لیکوال: ع. شادبیګ
کله چې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه پیل شوه زه په ایران کې وم. له کورنیو ناارامیو راهیسې درسونه په آنلاین ډول ترسره کېدل؛ خو د جګړې په دوهمه ورځ پوهنتون وتړل شو او د دروازې مسئول امر وکړ: «لیلیه خالی کړئ او نړیوال محصلین باید له هېواده ووځی»
د جګړې په دوهمه ورځ اړ شوو چې افغانستان ته راوخوځو. هغه بس چې د پوهنتون له خوا نیول شوی و موږ یې په مشهد کې ښکته کړو کرایه یې دوه برابره واخیسته او ولاړ. کله چې ترمینل ته ولاړو پولیسو زموږ پاسپورټونه واخیستل او له هر کس څخه یې یو میلیون تومان وغوښتل څو موږ د شخصی موټرو په وسیله تر پولې ورسوی؛ حال دا چې د مشهد نه تر دوغارون پورې کرایه له ۴۰۰ زرو تومانو زیاته نه وه. موږ ته اجازه ورنه کړه چې خپله موټر ونیسو او تر هغې چې پیسې مو ورنه کړې پاسپورټونه یې راته بېرته را نه کړل. ویل یې: «د جګړې حالت دی هر ډول چې زړه مو وغواړی له تاسو سره به هماغسې چلند کوو» په پای کې مجبور شوو چې د دوی غوښتنه ومنو او د پرایډ موټرو کې سپاره د پولې په لور روان شوو.
په پوله کې له رښتیا هم د رستم له اوو خانونو سره مخ شوو. لومړی د پولیسو د تلاشی پوستې ته ورسېدو؛ د پاسپورټ او محصلۍ کارت په ښودلو مو بې له ستونزې تېر شوو. وروسته د سپاه د استخباراتو پوستې ته ورسېدو؛ بدنی تلاشی یې وکړه د موبایلونو منځپانګه یې وکتله کولهپښتۍ او بکسونه یې خلاص کړل او زموږ ټول شیان یې پر ځمکه خور کړل هغه مأمور چې هر څه یې په ډېر دقت کتل او دې خوا هغه خوا یې غورځول ویل یې: «اوس چې هېواد ناامن شوی له ځانه سره مو وویل چې دا هېواد نور کار نه راکوی راځئ خپل هېواد ته ولاړ شو، هو؟»
مأمورینو له موږ سره داسې چلند کاوه لکه د جګړې لامل چې موږ یو، یا ګواکې په خپله خوښه له ایران څخه وځو؛ حال دا چې موږ ته د علومو وزارت له خوا امر شوی و چې هېواد پرېږدو.
له دې پړاو څخه تر تېرېدو وروسته لږه ارامی مې احساس کړه او ومې ویل چې هر څه چې وو بالاخره ترې خلاص شوو خو د سرحدی ګېټ حالت هم د رستم له خانونو کم نه و. ډېر شمېر محصلینو اقامت پای ته رسېدلی و او د پوهنتون قونسلګرۍ ورته اقامت نه و تمدید کړی او ورته یې ویلی وو: «موږ همغږی کړې ده له سرحده به بې له ستونزې تېر شئ او بیا به هم وکولای شئ بېرته را وګرځئ » خو دا یو ښکاره دروغ و او هېڅ ډول همغږی نه وه شوې.
موږ څو ساعته انتظار وکړ او په پای کې هغو محصلینو ته چې اقامت یې نه درلود قطعی خروج ورکړل شو؛ یعنې که بېرته را وګرځی باید ډېر لګښت ورکړی او بیا نوې ویزه واخلی تر څو خپلو درسونو ته بېرته ورسېږی.
له هغه وروسته د طالبانو خان ته ورسېدو په پوله کې طالبانو ټول خلک په کتار درولی وو موبایلونه یې ترې اخیستل او یوې خونې ته یې وړل له لسو تر پنځلسو دقیقو وروسته که کومه ستونزه نه وه موبایل یې بېرته ورکاوه. زما موبایل یې درې ځله وکتلو او هر ځل یې له ما نه رمز وغوښت. وېره مې ټول وجود نیولی و؛ وخت راته لکه درېدلی و.
زما د سترګو مخې ته مې یو ځوان ولید چې د کارګرۍ ویزې سره ایران ته تللی و؛ دوه وسلهوالو طالبانو هغه له ځانه سره بوت نوم یې احمد و شاوخوا نیم ساعت مخکې له نیول کېدو سره مو یو بل پېژندلی وو احمد د بغلان یو اسماعیلی هزاره و. نږدې نهه میاشتې یې په ایران کې کارګری کړې وه خو ځکه چې اقامت یې نه و تمدید شوی اړ شوی و بېرته وطن ته ستون شی. شاوخوا دېرش کلن و، مکتب ته نه و تللی خو جګ قد او ښه خبرې کوونکی و. دا چې پر هغه څه تېر شول او په موبایل کې یې څه وموندل، هېڅکله مو و نه پوهېدو.
په پوله کې له یوه د پوهنتون له استاد سره هم بلد شوم. ویل یې چې د خاتمالانبیین پوهنتون استاد دی او په تاریخ کې دوکتورا لری. هزاره و او خپلې درې لوڼې یې ملګرې کړې وې چې درې واړه محصلینې وې. کله چې یې موبایل واخیستل شو لږ وروسته یو وسلهوال طالب هغه له لاسه واخیست او دی یې له ځان سره بوت. د هغه له برخلیک څخه هم هېڅ خبر نه شوو.
درې لوڼې یې حېرانې او سرګردانه پاتې شوې وې. طالبانو ورته ویل چې بې له ملګری نه شئ تللی او موټروانانو هم ویل چې بې له سرپرسته موږ اجازه نه لرو چې هغوی یوسو. له ډېرې هڅې وروسته بالاخره یو موټروان راضی شو. د زما د یوه ملګری مېرمنه ورغله او ویې ویل چې دا نجونې زموږ خپلوانې دی نو طالبانو اجازه ورکړه چې له موږ سره یو ځای ولاړې شی. بیا ټول یو ځای د هرات په لور روان شوو.
د لارې په منځ کې مو موبایلونه وکتل تر څو پوه شو چې طالبانو څه شی پلټلی و. دا په دقیقه توګه معلومه نه شوه چې هغوی ګالری او فایلونه تر کوم حده په دقت سره کتلی وو خو په واټساپ کې یې د ټولو زموږ دوه کلیمې لټولې وې: «طالبان» او «مقاومت»
هره مقاله یادښت او حتی عادی چت چې پکې دا دوه ټکی راغلی وو راپورته کېدل او طالبانو هماغه لوستل او ښایی د همدې پر بنسټ یې خلک نیول.
د څو طالبانی تلاشی پوستو له تېرېدو وروسته ماښام هرات ته ورسېدو. ښار چوپ، تش او ارام و. کله چې مې تګ راتګ ته کتل ډېرې لږې ښځې مې ولیدې چې د عربی حجاب په جامو کې ګرځېدې.
راپه زړه شوه چې د جمهوری نظام پر مهال مې هم یو ځل همدا لاره وهلې وه؛ هغه وخت هرات ډېر خوځنده و او خلک یې ژوندی او په انرژۍ ډک وو. خو اوس ښار تش ښکاره کېده، خلک ستړی او خپه معلومېدل.
هغه وخت چې به مې د پولیسو موټر لید، د امنیت احساس به مې کاوه؛ خو دا ځل هماغه د پولیسو موټر زما لپاره د وېرې سبب و. یو شی خو بدل شوی نه و: هغه وخت به مې له طالبانو وېره درلوده چې هسې نه راښکاره شی او موږ په ډزو وولی او دا ځل هم هماغه وېره له ما سره وه. هر ځل چې به د پولیسو موټر تېرېده او یا به کومې تلاشی پوستې ته رسېدو دا وېره به څو برابره کېده.
هماغه شپه بې له ځنډه ترمینل ته ولاړو او د «۵۸۰» بس کې کابل ته روان شوو. طالبانو داسې قانون ایښی چې مسافر باید په بس کې خپل بوټان وباسی په پلاستیک کې یې واچوی او له ځان سره یې وساتی. په بس کې د پښو د بوی له شدته ساه اخیستل ستونزمن و. سر مې درد کاوه او زړه مې بدېده. دوه د خوب ګولۍ مې وخوړې او وروسته راته هېڅ نه دی په یاد تر دې چې بله ورځ غرمه په کندهار کې راویښ شوم.
شاوخوا یو ساعت چې په کندهار ښار کې تم شوو حتا یوه ښځه مې هم ونه لیده. تمه مې درلوده چې ښځې به لږ تر لږه په برقعو کې ووینم خو دا چې ښار به تر دې حده له ښځو تش وی هېڅ مې تصور نه کاوه. له ځان سره مې ویل: ښځې چېرته دی؟ ایا هغوی ته د کور څخه د وتلو اجازه نشته که بهر ورته امنیت نشته؟
هر څه چې وو ښځې په ښار کې نه ښکارېدې؛ ښایی د کورونو په پستو کې به یې سا اخیسته. ښار په بشپړه توګه نارینهوو بڼه خپله کړې وه او زما په نظر وچ، سخت او ځورونکی برېښېده.
داسې ښار چې رنګ خوښی او خوشالی پکې نه وه؛ خو طالب وسله او نظامی موټر ډېر وو.
کله چې د کابل پر لور روان شوو له ګڼو تلاشی پوستو تېر شوو. کله ناکله به یو طالب موټر ته پورته شو یو نظر به یې دې او هغه ته واچاوه او بېرته به ښکته شو جدی تلاشی ونه شوه تر هغه چې میدان وردګ ته ورسېدو. هلته یې موږ ټول له موټره ښکته کړو. زموږ ټول توکی یې را وایستل او په دقت یې وکتل.
زما یو ملګری له ځان سره شطرنج راوړی و. وپوښتل شول: «دا څه شی دی؟» ملګری مې په اندېښنه وویل: «شطرنج دی» طالب عسکر ښایی لومړی ځل و چې د شطرنج نوم یې اورېده. هغه بل عسکر ته چې تر شا یې ولاړ و په پښتو یې وویل: شطرنج څه شی دی؟ هغه هم نه پوهېده ځکه ځواب یې ور نه کړ.
طالب موږ ته مخ راواړاوه او ویې ویل: «دا د قمار لپاره دی؟» څو کسانو په یو غږ وویل: «نه نه نه دا د لوبې لپاره دی قمار نه پرې کېږی» طالب عسکر د اس پیاده په لاس کې نیولې وه او همداسې چې موږ یې یو یو په کتار کې کتل هغه پیاده ته یې هم کتل.
نور خلک نه پوهېږم خو زه واقعاً وېرېدلی وم موږ ورته ویلی وو چې له ایران څخه راغلی یو خو هغوی بیا هم له موږ نه برقی تذکره غوښتله. موږ ټولو پاسپورټ درلود خو پاسپورټ یې نه منلو ویل یې: «برقی تذکره!» هر کتاب او کتابچه چې به یې ولیده پوښتنه به یې کوله چې دا څه شی دی؟ موږ چې به یې ورته تشریح کاوه، غوږ به یې نه نیوه.
د طالب عسکر لپاره د اس پیاده یو عجیب او جالب شی ښکاره شوی و له لاسه یې نه پرېښوده. ښایی موږ بختور وو چې د هغه پام هماغه پیادې ته واوښت او د هغو درې لوڼو په اړه یې هېڅ و نه پوښتل چې له تاسو سره چیرته دی.
له شاوخوا نیم ساعت تلاشی وروسته چې هر څه یې وکتل موږ ته یې اجازه راکړه چې بېرته موټر ته پورته شوو.
د کابل پر لور روان شوو. په لاره کې بیا له دوو تلاشی پوستو سره مخ شوو؛ خو پرته له دې چې زموږ وسایل وګوری یا بدنی تلاشی وکړی، له هغو تېر شوو.
ماښام مهال د کابل په کمپنی ترمینل کې ورسېدو.
له کمپنی نه چې د دشت برچی په لور روان شوم ښه احساس مې درلود؛ د برچی د تګ راتګ او خوځښت له امله یو ډول خوشایند احساس راته پیدا شو داسې احساس چې ښایی یوازې په برچی کې تجربه کېدای شی. خو بیا هم هر ځل چې د طالبانو ګزمې موټر تېرېده دا ښه احساس له منځه تله او پر ځای یې یوه سخته او وېرونکې وېره راتله.
دلته د طالبانو تر واک لاندې یوازې یو شی پاتې دی او هغه وېره ده؛ هغه وېره چې د نیولو له خطره راولاړېږی هغه وېره چې د شکنجې له احتمال څخه پیدا کېږی او هغه وېره چې د مرګ له سیوری سره تړلې ده؛ ځکه د طالبانو نظام د نیولو شکنجې او مرګ نظام بلل کېږی.
کله ناکله د څو تارونو وېښتانو په پلمه کله د نامناسبو جامو په پلمه او کله هم د اوږدې ږیرې د نه درلودلو له امله خلک نیسی او شکنجه کوی. زه لا هم په برچی کې ګرځم او له همدې وېرې سره ژوند کوم.
یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.









