راپور ورکوونکې: ملیحه افضلی
نږدې څلور کاله کېږی چې د طالبانو ډله بېرته واک ته رسېدلې ده او په دې موده کې له شپږم ټولګی پورته نجونې له ښوونځی څخه بېبرخې شوې دی.
دغه سیستماتیک محدودیتونه نه یوازې دا چې د زدهکړې حق ترې اخیستی بلکې د نجونو ترمنځ یې د خپګان او روانی ستونزو کچه هم په څرګند ډول لوړه کړې ده.
راپورونه او روایتونه ښیی چې دې وضعیت د نجونو ترمنځ د ناهیلۍ او ژور خپګان احساس زیات کړی دی.
فاطمه (مستعار نوم) د تخار ولایت یوه له هغو نجونو څخه ده چې له ښوونځی پاتې شوې ده
نوموړې وایی: «زه تل د خپل راتلونکی په اړه فکر کوم او دا چې څه به پېښ شی. د دې ټولو محدودیتونو ترڅنګ چې آن ښوونځی او پوهنتون ته د تلو اجازه هم نه لرم زه یې له سخت خپګان سره مخ کړې یم.
که ځان په درس او انلاین ټولګیو بوخته نه کړم ډاډه یم چې د ډېر فکر له امله به ځان ته زیان ورسوم »
هغې زیاته کړه:
«لومړی کال راته ډېر سخت و تر دې چې په بشپړه توګه ناهیلې شوې وم.
هر بد خبر چې به مې له رسنیو اورېده لا به مې ناهیلی زیاتېدله. ورځې مې ستړې کوونکې او ډېرې درنې تېرېدلې»
فاطمه همدارنګه د دې وضعیت د روانی اغېزو په اړه وایی:
«کله ناکله د راتلونکی په اړه په هیلهمند ډول فکر کوم خو کله چې بېرته واقعیت ته راشم او دا محدودیتونه ووینم داسې احساس کوم لکه نړۍ چې راباندې راولوېږی. دومره خپه شم چې ساه مې تنګېږی او ژړا راځی»
هغې د خوب ستونزو ته هم اشاره وکړه
«پخوا مې هېڅکله بېخوبی نه لرله خو اوس هره شپه د راتلونکی او د خپلو ورځو د بېپایلې تېرېدو په فکر ناوخته ویده کېږم او سهارونه په ډېرې سختۍ راویښېږم »
خو فاطمې لا هم خپله هیله له لاسه نه ده ورکړې او وایی: «زه یوه داسې ښځه یم چې لوی ارمانونه لرم. غواړم خپلواکه واوسم او کار وکړم هېڅکله خپل راتلونکی په بشپړه توګه تیاره نه وینم ځکه ورته هڅه کوم او همدا هڅې مې هیلهمنه ساتی»
صمیمه امیری چې له معترضو ښځو څخه ده هم وایی: «ما ډېرې نجونې لیدلې دی چې له روانی زیانونو سره مخ شوې دی او داسې احساس کوی چې د ژوند کلونه یې بېهدفه له منځه تللی دی»
د هغې په وینا په کور کې د ښځو بند پاتې کېدل پراخې پایلې لری
اضطراب، خپګان، د یوازیتوب احساس پر ځان د باور کمېدل او له ټولنې څخه د حذف کېدو حس دا ټول روانی فشار څو برابره زیات کړی دی.
آغلې امیری نجونو ته په خطاب کې وایی: «دا وضعیت دایمی نه دی. که څه هم نن ورځ هر څه ډېر سخت ښکاری خو بیا هم په خپل وجود کې د هیلې کوچنۍ رڼا ژوندۍ وساتئ.
ستاسو ارزښت او وړتیا له منځه نه ده تللې که څه هم اوسنی شرایط د هغې د څرګندېدو اجازه نه ورکوی»
په همدې حال کې ملګرو ملتونو د یونیسف د راپور له مخې ویلی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د ښځو د سواد کچه پکې تر ټولو ټیټه ده.
سټیفان دوجاریک د ملګرو ملتونو د سرمنشی ویاند خبرداری ورکړی چې افغانستان ښایی تر ۲۰۳۰ کال پورې شاوخوا شل زره ښځینه ښوونکې او له ۵۴۰۰ څخه زیاتې روغتیایی کارکوونکې له لاسه ورکړی.
همدارنګه جورجټ ګانویین د یوناما سرپرستې ویلی دی: «کله چې د ټولنې یوه لویه برخه عدالت او ملاتړ ته له لاسرسی محرومه شی پر بنسټونو باور کمېږی او د خلکو زیانمننه لا پسې زیاتېږی »
تکرار دغه محدودیتونه کولای شی افغانستان د انزوا پر لور بوځی د ښځو او نجونو ترمنځ د خپګان کچه لوړه کړی، بېسوادی پراخه کړی او له ټولنې څخه د ښځو د تدریجی حذف زمینه برابره کړی.
په پایله کې راتلونکی نسل به د ټیټې زدهکړې او کمزورو مهارتونو سره ټولنې ته داخل شی چې دا چاره به د هېواد پر ټولنیز او اقتصادی پرمختګ ژور او منفی اغېز وکړی.
د نجونو له زدهکړې څخه محرومول یوازې د ښوونځیو د دروازو تړل نه دی بلکې د یوه نسل د هیلې ودې او راتلونکی د دروازو تړل دی.
د دې وضعیت دوام نه یوازې د نجونو روانی روغتیا له خطر سره مخ کوی بلکې ټولنه له لا ژورو انسانی او ټولنیزو کړکېچونو سره هم مخامخ کوی.
خو د ټولو دغو محدودیتونو سره سره هغه څه چې لا هم ژوندی پاتې دی هیلې او مقاومت دی چ د هغو نجونو چې د ټولو ستونزو په شتون کې بیا هم د یو ښه راتلونکی لپاره هڅه کوی.
یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.









