د افغانستان طبی شورا د طالبانو د رژیم د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ دوه اوونۍ مخکې (د حمل ۲۱مه) د طبی محصلینو د اګزیټ ازموینه یوازې د هلکانو لپاره واخیسته.
د خپرو شویو راپورونو له مخې په دې ازموینه کې شاوخوا ۷۰۰۰ محصلینو ګډون کړی و.
«د افغانستان د ښځو غږ» تېرې اوونۍ له هغو یو شمېر نجونو سره خبرې کړې دی چې مخکې له طبی روزنیزو مرکزونو فارغې شوې وې دا خبرې د حاکم رژیم د سیستماتیک تبعیض پرده پورته کوی.
فرشته له دغو محصلینو څخه یوه ده چې له بېلابېلو ستونزو سره سره یې په کابل کې د انستیتوت دوه کلنه دوره بشپړه کړه؛ خو د اګزیټ ازموینې له را رسېدو مخکې د طالبانو رژیم په یو غیرانسانی اقدام کې هغه او نورې ټولګیوالې د دې ازموینې له ګډون څخه محرومې کړې.
د فرشتې په وینا هغې د زدهکړو پر مهال د خپل وخت یوه برخه د غالۍ اوبدلو ته ځانګړې کړې وه څو د خپلې ورځنۍ او درسی لګښتونه پوره کړی خو ناڅاپه هر څه بدل شول او له سیالۍ پاتې شوه.
هغې همدارنګه د طالبانو رژیم پر ښځو او نجونو د ښکاره او سیستماتیک تبعیض په تور تورن کړی او ټینګار کوی چې د دې تبعیضونو په پلی کېدو سره د میلیونونو ښځو او نجونو هیلې ارمانونه او راتلونکی له منځه تللی دی.
مریم هم له هغو محصلینو څخه ده چې په کابل کې د انستیتوت له دوه کلنې دورې فارغه شوې ده.
هغې له «د افغانستان د ښځو غږ» سره په خبرو کې وویل چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته هغې په ډېر زحمت خپله کورنۍ قانع کړه تر څو اجازه ورکړی چې د انستیتوت دوره ولولی.
هغې همدارنګه وویل چې په پیل کې یې کورنۍ د هغې د زدهکړو له دوام سره موافقه نه درلوده خو د هغې او د مشر ورور په هڅو سره پلار او مور یې راضی شول.
مریم زیاتوی: «هو په هغه موده کې که څه هم ډېرې ستونزې او کړاوونه وو خو بیا هم دا ښه وه چې موږ زدهکړه او هیله لرله. د ډاکتر کېدو شوق زموږ له سترګو خوب تښتولی و»
خو اوس دوه کاله کېږی چې مریم د حاکمې ډلې له خوا د اګزیټ ازموینې له ګډون څخه محرومه ده د هغې په وینا د طالبانو رژیم د زرګونو نجونو کاری او تعلیمی راتلونکی یرغمل کړی دی.
هممهاله ، سوسن زهیر چې یوه کاروونکې ده په خپله د فېسبوک پاڼه کې لیکلی چې د افغانستان په سرتاسری اګزیټ ازموینه کې د نجونو نه شتون هغه ډېره خواشینې کړې ده.
هغې په خپله پاڼه کې داسې لیکلی دی:«دا ځل رښتیا هم بېحده ډېر خپه شوو فکر مې کاوه شاید شامل شو ډېر ناامیده شوو دومره سوچونه مې کړی چې نږدې ده لېونۍ شم د خپل راتلونکی په اړه اندېښنه لرم چې څه به وکړم»
له بلې خوا زرګونه نجونې محصلینې چې په تېرو کلونو کې له طبی پوهنځیو فارغې شوې دی هم څلور کاله کېږی چې د اګزیټ ازموینې د تېرولو په تمه پاتې دی او ناهیلی شوې دی.
د اګزیټ ازموینه هر کال د کار جواز ترلاسه کولو او د رسمی ډاکټر په توګه د فعالیت د پیل لپاره په ټول هېواد کې ترسره کېږی.
په دې سرتاسری ازموینه کې د ښځو او نجونو پر ګډون بندیز په حقیقت کې د هېواد له روغتیایی بنسټونو او مرکزونو څخه د هغوی بشپړ حذف معنا لری. تر دې مخکې ځینو نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی و چې د دې هېواد روغتیایی مرکزونه به د ښځینه نرسانو له کمښت سره مخ شی.
یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.









