د بښنې نړیوال سازمان د جنوبی اسیا سیمهییز دفتر د جمعې په ورځ (۱۵ حوت) په خپره کړې اعلامیه کې ویلی دی چې د طالبانو د محکمو جزایی آییننامه پر بشری حقونو ژور، پراخ او شاتګ کوونکی اغېز کړی دی.
د دې بنسټ په وینا د طالبانو جزایی آییننامه تاوتریخوالی توپیر او د ښځو او قومی لږکیو پر وړاندې سزاګانې زیاتوی.
په اعلامیه کې د بښنې نړیوال سازمان راغلی: «دغه آییننامه همدارنګه د مذهبی اصولو د نه مراعت کولو لپاره سختې سزاوې ټاکی د ټولنیز ټیټ مقام لرونکو کسانو لپاره یې سزاوې لا ډېرې شدیدې کړې دی او غلامی/بندهګری په رسمیت پېژنی»
دغه نړیواله بنسټ خبرداری ورکړی چې د طالبانو جزایی آییننامه شکنجه او بد چلند د «بدنی سزا» له لارې دودیز کړی او ځینو کسانو ته ځانګړی موقف ټاکی.
سمریتی سینګ د بښنې نړیوال سازمان رییس ویلی دی: «دغه آییننامه د یو سرکوبګر حقوقی سیسټم سختوالی لا زیاتوی. ښځې او نجونې د هغو زیانمنو کسانو په منځ کې دی چې تر ټولو ډېر اغېزمن شوی دی، داسې مقررات چې کورنی تاوتریخوالی عادی ښکاره کوی او د دوی فعالیت او خپلواکی باندې نور محدودیتونه وضع کوی»
بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له رژیم غوښتنه کړې چې سمدستی دغه سرکوبګر دستورالعمل لغوه یا اصلاح کړی او د بشری حقونو نړیوالو معیارونو سره یې همغږې کړی.
دغه بنسټ همدارنګه له هېوادونو غوښتی چې د طالبانو د رژیم جزایی آییننامه په کلکه وغندی او دغه ډله په فشار کې واچوی ترڅو د بشری حقونو پراخې سرغړونې پای ته ورسوی.
ملا هبتالله د طالبانو غائب مشر د روان کال د ۵ دلو په نېټه دغه آییننامه تائید او د خپرولو او عملی کولو حکم یې ورکړ. سربېره پردې د دې آییننامې تفسیر هم یوازې د هغه په واک کې دی.
یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.









