ورځ بهېدلې ممکن په خاموشۍ کې وچې شوې وی، مګر د دوی پیغام لاهم پاتې دی:
انسانی وقار نه ویشل کیدونکی دی.
او هیڅ ټولنه به د سپکاوی د عادی کولو سره پرمختګ ونه کړی.

یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.

به اشتراک بگذارید: