د افغانستان د ښځینه کیسهلیکونکو دوسیه – ۲۱
څېړونکې: قومشاهی
یادښت: لیکل د ډبرین او شنډ وضعیت چوپتیا او سکون پر وړاندې یو ډول پاڅون دی. نوال سعداوی، مصری لیکواله او فیمینسته څو ځله ټینګار کړی چې د هغې د لیکلو ریښه په غوسه او اعتراض کې پرته ده نه په آرامۍ او سکون کې. هغې په یوه مرکه کې ویلی دی: له هماغه ماشومتوبه لیکل زما لپاره د هغې مفکورې پر وړاندې چې پر ټولنه واکمنه وه یو ډول ننګونه رد او غبرګون و.
سعداوی هغه مهال چې په ښوونځی کې یې یوه ښوونکی د هغې د مور نوم له کتابچې څخه پاک کړ او ورته یې وویل: د خپلې مور نوم پاک کړه د خپل پلار او نیکه نوم ولیکه هغې د اعتراض په توګه لیکل پیل کړل او د خپلې مور د نوم پر لیکلو یې ټینګار وکړ.
د افغان ښځینه لیکوالو او کیسهلیکونکو لیکوالی او داستانلیکنه هم د نوال سعداوی د همدې روایت په څېر ده لیکل د اعتراض په توګه لیکل د خپل شتون د اعلان او د موجود نظم او جوړښت پر وړاندې د خپل دریځ د څرګندولو په توګه.
له همدې امله د «افغانستان د ښځو غږ» خپرونه د د افغان ښځینه کیسهلیکونکو دوسیه تر سرلیک لاندې په دې لړۍ لیکنو کې د افغانستان د هغو سرکښو ښځو په لټه کې ده چې د لیکلو له لارې یې موجود نظم او دود مات کړی او د دوی هره یوه کلمه د ژوند له بهیر سره تړاو لری.
دا موضوع په اوسنی پړاو یعنې د طالبانی امارت د واکمنۍ پر مهال لا ډېره صدق کوی ځکه د هېواد ښځې په اوسنیو شرایطو کې تر بل هر وخت ډېرې «لیکوالۍ» ته اړتیا لری داسې لیکوالی چې د «ښځې د شتون» یو ډول «اعلان» وی او د «شر ډلې» د موجودیت پر وړاندې د اعتراض بڼه ولری.
دا د لیکنو لړۍ د افغانستان د داستانلیکنې د بهیر د رامنځته کېدو له پیل څخه تر نن ورځې پورې د لومړۍ ښځینه کیسهلیکونکې څخه نیولې چې د ۱۳۰۰ لمریز کال له پیل څخه تر اوسه پورې یې فعالیت کړی د تاریخ د تقویم او زمانی تسلسل له مخې ۲۰ ښځینه کیسهلیکونکې راپېژندلې دی. اوس د لمریزې پېړۍ د پنځوسمې لسیزې پای ته رسېدلی یو او په دې ګڼه کې د افغانستان د یوې بلې ښځینه لیکوالې پوهنیار نفیسه خوشنصیب غضنفر دوسیې ته ورځو.
نفیسه خوشنصیب غضنفر کیسهلیکونکې شاعره، طنزنویسه او د پوهنتون استاده وه هغه مېرمن چې تر اوسه یې د شعر غزل، ارواپوهنې ماشومانو د شعر او داستان په برخو کې ګڼ شمېر کتابونه چاپ شوی دی چې موږ به په دې لیکنه کې د هغې د کتابلیک په برخه کې پرې خبرې وکړو. سربېره پر دې چې د هغې خپلواک اثار په جلا توګه چاپ او خپاره شوی نوموړې د ډېرو کلونو په اوږدو کې له «کابل ټایمز» ورځپاڼې «باختر» اژانس «میرمن» او «صدف» مجلو سره هم د کار او لیکوالۍ تجربه لرلې ده.
کیسهلیکنه
نفیسه خوشنصیب غضنفر سره له دې چې په طنز شعر او تدریس بوخته وه د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ادبیاتو په برخه کې هم کیسهلیکونکې ده. له هغې څخه لاندې داستانی اثار چاپ او خپاره شوی دی او همدا دوه اثار د هغې د کیسهلیکوالۍ د ادبی کارنامې استازیتوب هم کوی: له ځمکې بهر موجودات په کابل کې
ناول د تنکیو ځوانانو لپاره په ۱۳۹۸ لمریز کال کې په دوو ژبو فارسی او ترکی د «صبح امید» خپرندویې موسسې له خوا په کابل کې چاپ او خپور شوی دی.
وروستی پېغمبر د ماشومانو لپاره د کیسو ټولګه چې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې په کابل کې خپره شوې ده خو د خپرندوی نوم یې څرګند نه دی.
شعر
د نفیسه خوشنصیب غضنفر تر ټولو ډېر ادبی اثار د شعر په برخه کې دی. تر اوسه پورې د هغې لاندې اثار چاپ شوی دی:
د ماشومانو شعرونه او ترانې
د ماشومانو لپاره د شعرونو او ترانو ګډه ټولګه «وځلېږه، وځلېږه لمره» د خپرېدو کال: ۱۳۸۳ خپرندوی: د افغانستان د همکارۍ مرکز
د ماشومانو د شعرونو او ترانو ټولګه «د رستم کمان» د چاپ کال: ۱۳۸۹ د خپرېدو ځای: کابل خپرندوی: نامعلوم
د ماشومانو شعر «لمر» د خپرېدو کال: ۱۳۹۶ د خپرېدو کال او ځای یې نامعلوم دی
د ماشومانو شعر «د پتنګۍ زېږېدنه» د خپرندوی او خپرېدو کال یې نامعلوم دی
د ماشومانو شعر «وړه مرغۍ» د خپرندوی او خپرېدو کال یې نامعلوم دی
د شعرونو ټولګه «د ستورو په غېږ کې» د خپرندوی او خپرېدو کال یې نامعلوم دی
د شعرونو ټولګه «سپوږمکۍ» چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې چاپ او خپره شوې ده. د سرچینو له مخې دا ټولګه د ماشومانو لپاره څو کتابونه لری.
د لویانو لپاره شعر
د شعرونو ټولګه «د زړه کړکۍ» چې ۱۵۹ شعری ټوټې لری د چاپ کال: ۱۳۸۸ خپرندوی او د خپرېدو ځای: نامعلوم
د شعرونو ټولګه «شین نیلوفر» د لویانو لپاره د خپرېدو کال: ۱۳۹۶ د خپرېدو ځای: کابل
شعر «د سمندر کېدو هیله» چې ۷۲ شعری ټوټې لری د خپرېدو کال: ۱۳۹۶ په کابل کې چاپ شوی خپرندوی یې نامعلوم دی
د شعرونو ټولګه «له سجدې تر معراجه» د خپرېدو کال: ۱۳۹۷ د خپرېدو ځای: کابل خپرندوی یې نامعلوم دی
د شعرونو ټولګه «د سمندر نغمه» د خپرېدو کال: ۱۳۹۷
د رباعیو او دوبیتیو ټولګه خپرندوی او د خپرېدو ځای یې نامعلوم دی
د شعرونو ټولګه «سل غزلونه» د خپرېدو کال: ۱۳۹۷ خپرندوی او د خپرېدو ځای یې نامعلوم دی.
طنز
د طنزونو ټولګه «د بېباورۍ ناروغی» د خپرېدو کال او خپرندوی یې نامعلوم دی
د طنزونو ټولګه «شرم وکړئ» د خپرېدو کال: د ۱۳۸۸ کال پسرلی خپرندوی او د خپرېدو ځای یې نامعلوم دی.
څېړنه
سرچینې وایی سره له دې چې نفیسه خوشنصیب په ارواپوهنه کې رسمی زده کړې نه لری خو داسې ښکاری چې د خپلې لېوالتیا یا د اړتیا له مخې یې د ارواپوهنې په برخه کې کتابونه لیکلی او خپاره کړی دی. په دقیقه توګه څرګنده نه ده چې دغه کتابونه له څېړنیز او علمی پلوه تر کومه ځایه ارزښت لری موږ دې بحث ته نه داخلوو. په هر حال د هغې د ارواپوهنې په برخه کې کتابونه که د هغې د شخصی مطالعې او ذوق پر بنسټ لیکل شوی وی او که د کوم بل لامل له مخې په لاندې ډول دی:
د ارواپوهنې ټولګه «د روانی روغتیا پر لور یوه کړکۍ» د خپرېدو کال خپرندوی او د خپرېدو ځای یې نامعلوم دی شش
د طنزونو ټولګه «باطنی دوست» ۱۳۷ مخونه د خپرېدو کال: ۱۳۸۸ د خپرېدو ځای او خپرندوی یې نامعلوم دی.
زده کړې
سرچینې د نفیسه خوشنصیب د زده کړو د کلونو او دورو په اړه کره معلومات نه لری. په سرچینو کې یوازې دومره راغلی چې نفیسه خوشنصیب غضنفر خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په مزارشریف او کابل ښارونو کې ترسره کړې دی. لومړنۍ زده کړې یې په مزارشریف کې د «رخشانه بلخی» او «سلطان رضیه» په ښوونځیو کې او د لېسې دوره یې په کابل ښار کې د «سوریه» په لېسه کې بشپړه کړې ده. نوموړې د ژورنالیزم په برخه کې لیسانسه ده او د کابل پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځی څخه یې د لیسانس سند ترلاسه کړی دی.
په اوسنیو شرایطو کې چې طالبانی امارت د ښځو او نجونو د زده کړو تګ راتګ کار او دندې پر وړاندې محدودیتونه لګولی دی نفیسه خوشنصیب له هغو افغان ښځو څخه ده چې د زده کړو او مسلکی فعالیت زمینه یې لرلې ده. افغان ښځو سره له دې چې د هېواد د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوې دی خو د طالبانی امارت اوسنی دوره د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو له پلوه له ځانګړو شرایطو سره مل ده.
