د طالبانو د نظام په ۱۹ وزارتونو او لسګونو خپلواکو ادارو او ریاستونو کې د ښځو نشتوالی

د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته چې افغانستان سقوط وکړ او طالبان بیا پر واکمنۍ واکمن شول د پخوانی حکومت تشکیلات نږدې په بشپړ ډول ړنګ شول. د طالبانو د رژیم جګړه‌مارو غړو د قدرت واګې په لاس کې واخیستې.

طالبانو هغه کسان په ادارو کې وګومارل چې دوی ته وفادار وو او د دوی په وینا یې شل کاله «جهاد» کړی و خو د ډېرو خلکو په باور دغو کسانو د ترور تاوتریخوالی او تېری مخینه لرله او د متخصصو او باتجربه کسانو ځای یې ونیو.

په دې منځ کې د ملکی ادارو یو شمېر نارینه کارکوونکی په ټیټو بستونو (۴، ۵ او ۶) کې وساتل شول او ځینې نور بیا ورو ورو له خپلو دندو ګوښه کړل شول. د ۲۰۲۵ کال په وروستیو او د ۲۰۲۶ کال په پیل کې د پخوانی حکومت زرګونه نارینه ملکی کارکوونکی د ملا هبت‌الله د تنقیص د حکم له مخې خپلې دندې له لاسه ورکړې.

خو ښځینه کارکوونکې که په نظامی برخو کې وې او که په ملکی او خدماتی سکتورونو کې د طالبانو د واکمنۍ له لومړیو ورځو راهیسې د نارینه‌محورې ایډیولوژۍ تبعیض او سیستماتیک حذف سره مخ شوې.

واکمنې ډلې نه یوازې ښځې له خپلو دندو ګوښه کړې بلکې د ښځو او نجونو پر وړاندې یې ځپنه ګواښونه او وژنې هم ترسره کړې دی او هغوی یې له خپلو لومړنیو بشری حقونو لکه زده‌کړو، تعلیم، کار او سفر څخه محرومې کړې دی.

د «افغانستان د ښځو غږ» موندنې ښیی چې اوس مهال له ۲۳ وزارتونو او لسګونو خپلواکو ادارو او ریاستونو څخه، ښځې یوازې په څلورو وزارتونو او څو ادارو او ریاستونو کې حضور لری چې په ځینو مواردو کې دا حضور «سمبولیک او غیررسمی» بلل کېږی.

د طالبانو رژیم لږ تر لږه ښځې له ۱۹ وزارتونو او لسګونو خپلواکو ادارو او ریاستونو څخه حذف کړې دی. احصایې ښیی چې د پخوانی حکومت پر مهال شاوخوا ۲۵ تر ۲۸ سلنه دولتی کارکوونکی ښځې وې خو د طالبانو په اداره کې دا شمېره تر پنځو سلنو هم کمه شوې ده.

اوس مهال ښځې د طالبانو د معارف او عامې روغتیا وزارتونو په چوکاټ کې په رسمی ډول کار کوی او معاش ترلاسه کوی خو په دغو دوو وزارتونو کې د هغوی حضور د پخوانی حکومت په پرتله په څرګند ډول کم شوی دی.

یوې سرچینې د صدای زنان افغانستان ته ویلی چې ښځې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په رسمی جوړښت کې حضور نه لری بلکې یوازې په غیررسمی او قراردادی ډول په ځانګړو مواردو کې ترې استفاده کېږی.
د دغې سرچینې په وینا د طالبانو رژیم د تبلیغاتو او سپین‌نمایۍ لپاره د دې وزارت په چوکاټ کې د لږ شمېر ښځو حضور ساتلی دی.

هم‌مهاله یوې بلې سرچینې چې نه غواړی نوم یې افشا شی د صدای زنان افغانستان ته ویلی چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د ښځینه سوداګرو او متشبثینو د برخې مشره هم یوه ښځه ده خو تر اوسه د هغې هېڅ انځور نه دی خپور شوی.

طالبان همدارنګه د پاسپورټ او تذکرې په ادارو کې د ښځینه مراجعینو د خدمت لپاره له ښځو کار اخلی خو سرچینې وایی چې دې ډلې په وروستیو میاشتو کې له دغو ادارو څخه یو شمېر ښځینه کارکوونکې هم له دندو ګوښه کړې دی.

د سرچینو په وینا طالبانو د دغو ادارو ښځینه کارکوونکو ته ویلی چې د ښځینه مراجعینو شمېر کم شوی او دولتی بودجه هم کمه شوې ده له همدې امله یو شمېر ښځې له خپلو دندو تنقیص شوې دی.

که څه هم د صدای زنان افغانستان له خوا د طالبانو په زندانونو کې د ښځینه کارکوونکو د حضور په اړه کافی معلومات نشته خو تر دې وړاندې د طالبانو له زندانونو څخه د خوشې شویو ښځو څرګندونو ښودلې چې په دې زندانونو کې هېڅ ښځینه کارکوونکې شتون نه لری.

با دې سره موندنې او له سرچینو سره خبرې ښیی چې واکمن رژیم په ۱۹ وزارتونو کې د ښځینه کارکوونکو حضور تر صفره رسولی او په نورو وزارتونو کې د هغوی د حضور د کمولو هڅې هم دوام لری.

یو له هغو ادارو څخه چې ښځې پکې د طالبانو په جوړښت کې زیاتې مراجعه کوی د دې ډلې ستره محکمه ده. ښځې دې محکمې ته د خپلو عرضیو او غوښتنو د څېړلو او تعقیب لپاره مراجعه کوی؛ خو د دې محکمې په تشکیلاتی جوړښت کې هم هېڅ ښځه شتون نه لری.

طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو چارو وزارت په نیولو او د هغه پر ځای د «امر بالمعروف نهی عن المنکر او د شکایتونو د اورېدو وزارت» په جوړولو سربېره نور وزارتونه او ادارې هم په بشپړ ډول نارینه‌محوره کړی دی.

دغه ځپونکی او وېروونکی وضعیت هره ورځ د ښځو پر وړاندې وېره ګواښ او ځپنه زیاتوی. په وروستیو ورځو کې هم د ښځو پر وړاندې د وژنې بد چلند او تاوتریخوالی څو پېښې راپور شوې دی خو د تېر په څېر د دغو قضیو دوسیې بې له څېړنې او تعقیب پاتې شوی دی.

یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.

به اشتراک بگذارید: