له تشو کوڅو تر چوپو بازارونو هرات د طالبانو له لوری د ښځو د نیولو له نوې څپې سره مخ

راپور: محیا امید

وروسته له هغې چې طالبانو په هرات کې د چادری اجباری اغوستل امر کړل او د ښځو نیول یې پیل کړل په ښار کې د ښځو حضور په څرګند ډول کم شوی او د ښار بازارونه هم له بې‌ساری اقتصادی رکود سره مخ شوی دی. دکان‌داران وایی چې په تېرو دوو اوونیو کې یې خرڅلاو په شدیده توګه راټیټ شوی دی.

د هرات د اوسېدونکو په وینا د نیول کېدو او د طالبانو د ځواکونو له چلند څخه وېرې د ښار د ورځنی ژوند بڼه او عامه فضا په محسوس ډول بدله کړې ده.

مهران د «قصر هرات» د پلورنځی له پلورونکو څخه یو وایی چې په تېرو دوو اوونیو کې بازار په داسې ډول بدل شوی چې د ده او د ډېرو نورو سوداګرو لپاره بې‌ساری دی. د هغه په وینا د نیونو له څپې وړاندې د دغه سوداګریز مرکز ډېری پېرودونکی ښځې وې خو اوس ګڼ شمېر پلورونکی اوږده ساعتونه بې له پېرودونکو تېروی.

«پخوا به د سهار له نهو یا لسو بجو بازار تودېده. زموږ ډېری پېرودونکی ښځې وې او تر ماښامه به د خلکو تګ راتګ روان و. اوس ساعتونه تېرېږی او آن یو کس هم دوکان ته نه راځی. ځینې ورځې یوازې ناست یو او یو بل ته ګورو. بازار نور هغه پخوانی بازار نه دی»

د مهران په وینا د هغه اندېښنه یوازې د بازار تر رکود پورې محدوده نه ده. د ښځو ورځنیو نیونو داسې فضا رامنځته کړې چې هغه آن په خپل کور کې هم د آرامۍ او ډاډ احساس نه شی کولای.

زه اوس خپله هم د خپلې کورنۍ ښځو ته اجازه نه ورکوم چې له کوره ووځی او که کوم شی ته اړتیا وی خپله یې ورته برابرم. دا وضعیت د ټوکو خبره نه ده. د نورو خلکو په څېر زه هم د هغو ښځو په اړه اندېښمن یم چې نیول شوې دی. تر ټولو ډېره مې دا وېره ده چې دا حالت عادی نه شی او هره ورځ نورې ښځې حتا د چادری له اغوستو سره سره ونیول شی.

مهران وایی د دغو اندېښنو تر څنګ د هغه د کار راتلونکی هم نامعلوم شوی دی او د دې وضعیت دوام ډېر دوکانداران له اقتصادی ستونزو او اندېښنو سره مخ کړی دی.

هغه وایی:که دا وضعیت یوه یا دوه میاشتې نور هم دوام وکړی نه پوهېږم څه به وشی. کله چې پېر او پلور نه وی د میاشتې په پای کې آن د دوکان کرایه ورکول هم ستونزمن کېږی. ښایی اړ شم دوکان وتړم او د بل کار په لټه کې شم. زموږ د ډېرو لپاره همدا دوکان د کورنۍ د لګښتونو د برابرولو یوازینۍ وسیله ده.

په همدې حال کې عمر د «امین مارکېټ» له پلورونکو څخه یو وایی چې د ښځو د حضور کمېدو بازار ته درنه ضربه رسولې ده.

هغه وایی: زموږ کاروبار د ښځو په حضور سره غوړېده. هره ورځ به نږدې سل پېرودونکی راتلل خو اوس نږدې هېڅ ښځه د پېرود لپاره نه راځی. دې وضعیت زموږ کاروبار ته سخته ضربه رسولې ده.
عمر وایی هغه صحنه چې د دې بهیر له پیل څخه یوه ورځ وروسته یې په بازار کې ولیده لا هم له ذهنه نه ده وتلې.

هغه وایی: د شنبې په ورځ طالبان مارکېټ ته راغلل او هغه ښځې یې چې مانتو یې اغوستی و پرته له کوم وضاحت څخه موټرو ته پورته کړې. ټول پلورونکی یوازې ننداره کوله. هېچا جرأت نه درلود چې څه ووایی یا کوم اقدام وکړی.
د هغه په وینا هغه ښځې چې نیول شوې وې بشپړ حجاب یې درلود او ډېرو یې آن پر مخ ماسک هم لګولی و.

له بلې خوا د هرات یو شمېر اوسېدونکی وایی چې دا بدلون یوازې تر بازار پورې محدود نه دی بلکې د ښار واټونو هم په وروستیو ورځو کې بېلابېل او بدل شوی بڼه خپله کړې ده.
مریم ۲۶ کلنه د هرات یوه اوسېدونکې وایی: له کوره وتل د یوې ښځې حق دی خو اوس دا حق په عملی ډول ترې اخیستل شوی دی. څو ورځې وړاندې چې له کوره ووتم ښار تقریباً له ښځو خالی و. په لاره کې مې یوازې یو یا دوه ښځې ولیدې چې بشپړ حجاب چادری او ماسک یې اغوستی و.

د هغې په وینا تر دې وړاندې هم محدودیتونه موجود وو خو بیا هم ښځې په ښار کې تګ راتګ کاوه او ژوند عادی روان و.

هغه ادامه ورکوی: طالبانو زموږ ټول حقونه یو په یو اخیستی دی. څنګه کېدای شی دا ومنو چې یوازې د بهر وتلو له امله ونیول شو؟

دا وضعیت لا هم د کورنیو اندېښنې زیاتې کړې او سبب شوی چې ډېری کورنۍ د خپلو لوڼو د تګ راتګ په اړه لا په ډېر احتیاط تصمیم ونیسی.
اسما ۲۲ کلنه وایی چې په کور کې هم سختۍ زیاتې شوې او کورنۍ یې د وېرې له امله هغې ته د بهر وتلو اجازه نه ورکوی.

هغه وایی: دوه ورځې وروسته د مې د دایۍ د زوی واده دی خو کورنۍ مې اجازه نه راکوی چې د جامو اخیستلو لپاره بازار ته ولاړه شم. پلار مې وویل موږ بې غمه پرېږده. ورور مې هم هېڅ راضی نه دی چې ووځم او وایی که بهر ولاړه شئ او ونیول شئ بیا به څه کوو؟

د طالبانو له لوری په هرات کې د چادری نه لرونکو او بشپړ حجاب نه مراعت کوونکو ښځو د نیولو د امر له صادرېدو وروسته د ۱۴۰۵ د جوزا په ۱۶مه نېټه راپورونه ښیی چې دا بهیر لا هم د ښار په بېلابېلو برخو کې دوام لری. د اوسېدونکو په وینا د دې امر د عملی کېدو نږدې دوه اوونۍ تېرېدو سره سره د نیول شوو ښځو وضعیت او د هغوی د برخلیک جزئیات تر اوسه د کورنیو لپاره نه دی روښانه شوی.

په همدې حال کې نجیب‌الله علی د هرات د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر ویلی چې په دې ولایت کې د ښځو د نیولو لړۍ به دوام ولری.
هغه همدارنګه تأیید کړې چې تر اوسه له ۱۹ څخه زیاتې ښځې د هغه څه له امله نیول شوې دی چې د طالبانو له خوا «د هغوی له نظره د حجاب نه مراعت» بلل کېږی خو سیمه‌ ییزې سرچینې وایی چې د نیول شوو ښځو اصلی شمېر له دې ډېر دی.

یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.

به اشتراک بگذارید: