د افغانستان د ښځو ولسی محکمې د خپلې وروستۍ اعلامیې په ترڅ کې د طالبانو واک ته د بېرته راستنېدو د پنځمې کلیزې له رانږدې کېدو سره هممهاله ویلی چې د طالبانو د مشر ملا هبتالله فرمانونه په تېرو پنځو کلونو کې پر خلکو د ځپنې تاوتریخوالی او شکنجې له لارې تحمیل او پلی شوی دی.
د دې بنسټ په وینا د نړیوالو قوانینو بشری حقونو جزایی او عرفی قوانینو سیستماتیک نقض د برابرۍ حق انسانی کرامت او نورو بنسټیزو حقونو ته په ځانګړی ډول د جنسیت په برخه کې پراخ او ژور زیانونه اړولی دی.
دغه بنسټ همدارنګه زیاته کړې چې پر ښځو او نجونو د پنځو کلونو ظلم او ستم او د طالبانو له سزا څخه معافیت دې ډلې ته لا ډېر جرئت ورکړی چې د ښځو پر وړاندې خپل ځپنه او د هغوی د حقونو نقض لا پسې سخت او پراخ کړی.
د افغانستان د ښځو ولسی محکمې په دې اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو د جنایتونو په اړه د حسابورکونې نشتوالی او د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو بېپامی پراخې اندېښنې راپارولې دی.
د اعلامیې په یوه برخه کې راغلی دی:
(له بده مرغه ډېر هېوادونه سره له دې چې د طالبانو رژیم ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول ځپی او پرې ظلم کوی بیا هم له طالبانو سره د ډیپلوماتیک تعامل پر لور روان دی. دا بهیر رژیم لا زړور کوی او په ورته وخت کې د نړیوالې ټولنې هغه فشار کمزوری کوی چې د مانادارو بدلونونو غوښتنه پرې وشی)
دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږی چې طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د ښځو پر وړاندې له ۱۰۰ څخه ډېر محدودوونکی او ښځو ضد فرمانونه صادر او عملی کړی دی.
د زدهکړو او لوړو زدهکړو بندیز د کار کولو منع له محرم پرته د سفر محدودیت له ډېرو عامه ځایونو او پارکونو څخه د ښځو محرومول د کار حق ترې اخیستل او د اجباری حجاب تحمیلول هغه محدودیتونه دی چې په پراخه کچه پر ښځو لګول شوی دی.









