وېل: د نجونو زدکړې په اسلام کې نشته!

عبدالغفور لیوال

دونیا راوخښمېده، استدلال وشو، ټولو رد کړه.
وارخطا شول، وېل: نه په اسلام کې شته، خو د افغانانو په فرهنګ کې نشته.
د دې درواغو د ډوبولو لپاره بیا تاریخی- فرهنګی مستند دلایل لکه سمندر په څپو راغلل، په اسیا کې یو له لومړنیو هېوادو افغانستان و، چې د ښځو نهضت یې له خپلواکۍ سره هممهاله وځلاوه او نجونو یې ښوونځیو ته لار وایسته. د ښارمېشتو لکونو نجونو عکسونه خپاره شول، د هغوی اوښکې، ژړاګانې او چیغې خپرې شوې، چې: موږ ښوونځی غواړو…
بیا چې ځانونه ورته درواغجن وبرېښېدل، نو دا ډمامه یې رامخکې کړه، چې: دا خو څو ښارینۍ نجونې دی، په کلیو کې یې خلک نه غواړی.
ناڅاپه د پکتیکا یا خوست هاغه وطنی سپین ږیری د ژبو پرسر شو، چې خپلې دوه – درې لوڼې به یې هرسهار په بایسکل لس دولس کیلومتره لرې ښوونځی ته رسولې او دا کار یې لکه فرض لمونځ داسې کاوه.
بدخشان د څپاندې کوکچې په ژبه وویل: ان د کلیو اتیا سلنه نجونې یې هم زدکړې کوی او د نالوستیو ښځو شمېره په کې په نشت شمار ده، نه پوهېږم بدخشان په افغانستان کې شمېری که نه؟ دا ولایت کلیوال، بېوزلی او لرې پروت دی که نه دی؟ د غور و فاریاب و ننګرهار و لغمان نجونې خو یې لا مه پوښته.
دا عکس وګورئ!
دا غرونه، دا ښکلی کلی او د دې معصومو، باغروره او پیاوړو انسانانو عظمت ته ځیر شئ!
دا عکس درته وایی: نه د افغانانو دین او نه هم د افغانستان فرهنګ، یو هم د نجونو د زدکړو مخالف نه دی. دا درواغجنه دعوه له بهره راغلې، راوستل شوې ده، راتپل شوې ده، زموږ نه ده، ښکېلاکی ده، استخباراتی ده، پاکیستانی- انګریزی ده.
عکس وګورئ، اوښکې مه تویوئ، غږ پورته کړئ او اراده مو پیاوړې وساتئ!
دین و فرهنګ د خلکو ارزښتونه دی، په دین و فرهنګ د تور تهمت پورې کول د افغانستان له ارزښتونو سره ښکاره دوښمنی ده!
#ویښتیاروښانتیااوبدلون

به اشتراک بگذارید: