د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدل به راتلونکی له جدی ستونزو سره مخ کړی

د ۱۴۰۵ نوی تعلیمی کال د پیل په درشل کې « د افغانستان د ښځو غږ » له یو شمېر هغو نجونو سره خبرې کړې دی چې له زده‌کړو او تعلیم څخه بې‌برخې شوې دی، په دې خبرو کې هغوی د خپلې «ناامېدۍ شاتګ او تیاره راتلونکې» په اړه خبرې کړې دی.

« د افغانستان د ښځو غږ » دا مرکه د پنځو بنسټیزو پوښتنو پر بنسټ مخته وړې ده. دوی د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو په اړه وایی چې تل یې د ناامېدۍ، بې‌انګېزګۍ، زړه تنګۍ او شاتګ احساس کړی دی.

زرمینه، یوه زده‌کوونکې چې له ښوونځی ته له تګ څخه محرومه شوې ده وایی: « د ښوونځیو تړل کېدو ماته د سختې ستړیا او ژورې زړه تنګۍ احساس راکړ. ورځې تکراری او ستړې کوونکې شوې له ملګرو سره مې اړیکې ډېرې کمزورې شوې د یوازیتوب او انزوا شدید احساس مې درلود او ټولنیزې اړیکې مې هم محدودې شوې »

سارا چې د پوهنتون محصله ده هم د زده‌کړو له محرومېدو سره په تړاو وایی: « د پوهنتون تړل کېدل یعنې زما د هیلو او ارمانونو دروازې تړل کېدل. دې حالت په ما کې د کمزورۍ او بې‌وسۍ احساس پیدا کړ. هېڅکله مې ځان دومره ناتوانه نه و احساس کړی. د زده‌کړو د دروازو په تړل کېدو سره ما خپلې هیلې هم خاورې کړې »

مرکه کې ګډون کوونکی چې د زده‌کوونکو او محصلینو له بېلابېلو کچو څخه وو د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرله‌پسې پنځم کال تړل کېدل د افغانستان لپاره د « پوهې زده‌کړې او پرمختګ د درېدلو » په معنا بولی.
هغوی همدارنګه د طالبانو د رژیم دا پالیسی د یرغمل نیونې په توګه غندی او دا یې د انسانی وجدان خلاف عمل ګڼی.

هغه زده‌کوونکی او محصلین چې په دې مرکه کې یې ګډون کړی و د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دوامدار تړل کېدو له امله له کومو ستونزو سره مخ شوی دی وایی چې د پوهې د کچې ټیټوالی، روانی، ټولنیزې او اقتصادی ستونزې د دې محرومیت له مهمو پایلو څخه دی.

هاجر د دې پوښتنې په ځواب کې وایی: « د ښځو قشر داسې فکر کوی چې ګواکې دوی له نارینه‌وو څخه څه کم لری ځکه د شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې دی. نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو د تګ اجازه نه ورکول ټولنه له اقتصادی ستونزو سره هم مخ کړې ده»

مرکه کې ګډون کوونکی همدارنګه د دې پوښتنې په ځواب کې چې «خپل راتلونکی څنګه وینئ؟» وایی چې دوی د خپل راتلونکی او هیلو په اړه د شک او وېری احساس لری. یو محصل وایی چې د دوی راتلونکی «خپل‌خوښی» نه دی بلکې «د نورو په خوښه» ټاکل شوی دی.

زرمینه په دې اړه هم وایی: «د ټولنې د نیمایی برخې راتلونکی چې بې‌سواده پاتې شوې روښانه نه دی؛ ځکه زموږ هېواد د هغه انسان په شان دی چې یو اړخ یې فلج وی»

هغوی د دې پوښتنې په ځواب کې چې خپل مسلکی راتلونکی او مالی خپلواکی څنګه وینی وایی چې د زده‌کړو ځنډ یا بندیز حتمی توګه کاری فرصتونه له منځه وړی د ښځو مالی خپلواکی ختموی او هیلې په «نه‌لاسرسېدونکو خوبونو» بدلوی.

مستوره د اوسنی وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وایی: « دا حالت د ښځو مسلکی راتلونکی محدودوی؛ ځکه هغه نجونې چې زده‌کړې یې نه وی کړی نه شی کولای مناسب کار پیدا کړی او مجبورېږی بې‌کارۍ ته. په پایله کې د هغوی مالی خپلواکی هم له منځه ځی »

ځینې نور هم وایی چې د دې بهیر دوام د ښځو او نجونو د ژوند مدیریت په بشپړه توګه ګډوډ کړی او هغوی یې د کړکېچ کندې ته ورټېل وهلی دی. مستوره په ټینګار سره وایی: «تعلیمی او مسلکی راتلونکی مبهم او نامعلوم دی او پلان جوړونه ډېره سخته او له ستونزو ډکه شوې ده »

یوې زده‌کوونکې د امنیتی ستونزو له امله ونه غوښتل چې نوم یې څرګند شی. هغې د موجوده محدودیتونو په یادولو سره وویل: «دا ساده موضوع نه ده؛ زما پر ژوند یې ډېر منفی اغېز کړی او ډېرې ستونزې یې رامنځته کړې دی. زه نه شم کولای په ډاډه زړه کورس ته ولاړه شم او د طالبانو له وېرې حتا له کوره هم نه شم وتلی »

«د افغانستان د ښځو غږ» دا مرکه په داسې حال کې ترسره کړې ده چې په هېواد کې د نوی تعلیمی کال له پیل سره سره یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې نه دی پرانیستل شوې.

د زده‌کړې د برخې ډېری پوهان د طالبانو د رژیم دا پالیسی یو ډول یرغمل نیونه بولی او د نړیوالې ټولنې څخه غواړی چې پر دې رژیم فشار زیات کړی.

یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.

به اشتراک بگذارید: