په افغانستان کې بې کاری مخ په زیاتېدو ده؛ خلک وایی طالبان د دې ستونزې پر وړاندې بې‌مسؤلیته دی

یو شمېر ښاریان د (د افغانستان د ښځو غږ) سره په خبرو کې وایی چې په هېواد کې بې‌کاری په ځانګړی ډول د ځوانانو ترمنځ په بې‌ساری ډول زیاته شوې ده؛ دا یوه جدی ستونزه ده چې میلیونونه کسان په ځانګړی ډول ځوانان یې اغېزمن کړی دی.

احمدشفیق ۲۸ کلن، چې اصلاً د سرپل ولایت دی او اوس په کابل کې ژوند کوی وایی درې کاله مخکې یې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو له څانګې په لوړه درجه فراغت ترلاسه کړی؛ خو سره له دې چې د طالبانو ادارو ته یې لسګونه غوښتنلیکونه سپارلی، تر اوسه بې‌دندې پاتې دی.

هغه زیاتوی چې د طالبانو د رژیم ادارې د دې ډلې کړنلارې په بشپړه توګه پلی کوی. د ده په خبره، په ځینو ادارو کې د ږیرې اوږدوالی معیار دی په ځینو کې د جهاد سابقه او په ځینو نورو کې واسطه هر څه ټاکی.

د احمد شفیق په وینا، د لسګونو کاری غوښتنلیکونو (CV) له ډلې چې هغه د طالبانو ادارو ته استولی وو، شاوخوا پنځه میاشتې مخکې یوازې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ورسره اړیکه ونیوله څو د خالی بستونو د رقابتی ازموینې لپاره ګډون وکړی. خو له ازموینې وروسته، نه د ده او نه هم د هغه د ملګرو نومونه حتی د ناکامو کسانو په نوملړ کې هم نه وو.

هغه د طالبانو ادارې د (صوری ازموینو په اخیستلو) تورنوی او وایی، د دې ډلې په نظر ځوانان او لوستی کسان پردی او حتی جاسوسان ګڼل کېږی.

احمد شفیق د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل: (په دې موده کې چې ما د طالبانو ادارو ته تګ راتګ کاوه، ډاډه یم چې د طالبانو ترمنځ فساد او خپل‌خوری د تیر حکومت په پرتله ډېره زیاته ده. طالبان تر دې مخکې چې ځوانانو ته فرصت ورکړی، لومړی خپل کسان او خپل ټبر ته میدان ورکوی.)

«د افغانستان د ښځو غږ» لا هم له یوه کارمند سره چې مخکې د پخوانی حکومت په ادارو کې کار کاوه او تازه د طالبانو له لوری له دندې لیرې شوی خبرې کړی دی، او هغه هم د طالبانو فساد او د دې ډلې بې‌مسؤلیتۍ په اړه څرګندونې کوی.

هغه چې نه غواړی نوم یې افشا شی وایی چې په د ازموینو د څېړنې ریاست کې یې کار کړی دی. د دې پخوانی کارمند په خبره د طالبانو رژیم پر پخوانیو حکومتی کارمندانو فشار راوړی چې د ازموینو پوښتنې له عربی کتابونو څخه او په پښتو ژبه ترتیب کړی

هغه ټینګار کوی چې کتاب، چې د ازموینې د منبع په توګه تصویب شوی و، د طالبانو په ښوونځیو پرته په هېڅ پوهنتون کې نه تدریس کېږی. طالبانو د صوری ازموینو او دغه ډول تاکتیکونو په ترسره کولو سره د لوستی کسانو د سیستماتیکه ننوتلو لار بنده کړې ده.

دغه پخوانی حکومتی کارمند د خپلو لیدلورو په اړه وایی: (ما شاوخوا درې نیم کاله په دې اداره کې له طالبانو سره کار کاوه. واکمنه ډله، حتی لوړپوړی چارواکی یې، د ځوانانو په توګه د نوې کاری ځواک هېڅ باور نه لری او د خلکو په وړاندې هېڅ مسؤلیت یا ژمنتیا احساس نه کوی.)

هغه همدارنګه د خپل بست د کمښت په اړه وایی: ( زموږ په اداره کې له ۲۸۰ ډېر کارمندان وو چې یوازې څو تنه یې د پخوانی حکومت پاتې وو. کله چې د بستونو د کمښت مکتوب زموږ ریاست ته ورسېد ۱۲ کسان په شمول زه، په دې لیست کې شامل شول. ټول هغه چې له بستونو کم شول تجربه لرونکی او د کار ماهر وو.)

دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځی چې تازه سعید خوستی د طالبانو د رژیم غړی او د جنسی تیری په تور تورن، په یوه آنلاین مرکه کې ویلی د ادارو شاوخوا ۸۰ سلنه کارمندان له پخوانی حکومت پاتې کسان دی او اوس له دې ډلې سره کار کوی.

هم‌مهاله «د افغانستان د ښځو غږ» له څو نورو ښاریانو سره هم مرکې کړی دی، چې دوی په هېواد کې د بې‌کارۍ وضعیت فاجعه‌ناک ګڼی. یو سپین ږیری چې د (کاکا غلام) په نوم پېژندل کېږی او په د کابل کراچۍ سیمه کې ژوند کوی وایی چې د طالبانو له راتګ وروسته له خلکو (کار او ډوډۍ) اخیستل شوې ده.

کاکا غلام د اوسنی وضعیت په اړه وایی: (مخکې که ورځ او ژوند ښه نه و، بد هم نه و. لاس په لاس کېده د خلکو مېز خالی نه و. یوه ورځ ۱۰۰، یوه ورځ ۱۵۰ افغانۍ، کله زیات، کله لږ لاسته راتلل؛ اوس دا حالت نشته.)

هغه په خپل ساده ژبه او لهجه کې وایی:( خدا دې طالبان ګمراه کړی. خلک بې‌کوره شوی دی، قیمتونه لوړ شوی بې‌کاری ډېره شوې، د خلکو ورځنۍ ژوند ورځ تر بلې خرابېږی.)

دغه سپین ږیری چې نه د ښکلې او شاهی ژوند لپاره، بلکې یوازې د ژوندی پاتې کېدو او د کراچۍ د سخت ژمی په سړو کې د تېرېدو لپاره ژوند کوی، د شدید اقتصادی ستونزو سره مخ شوی دی او د ده کیسه د هېواد د میلیونونو نورو ښاریانو وضعیت هم څرګندوی.

د بې‌کارۍ په ورځ تر بلې زیاتېدو او د فقر په تیاره سیوری کې پراختیا، د کورنۍ سرپرست ښځو ژوند هم مستقیم او غیرمستقیم اغېزمن کړی دی. هغه ښځې چې مخکې په ادارو، په ځانګړی ډول د معارف وزارت کې کار کوې، د طالبانو د رژیم له راتګ سره خپلې دندې له لاسه ورکړې دی.

دا وضعیت نه یوازې پر دوی مالی فشار زیات کړی، بلکې د تنفس محدودیتونه او پرله‌پسې بندیزونه هم پر ښځو روانی فشار راوړی او دوی یې د ژور خپګان (ډیپریشن) سره مخ کړی دی. د نړیوالو ادارو په وینا، ښځې او نجونې په افغانستان کې په عملی توګه د خپلو کورونو په زندان کې بندې شوې دی.

یاد شوی موارد یوازې یوه برخه د روان وضعیت په هېواد کې دی. مخکې هم راپورونه خپاره شوی وو چې ښیی ځینې کورنۍ د شدید بې‌وزلۍ او مجبوریت له امله خپلې لوڼې پلورلې دی.

مرکې شوې ښاریان د «د افغانستان د ښځو غږ» سره په خبرو کې د روان وضعیت مسؤل د واکمنې ډلې ګڼی او ټینګار کوی چې دغه ډله سره له دې چې د بحران ژوروالی پېژنی، لا هم په ناتوانۍ او بې‌خبری کې پاتې ده.

طالبانو نه یوازې د ښاریانو حقایق او غوښتنې له پامه غورځولې، بلکې د بهرنیو مرستندویه ادارو پر پرله‌پسې خبرداریو هم غاړه ایښې ده. مخکې د نړیوالې خوړو پروګرام په افغانستان کې د نږدې ۲۲ میلیونه کسانو د اړتیا وړ وضعیت ښودلی

د دې ادارې په وینا، د نړیوالې خوړو پروګرام یوازې د ۱۷ میلیونه کسانو سره مرسته کولی شی او له دې ډلې څخه شاوخوا ۵ میلیونه نور خلک لا هم د شدیدې لوږې سره لاس او ګرېوان دی.

دا وضعیت ښیی چې ځینې بې‌وزله کورنۍ د ژوند د شدیدو ستونزو په وړاندې مجبوره کېږی خپلې لوڼې وپلوری، څو د کورنۍ نورو غړو لپاره د ژوندی پاتې کېدو ډوډۍ پیدا کړی.

یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.

به اشتراک بگذارید: