د افغانستان د نجونو لیک د ملګرو ملتونو سرمنشی ته د ښځو د محرومیت د پای ته رسولو لپاره د بېړنی اقدام غوښتنه

په دې وروستیو کې د افغانستان لسګونو نجونو چې زده‌کوونکې هم پکې شاملې دی د ملګرو ملتونو سرمنشی ته په بېلابېلو ژبو لکه فارسی او انګلیسی لیکونه استولی دی هغوی په خپلو لیکونو کې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو له کړاوونو او ستونزمن وضعیت څخه شکایت کړی دی.

په دغو لیکونو کې همدارنګه د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو څخه د پنځو کلونو محرومیت یادونه شوې او ټینګار شوی چې طالبانو د ښځو ضد سیاستونو په پلی کولو سره په وروستیو میاشتو کې دا محدودیتونه لا پراخ او سخت کړی دی.

زده‌کوونکو په خپلو لیکونو کې ټینګار کړی چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دوی فردی او انسانی ازادۍ ترې اخیستې دی او ښځې او نجونې یې له خپلو حقونو او ټولنیز ګډون څخه بې‌برخې کړې دی.

د دغو لیکونو لیکوالانو د ملګرو ملتونو سرمنشی ته په خطاب کې څرګنده کړې چې د افغانستان د ښځو او نجونو هیلې او ارمانونه له منځه تللی او د هغوی فرصتونه او امیدونه ترې اخیستل شوی دی.

په دغو لیکونو کې په یوه لیک کې د افغانستان اوسنی وضعیت «ډېر ستونزمن او د اندېښنې وړ» بلل شوی او خبرداری ورکړل شوی چې نړۍ باید د دې ناورین‌ځپلی او فاجعه‌بار حالت پر وړاندې چوپ پاتې نه شی.

په ټولو هغو لیکونو کې چې د آنتونیو گوترس د ملګرو ملتونو سرمنشی په پته استول شوی دی زده‌کوونکو ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه او ملګری ملتونه باید بېړنی قاطع او اغېزمن اقدامات ترسره کړی.

د دغو لیکونو ځینو لیکوالانو له ملګرو ملتونو غوښتی چې په افغانستان کې له واکمن رژیم سره د تعامل او خبرو اترو پر ځای د فشار او بندیزونو پالیسی خپله کړی.

هغوی همدارنګه ویلی دی چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو موضوع باید د ملګرو ملتونو د چارواکو د هڅو په لومړیتوبونو کې ځای ولری ځکه د دوی په باور طالبانو د دغو ظالمانه پالیسیو په پلی کولو سره ښځې او نجونې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ کړې دی.

لیکوالانو په پای کې ټینګار کړی چې د نړۍ هېوادونه او نورې د بشری حقونو ادارې باید د افغانستان نجونې هېرې نه کړی او د هغوی د حقونو د خوندی کولو لپاره خپلې هڅې جاری وساتی.

به اشتراک بگذارید: