افغانستان د اغېزناکو ښځو د ژوند د دوسیو بیاکتنه – ۳
لیکوال: قومشاهی
یادونه: د د افغانستان د ښځو غږ خپرونه هوډ لری چې په هغو دوسیو کې چې پرانیستې یې دی که هغه د( افغانستان د اغېزناکو ښځو دوسیه) وی او که د «د افغانستان د ښځینه کیسهلیکوالو دوسیه» افغانه ښځه یوازې د قربانۍ، مظلومیت، ځورېدنې، بېوسۍ او تابعیت له زاویې ونه ګوری بلکې هغه د یوې فعالې، اغېزناکې، ځواکمنې، د ځواک جوړونکې او د سیاست، ټولنې، فرهنګ او اقتصاد په ډګرونو کې د رول لرونکې ښځې په توګه بیا ولولی.
زموږ موخه په دې ښځینه روایتی لړۍ کې یوازې د هغو کړاوونو محرومیتونو او ظلمونو بیانول نه دی چې پر افغان ښځو تېر شوی بلکې غواړو د هغوی وړتیاوې لاستهراوړنې، روللوبونه او اغېزناکې څېرې هم را برسېره او روښانه کړو.
د افغانستان د ښځو غږ خپرونه باور لری چې د افغانستان راتلونکی یوازې د دردونو، غمیزو، بدمرغیو او ناخوالو په روایتولو نه جوړیږی بلکې داسې بېلګو او ښځو ته اړتیا لری چې د ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې یې د لوړو مقامونو تر کچې اغېزناک رول لوبولی وی. دا ښځې نه د هوسا شاهی او د نننۍ اصطلاح له مخې له لوکس ژوند څخه راټوکېدلې دی بلکې د ژوند له سختیو ستونزو او مبارزو څخه را پورته شوې دی.
له همدې امله زموږ د خپرونې تګلاره لیدلوری او موخه روښانه ده: دافغانستان د هغو اغېزناکو ښځو پېژندنه او راژوندی کول چې د نن او سبا نسلونو ته د الهام او بېلګې سرچینه وګرځی.
له دې ټولو سره سره د د افغانستان د ښځو غږ خپرونه د اشخاصو د سپین او تور انځورولو په لټه کې نه ده. زموږ له نظره افغان انسان نه بشپړ سپین دی او نه هم بشپړ تور بلکې یو خړ انسان دی چې له خپلو ښېګڼو تېروتنو او نیمګړتیاوو سره د منلو وړ دی.
هر هغه څوک چې په تېر او اوس کې د بشری حقونو ارزښتونو دیموکراتیکو بهیرونو او د معاصرې نړۍ اصولو په ځانګړې توګه د بشری حقونو د نړیوالې اعلامیې او نړیوالو میثاقونو ته باور او ژمنتیا لری زموږ له نظره د درناوی او ستاینې وړ دی.
موږ د افغانستان د اغېزناکو ښځو د دوسیو د بیاکتنې په دوو لومړنیو برخو کې د ارباب خدیجې او ډاکټرې سکینې یعقوبی ژوند او کارنامې وڅېړلې او افغانه ښځه مو د رهبرۍ وړتیا، اغېزمنتیا او ان کاریزما له یوې بلې زاویې وپېژندله. اوس د افغانستان د چپپالې سیاستوالې ډاکټرې اناهیتا راتبزاد ژوند ته ورګرځو هغې ښځې ته چې د ولسمشرۍ له مرستیالۍ نیولې، د پارلمان د استازولۍ او سفارت تر دندو پورې یې د سیاست او د ژوند په نورو ډګرونو کې په ځواک او نفوذ اغېزناک رول لوبولی دی.
ډاکټره اناهیتا راتبزاد د شلمې پېړۍ له تر ټولو پېژندل شویو افغانو سیاستوالو څخه ده. هغه سیاستواله سیاسی څېره، ډاکټره، د ښځو د حقونو فعاله د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند له بنسټګرو، د همدې ګوند د پرچم څانګې له مشرانو او همدارنګه د افغانستان د ښځو د دیموکراتیک سازمان له بنسټ اېښودونکو څخه وه.
هغې د افغانستان د لومړنیو ښځینه پارلمانی استازو په ډله کې ځای درلود د ولسمشر مرستیاله، وزیره، سفیره او د سوسیالېزم، مارکسیزم ـ لینینیزم له مخکښو مشرانو څخه وه او په افغانستان کې یې د سیکولریزم ملاتړ هم کاوه.
سیاسی کارنامې
د افغانستان د ښځو د دیموکراتیک سازمان بنسټ اېښودونکې:د ۱۹۶۴ او ۱۹۶۵ کلونو ترمنځ د افغانستان د ښځو د دیموکراتیک سازمان په نوم چې په هېواد کې د چپ بهیر پورې تړلی د ښځو لومړنی پراخ تشکیلات و رامنځته شو. د دې سازمان مشری ډاکټرې اناهیتا راتبزاد پر غاړه واخیسته. دا یو مهم سیاسی او ټولنیز پرمختګ و چې د افغانستان په ټولنه په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د ډیموکراسۍ د ودې او مدنی مشارکت زمینه برابره کړه.
د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند (PDPA) له بنسټګرو غړو څخه:افغانستان په ۱۹۶۵ کال کې د مشروطه پاچاهۍ او د (دیموکراسۍ د لسیزې) په نوم پړاو تجربه کاوه. په دې دوره کې سیاسی اصلاحات د مطبوعاتو نسبی ازادی او د چپ، اسلامی او ملتپالو سیاسی جریانونو وده رامنځته شوه.
په همدې کال کې یوه داسې تاریخی پېښه وشوه چې د افغانستان سیاسی بهیر یې د اوږدې مودې لپاره بدل کړ. د ۱۹۶۵ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د نورمحمد ترهکی، ببرک کارمل، ډاکټرې اناهیتا راتبزاد، سلطانعلی کشتمند، حفیظالله امین او په ټولیز ډول د ۲۷ روڼاندو په ګډون د کابل ښار د نورمحمد ترهکی په کور کې په پټه د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند بنسټ کېښودل شو.
په دې توګه د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د بنسټګرو غړو په ډله کې د ډاکټرې اناهیتا راتبزاد غړیتوب د هغې د سیاسی ژوند له مهمو لاستهراوړنو څخه شمېرل کېږی. دغه ګوند د افغانستان په معاصر سیاسی تاریخ کې مهم ځای لری. د زدهکړو پراختیا له بېسوادۍ سره مبارزه د ښځو او نارینهوو د حقونو برابری د فیوډالی نظام د نفوذ کمول او د سوسیالیستی دولت جوړول د دې ګوند د مرامنامې له اساسی موخو څخه وو.
له همدې امله ډاکټره اناهیتا راتبزاد د افغانستان د معاصر سیاست له اغېزناکو څېرو څخه ګڼل کېږی هغه ښځه چې د بدلون غوښتونکو مشرانو په کتار کې ولاړه وه. هغه ګوند چې نوموړې یې له بنسټګرو څخه وه د افغانستان د پخوانی سیاسی نظام په نسکورولو او د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت په رامنځته کېدو کې مهم رول ولوباوه.
د پارلمان غړیتوب:د ۱۹۶۴ کال اساسی قانون چې د مشروطه پاچاهۍ په دوره کې نافذ شو د پارلمان واکونه یې پراخ کړل. په همدې دوره کې ښځو د لومړی ځل لپاره د رایې ورکولو حق ترلاسه کړ او په پارلمانی ټاکنو کې یې ګډون وکړ.
ډاکټره اناهیتا راتبزاد د ۱۹۶۵ څخه تر ۱۹۶۹ کلونو پورې د کابل ښار د دویمې انتخاباتی حوزې استازې په توګه ولسی جرګې ته لار وموندله. هغې د دریو نورو ټاکل شویو ښځینه استازو خدیجې احراری، معصومې عصمتی وردګ او رقیې ابوبکر ترڅنګ په پارلمان کې د ښځو استازیتوب کاوه.
د ټولنیزو چارو وزیره: په ۱۹۷۸ کال کې د نورمحمد ترهکی په مشرۍ د خلق حکومت له واک ته رسېدو وروسته ډاکټره اناهیتا راتبزاد د هغه د کابینې یوازینۍ ښځینه غړې شوه او د ټولنیزو چارو وزارت یې پر غاړه واخیست.
په یوګوسلاویا کې د افغانستان سفیره:د ۱۹۷۸ او ۱۹۸۰ کلونو ترمنځ ډاکټره اناهیتا راتبزاد د یوګوسلاویا په پلازمېنه بلګراد کې د افغانستان د سفیرې په توګه وټاکل شوه او د افغانستان د لومړۍ ښځینه سفیرې ویاړ یې خپل کړ.
د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د سیاسی دفتر غړې:له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۶ کلونو پورې وروسته له هغه چې د ګوند د پرچم څانګه واک ته ورسېده ډاکټره اناهیتا راتبزاد د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د سیاسی دفتر غړې شوه. دا د ګوند تر ټولو لوړ تصمیمنیوونکی ارګان و. نوموړې په همدې موده کې د افغانستان د سیاست واک او سیاسی نفوذ له مهمو څېرو څخه ګڼل کېده.
د معارف وزیره:ډاکټره اناهیتا راتبزاد د ببرک کارمل د حکومت پر مهال له ۱۹۸۰ څخه تر ۱۹۸۱ کال پورې د معارف وزیره وه. هغې په همدې وخت کې د اطلاعاتو او کلتور لوړو زدهکړو او عامې روغتیا پر وزارتونو هم څارنه کوله. سربېره پر دې نوموړې د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د سیاسی دفتر دایمی غړې هم وه.
ډاکټره اناهیتا راتبزاد د ۱۹۸۰ کال د ډسمبر له ۲۷مې څخه د ۱۹۸۵ کال د نومبر تر ۲۴مې پورې د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت په دولتی جوړښت کې د ولسمشر د مرستیالې (د انقلابی شورا د رئیس د مرستیالې) په توګه دنده ترسره کړه.
په دې توګه هغه د افغانستان په تاریخ کې له تر ټولو لوړپوړو ښځینه دولتی چارواکو څخه شوه. وروسته د ډاکټر نجیبالله له واک ته رسېدو او د نظام د کورنیو سیاسی بدلونونو په پایله کې له خپلو ټولو دولتی دندو ګوښه شوه.
د ښځو د حقونو په برخه کې د هغې کارنامې
ډاکټره اناهیتا راتبزاد د افغانستان د ښځو د حقونو د مبارزې له مخکښو څېرو څخه ګڼل کېږی. هغې په ۱۹۶۴ کال کې د خپلو یو شمېر همفکرو ملګرو په ملتیا د افغانستان د ښځو د دیموکراتیک سازمان بنسټ کېښود او مشری یې پر غاړه واخیسته.
هغې د دې سازمان له لارې د ښځو د زدهکړو پراختیا د سواد زدهکړې عامول او په ټولنیزو او سیاسی چارو کې د ښځو د ګډون زیاتول د خپلو اساسی موخو په توګه تعقیب کړل.
راتبزاد همدارنګه په ۱۹۶۵ کال کې د کابل په ښار کې د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې لومړنۍ رسمی غونډه او لمانځغونډه هم تنظیم او ترسره کړه.
ډاکټره اناهیتا راتبزاد په افغانستان کې د سیکولریزم له ملاتړو څېرو څخه ګڼل کېږی. هغې د ښځو پر زدهکړو په ټولنیز ژوند کې د ښځو پر فعال حضور کار او د ښځو او نارینهوو پر حقوقی برابرۍ ټینګار کاوه. د افغانستان د ښځو د تاریخ یو شمېر څېړونکی نوموړې د ښځو د سیاسی ګډون له مخکښو شخصیتونو څخه بولی. له همدې امله د تاریخی اهمیت له پلوه اناهیتا راتبزاد د افغانستان د سیاست له لومړنیو اغېزناکو ښځو څخه شمېرل کېږی.
د لیکوال په اند په افغانستان کې دوه ډول ژوند او دوه فکری بهیرونه موجود وو: یو ایدیولوژیک تفکر او بل سیکولر فکر. د دې لیدلوری له مخې که د افغانستان د ښځو د دیموکراتیک سازمان مفکورې او برنامې پراخه شوې وای ښایی افغانې ښځې له هغو محدودیتونو سره نه وای مخ شوې چې وروسته د طالبانو د واکمنۍ پر مهال رامنځته شول. د دې نظر له مخې د ښځو او نارینهوو د حقونو برابری د سیکولر فکر حاکمیت او یوه پرمختللې او آزاده ټولنه به رامنځته شوې وای.
خو د همدې روایت له مخې وروسته ایدیولوژیک فکر برلاسی شو او د شوروی اتحاد د مخالفو هېوادونو په ملاتړ جهادی ایدیولوژیک جوړښتونه پیاوړی شول. د میلتون بیردن چې په پاکستان کې یې د افغان مجاهدینو لپاره د امریکا د ملاتړ د پروګرام مسؤلیت درلود د روایت له مخې په ۱۹۸۶ کال کې د هغه وخت د CIA د مشر ویلیام کېسی په لارښوونه افغانستان ته شاوخوا یو میلیارد ډالر او سټینګر توغندی ولېږدول شول څو د سوسیالیزم او د سیکولر او مترقی افکارو نفوذ له منځه یوسی.
ډاکټره اناهیتا راتبزاد یوه سیکولره او روښانفکره ښځه وه. عامه پوهاوی د ښځو د غورځنګ تنظیم او د ښځو د ټولنیز او سیاسی حضور پیاوړتیا د هغې د فعالیتونو له مهمو برخو څخه شمېرل کېدل. د لیکوال په اند، که د اناهیتا راتبزاد مفکورې او لیدلوری پراخ شوی وای ښایی افغانستان هېڅکله د طالبانو د واکمنۍ په څېر له داسې محدود او اختناقی وضعیت سره نه وای مخ شوی.
د اناهیتا راتبزاد مترقی دریځونه او نظریات د محافظهکارو او اسلامپالو ځواکونو له سخت مخالفت سره مخ شول.
د لیکوال په وینا دغه محافظهکار جریانونه د هغو هېوادونو له پراخو مالی سرچینو څخه ملاتړ ترلاسه کاوه چې د نفتو سترې زېرمې یې لرلې لکه سعودی عربستان او یو شمېر نور د خلیج هېوادونه.
حامد عبدالصمد په خپل کتاب «د اسلامی نړۍ زوال» کې لیکی چې سیاسی اسلام د شلمې پېړۍ تر لومړیو پورې د خپل نفوذ د له لاسه ورکولو په حال کې و خو د تېلو د سترو زېرمو له کشف او د سعودی عربستان او د خلیج د نورو هېوادونو له پراخو نفتې عوایدو وروسته د اسلامپالو ایډیولوژیو د پراختیا لپاره نوی امکانات برابر شول. د هغه په وینا د تېلو پانګې د اسلامی نړۍ په بېلابېلو برخو کې د جوماتونو، دینی مدرسو، پوهنتونونو او تبلیغاتی شبکو په تمویل کې مهم رول ولوباوه.
د لیکوال په باور اوس مهال د ملا هبتالله اخوندزاده په مشرۍ د اسلامی امارت تر واکمنۍ لاندې ښځې په ټولنیز او عامه ژوند کې له جدی محدودیتونو سره مخ دی. د هغه په وینا ښځې له ګڼو بنسټیزو حقونو لکه د ازاد سفر حق، د بشری حقونو له ارزښتونو څخه د برخمنېدو حق، د کار او زدهکړې حق له نارینهوو سره د حقوقی برابرۍ حق، د سیاسی ګډون حق او د ټولنیز ژوند له ډېرو امتیازونو څخه محرومې شوې دی.
ډاکټرې اناهیتا راتبزاد خپلې منځنۍ زدهکړې تر اتم ټولګی پورې په ۱۹۴۵ کال کې د کابل په ملالۍ لېسه کې بشپړې کړې. وروسته په ۱۹۴۷ کال کې یې د کابل په قابلګۍ روزنیز مرکز کې د یو کلن نرسنګ او قابلګۍ په دوره کې زدهکړې وکړې. نوموړې په همدې کال له ډاکټر کرامالدین کاکړ سره واده وکړ.
په ۱۹۴۹ میلادی کال کې له خپل خاوند سره متحده ایالاتو ته ولاړه او هلته یې د نرسنګ په برخه کې زدهکړې وکړې.
خپل هېواد ته له بېرته ستنېدو وروسته د مستورات روغتون د مدیرې په توګه وټاکل شوه. همدارنګه یې د کابل په قابلګۍ انسټیټیوټ کې د قابلګۍ تدریس هم کاوه.
په ۱۹۵۷ کال کې د کابل پوهنتون د طب پوهنځی ته داخله شوه او په ۱۹۶۳ کال کې یې له کابل پوهنتون څخه د طب د ډاکټرۍ (MD) سند ترلاسه کړ. له همدې امله هغه د افغانستان له لومړنیو ښځینه ډاکټرانو څخه هم ګڼل کېږی.
شخصی ژوندلیک
د ۱۹۳۱ کال د نومبر لومړۍ نېټه ده. هغه مهال په افغانستان کې د محمدنادر خان د متمرکز شاهی نظام دوره وه. هېواد د تاریخ له یوې حساسې مرحلې تېرېده د سیاسی بیا رغونې دوره وه ځکه دوه کاله وړاندې د امانالله خان حکومت سقوط کړی و او حبیبالله کلکانی ماتې خوړلې وه.
لا هم د کورنیو جګړو نښې د هېواد پر څېره څرګندې وې، چې په همدې حالت کې اناهیتا د احمد راتب چې یو خبریال او د امانی اصلاحاتو له پلویانو څخه و، په کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې.
دغه خپرونه د ۱۹۲۸ کال د جنورۍ په ۲۷مه خپل فعالیت پیل کړ خو د ۱۵ ګڼو له خپرېدو وروسته د انتقادی مطالبو د خپرولو له امله وتړل شوه.
د امانالله خان له سقوط وروسته احمد راتب ایران ته تبعید شو او هلته وفات شو. اناهیتا او د هغې ورور د پلار له شتون پرته په سختو مالی او ستونزمنو شرایطو کې لوی شول. په لنډه توګه اناهیتا د داسې یوه روښانفکر پلار لور وه چې د بدلون او اصلاحاتو له مخکښانو څخه شمېرل کېده.
د ژوند پای
د اناهیتا راتبزاد د ژوند کیسه پای هم له ستونزو او غمجنو پېښو خالی نه ده. د ډاکټر نجیبالله له واک ته رسېدو وروسته هغه له سیاسی صحنې لرې شوه. په ۱۹۹۲ کال کې د خلق دیموکراتیک ګوند د حکومت له سقوط او د مجاهدینو د ایدیولوژیکو ډلو د سختو کورنیو جګړو له پیل وروسته اړ شوه چې کابل پرېږدی.
هغې په ۱۹۹۵ کال کې د بلغاریا صوفیه ښار ته ولاړه او څه موده یې هلته تېره کړه. وروسته په ۱۹۹۶ کال کې جرمنی ته لاړه او د پناه غوښتنې غوښتنلیک یې ومنل شو. نوموړې د نوردراین-وېسټفالن ایالت په لونن ښار کې مېشته شوه او له څه مودې وروسته یې د دورتموند ښار ته نږدې ژوند پیل کړ. البته ځینې سرچینې لیکی چې هغې لومړی هند ته د خپلې کورنۍ ترڅنګ سفر وکړ او وروسته صوفیې ته ولاړه.
په پای کې اناهیتا راتبزاد د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په ۷مه د جرمنی د دورتموند ښار کې د پښتورګو د ناروغۍ له امله وفات شوه. د هغې جنازه افغانستان ته راوړل شوه او د کابل په شهدای صالحین هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.
هغه ښځه چې یو وخت یې نوم د ځواک او واک نښه و، او د سیاست او د ښځو د حقونو له پیاوړو غږونو څخه وه همدارنګه د شلمې پېړۍ له تر ټولو پېژندل شویو افغانو سیاستوالو څخه ګڼل کېده، د ژوند دوسیه یې وتړل شوه.
روح دې یې ښاد وی!









