په کابل کې د طالبانو د رژیم پر مهال د وسله‌والو غلاوو او جیب وهلو پېښو زیاتوالی

د کابل ګڼ شمېر اوسېدونکو له ( د افغانستان ښځو غږ) سره په خبرو کې په کابل ښار کې د وسله‌والو غلاوو د زیاتوالی خبر ورکړی او ویلې یې دی چې په وروستیو میاشتو کې د خلکو پر دوکانونو او کورونو د نامعلومو وسله‌والو کسانو له خوا غلاوې باج اخیستل او بریدونه زیات شوی دی.

زکریا، د کابل ښار د لسمې امنیتی حوزې اړوند د قلعه فتح‌الله اوسېدونکی وایی چې د‌ روژې د مبارکې میاشتې له پیل راهیسې تر اوسه په دې سیمه کې یوازې د وسله‌والې غلا دوه پېښې رامنځته شوې دی؛ هغه څه چې د سیمې اوسېدونکی یې سخت اندېښمن کړی دی.

زکریا وایی چې د ده د کور په کوڅه کې یو خوراکی دوکان دی او هلته د خلکو تګ‌راتګ کم وی. د تېرې جمعې په ورځ (۱ حوت) دوه موټرسایکل‌سپاره کسان دوکان ته ورغلل او ۸۰۰۰ افغانۍ او یو ټچ مبایل یې له ځان سره یووړل.

هغه داسې بیانوی: (د دې دوکان خاوند د ماښام له مخکې د جمعې لمونځ ته ځی او د هغه ماشوم چې شاوخوا ۱۴ یا ۱۵ کلن دی په دوکان کې پاتې کېږی. دوه موټرسایکل‌سپاره کسان د ماسپښین ۱۲ بجې او څو دقیقې وروسته د سودا اخیستو په بهانه دوکان ته ننوځی د دوکان د خاوند ماشوم ته ګواښونه کوی او ۸۰۰۰ افغانۍ او د هغه ټچ موبایل له ځان سره وړی.)

زکریا همدارنګه وایی: د دوکان د خاوند ماشوم چیغې وهلې خو د کوڅې او د دې دوکان نږدې کورونو اوسېدونکی ناوخته خبر شول. تر هغه وخته چې خلک خبر شول، وسله‌وال غله بشپړ له سیمې تېښته کړې وه.

د کابل د دې اوسېدونکی په وینا د سیمې خلک دغه پېښه سمدلاسه له طالبانو سره شریکه کړه خو طالبانو یوازې ژمنه وکړه چې پېښه به وڅېړی او عاملان به وپیژنی او ونیسی. تر اوسه د عاملانو د نیولو هېڅ خبر نه دی خپور شوی.

په همدې وخت کې د کوڅې د مداربسته کمرې د برق د نشتوالی له امله بندې وې. هېڅ داسې نښه یا سرنښه په لاس کې نشته چې د وسله‌والو غلو پېژندلو کې مرسته وکړی.

د (افغانستان ښځو غږ) سره په خبرو کې زکریا وایی چې په دې سیمه کې د طالبانو ځینې غړی په غیرمستقیم ډول د وسله‌والو غلو سره هم‌دست دی. د هغه په وینا له طالبانو د واکمنۍ وروسته په سیمه کې څو ځله غلاوې شوې دی؛ خو هېڅوک حتی شکمن کسان هم نه دی نیول شوی.

همدارنګه، امید رحیمی، د ښارک مهدیه اوسېدونکی، چې د اتلسمې امنیتی حوزې اړوند دی له (افغانستان ښځو غږ) سره په خبرو کې د وسله‌والو غلاوو د زیاتوالی له امله خپله اندېښنه څرګنده کړه او د طالبانو د رژیم د ادعا په اړه چې ګواکې د جرمونو کچه کمه شوې یې رد وکړه. هغه وایی چې غله دومره زړور شوی چې په روښانه ورځ د خلکو کورونو ته داخلېږی.

امید وایی چې لږ تر لږه په تېرو یوه میاشت کې د نامعلومو کسانو له لوری څو وسله‌والې غلاوې لیدلی دی. هغه داسې زیاتوی: (یو شپږ کسیزه کورنۍ شاوخوا پنځه ورځې مخکې د روژې د مبارکې میاشتې په پیل کې واده ته تللې وه. څلور کسان چې د ټوپکچو سره وسله‌وال وو، د دوی کور ته ننوتل او د ۱۳۰ زره افغانۍ په ارزښت څو زره طلا او څو ټوټې عقیق او یاقوتې انګشتری له ځان سره یوسې.)

هغه همدارنګه وایی: لومړی دوه کسان له دیوال څخه پورته شول. هغه کسان چې لیدلی یې ول، فکر وکړ چې د حویلی د دروازې کیلی په کور کې پاتې شوې ده. خلک هېڅکله فکر نه کاوه چې په روښانه ورځ غلا وشی؛ خو کله چې پوهېږی چې دغه کسان غله دی، غله له ځایه تښتېږی.

هغه څرګندوی چې دغه پېښه امنیتی حوزې او د طالبانو پسته ته نه ده راپور شوې؛ ځکه خلک له دې ډلې بشپړ ناامید دی او باور لری چې خبرې یې نه اورېدل کېږی او تعقیبېږی نه.

همدارنګه، یو بل تن چې ( د افغانستان ښځو غږ) اورېدونکی دید د کابل د ښار د امنیتی ټپه سیمې څخه وایی کوم ځای چې هره ورځ زره‌ها مسافر د مختلفو ولایتونو پر لور تګ کوی په دې سیمه کې د جیب‌برانو شمېر په څرګنده توګه زیات شوی دی.

مخاطب پرته له دې چې خپل نوم څرګند کړی وایی چې کابل ته د بېلابېلو ولایتونو او لرو پرتو سیمو مسافر راځی او ډېری یې له کابل ښار سره نااشنا وی جیب‌بران هغوی پېژنی او تعقیبوی څو د هغوی پیسې او نور توکی ترې وغلا کړی.

د دې مخاطب ‌«د افغانستان ښځو غږ» په وینا دغه وضعیت په وروستیو میاشتو او ورځو کې په شدّت سره زیات شوی او ګڼ شمېر مسافر د‌ جیب‌برانو ښکار شوی دی

له دې اندېښنو سره هم‌مهاله په ټولنیزو شبکو کې ګڼ شمېر کاروونکی هم د وسله‌والو غلاوو د زیاتوالی او د دې جرم د مخنیوی او مهار په برخه کې د طالبانو د غړو د نه‌مسوولیت‌پالنې څخه شکایت کوی.

مهدی حساس، د فېسبوک کاروونکی د وسله‌والو غلاوو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره لیکلی چې وسله‌وال غله د بېوزلو خلکو د جیبونو خالی کولو پسې راوتلی دی.

د خلکو د مالی او ځانی ناامنۍ د دې ټولو اندېښنو په پام کې نیولو سره ټولنیز فعالان باور لری چې په ښارونو کې د وسله‌والو غلاوو زیاتوالی د مخ پر زیاتېدونکی بې‌وزلۍ او د ځوانانو د لوړې بېکارۍ له کچې سره تړاو لری.

د دغو فعالانو په وینا، که د خلکو په ځانګړی ډول د ځوانانو لپاره مناسب کاری فرصتونه برابر شی او د هغوی ورځنی عاید هم د اړتیاوو سره سم وی نو لږ کسان به د غلا او جیب‌بری پر لور ولاړ شی. هغوی ټینګار کوی چې غلا مسلک نه دی، ښایی ځینې وختونه د مجبوریته له امله ترسره شی.

له بلې خوا، طالبان چې د حاکم رژیم او د خلکو لپاره د کاری فرصتونو برابرولو مسؤل بلل کېږی په دې برخه کې بشپړه بې‌مسؤلیتی کړې او د ښاریانو دغه غوښتنې یې له پامه غورځولې دی.

یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.

به اشتراک بگذارید: