د «د افغانستان د ښځو غږ» موندنې ښیی چې د ښځو پر وړاندې در تاوتریخوالی کچه له وهلو ټکولو نیولې تر وژنې پورې په وېروونکې توګه لوړه شوې ده
په وروستۍ پېښه کې یوازې د روانې اوونۍ په ترڅ کې لږ تر لږه درې د قتل پېښې یوه د وهلو ټکولو پېښه او یوه د طالبانو د رژیم لهخوا د نیولو پېښه راپور شوې ده تېره اوونۍ هم د تاوتریخوالی او وهلو ټکولو ګڼې پېښې رسنیو ته افشا شوې وې.
فرزانه د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ د جبیر کلی ۱۸ کلنه ښځه د شنبې په ورځ (۵ ثور) د خپل مېړه د مېړه د لومړۍ مېرمنې او د هغه د پنځو اولادونو لهخوا په ډېرې بېرحمۍ ووژل شوه.
دا ټکان ورکوونکې پېښه د «د افغانستان د ښځو غږ» په راپور کې هم منعکس شوې ده نوموړې د کورنی تاوتریخوالی له امله او د واکمن رژیم د سیمهییزو مسؤلینو د شرموونکې چوپتیا تر سیوری لاندې ووژل شوه پرته له دې چې د هغې د دفاع لپاره کوم غږ پورته شی.
په ورته یوه پېښه کې د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو خبر ورکړی چې محدثه د خپل مېړه لهخوا په بېرحمانه ډول وژل شوې ده.
د هغوی په وینا محدثه تېره اوونۍ د کورنی تاوتریخوالی قربانی شوې وه او د هغې د بدن پر بېلابېلو برخو د وهلو ټکولو او شنو داغونو نښې لیدل شوې وې.
لیزا شمس هم د کورنی تاوتریخوالی له قربانیانو څخه ده. د هغې پلار شمسالدین شمس د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلی چې لیزا د خپل مېړه او د مېړه د کورنۍ لهخوا وژل شوې ده
پرون (۱۴ ثور) د لیزا د پلار ویډیو
«د افغانستان د ښځو غږ» ته رسېدلې ده هغه وایی شواهد ښیی چې لیزا د خپل مېړه لهخوا تر وهلو ټکولو وروسته روغتون ته تر لېږد ۲۵ دقیقې وروسته ساه ورکړې ده.
هممهاله د هلمند ولایت ځایی رسنیو راپور ورکړی چې د سنګین ولسوالۍ د سیند غاړې ته د یوې ښځې جسد موندل شوی دی. ویل کېږی چې دغه جسد لږ تر لږه څو شپې او ورځې په روغتون کې پاتې و.
د هرات ولایت سرچینو هم نن (سېشنبه، ۱۵ ثور) راپور ورکړی چې د هرات ښار د ابریشم سړک پر غاړه د یوې ښځې سر پرې شوی جسد موندل شوی دی.
د سرچینو په وینا د دې وژنې انګېزه او جزییات لا هم روښانه نه دی او د طالبانو رژیم هم په دې اړه څه نه دی ویلی.
یاد شوی موارد یوازې د یوې اوونۍ پورې اړه لری. په ورته وخت کې د ښځو پر وړاندې لسګونه د تاوتریخوالی پېښې په ځانګړی ډول د کورنۍ په چاپېریال کې پټې پاتې کېږی او هېڅکله رسنیو ته نه رسېږی.
د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی یوازې د کورنۍ تر چوکاټه محدود نه دی بلکې د ښوونیزو بنسټونو او روغتیایی مرکزونو تر کچې هم غځېدلی دی.
تېره اوونۍ راپور ورکړل شوی چې د طالبانو د جنګیالیو له ډلې یو کس چې «مولوی بشیرالدین» نومېږی د بدخشان ولایت د فیضآباد ښار په زاړه کلی کې په یوه روغتون کې یوه ښځینه ډاکتره وهلې ټکولې ده.
ځایی سرچینو تائید کړې چې دغه کس نوموړې ښځینه ډاکتره د خپلو همکارانو په مخکې څپېړه وهلې او سپکه کړې یې ده.
دا ډول چلند او د زور کارول د ښځو پر وړاندې د ټولنې د نیمایی برخې د غږ د خاموشولو په معنا دی طالبان څو ځله هڅه کړې چې ښځې او نجونې په بېلابېلو لارو وځپی او وډار کړی.
په دې وروستیو کې یو ویډیو
«د افغانستان د ښځو غږ» ته رسېدلې ده چې پکې یوه ښځه چ چې ځان د امر بالمعروف کارمنده معرفی کوی یوه بله ښځه د حجاب د نه لرلو په پلمه په عامه ځای کې وهی ټکوی
همدارنګه پرون ځینو رسنیو راپور ورکړی چې په کابل کې د طالبانو مامورینو یو ځوانه جوړه یوازې د بازار ګرځېدو او خرید کولو له امله نیولې ده.
د دغه جوړه نیول یوازې د هغو زرګونو پېښو یوه بېلګه ده چې طالبان یې د «امر بالمعروف او نهی المنکر» تر نوم لاندې په عامه فضا کې د وېرې او ډار د خپرولو لپاره ترسره کوی.
دا د تاوتریخوالی څپه په داسې حال کې روانه ده چې د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې د طالبانو رژیم په دوامداره توګه د ښځو پر وړاندې سختګیر او تاوتریخجن سیاستونه عملی کړی دی.
د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵مې وروسته د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په څرګند ډول زیات شوی دی. که څه هم واک ته تر بیا رسېدو وړاندې طالبانو او د هغوی ملاتړو د بدلون خبرې کولې خو د دې ډلې وروستۍ کړنې په تېرو کلونو کې د دغو ادعاوو خلاف واقعیت څرګندوی.
شاوخوا څلور میاشتې وړاندې (د ۱۴۰۴ قوس میاشت کې) د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې راپور ورکړی و چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ۴۰ سلنه زیات شوی دی داسې شمېرې چې د دې تاوتریخوالی د دوام په جوړښتی رول دلالت کوی
دا وضعیت په داسې حال کې روان دی چې ښځې او نجونې د ټولنیز ژوند له ډېرو برخو څخه محرومې شوې دی.
د ښوونیزو مرکزونو تړل د ښځو د کار بندیز، د سفر لپاره د شرعی محرم لرلو الزام او په ملی او نړیوالو نندارتونونو کې د ګډون محدودیت د واکمن رژیم له لوری د ښځو په وړاندې د پالیسیو له جملې څخه دی.
یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.