تدریس
نفیسه خوشنصیب غضنفر د لیکوالۍ ترڅنګ په پوهنتون کې د تدریس تجربه هم لری. د سرچینو په وینا، نوموړې له ۱۳۷۴ څخه تر ۱۳۸۴ لمریز کال پورې یعنې لس کاله د بلخ پوهنتون د ژورنالیزم په پوهنځی کې تدریس کړی دی.
شخصی ژوندلیک
د نفیسه خوشنصیب غضنفر د زېږون نېټه لکه د ډېرو افغانانو د ژوندلیکونو په څېر مبهمه نامعلومه او ناڅرګنده ده. د بېلګې په توګه په یوه روایت کې د هغې د زېږون وخت د ۱۳۵۶ لمریز کال ژمی او د زېږېدو ځای یې مزارشریف ښودل شوی په بل روایت کې یې د زېږون کال ۱۳۴۸ لمریز او د زېږېدو ځای یې هم مزارشریف یاد شوی دی. ان د هغې د زېږېدو د ځای په اړه هم دوه روایتونه شته: یو یې د بلخ ولایت مزارشریف ښار او بل یې د فاریاب ولایت میمنه ښار ښیی.
د افغانانو ژوند او ژوندلیکونه همدا ډول ګډوډی او نیمګړتیا لری. دا په داسې حال کې ده چې خپله نفیسه خوشنصیب غضنفر لا ژوندۍ ده او د هغې د ژوند له وخت څخه هم لا ډېر نه دی تېر شوی. نو ولې موږ د هغې په اړه کره معلومات په لاس کې نه لرو؟
دا پوښتنه تل د دې لیکنې د لیکوال ذهن بوخت ساتلی دی چې ولې د افغانستان د مخورو څېرو په اړه کره او مشخص معلومات نه شته؟ دا حالت د یوه منظم او پرلهپسې ملی کتابپېژندنې د بنسټونو په رامنځته کولو کې د کمکارۍ څرګندونه کوی. همدارنګه تر اوسه د افغانستان چاپی اثار د معیاری کتابپېژندنې له اصولو سره سم نه دی تنظیم شوی.
له نېکه مرغه د افغانستان د چاپی اثارو د موجوده کتابپېژندنې همدا لږ معلومات د کابل پوهنتون د معلوماتو سرچینې مرکز (ACKU) د ارواښادې نانسی دوپری د هڅو پایله ده. نوموړې په افغانستان کې د ډیجیټلی سرچینو د بنسټونو د رامنځته کولو لپاره کار وکړ که نه ښایی همدا لږ معلومات هم نه وای موجود.
د مېرمن نانسی دوپری د هڅو او کارنامې یادونه په حقیقت کې د طالبانی امارت پر وړاندې د یوې نیوکې په توګه مطرح کېږی. دا ځکه چې د نړۍ له بلې برخې څخه یوه ښځه کلونه له افغانانو سره یوځای ژوند او کار وکړ، د مالی سرچینو د برابرولو لپاره یې هڅې وکړې او د افغانستان لپاره یې یو غنی ارشیف او د معلوماتو زېرمتون جوړ کړ.
خو له بده مرغه ناڅاپه د طالبانی امارت ډلې د هېواد وضعیت ګډوډ کړ او افغانستان یې د تاریخ یوې شاته پاتې مرحلې ته ورټېل واهه. ښځې که افغانې وې او که د نړۍ له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته د خدمت لپاره راغلې وې له کار او فعالیت څخه پاتې شوې.
د افغانستان وضعیت تر دې کچې رسېدلی چې موږ یوازې د لرې تېر وخت یادونه کولی شو: فلانۍ ښځه له فلان هېواد څخه افغانستان ته راغلې وه او داسې ستر کار یې ترسره کړی و یا دا یادولی شو چې کومې افغانې ښځې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې او پوهنتون لوستی و او ان په پوهنتون کې یې تدریس هم کاوه. د دغو ټولو یادونو مانا یوازې یوه ده: د افغانستان د خلکو او هېواد اسارت د طالبانو په نوم د یوې جنایتکارې وینېتویوونکې شاتګپالې او مرتجعې ډلې په لاس. بس.
لکه څنګه مې د همدې ژوندلیک په پیل کې یادونه وکړه، نوال سعداوی په یوه مرکه کې له «القدس» خپرونې سره ویلی وو: کله چې په ښوونځی کې ښوونکی د هغې د مور نوم له کتابچې څخه پاک کړ او ورته یې وویل: “د خپلې مور نوم پاک کړه د خپل پلار او نیکه نوم ولیکه”
اوس مهال په افغانستان کې طالبانی امارت د ښځو نوم، هویت، جنسیت او ټوله هستی له منځه وړی دی. یوازې دا پاتې کېږی چې د هېواد د ښځو له لوری یو بشپړ پاڅون وشی څو د دې تباهۍ له منځه رڼا او سهار راوخېژی.










