په افغانستان کې د ځوانو نجونو ترمنځ د ځان‌وژنې ټکان ورکوونکی زیاتوالی

د هېواد د رسنیو رسمی شمېرې د باوری نړیوالو بنسټونو راپورونه او په افغانستان کې میدانی واقعیتونه ښیی چې د ځان‌وژنې کچه په ځانګړی ډول د ځوانو نجونو ترمنځ په بې‌ساری ډول لوړه شوې ده.

په داسې حال کې چې نړیوالې څېړنې څرګندوی چې په ټوله نړۍ کې د ځان‌وژنې کچه تر ډېره د نارینه‌وو په ځانګړی ډول د ځوانو هلکانو ترمنځ لوړه ده؛ خو دا ناوړه پدیده په افغانستان کې د نړیوالو معلوماتو پر خلاف د ځوانو نجونو ترمنځ زیاته شوې ده.

«د افغانستان د ښځو غږ» د ځان‌وژنې د پراخېدو د لاملونو د موندلو په موخه له یو شمېر ځوانو نجونو سره مرکې کړې دی. مرکه کې ګډونوالو د دې پدیدې د خپرېدو په اړه د اندېښنې تر څنګ د هغې پر لاملونو هم خبرې کړې دی.

نصیبه، چې د یوې دینی مدرسې زده‌کوونکې ده د نجونو ترمنځ د ځان‌وژنې د زیاتوالی لاملونه «د ټولنې روانی فشارونه د هلکانو او نجونو ترمنځ تبعیضی چلند او د کورنۍ له‌خوا نه پاملرنه» بولی.

تبعیضونو سره مخ شی د هغوی هویت او انسانی کرامت څنډې ته ټېل وهل کېږی او ځان ته داسې بن‌بست وینی چې کېدای شی په پایله کې ځان‌وژنې یا ځان‌سوځونې ته ولاړ شی.

ثریا، چې د مرکه‌کوونکو له ډلې یوه بله ده او له «د افغانستان د ښځو غږ» سره یې خبرې کړې دی باور لری چې کورنی تاوتریخوالی جبری او کم‌عمره ودونه د ځوانو نجونو ترمنځ د ځان‌وژنې له مهمو لاملونو څخه دی.

د ثریا په وینا، هغه نجونې چې له سلګونو هیلو او ارمانونو سره لویېږی او د خپل راتلونکی او ټولنې لپاره خوبونه لری ناڅاپه د ماشوم‌واده ښکار کېږی؛ په داسې حالت کې ټولنیز او کورنی ټکان او درز رامنځته کېدل هېڅ د تعجب خبره نه ده.
ځینې نورې مرکې‌کوونکې ټینګار کوی چې «فقر د انسانی ازادیو سلب، سخت او محدودوونکی بندیزونه او د نجونو د زده‌کړو او پرمختګ مخنیوی» د ځان‌وژنې د کچې په زیاتوالی کې څرګند اغېز لری.

دوی څرګندوی چې دا ټول عوامل په ګډه د قهر نه کنټرول کېدو او د خپګان د کچې لوړېدو ته لاره هواروی. دا په داسې حال کې ده چې نړیوال شاخصونه خپګان د مرګ له مهمو لاملونو څخه ګڼی.

د ښځو هر اړخیز ځپنه او بندیزونه چې اوس مهال له کار او ټولنیزو فعالیتونو محرومې دی هغوی د انزوا او خپګان په حالت کې اچولی دی. د هېواد نیمایی وګړی د حاکم رژیم د غیرانسانی او د بشر ضد سیاستونو له امله، له خپل راتلونکی نه ناهیلی شوی دی؛ په داسې شرایطو کې د خپګان د کچې زیاتوالی د اټکل وړ دی.

تر دې وړاندې باوری نړیوالو بنسټونو، له هغې ډلې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په یوه راپور کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د خلکو په ځانګړی ډول د هغو نجونو چې له ښوونځیو او پوهنتونونو محرومې شوې دی د خپګان کچه لوړه شوې ده.

خو له دې سره سره د طالبانو رژیم د دې ټکان ورکوونکو شمېرو پروا نه ده کړې او سږکال یې هم پرله‌پسې د پنځم کال لپاره د هېواد ښځې او نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه محرومې کړې دی.

په ټولیزه توګه ویل کېدای شی چې نه یوازې د ځان‌وژنې د کچې کمېدل تمه نه شی کېدای بلکې د طالبانو د تبعیضی سیاستونو په دوام سره د دې شمېرې د لا زیاتېدو احتمال لا ډېر ښکاری.

یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.

 

به اشتراک بگذارید: