د افغانستان د حقوقو څار: له زده‌کړو څخه د نجونو محرومول د یوه نسل د راتلونکی سیستماتیک ویجاړول دی

د افغانستان د حقوقو څار په یوې اعلامیې کې د ۱۴۰۵ نوی تعلیمی کال د پیل په مناسبت د نجونو د زده‌کړو څخه محرومیت چې د پنځم پرله‌پسې کال لپاره دوام لری په سختو ټکو غندلی دی.

په دې اعلامیه کې راغلی چې د نوی تعلیمی کال له پیل سره او د شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلی پاتې کېدو په دوام سره په حقیقت کې «د یوه نسل راتلونکی په سیستماتیک ډول ویجاړېږی»

د افغانستان د حقوقو څار ویلی دی:
« دا اقدام نه یوازې د بشری اساسی حقونو ښکاره نقض دی بلکې د یوه نسل د راتلونکی سیستماتیک ویجاړول او د هېواد د دوامدار پرمختګ بنسټونه کمزوری کول هم ګڼل کېږی »

دغه د بشری حقونو بنسټ همدارنګه خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې له زده‌کړو څخه د نجونو محرومول به د دې هېواد بشری بحران څو چنده زیات کړی.

په اعلامیه کې راغلی دی: « د افغانستان د حقوقو څار له ټولو ملی او نړیوالو بنسټونو د بشری حقونو له فعالانو ملی شخصیتونو د دینی عالمانو او د هېواد له روښانفکرانو څخه غواړی چې د دې بې‌عدالتۍ پر وړاندې چوپ پاتې نه شی»

د افغانستان د حقوقو څار همدارنګه زیاته کړې ده چې د طالبانو د رژیم د جنایتونو پر وړاندې چوپتیا له دې ډلې سره د همکارۍ په معنا ده. د دې بنسټ په وینا اوس هغه وخت رارسېدلی چې د نجونو د زده‌کړې له حق سره ګډ غږ پورته شی.

دغه بنسټ ویلی دی: « موږ همدارنګه له نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې د ټولو دیپلوماتیکو او حقوقی وسیلو په کارولو سره د دې محدودیتونو د پای ته رسولو لپاره اغېزمن او دوامدار فشار زیات کړی او د افغانستان د خلکو په ځانګړی ډول له زده‌کړو محرومو نجونو تر څنګ ودرېږی »

خو سره له دې چې نوی تعلیمی کال پیل شوی د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې لا هم د ښځو او نجونو پر مخ تړلې پاتې دی.

د طالبانو رژیم هم سره له دې چې د هېواد دننه او بهر د فرهنګی فعالانو له سختو نیوکو سره مخ دی تر اوسه پورې هېڅ ډول عملی اقدام نه دی کړی.

یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.

به اشتراک بگذارید: