له درسی ټولګی تر جلاوطنۍ له یوې افغانې ښوونکې سره مرکه

مرکه کوونکی: عارف شادبېګ

یادونه: د طالبانو حکومت د واکمنۍ له لومړیو ورځو راهیسې ښځې د سختو محدودیتونو هدف وګرځولې. د نجونو پر مخ یې د پوهنتونونو دروازې وتړلې هغوی یې له زده‌کړو تدریس او کار څخه محرومې کړې پارکونو او تفریحی ځایونو ته یې د تګ حق ترې واخیست او آن په کوڅو او سړکونو کې د ګرځېدو لپاره یې هم د اجباری حجاب اغوستل او له محرم سره ملګرتیا پرې لازمه وبلله.
دغو محدودیتونو ګڼې فعالې او لوستې ښځې اړې کړې چې په جبری ډول مهاجرت وکړی. هغوی په ګاونډیو هېوادونو کې له نویو ستونزو سره مخ شوې لکه نامعلوم برخلیک بې‌کاری د نیول کېدو وېره جبری ایستل او سختې روانی ستړیاوې.

زهرا الهام (مستعار نوم) هغه ښوونکې ده چې یو وخت به یې د ټولګی له مېز څخه د (یو قلم په وسیله د نړۍ د بدلون) خبرې کولې. هغه د همدې ښځو له ډلې څخه ده. نوموړې له یوې خوا له تدریس څخه محرومه شوې د پوهنتونونو تړل په کوڅو کې سپکاوی پارکونو ته د ننوتلو منع او نیول کېدل یې تجربه کړی او له بلې خوا د پاکستان په جلاوطنۍ کې د استوګنې له ناامنۍ د جبری بېرته ستنېدو له اندېښنې او هره ورځ له پولیسو سره د مخامخ کېدو له وېرې سره لاس او ګرېوان ده.

د هغې کیسه د هغه نسل کیسه ده چې یو وخت به یې له تدریس سره مینه ژوندۍ ساتله خو اوس د خپل له لاسه تللی ارام لپاره د یوه خوندی پناه ځای په لټه کې دی. زهرا لا هم د دې ټولو ځپنو او خفقانونو په منځ کې د «ترمینل» د فلم د کرکټر په څېر د «بشپړې بېرته ستنېدو د احساس» په لټه کې ده هغه نه ستړې کېدونکې هیله چې داسې کور ته ورسېږی چېرې چې ښځې پارکونو او ټولنې ته د (ننوتلو منع) نه وی بلکې د (راتلونکی جوړوونکې) وپېژندل شی.

دا مرکه د له لاسه ورکولو د یوې ترخې کیسې تر څنګ د هغې هیلې روایت هم دی چې د جلاوطنۍ په زړه کې لا هم ژوندۍ ده درزېږی او د پاتې کېدو او درېدو پیغام ورکوی.

آغلې الهام! مننه چې زموږ بلنه مو ومنله. د مرکې په پیل کې مهربانی وکړئ د خپل ځان په اړه راته ووایاست د خپل زېږېدلی ځای کورنۍ د ښوونځی د کلونو او هغو ورځو په اړه چې د ښوونکې کېدو هیله مو په زړه کې لرله.
ولې مو دا لاره غوره کړه او په دې لار کې له کومو خنډونو سره مخ شوې؟
زه د افغانستان د مرکزی ولایتونو له یوه ولایت څخه یم. له ښوونځی تر فراغت وروسته مې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ او د بامیان پوهنتون د فارسی ادبیاتو پوهنځی ته بریالۍ شوم. دا بریا زما لپاره د هغې لارې پیل و چې کلونه مې ورته هڅې کړې وې. خو له بده مرغه د کورنۍ د مخالفت له امله اړ شوم له دې څانګې خپلې زده‌کړې پرېږدم.

سره له دې هیله مې له لاسه ورنه کړه. یو ځل بیا مې د هوایی چلند (هوانوردۍ) د څانګې د شاملېدو په ازموینه کې ګډون وکړ او بریالۍ شوم. فکر مې کاوه چې دا ځل به وکولای شم د زده‌کړو خپل خوب تعقیب کړم خو یوازې یوه میاشت وروسته بیا د کورنۍ له مخالفت سره مخ شوم او په ناچارۍ مې هغه لاره هم نیمګړې پرېښوده.

سره له دې ټولو زما باور دا و چې زده‌کړه د راتلونکی د جوړولو یوازینۍ لار ده. له همدې امله مې خپلې زده‌کړې په یوه نیمه‌لوړه زده‌کړیز مرکز کې دوام ورکړ او له فراغت وروسته مې د استادې په توګه خپله مسلکی دنده پیل کړه. ما په یوه دولتی ښوونیز مرکز او همدارنګه په یوه خصوصی پوهنتون کې نجونو او هلکانو زده‌کوونکو او محصلانو ته اقتصادی مضمونونه تدریسول.
تاسو یادونه وکړه چې کورنۍ مو مخالفت کاوه.

په یوه دودیزه ټولنه کې یوه ښځه د ښوونکې کېدو لپاره یوازې له خپلې کورنۍ سره مبارزه کوی، که له دې هم لوی خنډونه شته؟
زما په اند د افغانستان د دودیزې ټولنې په لویه برخه کې لا هم ښځو او نجونو ته په تبعیضی نظر کتل کېږی داسې انګېرل کېږی چې ګواکې هغوی د نارینه‌وو په پرتله لږ حقونه لری یا یې انسانی کرامت د نارینه‌وو هومره نه منل کېږی. دا تبعیض یوازې په ټولنیز چاپېریال کې نه لیدل کېږی بلکې له کورنۍ پیلېږی او وروسته د ټولنې په بېلابېلو پوړونو کې دوام مومی. په داسې فضا کې نارینه‌سالار جوړښتونه پر ډېرو پرېکړو او ټولنیزو اړیکو سیوری غوړولی وی.

ما د استادې او د ښځو د حقونو د ملاتړې په توګه د جمهوری نظام پر مهال هم دغه توپیرونه په ښه ډول احساسول. که څه هم هغه وخت ښځو ته په پوهنتونونو ښوونیزو مرکزونو او کاری چاپېریالونو کې د حضور ډېر فرصتونه موجود وو خو ډېری دودیز ذهنیتونه لا هم پر خپل ځای پاتې وو. کله ناکله یوه ښځه اړ وه چې د خپلې وړتیا د ثابتولو لپاره د یوه نارینه په پرتله څو برابره ډېره هڅه وکړی نه ځکه چې وړتیا یې کمه وه بلکې ځکه چې له ژورو او پخوانیو تعصبونو سره یې هم مبارزه کوله.

زما لپاره تدریس یوازې د پوهې لېږد نه و، بلکې یو ټولنیز مسئولیت و. هره ورځ مې هڅه کوله نجونو ته دا پیغام ورسوم چې زده‌کړه کولی شی د هغوی پر مخ نوې دروازې پرانیزی او پر ځان باور یې پیاوړی کړی. خو په همدې وخت کې له داسې واقعیت سره هم مخ وم چې ډېری نجونې تر دې وړاندې چې د پوهنتون له محدودیتونو سره مخ شی په خپل کور او کورنۍ کې له ګڼو خنډونو سره لاس او ګرېوان وې.

سره له دې ټولو ستونزو‌ د جمهوری نظام دوره له نننۍ وضعې سره یو مهم توپیر درلود. لږ تر لږه قانونی جوړښتونه موجود وو او که د چا حق تر پښو لاندې کېده د قانون او رسمی ادارو له لارې د هغه د تعقیب او غوښتنې امکان موجود و. که څه هم د قانون پلی کول تل بشپړ او بې‌نیمګړتیا نه وو خو خپله د قانون شتون د ښځو او د ټولنې د نورو قشرونو لپاره د هیلې یوه رڼا بلل کېده.

نو، له دې ټولو خنډونو سره سره تاسو ښوونکې شوئ او حتا د لوړو زده‌کړو لپاره مو هم پلان درلود. د هغو ورځو په اړه راته ووایاست چې لا مو راتلونکی روښانه لید کومې هیلې مو لرلې او د خپل راتلونکی لپاره مو څه پلانونه جوړ کړی وو؟

د جمهوری نظام پر مهال سره له ټولو ستونزو او ټولنیزو محدودیتونو د ښځو او نارینه‌وو د پرمختګ لپاره فرصتونه موجود وو. که څه هم ما د زده‌کړو د لارې له پیل څخه له ډېرو مخالفتونو او خنډونو سره مخ شوم خو هېڅکله مې خپله هیله له لاسه ورنه کړه. زما باور دا و چې د هڅې او زده‌کړې له لارې کولای شو یو ښه راتلونکی جوړ کړو نه یوازې د خپل ځان لپاره بلکې د هغې ټولنې لپاره هم چې زه ورسره تړاو لرم.

هغه مهال چې مې د استادې په توګه دنده ترسره کوله د زده‌کړو د ملاتړ یوې نړیوالې ادارې له خوا د هند په هېواد کې د ظرفیت لوړونې شپږ میاشتنی پروګرام ته غوره شوم. دا فرصت کولای شوای زما په مسلکی ژوند کې یو مهم بدلون رامنځته کړی. د اسنادو د چمتو کولو چارې روانې وې او په ډېر شوق مې ځان د دې علمی تجربې لپاره چمتو کاوه، خو د جمهوری نظام له سقوط او د طالبانو له بېرته واکمنېدو سره، دا فرصت هم له ما واخیستل شو.

په همدې موده کې مې د روسیې د تحصیلی بورس هم ترلاسه کړی و. پلان مې دا و چې په هند کې د ظرفیت لوړونې له پروګرام وروسته د ماسټرۍ زده‌کړې پیل کړم لا ډېره پوهه ترلاسه کړم، او بیا افغانستان ته راستنه شم، څو له خپلې زده کړې، تخصص او تجربې سره د خپل هېواد او خلکو خدمت وکړم.

هغه راتلونکی چې ما د ځان لپاره انځور کړی و د زده‌کړې خدمت او هیلې پر بنسټ ولاړ و. خو د طالبانو له بېرته واکمنېدو سره دا ټول پلانونه په ډېر لنډ وخت کې له منځه ولاړل. هغه خوبونه چې کلونه مې د جوړولو لپاره هڅې کړې وې یوازې وځنډېدل نه، بلکې په بشپړه توګه ونړېدل. داسې مې احساس کاوه چې د ژوند لاره مې نور د خپلې هڅې او وړتیا له مخې نه بلکې د داسې پرېکړو له امله بدله شوې چې زما له واک او ارادې څخه بهر وې.

رښتیا ووایم ما هېڅکله دا تصور نه کاوه چې یوه ورځ به په افغانستان کې داسې حکومت واک ته ورسېږی چې ښځې تر دې کچې له خپلو لومړنیو بشری حقونو محرومې کړی. هېڅکله مې فکر نه کاوه چې یوه ښځه به یوازې د ښځې کېدو له امله له محرم پرته له کوره د وتلو حق ونه لری یا به له زده‌کړو او ټولنیزو فعالیتونو بې‌برخې شی. هغه څه چې نن پر ډېرو افغان ښځو تېرېږی پخوا زما لپاره د تصور وړ نه وو.

ستاسو ټول پلانونه په یوه شپه کې ګډوډ شول. د هغې ورځې په اړه راته ووایاست چې هر څه بدل شول د سقوط په ورځ چېرې وئ او څه مو ولیدل؟

د سقوط له ورځې وړاندې د افغانستان د ولسوالیو او وروسته د ولایتونو د پرله‌پسې سقوط خبرونه هرې خوا ته خپرېدل. په کور، بازار، کوڅو، ښوونیزو مرکزونو او حتا د خلکو په ورځنیو خبرو کې د طالبانو د پرله‌پسې پرمختګ یادونه کېده. اندېښنه ورو ورو په وېره بدلېدله او هېڅوک نه پوهېدل چې سبا به څه پېښېږی.

هغه ورځ زه په درسی ټولګی کې وم. د هغو محصلانو یوې ډلې ته چې یوازې لږ شمېر یې ټولګی ته راغلی وو د مدیریت مضمون مې تدریساوه. هڅه مې کوله لکه د پخوا په څېر درس ته دوام ورکړم خو ډېر ژر پوه شوم چې د ټولګی فضا نور د عادی ورځو په شان نه ده.

د محصلانو په سترګو کې داسې احساس ښکارېده لکه کوم ډېر ارزښتناک څه یې له لاسه ورکړی وی. هر یو په خپل ځای کې چوپ اندېښمن او په ژورو فکرونو کې ډوب ناست و. هېچا د تل په څېر تمرکز نه درلود او ما احساسوله چې زما خبرې نور د چا تر غوږونو نه رسېږی.

زه خپله هم د هماغې ورځې له سهاره د وېرې اضطراب او اندېښنې له درانه احساس سره مخ وم. دا داسې احساس و چې بیانول یې اسانه نه دی داسې لکه یوه ستره پېښه چې د رامنځته کېدو په درشل کې وی او هر څوک یې له څه ویلو پرته احساس کړی.
هر ځل چې مې د خپلو محصلانو څېرو ته کتل یوازې اندېښنه وېره او ناهیلی مې پکې لیدله. هغه د هیلو ډکه فضا چې تر څو ورځو مخکې په پوهنتون کې حاکمه وه ناڅاپه له منځه تللې وه او پر ځای یې یوه ترخه چوپتیا خپره شوې وه.

کله چې ټولګی پای ته ورسېد او له ودانۍ څخه بهر راووتم ښار نور هغه پخوانی ښار نه و داسې ګډوډی او وارخطایی وه چې لا هم مې له یاده نه ده وتلې. خلک په بېړه تګ راتګ کاوه هر څوک یوازې د خپل او خپلې کورنۍ د خوندیتوب په فکر کې و او هڅه یې کوله هر څه ژر ځان یوه خوندی ځای ته ورسوی.

وېرې پر ټول ښار داسې سیوری غوړولی و، لکه ټول خلک چې له یوه نامعلوم راتلونکی څخه تښتی. په هغو شېبو کې وېره یوازې د خلکو په څېرو کې نه بلکې د سړکونو په چوپتیا کې هم احساسېده. داسې مې انګېرله چې باور ارامی او هیله ټول په یوه ورځ له خلکو څخه اخیستل شوی دی.
طالبان هغه ورځ له جګړې او وینې تویولو پرته ولایت ته ننوتل خو هغه ټپ چې د خلکو په زړونو کې پاتې شو داسې ژور و چې غږ یې د هرې چاودنې تر غږ هم ډېر دروند احساسېده.

له هغې ورځې وروسته تاسو د یوې مودې لپاره لا هم تدریس ته دوام ورکړ. د هغو ورځو په اړه راته ووایاست چې لا مو هڅه کوله درسی ټولګی وساتئ تر هغه وخته چې درته وویل شول نور د تدریس اجازه نه لرئ.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته ما د لنډې مودې لپاره او په نامنظم ډول تدریس ته دوام ورکړ خو نور هېڅ شی د پخوا په څېر نه و. ډېرې نجونې او هلکان محصلان د وېرې او ناامنۍ له امله خپلو ولایتونو او ولسوالیو ته ستانه شوی وو. د ټولنې عمومی فضا دومره له وېرې ډکه شوې وه چې خلک آن د ورځنیو عادی کارونو د ترسره کولو لپاره هم په اندېښنه له کوره وتل نو بیا څنګه به په ارام زړه ټولګی ته راتلل او پر زده‌کړو به یې تمرکز کاوه.

