ښاریان د خالی لاسونو سره د نوی کال او د کوچنی اختر هرکلی ته روان دی

یو شمېر ښاریان «د افغانستان د ښځو غږ» سره په خبرو کې وایی چې دوی د ۱۴۰۵ لمریز کال د نوی کال او د روژې مبارکې میاشتې د اختر هرکلی ته په داسې حال کې ځی چې د فقر او مالی ناتوانۍ له امله د دې مناسبتونو لپاره هېڅ ډول چمتووالی نه لری. د دوی په وینا د بې‌انګېزګۍ او د چمتووالی د نشتوالی اصلی لامل د فقر پراخېدل او تش جیبونه دی.
ښاریان ټینګار کوی چې د خوراکی توکو بیې، په ځانګړی ډول وچه مېوه، ډول ډول خوږې او کالی ورځ تر بلې لوړېږی.

ناصر چې د دشت برچی د ټانګ ټیل په تمځی کې د لیلامی توکو یو لاس‌پلورونکی کراچۍ لری د نوی کال او اختر د دودونو او رواجونو په اړه خبرې کوی. هغه زیاتوی چې خلک معمولاً د نوی کال لپاره نوی کالی اخلی او کیک، کلچه، سیمیانک او نورې خوږې تیاروی، خو د ناصر په وینا، ده تر اوسه له دې شیانو څخه هېڅ یو هم نه دی برابر کړی.

هغه چې درې لوڼې او یو زوی لری، وایی چې په سختۍ سره د خپلې کورنۍ د شپې او ورځې د خوړو لګښت برابروی. ناصر د خپل ژوند وضعیت داسې بیانوی: «موږ له د زرق او برق او تجملاتی ژوند څخه تېر شوی یو، همدا چې د وچې ډوډۍ یوه مړۍ پیدا شی بیا هم شکر وباسو»

ناصر د دې پوښتنې په ځواب کې چې څه احساس لری کله نور خلک د نوی کال لپاره خپلو ماشومانو ته نوی کالی اخلی، وایی چې دا کار د هر پلار او مور لپاره دردناک وی، خو ناچاری او مالی کمزوری لامل شوې چې هغه او کورنۍ یې له دې ټولو ستونزو سره عادت شی او ورسره ځان عیار کړی.

امین د کابل یو بل اوسېدونکی دی چې له خپلې کورنۍ سره د خالی لاس او تش جیب په حالت کې د اختر هرکلی ته ځی. هغه چې د یوه خصوصی مکتب ښوونکی دی، وایی چې د روان ژمی په اوږدو کې بې‌کاره و او هېڅ عاید یې نه درلود.

د هغه په وینا، هغه لږې پیسې چې د ښوونکې له کاره یې سپما کړې وې د روان ژمی پر مهال د سون توکو او خوراکی موادو د برابرولو لپاره ولګېدې. که څه هم د ده په خبره اختر د خوښیو د نمانځلو پلمه ده، خو دا ځل د مالی ستونزو له امله له دې نمانځنې تېرېږی.

هغه چې ښوونکی دی او له خلکو او کورنیو سره ډېر سروکار لری وایی چې لسګونه داسې کورنۍ پېژنی چې د کور د نشتوالی د کرایې د ورکولو ستونزې او نورو مالی او اقتصادی کمزوریو له امله یې خپلې خوښۍ هېرې کړې دی.

له بلې خوا «د افغانستان د ښځو غږ» له اسما سره هم خبرې کړې دی؛ هغه ښځه چې په خپل ژوند کې هم د مور او هم د پلار دروند مسوولیت پر اوږو وړی. د هغې د ورځنی ژوند کیسه اورېدونکې او ترخه ده.

اسما وایی چې د حاجی نبی په ښارګوټی کې له یوې ساجق تولیدوونکې کمپنۍ سره یې قرارداد کړی دی چې په اوونۍ کې دوه ورځې شرکت ته ولاړه شی او د کارګرو کالی ومینځی. د هغې په وینا هر ځل د دې کار په بدل کې ۲۰۰ افغانۍ مزد ترلاسه کوی.

هغه چې مېړه یې فلج دی او درې ماشومان لری زیاتوی چې د خپل مېړه د درملو لګښت هم باید پخپله برابر کړی. که څه هم کور یې کرایه نه دی خو د مېړه د درملو لګښت په یوه میاشت کې شاوخوا له ۷۰۰ تر ۸۰۰ افغانیو پورې رسېږی.

د هغې په وینا شاوخوا دوه کاله مخکې یې مېړه له یوې ودانۍ څخه ښکته لوېدلی او اوس د ملا له اړخه فلج شوی دی. ډاکټرانو ویلی چې د ده د ملا مهرې جلا شوې دی او د ښه کېدو امکان یې ډېر کم دی.

هغې د نوی کال د چمتووالی په اړه وایی چې کله ناکله بازار ته ځی او وینی چې ځینې خلک نوی کالی اخلی او یو شمېر نور د اختر لپاره وچه او تازه مېوه برابروی، خو هغه یوازې ورته ګوری او یوه سړه ساه باسی.

اسما یوازې د خپل دردناک ژوند کیسه نه کوی، بلکې په ټول افغانستان کې زرګونه کورنۍ په ځانګړی ډول هغه کورنۍ چې د ښځو تر سرپرستۍ لاندې دی له ګڼو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګرېوان دی.

د کوټې سخی په سیمه کې د مېوې یو پلورونکی هم وایی چې د خلکو د پېریدلو وړتیا په تیرو کلونو کې په څرګنده کمه شوې ده.
هغه ټینګار کوی چې دغه وضعیت ورځ تر بلې خرابېږی. د هغه په وینا، کله چې د خلکو د ژوند سطح ټیټه وی، د دې اغېزه په بازار کې هم په ښکاره لیدل کېږی.

دغه پلورونکی چې وچه مېوه پلوری وایی مخکې تازه مېوه هم پلورله، خو مېوې یې خرابې شوې او له دې امله یې زیان وکړ ځکه چې د خلکو د پېریدلو وړتیا په بې‌ساری ډول راټیټه شوې ده.

خو پوهان او ټولنیز فعالان، د دې وضعیت اصلی مسؤل د طالبانو رژیم ګڼی. له دې رژیم د بیا واکمنېدو وروسته د خلکو غوښتنه کمه شوې او هر څوک یوازې د ژوند د تېرولو لپاره مبارزه کوی.

یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.

به اشتراک بگذارید: