فاطمه سخیزاده یوه افغانه پناهغوښتونکې نجلۍ په دې وروستیو کې د لوړو زده کړو د دوام لپاره د نړۍ له څلورو معتبرو پوهنتونونو څخه د منلو (پذیرش) لیکونه ترلاسه کړی دی.
د امریکا، کاناډا، مالیزیا او قزاقستان پوهنتونونو اغلې سخیزادې ته د زده کړو لپاره رسمی منل ورکړی دی.
خو ویل کېږی چې نوموړې اوس مهال د امریکا د ویزې د ترلاسه کولو له ستونزو سره مخ ده او دا مهال په مالیزیا کې د کمپیوټر ساینس په څانګه کې زده کړې کوی.
فاطمه چې ۱۹ کلنه او د بامیان ولایت اوسېدونکې ده په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډه شوه او وروسته له هغه ځایه مالیزیا ته ولاړه.
د طالبانو رژیم د شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو د زدهکړو په منع کولو او د ښځو او نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو په تړلو سره دې ته لاره هواره کړې چې ګڼې کورنۍ د خپلو لوڼو د زدهکړې او تعلیم د حق د خوندی کولو لپاره افغانستان پرېږدی او نورو هېوادونو ته پناه یوسی.
اوس مهال د فاطمې همټولګیوالې او همعمره نجونې په افغانستان کې د طالبانو له پراخو محدودیتونو سره مخ دی. دې ډلې نه یوازې ښځې او نجونې له زدهکړو او تعلیم څخه محرومې کړې دی، بلکې هغوی یې له ډېرو ټولنیزو فعالیتونو، کار او سفر څخه هم منع کړې دی.
طالبانو یوازې پر ښځو او نجونو د دغو محدودیتونو په لګولو بسنه نه ده کړې بلکې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې یې په پرلهپسې توګه د ښځو ضد او د بشری حقونو خلاف تګلارې پر هغوی عملی کړې دی.
د معتبرو نړیوالو راپورونو له مخې طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د ښځو پر وړاندې نږدې ۲۰۰ محدودوونکی فرمانونه صادر کړی دی.
د طالبانو د مشر له خوا د دغو فرمانونو صادرېدل د هغو افراطی او محدودوونکو سیاستونو د دوام څرګندونه کوی چې د ۱۹۹۰مې لسیزې یاد تازه کوی.









