د افغانستان د ښځینه کیسه‌لیکوالو دوسیه – ۱۵
لیکواله: قدم شاهۍ

منیژه باختری څو بېلابېل اړخونه لری: کیسه‌لیکواله د پوهنتون استاده مدنی فعاله خبریاله او ډیپلوماټه.
هغه مېرمن چې اوس د یوې مبارزې ښځې په توګه د طالبانو د ترهګرې ډلې پر وړاندې په ټینګه ولاړه ده.
هغه په رسنیو کې د حضور له لارې د افغانستان د ښځو نړیوال غږ ګرځېدلې او د هغې ښځې نښه ده چې د دولت د نشتون له امله یې د «بې‌دولته ډیپلوماټې» لقب خپل کړی دی: The Last Ambassador: An Afghan Diplomat Without a Country
هغه څوک چې د سقوط له فاجعې څخه د مخه او وروسته د ژوند تجربې له ځان سره لری کلونه کلونه یې لیکنې کړې تدریس یې کړی څو ځله یې جلاوطنۍ تجربه کړې سیاسی تجربې یې راټولې کړې‌د بحرانونو په منځ کې یې ژوند کړی او اوس لکه «وروستی بې‌سنگره سرتېری» په اروپا کې ډیپلوماټیک سنګر ساتلی او د طالبانو د ډلې پر وړاندې یې د مقاومت بیرغ پورته کړی دی
ځکه «یوه ښځه تر سل زره غوره ده»

لیکوالی
منیژه باختری د یوې لیکوالې په توګه تر اوسه اته عنوانه کتابونه چاپ کړی دی څلور د کیسو کتابونه او څلور علمی او څېړنیز آثار
د هغې د داستانی اثارو له ډلې څخه د «درې پریانې» په نوم د لنډو کیسو ټولګه ده چې اته لنډې کیسې پکې شاملې دی او د افغانستان د ښځو پر موضوعاتو راڅرخی دغه کتاب د ۱۳۸۶ کال په ژمی کې د «پرنیان» خپرندویې ټولنې له لوری چاپ او خپور شو.

د «درې پریانو» سربېره د هغې درې ناولونه هم چاپ شوی دی.
«د زرتشت څلور لوڼې» د منیژې باختری لومړنی ناول دی چې خیالی او ارمانښاری فضا لری او «زرتشت‌آباد» نومې ځای پکې انځور شوی دی.

دا ناول د ښځو د پنځو نسلونو کیسه روایتوی او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو وضعیت ته هم اعتراضی نظر لری. ناول د څلورو نجونو او پنځو بېلابېلو برخلیکونو شاوخوا څرخی.
کرکټرونه پکې له سانسوره پرته د مینې او جنسی موضوعاتو په اړه خبرې کوی. نقادانو دغه ناول «د ښځو د اعتراض او بیدارۍ شیپور» بللی دی.

«خوږې ایرې» د منیژې باختری دوهم ناول دی چې د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۳۰مه نېټه د LULU خپرندویې ټولنې له لوری په ۲۸۴ مخونو کې چاپ شوی دی. دا ناول د یوه لرغونی تمدن د ړنګېدو او د هغه د اوسېدونکو په ځانګړی ډول د نجونو د مبارزې کیسه بیانوی چې په «زَروان» نومی ځای کې پېښېږی.

«د ګل‌سا لپاره دف» د دې لیکوالې وروستی ناول دی چې په ۱۴۰۴ کال کې د پرنیان خپرندویې ټولنې له لوری چاپ شوی دی. دا ناول په شپږو فصلونو او ۳۱۰ مخونو کې د ښځو د درېیو نسلونو ژوند رانغاړی. د افغانستان د ښځو د درې نسلونو د پنځوس کلن ژوند روایت دی داسې روایت چې د دوی د ژوند بېلابېل اړخونه له محدودیتونو نیولې تر جګړو او تاوتریخوالی پورې انځوروی.

په ټوله کې د منیژې باختری د ناولونو اصلی منځپانګه ښځې ټولنیزې ستونزې تاریخ او هویت جوړوی. د هغې ډېری آثار د جادویی رېالېزم په سبک لیکل شوی دی.

همدارنګه د هغې د پوهنتونی او څېړنیزو فعالیتونو پایله څلور عنوانه کتابونه دی «د خبر زړه‌راښکونکې نړۍ» هغه اثر دی چې د خبر او راپور لیکنې په اړه لیکل شوی او د پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی له درسی متونو څخه شمېرل کېږی.

همدا راز «اخلاق او حقوق په ژورنالېزم کې» د ژورنالېزم د اخلاقو او قوانینو په اړه یو اثر دیدچې د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی له درسی سرچینو څخه ګڼل کېږی.

د هغې بل څېړنیز کتاب «انګبین نشخند و شرنګ نوشخند» په افغانستان کې د طنز د ژانر د معاصر تاریخ په اړه دی او «ادبی ژورنالېزم او ۹۳ کاله رسنۍ او قانون» هم د دې لیکوالې له څېړنیزو آثارو څخه شمېرل کېږی.
د چاپ شویو کتابونو تر څنګ د ادبیاتو او ژورنالېزم په برخو کې د هغې ګڼې لیکنې د «صدف» مجلې او «۸صبح» ورځپاڼې له لارې هم خپرې شوې دی.

زده‌کړې
منیژه باختری د پخوانی تعلیمی نظام محصوله ده هغه نظام چې د سقوط تر مخه موجود و. هغې خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده‌کړې په کابل کې بشپړې کړې. ښایی د هغې د زده‌کړو موده شاوخوا په ۱۳۵۷ کال کې پیل او نږدې په ۱۳۶۹ کال کې پای ته رسېدلې وی.
وروسته په ۱۳۶۶ کال کې کابل پوهنتون ته داخله شوه. په ۱۳۷۰ کال کې یې د ژورنالېزم له څانګې څخه فراغت ترلاسه کړ او وروسته یې د همدې پوهنتون څخه د ماسټرۍ (لوړو زده‌کړو) سند هم واخیست.

د مطبوعاتی فعالیتونو برخه
منیژه باختری د خپلو مطبوعاتی فعالیتونو په کارنامه کې د «پرنیان» ادبی او فرهنګی فصلنامې د مدیریت دنده پر غاړه درلوده. دا مجله د فصلنامې په بڼه خپرېده او د فرهنګ او ادبیاتو په برخو کې یې فعالیت کاوه.

سربېره پر دې له ۱۳۸۰ کال وروسته یې د ورځپاڼو لپاره د ستونی (ستون) لیکوالې په توګه هم کار کړی دی. هغې د خپلو مطبوعاتی فعالیتونو تر څنګ د افغانستان د رسنیز نظام د پراختیا او بیا رغونې په برخه کې د کتابونو د لیکلو له لارې هم مهمه ونډه اخیستې ده.

مدنی او سیاسی فعالیتونه
هغې څو کاله د افغانستان د همکارۍ مرکز (CCA) سره د مدنی فعالیتونو په برخه کې کار وکړ په ځانګړی ډول د رسنیو د پراختیا او د رسنیو د حقونو په برخه کې. وروسته یې د بهرنیو چارو وزارت کې دنده پیل کړه. په ۱۳۸۵ هجری لمریز کال کې په دې وزارت کې وګومارل شوه.

له ۱۳۸۵ څخه تر ۱۳۸۸ لمریز کلونو پورې د بهرنیو چارو د وزیر د دفتر مشره وه وروسته له ۱۳۸۸ څخه تر ۱۳۹۵ لمریز کلونو پورې د شمالی اروپا (نورډیک هېوادونو: ناروې سویډن ډنمارک آیسلنډ او فنلنډ) لپاره د افغانستان سفیره وټاکل شوه.

همدارنګه د ۱۳۹۹ لمریز کال په ژمی کې د جمهوریت له سقوط څخه یوازې اووه میاشتې مخکې هغه د اتریش لپاره د افغانستان د سفیرې په توګه وټاکل شوه.

د منیژې باختری د ژوند د ثبات ټکی هغه مهال رامنځته شو چې طالبانو د هغې د دندې د برکنارۍ لیک ورواستاوه. خو هغې په یوه فرانسوی نشریه کې وویل چې «طالبان په رسمیت نه پېژنی» او زیاته یې کړه: «د برکنارۍ لیک زما لپاره یوازې یو کاغذپاره دی. زه طالبان په رسمیت نه پېژنم او هغوی هم رسمیت نه لری»

هغې د طالبانو له لوری د اداری مالی ملاتړ تر پرې کېدو وروسته د سفارت ودانۍ پرېښوده. د افغان کډوالو د ټولنې په مرسته یې د ښار په څنډه کې یو کوچنی دفتر پرانیست چې له هغه ځایه د قونسلی خدماتو چارې هم پر مخ وړی.
دا وضعیت د طالبانو د ډلې له ادارې سره یو ډول دیپلوماتیکه مقابله ګڼل کېږی هغه ډله چې د افغانستان واک یې په زور نیولی دی.

دغه یوازینی مبارزاتی دریځ یې سبب شوی چې د هغې د ژوند او د طالبانو پر وړاندې د مقاومت کیسه د «وروستی سفیر» په نوم په یوه مستند فلم بدله شی. دا مستند فلم د اتریشی کارگردانې ناتالی هالا له خوا جوړ شوی او د یوې داسې ښځې انځور وړاندې کوی چې د دوو نړۍو تر منځ ولاړه ده: د ړنګ شوی حکومت د استازولۍ وروستۍ ډیپلوماټه او د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې هغه دریځ چې د هغې په باور له داخلی او نړیوال مشروعیت څخه بې‌برخې دی.

هغې د افغانستان د بې‌دولته سفیرې او په اتریش کې د دایمی استازې په توګه پېژندل کېږی او همدارنګه د طالبانو د مخالفو څېرو له ډلې څخه یوه مطرح څېره ده.

مهاجرت
منیژه باختری د افغانستان د هغه نسل نښه هم بلل کېږی چې تل په کډوالۍ کې ژوند ته اړ شوی دی. هغې د ژوند په اوږدو کې څو ځله د مهاجرت تجربه کړې ده. لکه د نورو هېوادوالو په څېر له خپل وطنه بې‌ځایه شوې ده نه یوازې یو ځل بلکې په بېلابېلو تاریخی پړاوونو کې یې کډوالی تجربه کړې ده.

لومړی ځل د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د خپل پلار نامتو شاعر استاد واصف باختری د سیاسی فعالیتونو له امله رامنځته شو. په هغه وخت کې هغه له خپل پلار، مور مېړه او اولادونو سره پاکستان ته کډواله شوه
دا دوره څلور کاله اوږده وه او له ډېرو سختو شرایطو سره یې مخامخ کړه.

یو ځل بیا د ۱۳۹۷ څخه تر ۱۳۹۹ کلونو ترمنځ هغه د کاناډا ونکوور ښار ته ولاړه او هلته مېشته شوه. البته دا مهاجرت یوازې سیاسی تبعید نه و بلکې په دې موده کې یې له بېلابېلو بنسټونو سره کار وکړ. د هغې کار د زیان د کمولو (Harm Reduction) د پالیسیو پر پراختیا متمرکز و، څو د بې‌کورۍ فقر او روږدیتوب ستونزو ته د حل لارې وموندل شی.

او دا وضعیت بیا د طالبانو د دوهم ځل واک ته رسېدو او د افغانستان د اشغال پر مهال رامنځته شو. په هغه وخت کې هغه د افغانستان سفیره په اتریش کې ټاکل شوې وه خو د طالبانو د واکمنۍ له ټینګېدو سره په عملی ډول په تبعید کې ژوند ته اړ شوه.

علمی ـ تعلیمی فعالیتونه
منیژه باختری له ۱۳۸۱ هجری لمریز کال څخه د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی کې د پاره وخت استادې په توګه تدریس پیل کړ.
د هغې له مهمو تعلیمی فعالیتونو څخه یو دا دی چې د طالبانو له لوری پر ښځو او نجونو د محدودیتونو پر وړاندې یې یو داسې پروګرام جوړ کړ چې د مالی او انسانی مرستو راټولولو لپاره و څو هغه نجونې چې د طالبانو تر واک لاندې له زده‌کړو محرومې پاتې شوې دی د ځمکې لاندې ښوونځیو او انټرنېټ له لارې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی.

لومړنۍ پېښه
د منیژې باختری په روایت کې لومړۍ پېښه د ۱۳۵۱ لمریز کال د سنبلې ۲۴مه ده هغه مهال چې یوه نجلۍ د هېواد د فرهنګ او ادب د یوه نامتو څېره ارواښاد استاد واصف باختری په کور کې نړۍ ته سترګې پرانېستې. استاد د خپلې لور نوم «منیژه» کېښود.

د استاد اسطوری ذهن د خپلې لور نوم د شاهنامې له یوې اتلې منیژې سره وتاړه خو دا ځل منیژه په توران کې نه بلکې په کابل کې زېږېدله.
او د خبرو پای دا دی چې منیژه باختری اوس یوازې یوه افسانوی قهرمانه نه ده بلکې یوه رښتینې قهرمانه ده په داسې زمانه کې چې د افغانستان ښځې د طالبانو د ترهګریز او شاتګپال نظام تر ولکې لاندې دی.

لکه څنګه چې د شاهنامې منیژه د زړورتیا او عاملیت نښه ده همداسې منیژه باختری هم هغه څوک ده چې د حالاتو قربانی نه ده بلکې خپله د خپل برخلیک او موقعیت جوړوونکې ده.

وروستۍ خبره
د افغانستان د ښځو د غږ نشریه هڅه کوی داسې ښځې معرفی کړی چې د وضعیت قربانی نه بلکې د خپل موقعیت جوړوونکې او د عمل او عاملیت لرونکې وی.

د هغو ښځو د روایتونو وړاندې کول چې فعاله او کنشګره دی په حقیقت کې د افغانستان د ښځو د غږ پورته کول دی.

یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.

به اشتراک بگذارید: