راپور ورکوونکې: محیا امید
د مهاجرت په لومړیو کې د فرښتې ذهن تر بل هر څه زیات په دې بوخت و چې څنګه خپل نوی ژوند جوړ کړی له کومه ځایه کار پیدا کړی د خپل ژوند لګښتونه څنګه برابر کړی او څنګه د زدهکړو ترڅنګ د ژوند له مسؤلیتونو څخه هم په بریالیتوب سره ووځی. له کورنۍ څخه لرېوالی او په یوه نوی هېواد کې ژوند کول د هغې لپاره د داسې یوې لارې پیل و چې ډېره برخه یې باید یوازې پر مخ وړې وای.
فرشته ۲۳ کلنه ده. هغې په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان پرېښود څو وکولای شی خپلو زدهکړو ته دوام ورکړی. نوموړې اوس په ایران کې د فارسی ادبیاتو په څانګه کې زدهکړې کوی هغه لاره چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو او د نجونو پر مخ د زدهکړو د لارو له تړل کېدو وروسته نور ورته ممکنه نه وه.
د فرښتې لپاره مهاجرت یوازې له تحصیلی محدودیتونو څخه د لرې کېدو په معنا نه و. په ایران کې ژوند هغې ته دا فرصت ورکړ چې لا زیاته خپلواکه شی کار وکړی او نوې تجربې ترلاسه کړی خو له دې فرصتونو سره یوځای له کورنۍ څخه لرېوالی او د خپل ژوند د لګښتونو د برابرولو مسؤلیت هم ورسره مل شو.
پیش از بازگشت طالبان زندگی فرشته با درس تدریس زبان انگلیسی در آموزشگاهها و خانه میگذشت و بخشی از وقتش را نیز به فعالیتهای فرهنگی اختصاص میداد.
او میگوید: زندگیام پر از درس و فعالیتهای فرهنگی بود. وقتی وقت اضافهای داشتم با دوستانم برنامههای فرهنگی و تفریحی میرفتیم.
اما پس از بازگشت طالبان ادامهی این زندگی برای فرشته روزبهروز دشوارتر شد. با بستهشدن مکتبهای دختران بالاتر از صنف ششم و دانشگاهها مسیر تحصیل او نیز بسته شد.
او میگوید: وقتی مکتبها و دانشگاههای دولتی بسته شد و دانشگاههای خصوصی هم فقط در رشتههای محدودی اجازه فعالیت داشت دیگر امکان ادامهی تحصیل برایم وجود نداشت. به همین دلیل تصمیم گرفتم مهاجرت کنم.
فرښتې چې د ادبیاتو او فرهنګی فعالیتونو په برخه کې فعاله وه په هرات کې د ایران د فرهنګی مرکز له خوا د فارسی ادبیاتو په برخه کې د زدهکړو لپاره بورس ترلاسه کړ. دغه بورس په نورو څانګو کې شامل نه و او د بلې څانګې انتخابول به د هغې لپاره د تحصیل د لګښتونو د ورکولو په معنا وو هغه لګښتونه چې نه یې غوښتل کورنۍ یې پرې بار شی.
هغه وایی: په پای کې دې پایلې ته ورسېدو چې غوره به دا وی چې زه مهاجرت وکړم ځکه نه مې غوښتل چې په افغانستان کې له روانی پلوه ستړې او له منځه ولاړه شم یا داسې کار کولو ته اړ شم چې زما راتلونکی له منځه یوسی.
د فرښتې لپاره د مهاجرت پرېکړه د ژوند د یوې دورې پای او د یوې ناپېژندل شوې دورې پیل و. هغې افغانستان د خپلو زدهکړو د دوام په هیله پرېښود خو نه پوهېده چې په نوی هېواد کې به ژوند ورته څه ډول تجربې او ستونزې له ځان سره ولری.
او وایی: کله چې ایران ته ورسېدم هم مې د تنګښت احساس کاوه او هم د آزادۍ. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه آزاده شوې وم خو داسې هېواد ته داخل شوې وم چې له دې وروسته باید خپل ژوند په یوازې ځان مدیریت کړم.
فرشته اوس د محصلینو په یوه لیلیه کې ژوند کوی او خپله کوټه له یوې سوریایی نجلۍ او یوې بلې افغانې نجلۍ سره شریکه کوی. د هغې ورځې له سهاره په پوهنتون کې پیلېږی له غرمې وروسته وخت په مطالعې او د پوهنتون د دندو په ترسره کولو تېروی او د زدهکړو ترڅنګ د خپل ژوند د لګښتونو د یوې برخې د برابرولو لپاره هم کار کوی.
دغه بوخت مهالوېش کله ناکله هغه ستړې کوی په ځانګړی ډول په هغو ورځو کې چې له څو ساعتونو پوهنتون وروسته باید خپل کار ته ولاړه شی. سره له دې فرشته وایی چې په ایران کې ژوند هغه تر هغه ډېر ژر خپلواکه کړه چې تصور یې کاوه.
او زیاتوی: له کورنۍ څخه لرې ژوند کول او د هر څه مسؤلیت پر خپلو اوږو اخیستل د یوې ځوانې نجلۍ لپاره سخت دی. زه لا زیاته خپلواکه شوې یم خو د دې خپلواکۍ بیه دا ده چې له هغو خلکو څخه لرې پاتې شم چې مینه ورسره لرم.
خو له دې سره سره د فرښتې لپاره په پردیسۍ کې ژوند یوازې په زدهکړو کار او ورځنیو مسؤلیتونو پورې محدود نه دی. هغه وایی چې دې ژوند ورته د دې فرصت برابر کړ چې داسې بېلابېلې تجربې ترلاسه کړی چې تر دې مخکې یې د نږدې کېدو او تجربه کولو لپاره لږ فرصت درلود.
هغه وایی: دې ژوند ماته فرصت راکړ چې بېلابېلې او ښکلې تجربې ولرم لکه تیاتر، موسیقی، سینما، خټګری او سفر کول. ما وکولای شول چې هر یوه ته لږ سر ورښکاره کړم تجربه یې کړم او هڅه وکړم پوه شم چې له څه شی سره ډېره مینه لرم او په کومه برخه کې استعداد لرم.
د فرښتې لپاره دغه تجربې په نوی ژوند کې د خپل ځان د پېژندلو د هڅې یوه برخه ده داسې ژوند چې که څه هم له اقتصادی ستونزو او له کورنۍ څخه له لرېوالی سره مل دی خو په عین وخت کې یې هغې ته د خپلو لېوالتیاوو او وړتیاوو د موندلو لپاره هم فرصتونه برابر کړی دی.
د مناسب کار پیدا کول هم په ایران کې د هغې د ژوند له ستونزو څخه یوه ده. فرشته وایی د بهرنیو اتباعو د استخدام اړوند محدودیتونو له امله نه شی کولای ډېرو کاری فرصتونو ته لاسرسی پیدا کړی او د خپل ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره اړ کېږی چې په ټیټ عاید لرونکو کارونو بوخته شی.
هغه وایی: له بده مرغه ډېری ښه دندې اتباع نه استخداموی او موږ اړ کېږو چې په هغو کارونو بوخت شو چې عاید یې کم وی او تر ډېره جسمی وی نه فکری.
له دې ستونزو سره سره فرښتې هڅه کړې چې په نوی چاپېریال کې خپل ژوند جوړ کړی. هغه وایی په لنډه موده کې وتوانېده له نویو شرایطو سره ځان عیار کړی خپلې زدهکړې ته دوام ورکړی او کار پیدا کړی.
خو د فرښتې لپاره په پردیسۍ کې ژوند یوازې له اقتصادی او تحصیلی ستونزو سره نه دی مل. له کورنۍ او ملګرو څخه لرېوالی د هغې د غربت بله برخه ده.
هغه وایی: کورنۍ او ډېری ملګری مې په افغانستان کې دی او هڅه کوم چې په لنډو واټنونو کې د هغوی له حاله ځان خبر کړم.
له کورنۍ څخه لرېوالی په هغو وختونو کې چې په افغانستان یا ایران کې وضعیت کړکېچن کېږی د فرښتې لپاره لا ستونزمن شی. په ۲۰۲۶ کال کې د پوځی نښتو او په انټرنېټی اړیکو کې د اختلالونو له امله د هغې او د کورنۍ ترمنځ د یو بل په اړه اندېښنه لا زیاته شوه.
د فرښتې لپاره مهاجرت له افغانستان سره د اړیکو پرېکولو په معنا نه دی. هغه وایی: سمه ده چې له افغانستانه لرې یم خو ذهن مې لا هم له افغانستان سره بوخت دی او د هغه د آزادۍ او ابادۍ هیله لرم. ایران هم چې اوس زما د ژوند یوه برخه ګرځېدلی راته مهم دی او د دې هېواد لپاره هم د آزادۍ او ابادۍ هیله لرم.
هغه په پای کې له خپلې کورنۍ څخه چې د مهاجرت او خپلو زدهکړو د دوام په لاره کې یې ترې ملاتړ کړی مننه کوی او وایی: زه ډېره نېکمرغه یم چې کورنۍ مې په دې لاره کې زما ملاتړ وکړ. که د هغوی ملاتړ نه وای ښایی ما نه شوای کولای چې دا لاره دوام ورکړم. هیله لرم چې په دې سختو ورځو کې نورې کورنۍ هم له خپلو اولادونو ملاتړ وکړی او هغوی ته فرصت ورکړی چې خپلې لېوالتیاوې او ارمانونه تعقیب کړی.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو څخه پنځه کاله تېر شوی دی داسې پنځه کاله چې د فرښتې په څېر د نجونو لپاره یوازې د واکمنۍ بدلون نه و، بلکې د ژوند د مسیر بدلون هم و.
هغه نجونې چې تر دې وړاندې یې زدهکړې کولې کار یې کاوه او د خپل راتلونکی لپاره یې پلانونه لرل په دې کلونو کې له داسې محدودیتونو سره مخ شوې چې ډېری یې له زدهکړو او کار څخه را وګرځولې او ځینې یې دې ته اړې کړې چې خپل هېواد پرېږدی.
یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.









