لیکواله: مستوره مبارز
زه مریم (مستعار نوم) یم له هغو نجونو څخه یوه یم چې د ښځو ضد ډلې طالبانو پر وړاندې مې غږ پورته کړی او له څلورو کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوم. د بند او د طالبانو د ظلمونو وېرې اړ کړم چې په افغانستان کې خپل ژوند پرېږدم او وتښتم. دا څلور کاله زما لپاره له بېشمېره ننګونو ډک وو؛ د طالبانو له ګواښونو نیولې، د کډوالۍ تر سختیو او د پاکستان د حکومت له خوا د شړلو تر ګواښ پورې.
په لومړی سر کې زه په اسلاماباد کې له خپلې کورنۍ سره اوسېدم او هڅه مې کوله چې خپلو مدنی فعالیتونو ته دوام ورکړم، خو زما ژوند د وېرې او جبر تر سیوری لاندې تېرېده. تر دې چې د پاکستان حکومت پر افغان کډوالو محدودیتونه ولګول؛ د ۲۰۲۵ کال په اګست کې د ویزو نوی کول وځنډول شول، چې زموږ لپاره یې ښوونیز او تفریحی فعالیتونه لکه د انګلیسی او کمپیوټر کورسونه، او حتی پارکونو ته تلل ناممکن کړل. سره له دې، ما له ډېرې وېرې سره سره په لاریونونو کې ګډون کاوه او د طالبانو پر ضد مې شعارونه ورکول.
د وخت په تېرېدو سره محدودیتونه لا پسې سخت شول او پولیسو کور په کور تلاشی پیل کړه. موږ په سر سید سړک کې اوسېدو، هغه ځای چې ډېر افغان کډوال پکې مېشت وو، او زموږ د نیول کېدو احتمال هره ورځ زیاتېده. د هماغه کال په ډسمبر کې اړ شوو چې پېښور ته وتښتو. لاره له پوستهو او خطرونو ډکه وه؛ لږ سامان مو راواخیست او هڅه مو وکړه چې ځانونه په تورو جامو او ماسکونو کې پټ کړو. د شپې په ۹ بجو پېښور ته ورسېدو، خو نوی ژوند مو هم اسانه نه و.
په پېښور کې موږ اړ وو چې د ځایی خلکو په څېر ژوند وکړو؛ د هغوی په څېر مو کالی اغوستل او هڅه مو کوله چې د هغوی په شان چلند وکړو، څو پام ځانته راوا نه ړوو. په هغه انګړ کې چې اوسېږو، په لوړ غږ خبرې نه کوو او هېڅکله افغانی سندرې نه چلوو. حتی په لوړ غږ خندل هم راته خطرناک ښکارېدل. ما زده کړل چې خپل حضور کمرنګ وساتو؛ لکه ګواکې باید د ژوندی پاتې کېدو لپاره نالیدلی واوسو.
دلته اوبه شګلنې او لږ مالګینې دی. لومړی ځل چې مې وڅښلې، خوند یې راته ناآشنا و. خو اوس عادت شوې یم چې هغه وایشوم او بیا یې وڅښم؛ لکه د ډېرو نورو شیانو په شان چې اړ شوو ورسره عادت وکړو.
د پېښور خلک له اسلاماباد سره توپیر لری او ډېری یې په پښتو خبرې کوی، هغه ژبه چې ما نه وه زده او یوازې اردو مې پوهېدم. هر ځل چې بازار ته تلم، له ریکشاچلوونکو نیولې تر دوکاندارانو به پوښتل: «ته له کوم ځایه یې؟» او زه اړ وم چې د پښتو په لږې پوهې سره ووایم چې د «ګلګت» یا «چترال» یم، څو دویمه پوښتنه رانه ونه کړی.
دلته د خلکو تر منځ دا دود دی چې نوی راغلی ګاونډی ته ډوډۍ وړی او ښه راغلاست ورته وایی. خو موږ دروازه ونه پرانیستله. د پېژندل کېدو له وېرې مو ځانونه پټول. بالاخره یوه ورځ یوې ښځې دومره دروازه وټکوله چې اړ شوو پرانیزو. ورور مې چې لږه پښتو یې زده وه، ولاړ څو ووایی چې ښځې په کور کې نشته او په بښنه سره منفی ځواب ورکړی. حتی مهربانی هم زموږ لپاره د ګواښ رنګ اخیستی و.
یوه ورځ، کله چې زه او خور مې سوپرمارکېټ ته لاړو او په ناڅاپی ډول فارسی خبرې مو وکړې، ټولې سترګې زموږ لوری ته واوښتې. په هماغه شیبه کې پوه شو چې یو ځوان موږ تعقیبوی. کېدای شی غوښتل یې کور مو پیدا کړی؛ ځکه د پاکستان حکومت د افغانانو د پېژندنې لپاره «لس زره کلدار» انعام ټاکلی و. موږ لار بدله کړه او په بیړه یوه رستورانت ته ولاړو څو ډاډ ترلاسه کړو چې تعقیب یې پرېښی دی. له هغې وروسته دوه اونۍ له کوره بهر نه وووتو، او پلار مې شپهوې وچه ډوډۍ او سوپ راوړ.
خو تر ټولو سخته شېبه هغه وه چې حتی د روغتون ته تلو وېرې مو راته وه. یوه شپه د مور مې فشار ۱۴۰ ته ورسېد او روغتیا یې ښه نه وه خو د دې وېرې له کبله چې که په روغتون کې پېژندل شو او پولیسو ته راپور ورکړل شو، هغه روغتون ته نه یوړ. د هغو دواګانو په مرسته چې مخکې ډاکټر پرې ټاکلې وې شپه په سختۍ تېره شوه. یوه بله شپه خور مې له تبه او لړزې سره تر سهاره سوزېده، خو بیا هم زړورتیا مو ونه کړه چې بهر ولاړ شو. یوازې په کور کې په توره ناست وو، دعا مو کوله او د وېرې سره سره د سهار راتګ ته انتظار مو کاوه.
نن ورځ ژوند زما لپاره سخت او زغمناکې دی؛ په پاکستان کې د نیول کېدو پېښې شدت موندلی او طالبان لا هم د افغانستان ته د ستنیدو لپاره ګواښ دی. د ژوند د چلولو لپاره مو د کورنۍ شتمنی وپلورله، خو نه په پاکستان کې ژوند ممکن دی او نه هم په افغانستان کې. هره ورځ د ایستلو او بند کېدو وېرې زما روح او ذهن ستړی کوی او نه پوهېږم چې زما برخلیک به څه وی.
زما ژوند د طالبانو د بېرته راتګ له وخت راهیسې وران شوی؛ خو د دې ټولو وېرې او فشار سره سره، زه لا هم خپل غږ پورته کوم. ځکه چوپتیا زما لپاره ورو مړینه ده.
یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.