د لومړیو اوونیو په ترڅ کې ګډوډۍ او بې‌نظمۍ پر ټول ښوونیز نظام دروند سیوری غوړولی و. نویو مسئولانو هره ورځ نوې لارښوونې او فرمانونه ورکول. په پیل کې یې وویل چې د نجونو او هلکانو ترمنځ دې په ټولګی کې پرده واچول شی. لږه موده وروسته یې دا هم بس ونه ګڼله او امر یې وکړ چې د نجونو او هلکانو ټولګی دې په بشپړه توګه له یو بل څخه جلا شی. وروسته یې د درسی مهالویش بڼه هم بدله کړه نجونې به له غرمې مخکې درسونه ویل او هلکان به له غرمې وروسته ټولګیو ته حاضرېدل.

زه د یوې ښځینه استادې په توګه یوازې دا اجازه لرلم چې نجونو محصلانو ته تدریس وکړم او نور د هلکانو محصلانو د تدریس اجازه راسره نه وه. سره له دې ټولو محدودیتونو بیا هم مې هڅه کوله چې درسی ټولګی دوام ومومی ځکه باور مې درلود چې آن په تر ټولو سختو شرایطو کې هم زده‌کړه باید ونه درېږی. خو دا وضعیت ډېر دوام ونه کړ.
یوه ورځ راته وویل شول چې نجونې محصلانې نور باید ټولګیو ته رانشی. وروسته مې هغه جمله واورېده چې تر اوسه، له دومره کلونو وروسته هم یې غږ زما په غوږونو کې انګازې کوی: تر بل امر پورې نور د راتلو اجازه نه لرې. دلته نور داسې څوک نشته چې ته ورته تدریس وکړې!

د دې جملې اورېدل زما لپاره یوازې د یوې دندې پای نه و بلکې د ژوند د یوې مهمې برخې پای و. داسې مې احساس کړه چې نه یوازې خپله دنده بلکې زما مسلکی هویت او هغه خوبونه هم چې کلونه مې د جوړولو لپاره هڅې کړې وې یوازې د دې لپاره راڅخه واخیستل شول چې ښځه وم.
زه د تدریس له حقه محرومه شوم هغه دنده چې په مینه مې غوره کړې وه په زور او جبر راڅخه واخیستل شوه. هغه ورځ زما د ژوند له تر ټولو ترخو او تورو ورځو څخه وه.

له دې وړاندې چې پوهنتون پرېږدم له خپلو نجونو محصلانو سره مې مخه ښه وکړه. د هغوی اوښکې مې تر اوسه هم له یاده نه دی وتلې. هغوی ژړل او زه هم پوهېدم چې دا یوازې له یوه درسی ټولګی سره مخه ښه نه ده بلکې له هغو هیلو او خوبونو سره خدای پامانی ده چې ډېرو یې د خپل راتلونکی لپاره جوړ کړی وو. هغه صحنه به هېڅکله زما له ذهنه ونه وځی.

که د جمهوری نظام دوره له نننی وضعیت سره پرتله کړئ او یوازې یو داسې توپیر یاد کړئ چې د ښځو پر ژوند یې تر ټولو ژور اغېز کړی وی هغه به څه وی؟

زما په اند د جمهوری نظام دوره او د طالبانو د واکمنۍ دوره د پرتله کېدو وړ نه دی. د دې توپیر د روښانه کولو لپاره یوازې د یوې مهمې برخې یعنې د ښځو د وضعیت یادونه کوم ځکه زما په باور د ښځو ځایګی د ټولنې د عمومی وضعیت څرګندونه کوی.

د جمهوری نظام پر مهال ښځې او نجونې د زده‌کړو کار او ټولنیز ګډون لپاره ډېر فرصتونه لرل. دولت او نړیوالې ټولنې د نجونو د زده‌کړو د ملاتړ د ښځو د پیاوړتیا او په سیاسی ټولنیزو فرهنګی او اقتصادی ډګرونو کې د هغوی د ګډون د پراختیا لپاره بېلابېل پروګرامونه پلی کول. ښځو سره له ډېرو ستونزو وتوانېدې چې په ګڼو برخو کې د نارینه‌وو ترڅنګ فعاله ونډه واخلی او د خپلو حقونو او برابرۍ د ترلاسه کولو لپاره مهم ګامونه پورته کړی.

خو هغه دوره چې اوس پکې ژوند کوو زما له نظره د افغانستان د معاصر تاریخ له تر ټولو ترخو سختو او تورو پړاوونو څخه ده. نن ډېر وګړی له خپلو بنسټیزو حقونو او ازادیو بې‌برخې شوی دی او ښځې تر ټولو زیاتې د دې وضعیت اغېزمنې شوې دی.
د زده‌کړو په نظام کې هم ژور بدلونونه راغلی دی. د شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې دی او پوهنتونونه هم لا تر اوسه د نجونو له منلو محروم دی. د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې لا هم د نجونو پر مخ تړلې پاتې دی.

په ښوونیز او تحصیلی نصاب کې شوی بدلونونه هم ډېر د اندېښنې وړ دی ځکه هڅه کېږی چې مذهبی افراطیت په ټولنه کې خپور شی. د بېلګې په توګه خپلې ترهګریزې کړنې یې د «جهاد» تر نوم لاندې د ښوونیز نصاب برخه ګرځولې دی. همدارنګه د افغانستان د خپلواکۍ او ملی جشنونو اړوند متنونه یې له نصابه لرې کړی دی.
په پوهنتونونو کې د مسلکی او تخصصی مضمونونو درسی ساعتونه او کریډیټونه کم شوی او پر ځای یې د «ثقافت» او د خپلو عقایدو او نظریاتو اړوند مضمونونه زیات شوی دی. په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده‌کړې کیفیت ته پام نه کېږی ټول تمرکز یوازې د زده‌کوونکو او محصلانو پر ظاهری بڼه او لباس دی.

خو د دغو بدلونونو اغېز پر ښځو لا ډېر دردناک او غمجن دی. د افغانستان ښځو په تېرو شلو کلونو کې په هڅو زحمت او د ګڼو ستونزو په زغملو سره توانېدلې وې چې په علمی ټولنیزو او مسلکی برخو کې خپل ځای ټینګ کړی. ډېری یې ډاکټرانې د پوهنتون استادانې خبریالانې، قاضیانې، دولتی کارکوونکې او ټولنیزې فعالانې شوې وې او د خپل ځان او خپل هېواد لپاره یې یو روښانه راتلونکی انځور کړی و.

خو نن هماغه ډېرې ښځې یا اړ شوې چې خپل هېواد پرېږدی او یا هم په خپلو کورونو کې بندې پاتې دی د هغو کلونو د زحمتونو د له لاسه تلو او د خپلو هیلو د بربادېدو له غم سره ژوند کوی.
دا محدودیتونه یوازې تر پوهنتونونو پورې محدود نه وو بلکې په ورځنی ژوند کې هم څرګند وو. د خپل ورځنی ژوند یوه داسې ترخه تجربه راته بیان کړئ چې تاسو ته یې په ژوره توګه دا احساس درکړ چې ټولنه نوره هغه پخوانۍ ټولنه نه ده.

زما له تر ټولو ترخو تجربو څخه یوه د یوه عادی ورځې پېښه ده. یوه ورځ مې له خپل مېړه او ماشومانو سره پرېکړه وکړه چې د څو ساعتونو لپاره پارک ته ولاړ شو. فکر مو کاوه چې د هرې بلې کورنۍ په څېر به موږ هم څو شېبې په ارامۍ تېرې کړو.
کله چې د ټکټونو د پلور غرفې ته ورسېدو، له پلورونکی مو وغوښتل چې د شپږو کسانو لپاره ټکټونه راکړی. هغه موږ ته وکتل او ویې ویل: د درېیو کسانو لپاره ټکټ درکول کېږی خو د نورو درېیو لپاره نه!
زما مېړه په حیرانتیا وپوښتل: ولې؟
پلورونکی په بشپړه بې‌پروایۍ ځواب ورکړ: ښځې پارک ته د ننوتلو اجازه نه لری!

ښایی دا خبرې اترې یوازې څو ثانیې وخت نیولی وی خو زما لپاره یې ډېر ژور مفهوم درلود. هماغه شېبه مې د لومړی ځل لپاره په ټول وجود احساس کړه چې آن د یوې ښځې حضور له خپلې کورنۍ سره په یوه عامه ځای کې هم منع کېدای شی. هغه ورځ یوازې له پارک څخه محرومه نه شوم بلکې داسې مې احساس کړه چې په ټولنه کې د حضور یوه طبیعی حق هم راڅخه واخیستل شو.

کله ناکله محدودیتونه یوازې په قوانینو نه سنجول کېږی بلکې په همدغو کوچنیو او ورځنیو تجربو کې خپل رښتینی اغېز څرګندوی. کله چې یوه مور ونه شی کولای له خپلو ماشومانو سره پارک ته ولاړه شی یا یوه نجلۍ ونه شی کولای بېرته ښوونځی او پوهنتون ته ولاړه شی دا محرومیتونه یوازې پر یوه فرد اغېز نه کوی بلکې د ټولې ټولنې پر روح او روان خپل دروند سیوری غوړوی.

تاسو د ټولنې د بدلون یادونه وکړه. د افغانستان په ټولنه کې ځینې خلک د طالبانو له افراطی فکر او لیدلوری سره همغږی دی. یوه ورځ زه په ښار کې روانه وم او د یوه عادی کس ترڅنګ تېره شوم چې سپین پګړۍ یې پر سر وه. هغه راباندې غږ وکړ. کله چې ودرېدم، په ډېر سپک او ناوړه انداز یې راته ښکنځل پیل کړل او ښځو ته یې سپکاوی وکړ.

کله چې یې خبرې له حده واوښتې ورنږدې شوم او په ارامۍ مې ورته وویل: حاجی ستونزه دې څه ده؟ هغه راته په ځواب کې وویل: ولې برقع نه اغوندئ؟

موږ لا خبرې کولې چې ناڅاپه یې زما پر مخ څپېړه راکړه او په غوسه یې وویل: تاسو ټولې فاحشې یاست. طالبان باید تاسو ټولې ژوندی په اور وسوځوی!

دا هم هغه ټولنه وه چې موږ پکې ژوند کاوه. هماغه شېبه پوه شوم چې طالبان یوازې پر یوه افراطی ایډیالوژۍ نه دی ولاړ بلکې د ناپوهۍ او جهالت له فکره هم تغذیه کېږی. ما ولیدل چې دا ټولنه له داسې کسانو سره په رښتیا هم هغه پخوانۍ ټولنه نه ده.

تاسو له ټولو دغو محدودیتونو سره سره چوپ پاتې نه شوئ او اعتراض مو وکړ. د خپلو فعالیتونو په اړه راته ووایاست د هغو ورځو په اړه چې خطر مو پر ځان ومانه څو د ښځو غږ نړۍ ته ورسوئ.
د طالبانو له بېرته واک ته رسېدو مخکې ما د تدریس تر څنګ د بشری حقونو اړوندو فعالیتونو کې هم ګډون درلود. زما د فعالیتونو یوه مهمه برخه د ښځو او ماشومانو د حقونو ملاتړ و. ما تل باور درلود چې هغه ټولنه چې پکې د بشری حقونو مدافعین او مدنی فعالان په ازاد ډول فعالیت ونه شی کړای په تدریجی ډول د نیوکې عدالت غوښتنې او مسئولیت‌منلو غږ له لاسه ورکوی.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته ما احساس کړه چې د ښځو له حقونو دفاع او د وګړو د بنسټیزو حقونو غوښتنه تر بل هر وخت ډېره اړینه شوې ده ځکه د دې ډلې پر وړاندې درېدل د خیانت په توګه ګڼل کېږی.

زما له نظره د حق غوښتنه یو انسانی عمل او د هر انسان طبیعی حق دی داسې حق چې یوازې ښځو پورې محدود نه دی بلکې ټول وګړی باید وکولای شی خپل حقونه وغواړی او ترې دفاع وکړی.

هغه څه چې تر هر څه زیات یې ما دې لارې ته دوام ورکولو ته هڅوله د هغو نجونو اوښکې وې چې خپلې هیلې یې یوه په بلې پسې له لاسه ورکولې. ډېر ځله به مې له ځانه سره ویل: که موږ هم چوپ شو، نو څوک به د هغوی د حقونو غږ پورته کړی؟

له همدې امله مې پرېکړه وکړه چې تر خپلې وسې د نورو ښځو ترڅنګ ودرېږم او د اعتراض او عدالت غوښتنې غږ واوسم. ما خپل فعالیتونه د ښځو د یوه خوځښت په چوکاټ کې پیل کړل چې ډېری خلک یې د «د هیلو کړکۍ» په نوم پېژنی. زموږ هڅه دا وه چې د هغو ښځو غږ راوباسو او منعکس یې کړو چې یا یې د خبرو کولو فرصت نه درلود یا د وېرې او ګواښونو له امله خپلې غوښتنې نه شوای بیانولای.
موږ باور درلود چې همغږی او یووالی یوازینۍ لار ده چې کولی شی هیله ژوندۍ وساتی.
خو د وخت په تېرېدو، وضعیت هره ورځ لا سخت او خطرناک کېده.

فشارونه او ګواښونه زیات شول او هغه اعتراضونه چې په لومړیو کې به په کوڅو او سړکونو کې ترسره کېدل ورو ورو تړلو او پټو ځایونو ته ولېږدول شول. موږ اړ شوو چې د خپل امنیت د ساتلو لپاره د فعالیتونو طریقه بدله کړو خو هڅه مو دا وه چې د عدالت غوښتنې غږ خاموش نه شی.

یوه له هغو صحنو څخه چې هېڅکله به مې له ذهنه ونه وځی د یوې معترضې نجلۍ سره د طالبانو د چلند صحنه ده هغه صحنه چې ما خپله په خپلو سترګو لیدلې وه. د هغې نجلۍ کور د کابل ښار په دشت برچی سیمه، د دولسم امام په ښارګوټی کې، زموږ د استوګنې ځای ته نږدې و.

یوه ورځ ماسپښین د طالبانو د ځواکونو دوه موټر د هغوی د کور مخې ته ودرېدل. څو دقیقې وروسته مې ولیدل چې هغه نجلۍ یې په زور له کوره راوویسته او په موټر کې یې کېنوله. دا پېښه د هغې د مور او پلار او ګاونډیانو د سترګو مخې ته وشوه. ټولو یوازې کتل.
په فضا کې درنه چوپتیا خپره وه نه له دې امله چې چا د هغې درد نه احساساوه بلکې ځکه چې وېرې له خلکو څخه د اعتراض توان اخیستی و. د طالبانو د ځواکونو چلند دومره وېرونکی و، لکه یو خطرناک قاتل یې نیولی وی.

ګواښونه دې کچې ته ورسېدل چې نور پاتې کېدل ممکن نه وو.
د هغو ورځو په اړه راته ووایاست چې د هېواد پرېښودلو پرېکړه مو وکړه او د پولو تر تېرېدو پورې مو څه تېر کړل؟

مهاجرت زما لپاره انتخاب نه و بلکې وروستۍ لاره وه چې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره راته پاتې وه. د طالبانو له بېرته واکمنېدو وروسته د هغو فعالیتونو له امله چې ما د بشری حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې ترسره کول او لا مې دوام ورکړی و، له جدی امنیتی ګواښونو سره مخ شوم.

داسې حالت رامنځته شو چې دوه ځله د جلب لیکونه راغلل او زه د طالبانو د ځواکونو تر تعقیب لاندې وم. هغوی ما د یوې «اغتشاشګرې» ښځې په توګه معرفی کړې وه چې ګواکې د نظام پر ضد فعالیت کوی. زما د نیولو لپاره یې پر کور چاپه هم ووهله او هماغه شېبه پوه شوم چې نور په افغانستان کې د عادی ژوند دوام راته ممکن نه دی.

ما یوه موده په پټه او د ځایونو په پرله‌پسې بدلولو سره خپل ژوند ته دوام ورکړ خو نور د پاتې کېدو ځای نه و. پوهېدم چې که په هېواد کې پاتې شم ښایی د ډېرو مدنی فعالانو او د بشری حقونو د مدافعانو په څېر برخلیک راته هم تکرار شی هغه کسان چې اړ شول پټ ژوند وکړی یا ونیول شول او په ډېرې سختې بڼې شکنجه شول.
همدې واقعیت پر ما هغه پرېکړه وتپله چې هېڅکله مې هیله نه لرله یوه ورځ به ورسره مخ شم: د هغه وطن پرېښودل چې کور خاطرې او د ژوند ټولې شېبې مې ورسره تړلې وې.

له افغانستان څخه وتل د بل درد پیل و. هره شېبه داسې احساس مې کاوه چې د ژوند او مرګ ترمنځ ولاړه یم. اضطراب وېره او د راتلونکی په اړه بې‌خبری هېڅ یوه شېبه هم ما نه پرېښودله. کله ناکله به مې له ځانه پوښتل: ایا بیا به وکولای شم یو ارام ژوند ولرم؟

په هغو ورځو کې زه له ډېر سخت حالت سره مخ وم. باید هره بیه چې وی له هېواده وتلې وای خو زما پر وړاندې هېڅ خوندی لاره نه وه. بالاخره له یوې کورنۍ سره یوځای شوم چې له ځان سره یې یو ناروغ کس درلود او غوښتل یې له افغانستان څخه ووځی.

په لومړی سر کې هغوی نه غوښتل چې زه ورسره مل شم هغوی خپلې اندېښنې لرلې، او ما هم د هغوی اندېښنې درک کولې. ما خپل حالت ورته تشریح کړ هغه ګواښونه مې ورته بیان کړل چې له ما سره مخ شوی وو او دا مې هم وویل چې نور د پاتې کېدو هېڅ ځای نه لرم.
له نېکه مرغه هغوی په ډېرې انسانۍ او لوی زړه ومنله چې زه د خپلې کورنۍ د یوه غړی په توګه ورسره معرفی کړم. تر اوسه مې هم هغه انسانیت او خواخوږی هېره کړې نه ده.

کله چې پولې ته ورسېدو له ډېرو ستونزو سره مخ شوو. له پولې تېرېدل اسانه نه وو سره له دې چې قانونی ویزه مو لرله خو د طالبانو ځواکونو د واده اسناد او د نکاح خط غوښت چې له موږ سره نه وو. هغوی همدا موضوع د پلمې په توګه وکاروله او تر هغه یې د تېرېدو اجازه را نه کړه څو مې یو څه پیسې ورنه کړې.
هغه شېبه کله چې له پولې واوښتو د خوښۍ پر ځای مې داسې احساس کاوه چې یوازې له یوه خطره بل خطر ته داخل شوې یم.

له یوې میاشتې وروسته زما مېړه او ماشومان په قاچاقی ډول پاکستان ته راغلل. لا څو میاشتې نه وې تېرې شوې چې د پاکستان پولیسو ونیولو او بېرته افغانستان ته مو ولېږدولو. تر اوسه هم له هغې شېبې وېره لرم چې زموږ پښې بیا د افغانستان پر خاوره ولګېدې. هغه ورځ زما د ژوند له تر ټولو ترخو ورځو څخه وه.

په پوله کې د طالبانو ځواکونو یوازې د هزاره‌توب له امله له موږ سره ډېر سپکوونکی تحقیر کوونکی او له تاوتریخوالی ډک چلند وکړ. موږ درې هزاره کورنۍ وو نور ټول کسان د نورو قومونو وو. هغوی ته یې هېڅ کار نه درلود خو موږ یې جلا کړو. نارینه یې پرته له کوم جرم څخه د خپلو مېرمنو او ماشومانو د سترګو مخې ته په دُرو ووهل.

زما مېړه یې زما او زما د ماشومانو د سترګو مخې ته وواهه او یوه ورځ یې بندی وساته. د طالبانو ځواکونو ویل: تاسو هزاره‌ګان خاین یاست. وطن پلورونکی یاست، د دښمن هېواد ته پناه وړئ.
زما تر ټولو لویه اندېښنه دا وه چې هغوی زما د بشری حقونو د فعالیتونو په اړه خبر نه شی. په ډېرو پیسو ورکولو سره له هغه ځایه خوشې شوو. دوهم ځل بیا په ناقانونه او قاچاقی ډول پاکستان ته داخل شوو.
کله چې زما مېړه یې وهلو ورته یې ویل: «دا خبرې تکرار کړه بیا پاکستان ته نه ځم د دښمن هېواد ته نه ځم.

هغه تجربه زما په ذهن او روح کې ژور ټپ پرېښود. تر اوسه هم د هغو ورځو کابوسونه ما نه پرېږدی او کله ناکله یې خاطرې بې‌اختیاره بېرته ذهن ته راګرځی.
زموږ په منځ کې یو متل دی چې وایی: مارخوړلی له تور او سپین پړی هم وېرېږی. دا متل زما د اوسنی حالت ښه بیان کوی. کله چې انسان یو ځل له یوې ترخې تجربې تېر شی د هغې سیوری تر ډېره وخته د ژوند پر اوږدو پاتې کېږی.

اوس تاسو په پاکستان کې ژوند کوئ. په پردیسۍ کې د یوې افغانې کډوالې ښځې سترې ستونزې څه دی؟
د یوې افغانې کډوالې ښځې ژوند په دوو کلمو کې لنډېدای شی: انتظار او اندېښنه. ډېرې کډوالې ښځې خپلې ورځې په کور کې تېروی نه د خپلې خوښې له امله بلکې د مجبورۍ له کبله. بې‌کاری، نامعلوم برخلیک او د راتلونکی په اړه اندېښنه د هغوی د ورځنی ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده.

ورځې تېرېږی، خو هېڅوک نه پوهېږی چې سبا به څه کېږی ایا د پاتې کېدو اجازه به ولری ایا د ژوند د دوام زمینه به ورته برابره شی او که بیا به اړې شی چې د کډوالۍ درد وزغمی.
زما لپاره له کوره وتل تل له اضطراب سره مل وی. تل دا وېره موجوده وی چې که له پولیسو سره مخ شم ښایی ونیول شم یا اړ کړل شم چې بېرته افغانستان ته ستنه شم. همدا وېره د دې لامل شوې چې ډېرې ښځې حتا د ورځنیو ساده کارونو د ترسره کولو لپاره هم ځان خوندی احساس نه کړی.

په داسې شرایطو کې ژوند یوازې اقتصادی ستونزې نه رامنځته کوی بلکې د انسان روانی ارامی هم ترې اخلی. کله چې هره ورځ په وېرې پیل شی او په اندېښنه پای ته ورسېږی د راتلونکی هیله هم ورو ورو کمزورې کېږی.
له همدې امله ډېری کډوالې ښځې نه یوازې د ژوند له ستونزو سره مخ دی بلکې له ناامنۍ یوازیتوب او روانی ستړیا سره هم مبارزه کوی.

د هغه څه پر بنسټ چې ما خپله تجربه کړی او هغه څه چې هره ورځ یې د افغان کډوالو ترمنځ وینم د ډېرو افغان کډوالو ژوند له تلپاتې ناامنۍ او نامعلوم برخلیک سره مل دی. د ډېرو کسانو تر ټولو لویه اندېښنه د نیول کېدو او بېرته افغانستان ته د ستنول کېدو وېره ده.
دا اندېښنه نږدې د کډوالو په هره ورځنۍ وینا او خبرو کې شتون لری داسې احساس کېږی لکه کډوال چې د یوه تښتېدلی مجرم په څېر ورسره چلند کېږی.

کېدای شی تر ټولو دروند بار همدا نامعلوم حالت وی. ډېری کډوال نه پوهېږی چې راتلونکی به یې په کوم هېواد کې جوړېږی او ایا دوی به وکولای شی د ځان او خپلو ماشومانو لپاره یو باثباته ژوند رامنځته کړی که نه.
دې وضعیت هیله په انتظار بدله کړې ده داسې انتظار چې کله ناکله میاشتې او حتا کلونه دوام کوی.
د کډوالو په کورنیو کې به ډېر لږ داسې څوک وموندل شی چې کومه اندېښنه ونه لری. هره کورنۍ له ځان سره د بېلتون، له لاسه ورکولو جبری کډوالۍ یا نامعلوم راتلونکی یوه کیسه لری.
له همدې امله د ډېرو افغانانو لپاره کډوالی یوازې له یوه جغرافیایی ځایه بل ځای ته تګ نه دی بلکې د اضطراب انتظار او د انسانی کرامت د ساتلو لپاره د هڅې په منځ کې د ژوند دوام دی.

زهرا خپلې وروستۍ خبرې په موسکا او له احساسه ډک‌ دروند غږ سره داسې بیانوی:
زه غواړم د بېرته کور ته د ستنېدو په لاره کې هماغه د تام احساس ولرم هماغه بې‌پایه شوق او خوښی چې د ترمینال په مشهور فلم کې یې له ځانه ښیی.
هیله ده هغه ورځ راورسی چې ټول کډوال او بې‌ځایه شوی کسان له همدې احساس سره خپل وطن ته ستانه شی.

به اشتراک بگذارید: