لیکواله: سائمه سلطانی
په عمومی توګه د اعتراض بنسټ د معترضینو پر وړاندې د فشار او ځپنې پر ضد ناخوښی بلل کېږی. په داسې حال کې د هغو ښځو اعتراض چې د حجاب غوښتنې لپاره د طالبانو له فکری روزنیزو مرکزونو څخه بسیج شوې دی کوم منطقی دلیل او توجیه لرلای شی؟
ایا په افغانستان کې حجاب منع شوی چې طالبانو دا ښځې د حجاب غوښتنې لپاره سړکونو ته راایستلې دی؟
مګر دا چې طالبان غواړی د ذهناً روزل شویو او اغېزمنو شویو ښځو له لارې په هرات، کابل او بلخ کې د ښځو وروستۍ نیونې داسې توجیه کړی چې ګواکې د افغانستان ډېری ښځې زموږ د خوښې حجاب منی او له همدې امله د ښځو نیول کوم «غیراسلامی» عمل نه دی.
طالبان د مدرسو د ښځو د انځورونو او ویډیوګانو په خپرولو سره ادعا کوی چې د افغانستان د ښځو اصلی استازې همدا «باحجابه او باعزته ښځې» دی نه هغه «بېحجابه او بېحیا ښځې».
د «افغان ښځو د اصلی استازیتوب» موضوع یوازې طالبان نه مطرح کوی بلکې د افغانستان د نارینهوو ډېری برخه په ځانګړی ډول جمهوریپال هم دا خبره بیا بیا کړې ده تر دې چې ویلی یې دی: «فلانۍ ښځې زموږ د ټولنې او هېواد د ښځو استازیتوب نه کوی»
هغه څه چې طالبان او د ټولنې ډېر نارینه یې نه شی منلای دا دی چې د افغانستان معترضې ښځې یو فرد یا محدود ګروپ نه دی بلکې د افغانستان د ښځو د غورځنګ یوه برخه ده.
د دغه غورځنګ په چوکاټ کې د هرې ښځې او د ښځو د هرې ډلې غوښتنې د افغانستان د ښځو د غورځنګ د عمومی او ګډو غوښتنو یوه برخه جوړوی.
د هرې ښځې یا د ښځو د یوې ډلې غوښتنې لازماً دا معنا نه لری چې باید پر ټولو افغان ښځو تطبیق شی خو دا موضوع باید د دې لپاره بهانه ونه ګرځی چې نورې ښځې د هغو حقونو او آزادۍ څخه محرومې شی چې د معترضو ډلو له خوا غوښتل کېږی.
د یو غورځنګ په دننه کې د غوښتنو تنوع د دې معنا نه لری چې د ښځو د کومې برخې حقونه نفی شی.
د افغانستان د ښځو غورځنګ هغه هنداره ده چې د هرې یوې ښځې غوښتنې تجربې او مطالبات پکې انعکاس مومی. په دې غورځنګ کې هېڅ څوک د ټولو ښځو استازیتوب نه شی کولای خو هره ښځه او د ښځو هره ډله کولای شی د غورځنګ د ګډو آرمانونو او مطالباتو د یوې برخې استازیتوب وکړی.
هیڅ ښځه او د ښځو هېڅ ډله د نورو ښځو پر ځای پرېکړه نه شی کولای. خو د افغانستان د ټولو ښځو ګډه غوښتنه دا ده چې د هرې ښځې لپاره د انتخاب کولو او انتخاب کېدو حق خوندی او تضمین شی. کېدای شی د افغانستان د ښځو یوه برخه د ازاد او نیمه لوڅ لباس د اغوستلو غوښتنه ولری خو دا غوښتنه دا معنا نه لری چې دا ډول لباس باید پر نورو افغان ښځو وتپل شی.
د برهنهپوشو ښځو غوښتنه د لباس د حق غوښتنه ده دا چې هره ښځه د خپل لباس د انتخاب حق ولری نه دا چې د هغې لباس له ماشومتوبه تر ځوانۍ منځنی عمر او بوډاتوب پورې ټولنه ورته وټاکی.
د لباس حق دا معنا لری چې که یوه ښځه غواړی بېآستینه کالی او پرانیستی غاړې لرونکی لباس واغوندی، نو باید وکولای شی پرته له کوم مزاحمت او د بشپړ فزیکی او روانی امنیت په فضا کې هغه واغوندی.
برعکس، که که یوه ښځه غواړی حجاب واغوندی باید وکولای شی خپل حجاب په ازاد ډول او له هر ډول وېرې پرته واغوندی.
همدارنګه په ټولنه کې هره ښځه باید د خپل لباس د انتخاب مسلم حق په بشپړ ډول ولری. په بل عبارت د ښځو غوښتنې او مطالبات کېدای شی عمومی نه وی خو د هغو ټولو مطالباتو ته لاسرسی او برخمن کېدل باید د ټولو ښځو لپاره بېقیده او شرطه تضمین شی.
د «ریښتینی استازیتوب» دعوه هغه وخت راپورته کېږی چې ټولنه او مردسالار نظام د ښځو د ډلو د مطالباتو تنوع منلو ته تیار نه وی. په همدې دلیل دا سیاست مطرح کېږی چې «فلانۍ ډله د افغانستان د ښځو د اکثریت ریښتینې استازې نه ده» څو د هغې ډلې له غوښتنو د منلو څخه ډډه وشی.
دا سیاست ټولنې ته دا ذهنیت ورکوی چې ځکه دا معترضه ډله د افغانستان د ښځو د «ریښتینې استازې» او اکثریت استازیتوب نه کوی نو د هغوی غوښتنې هم مشروعیت نه لری او له همدې امله یا باید د هغوی غوښتنې جدی ونه نیول شی یا باید وځپل شی او له منځه یوړل شی.
خو د یوې غوښتنې مشروعیت د «اکثریت یا ریښتینې استازیتوب» له ادعا نه سرچینه نه اخلی بلکې د افرادو او ډلو یو بنسټیز حق دی چې د هغوی غوښتنې باید وڅېړل شی په ځانګړی ډول هغه وخت چې د جنسیت او ټولنیزو هویتونو پر بنسټ د هغوی حقونه ترې اخیستل کېږی.
د «استازیتوب» اصطلاح د دې پر ځای چې د معترضو ښځو پر غوښتنو تمرکز وکړی د هغوی د اعتراض پر مشروعیت برید کوی. د دې پر ځای چې د هغوی اعتراض وڅېړل شی د دې بهانې له مخې چې ګواکې دوی د ښځو «ریښتینې استازی» نه دی هغوی تر فشار لاندې راوستل کېږی او د اعتراض اصلی محور د «استازیتوب» موضوع ته اړول کېږی.
له دې وروسته عامه توجه نور د معترضو ډلو غوښتنې نه ارزوی بلکې پر دې تمرکز کوی چې ځکه هغوی د ښځو د اکثریت او ریښتینې استازیتوب نه کوی نو باید څنګ ته کړل شی.
بله مهمه خبره دا ده چې د افغانستان د ښځو غورځنګ یو واحد او یوشکل بلاک نه دی. ښځې بېلابېلې غوښتنې او مطالبات لری. په دې غورځنګ کې د استازیتوب اړتیا نشتهدبلکې هر فرد او هره ډله د خپلو شخصی او ډلهییزو غوښتنو استازیتوب کوی.
استازیتوب تر ډېره د استبدادی کارکرد لرونکی مفهوم دی. مستبد نظامونه او ټولنې ځکه پر «استازیتوب» ټینګار کوی چې ټول انسانان او د هغوی غوښتنې یوشان او یوشکل فرض کوی او داسې انګېری چې یو استازی کولای شی د ټولو یو ډول غوښتنې بیان کړی حال دا چې په ټولنه کې د هر فرد په اندازه بېلابېل فکرونه غوښتنې او مطالبات موجود وی.
د ښځو په غورځنګ کې استازیتوب په استبدادی معنا وجود نه لری چې مشخصې غوښتنې دې د ټولو لپاره وټاکی بلکې په دې غورځنګ کې استازیتوب یوازې تر فرد او د هغه تر ډلې پورې محدود دی. خو د ښځو فردی او ډلهییز استازیتوب د دې لپاره چې د ټولو ښځو حقونه او آزادۍ تر لاسه شی د دوی د دې غورځنګ د غړیتوب بنسټ جوړوی.
اسلامی او استبدادی ټولنه ځکه چې یوازې د ښځو لپاره د ژوند او د ښځینهوالی یو ځانګړی شکل او الګو په پام کې نیسی داسې انګېری چې د ښځو د ډلو غوښتنې هم پر نورو ښځو د یو ځانګړی ډول ژوند تپل دی.
له همدې امله هرکله چې یوه ښځه د حق او آزادۍ د انتخاب خبرې کوی مردسالار ټولنه یې داسې تعبیر کوی لکه له یوې جبری لارې بلې جبری لارې ته د ښځو د اړولو هڅه وی.
حال دا چې د ښځو غورځنګ د کوم ځانګړی ژوند د تپلو په لټه کې نه دی. د دې غورځنګ اساسی غوښتنه د ښځو مسلم حق دی چې د خپل ژوند د طرز د انتخاب واک ولری. که یوه ښځه غواړی ازاد ژوند وکړی او که بله ښځه غواړی د اسلامی اصولو مطابق ژوند وکړی دواړه باید د خپل ژوند د طرز، د جامو، او د شخصی اړیکو د انتخاب حق ولری.
هغه څه چې د ښځو غورځنګ پرې ټینګار کوی د یو انتخاب تپل نه دی بلکې د انتخاب حق دی.
اساسی توپیر دلته دی چې استبدادی نظام وایی «ټول باید یو ډول ژوند وکړی» خو د ښځو غورځنګ وایی «هره ښځه باید وکولای شی د خپل ژوند په اړه خپله پرېکړه وکړی»
نو د انتخاب آزادی د کوم نوی قالب د تپلو معنا نه لری بلکې د ښځو د سرنوشت د ټاکلو له هر ډول جبر څخه انکار دی.
مردسالاره استبدادی ټولنه له همدې امله وېرېږی چې د ښځو د غورځنګ بېلابېلې غوښتنې به د ښځو پر وړاندې د دې نظام تحمیل شوې غالبې بڼې او د ښځینهوالی د یو ډول تپل شوی طرز تر پوښتنې لاندې راولی او د ښځو په ټولنیز ژوند کې به د تنوع فضا رامنځته کړی. له همدې امله مردسالار نظام د «ریښتینی استازیتوب» د طرحې له لارې هڅه کوی چې د ښځو د بېلابېلو غوښتنو او د فردی ټولنیز ژوند د ډولونو تنوع محدود کړی او په نطفه کې یې له منځه یوسی.
له همدې مخې دا ادعا چې «معترضې ښځې غواړی خپل د ژوند طرز پر نورو ښځو وتپی» د مردسالارې ټولنې یو ډول فرافکنی ده. هغه نظام چې پخپله د یو ځانګړی د ژوند د طرز پر تپلو ولاړ دی همدا د تپلو منطق خپلو معترضانو او مخالفانو ته منسوبوی. د ښځو غورځنګ د ښځو د یوشان کولو غوښتونکی نه دی بلکې د تنوع، توپیر د انتخاب حق او د آزادۍ د رسمیت پېژندلو غوښتنه کوی.
له بلې خوا د «ریښتینی استازیتوب» سیاست د دې لپاره کارول کېږی چې د معترضو ښځو ترمنځ واټن رامنځته کړی او هغوی منزوی کړی. دا سیاست غواړی ټولنې ته دا ذهنیت ورکړی چې د ښځو معترضې ډلې د هېواد د ښځو له اکثریت ګټو او غوښتنو جلا دی یا دا چې دا ډلې سیاسی او بهرنی لاسپوڅی دی چې د افغانستان له ښځو سره هېڅ تړاو نه لری نو له همدې امله باید د هغوی اعتراض ته توجه ونه شی.
د معترضو ډلو شمېر او کمیت باید هېڅکله د هغوی د غوښتنو د منلو شرط ونه ګڼل شی. اسلامی او مردسالارې ټولنې له همدې امله پر کمیت ټینګار کوی چې د افرادو فردی او ښاری حقونه نه منی او د حقانیت او مشروعیت معیار یوازې د اکثریت پر بنسټ ټاکی هغه هم له یو اسلامی لیدلوری سره.
د افغانستان معترضې ښځې دا ادعا نه کوی چې دوی د ټولو افغان ښځو استازیتوب کوی لکه څنګه چې هېڅ فرد یا ډله نشی کولای د ټولو ښځو استازی وی. هغوی د خپلو تجربو دردونو او غوښتنو له لارې د ښځو د بشری حقونو پر عمومی تأمین ټینګار کوی. د دوی د غوښتنو د ځواب لپاره باید د مطالبو محتوا ته ځواب وویل شی نه دا چې د «ریښتینی استازیتوب» او «اکثریت» په نوم د هغوی غږ بېاعتباره شی.
یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.








