د افغانستان کې د زده‌کړې تخریب په مکتبونو کې د بدلونونو په اړه د یوې ښځینه ښوونکې روایت

راپور ورکوونکې: محیا امید

له دې چې په افغانستان کې د ۱۴۰۵ تعلیمی کال له پیل څخه نږدې یوه میاشت تېره شوې مکتبونه خپل فعالیتونه بیا پیل کړی دی خو تعلیمی فضا د یو لړ جوړښتی بدلونونو محدودیتونو او ژورو ننګونو تر سیوری لاندې ده.

د ځینو ښوونکو په وینا هغه څه چې نن په د افغانستان په مکتبونو کې روان دی یوازې د زده‌کړې دوام نه دی بلکې د «زده‌کړې په روح» کې یو ډول تدریجی بدلون دی هغه بدلون چې د هغوی په خبره مکتب له یو ژوندی او له انرژۍ ډک تعلیمی چاپېریال څخه په یوه سړه زړېدلې او بې‌انګېزې فضا بدل کړی دی.

محبوبه سعیدی د هرات ولایت د یوه دولتی مکتب ښوونکې چې ۱۲ کاله د تدریس تجربه لری وایی چې وروستی محدودیتونه یوازې د درس د محتوا یا نصاب پورې نه دی تړلی بلکې د زده‌کوونکو پر روحیه د تدریس پر طریقې او د مکتبونو پر عمومی فضا یې هم ژور اغېز کړی دی.

هغه له «د افغانستان د ښځو غږ» سره په خبرو کې وایی «۱۲ کاله کېږی چې ښوونکې یم او تل مې له خپلو شاګردانو سره د زده‌کړې او یادونې په فضا کې ژوند کړی دی پخوا مکتب ډېر خوشاله چاپېریال درلود او شاګردانو په ډېر شوق درسونه لوستل خو په وروستیو کلونو کې دا شوق او لېوالتیا په ښکاره ډول کمه شوې ده »

د دې ښوونکې په وینا د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په مکتبونو کې د زده‌کړې بهیر د پام وړ بدلونونه تجربه کړی دی هغه بدلونونه چې یوازې د درسونو په محتوا کې نه،چ بلکې د ښوونکی او شاګرد تر منځ په اړیکه کې هم اغېز لری.

هغه وایی «پخوا مې انګلیسی تدریسوله او د اووم تر دولسمو ټولګیو نجونو ته مې درس ورکاوه؛چ خو اوس په لومړنیو ټولګیو کې تدریس کوم او یو صنف له لومړی ټولګی تر درېیم پورې زما په غاړه دی لکه د ډېرو نورو استادانو په څېر»
د هغې په باور دا بدلون دوه اړخیزه پایله لری له یوې خوا د ښوونکی او شاګرد تر منځ اړیکه لا صمیمی او ژوره کېږی ځکه کلونه کلونه یو ځای لویېږی او یو ډول عاطفی تړاو رامنځته کېږی. خو له بلې خوا دا حالت د تعلیمی نظام پویایی کموی او د تدریس تجربه یکنواختوی.
هغه په اندېښمنه لهجه وایی: «ډېر سخت دی چې هغه نجونې ووینم چې ما پخپله لوستل او لیکل ورزده کړی وو اوس نور اجازه نه لری چې مکتب ته لاړې شی »

سعیدی ټینګار کوی چې د تعلیمی بدلونونو تر څنګ د ښوونکو د کار وضعیت هم له زیاتېدونکې بې‌ثباتۍ سره مخ شوی دی.
هغه زیاتوی «هر کال د صنفونو او شاګردانو شمېر کمېږی له همدې امله د تعلیمی کال په پیل کې په مکتب کې قرعه‌کشی کېږی. یو شمېر ښوونکی په هماغه مکتب کې پاتې کېږی او یو شمېر نور بیا د قرعې له مخې د شاوخوا مکتبونو ته لېږدول کېږی»

هغه وایی چې دا بهیر د ښوونکو تر منځ چندان رضایت نه دی رامنځته کړی او د هغوی پر شخصی او مسلکی ژوند یې اغېز کړی دی «هیڅ یو استاد له دې وضعیت څخه راضی نه دی ځکه زموږ په کار او ژوند کې بې‌ثباتی رامنځته کوی»

د دندې د بې‌ثباتۍ تر څنګ اقتصادی ستونزې هم د ښوونکو له جدی اندېښنو څخه ګرځېدلې دی هغه موضوع چې د هغوی په وینا نېغ په نېغه د ژوند پر کیفیت او حتا د تدریس پر تمرکز اغېز کوی.
هغه زیاتوی «د ۱۴۰۰ کال د بدلونونو له لومړیو میاشتو وروسته شاوخوا دوه نیمې میاشتې مو معاش نه دی اخیستی وروسته بیا معاش کم شو او ښوونکو ته هېڅ روښانه توضیح ور نه کړل شوه»

د دې ښوونکې په وینا د مکتبونو وضعیت او د زده‌کړې بهیر هم له همدې بې‌نظمۍ سخت اغېزمن شوی دی او د لومړنیو امکاناتو کمښت په ځانګړی ډول د درسی کتابونو نشتوالی په یوه جدی او ورځنی ستونزه بدل شوی دی.

هغه وایی «اوس مهال درسی کتابونه په کافی اندازه نه دی موجود.
په ډېرو صنفونو کې څو زده‌کوونکی مجبور دی چې له یو ګډ کتاب څخه استفاده وکړی او ځینې کتابونه هم څېرل شوی او زړېدلی دی. کله چې له د معارف ادارې څخه د کتاب غوښتنه کوو وایی چې کتاب نشته»
هغه ټینګار کوی چې دا ستونزه یوازې د کمښت تر کچې نه ده پاتې شوې بلکې په عملی ډول په یوه بن‌بست بدله شوې ده. د هغې په وینا حتا په مکتب کې د دې ستونزې د حل هڅې هم نتیجه نه ده ورکړې.

«د ۱۴۰۵ تعلیمی کال په پیل کې د مکتب مدیر له ښوونکو وغوښتل چې د کتابونو د چاپ لپاره پیسې راټولې کړو. د سیمې اوسېدونکو هم همکاری وکړه او پیسې راټولې شوې خو کله چې د چاپ لپاره اقدام وکړو د چاپ‌خانې له خوا موږ ته وویل شول چې د درسی کتابونو د چاپ اجازه نشته او پلان دی چې نوی کتابونه یې ځای ونیسی»

د دې ننګونو تر څنګ د مکتبونو فزیکی وضعیت هم له زړېدو او د امکاناتو له کمښت سره مخ دی هغه موضوع چې د ښوونکو په وینا لږه پاملرنه ورته کېږی او ورو ورو د تعلیمی فضا پر کیفیت اغېز کوی.

محبوبه سعیدی وایی «زموږ د مکتب ودانۍ زړې او فرسوده شوې ده او د مسؤلینو له خوا یې د ترمیم لپاره هېڅ جدی مرسته نه کېږی
دا وضعیت اندېښمنوونکی دی ځکه موږ هره ورځ د تعلیمی فضا تدریجی زوال وینو »
له بلې خوا د زده‌کوونکو د لباس په طرز کې بدلون هم د مکتب فضا له پخوا څخه بېل کړې او د صنفونو دننه د زده‌کوونکو پر طبیعی حضور او آرامتیا یې اغېز کړی دی.

سعیدی په دې اړه وایی «د لومړی تر درېیم ټولګی زده‌کوونکی مجبور دی لوی مانتو او پتلون واغوندی او داسې مقنعې وکاروی چې تر کمره رسېږی. د څلورم تر شپږم ټولګی زده‌کوونکی هم باید په چادر کې مکتب ته راشی »

په همدې حال کې د تدریس پر بهیر او د مکتبونو پر فضا مستقیم نظارت هم زیات شوی دی سعیدی زیاتوی: «کله ناکله د طالبانو له خوا کسان مکتب ته راځی او د تدریس له طریقې او د مکتب له فضا څارنه کوی. دا حضور د ډېرو زده‌کوونکو په ځانګړی ډول ماشومانو لپاره له وېرې او اندېښنې سره مل وی»

د دې ښوونکې په وینا د موجودو شرایطو پایلې ورو ورو د زده‌کوونکو په روحیه کې هم څرګندې شوې دی داسې چې په ځینو مواردو کې د شدیدې بې‌انګېزۍ او د راتلونکی په اړه د بې‌پروایۍ حالت رامنځته شوی دی
هغه زیاتوی: «په تېر کلنی ازموینو کې ځینې زده‌کوونکو په ځانګړی ډول د شپږم ټولګی نجونو د ازموینې پاڼې تشې وسپارلې. داسې ښکاری چې ځینې یې په قصدی ډول ځان ناکاموی ځکه د زده‌کړې د دوام هیله نه لری او نه غواړی په کور کې پاتې شی »

په افغانستان کې له شپږم ټولګی پورته د نجونو د زده‌کړې له بندیزه تر اوسه له څلورو کلونو زیات تېر شوی دی
د نړیوالو بنسټونو او تعلیمی فعالانو په وینا دې محدودیت د هېواد پر تعلیمی نظام ژور او پراخ اغېزونه پرې ایښی دی.

د یونیسف او یونسکو د راپورونو له مخې د طالبانو د محدودیتونو له امله شاوخوا ۲.۲ میلیونه تنکی نجونې په افغانستان کې له منځنۍ زده‌کړې بې‌برخې پاتې شوې دی داسې محرومیت چې د میلیونونو نجونو د زده‌کړې راتلونکی او د ژوند مسیر یې نېغ په نېغه تر اغېز لاندې راوستی دی.

یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.

به اشتراک بگذارید: