لیکواله: سائمه سلطانی
د «تباه شوی» نندارې (ډرامې) چې د لېن ناټیج لیکنه ده همدا څو ورځې مخکې مې ولوستله او پای ته مې ورسوله. لکه څنګه چې د ژباړونکې (فاطمې سوادی) په یادښت کې راغلی دا ډرامه د ښځې ځمکې او جګړې درېګوټیزه موضوع رااخلی. د جګړې سیمه ایتوری ده؛ هغه سیمه چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په شمال ختیځ کې پرته ده. له دې امله چې یوه قبیله کروندګر ده او بله مالداره نو د هِما او لِندو قبیلو ترمنځ جګړه د ځمکې د نیولو پر سر رامنځته کېږی.
په ۱۹۹۸ کال کې ګاونډیو هېوادونو پر دې هېواد یرغل وکړ او د سرچینو او ځمکې پر سر دښمنی او جګړه لا ژوره او څو پوړیزه بڼه خپلوی. د کانګو په جګړه کې له مهمو هدفونو څخه یو «کولتان» دی؛ یو ارزښتناک ډبره چې د کمپیوټرونو او موبایلونو په برقی جریانونو کې کارول کېږی.
په دې اثر کې د نندارې ځای یو کاباره یا میخانه ده چې «ماما نادی» یې اداره کوی. ماما نادی په خپل میخانه کې له اته تر لسو پورې هغه ځوانې ښځې ځای پر ځای کوی چې د جګړې پر مهال پرې تېری شوی او په بشپړه بېپناهۍ کې ژوند کوی؛ خو دا کار د رحم له مخې نه بلکې د هغوی له بدنونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره کوی. ماما نادی د سرپناه او خوړو په بدل کې له دې ښځو غواړی چې خپل بدنونه د خپلو مراجعینو په واک کې ورکړی چې ډېری یې سرتېری او ځواکمن پوځی افسران دی او په همدې ډول یې خرڅوی. دا ښځې د بقا لپاره اړ دی چې د سرپناه او خوړو بیه د خپلو ټپی او زیانمنو بدنونو په وسیله ورکړی.
په دې نمایشنامه کې یو له مهمو او پېژندل شوو مفاهیمو څخه دا دی چې پر ښځو تېری د جګړې په نارینهسالار جوړښت کې د یوه نالیکل شوی نظم په توګه کارول کېږی. ځینې ښځې چې پرې تېری کېږی، دومره سخت زیان وینی چې نور د جنسی اړیکې توان له لاسه ورکوی او د «تباه شویو» (Ruined) په نوم یادېږی. دا ښځې د دې پر ځای چې تېری کوونکی شرمنده شی، خپله شرمېدلې سپکې او له ټولنې شړل شوې ګرځی.
له هغو لسو ښځو څخه یوه هم د کریستین خورزه «سوفی» ده. کریستین هغه د دې لپاره راوباسی چې خپله کورنۍ د خلکو او خپلوانو له پېغورونو وژغوری او له ځان سره یې د ماما نادی میخانې ته راولی. ماما نادی په پیل کې د سوفی او سالیما له منلو انکار کوی او ټینګار کوی چې د دوو نورو کسانو نس نه شی مړولی. خو کریستین په زاریو او عذر غوښتنو سره بالاخره ماما نادی قانع کوی چې دواړه ومنی.
د منلو وروسته ماما د سالیما په اړه له کریستین څخه پوښتنه کوی. کریستین وایی چې سالیما د «ماییمایی» یاغی سرتېرو لاس ته لوېدلې وه او پنځه میاشتې یې د هغوی په بند کې د جنسی اسیرې په توګه د بوټو په منځ کې تېرې کړې دی. په وروسته برخو کې خپله سالیما کیسه کوی چې له ډلهییز تېری وروسته مېړه یې له کوره شړی. سالیما دا ځل د سختې بېپناهۍ له امله بیا د بلې ډلې تېری کوونکو سرتېرو لاس ته لوېږی. هلته په هماغه بوټیزار کې نه یوازې دا چې پر بدن یې ډلهییز تېری کېږی بلکې اړ کېږی چې هماغو تېری کوونکو ته خواړه هم پخ کړی او کالی یې هم ومینځی.
دا ځل ماما د سوفی په اړه پوښتنه کوی: سوفی څنګه ده؟
کریستین وایی: «سوفی… تباه شوې ده.»
تباه شوې هغه ښځه ته ویل کېږی چې له جنسی پلوه زیانمنه شوې وی او د اړیکې د ټینګولو توان ونه لری. ماما نادی له دې خبرې وروسته زړه ماتوی او وایی چې نه غواړی داسې «نیمګړې» ښځه وساتی. خو کریستین وایی چې سوفی به دا کمښت په خپل ښایست سندرو ویلو او خدمت کولو جبران کړی
«او دا هم ماما دا نجلۍ ډېره ښکلې ده! کانکیندونکی به یې په لیدو ډېر خوشحال شی دا دې خبره، دا دې نښه!»
یو له نورو ماناوو څخه د «ناقص» یا «تباهشده» لپاره په ځینو مواردو کې «خرابشده» هم دی دا هغه جنسی تړاو لرونکی اصطلاحات دی چې په اسلامی ټولنو کې د یوې ښځې لپاره کارول کېږی کومه چې د واده مخکې خپله «بکارتی» له لاسه ورکړې وی که د تېری له امله وی یا د خپل غوښتنې له مخې جنسی اړیکه لرلو پایله وی. ټولنه پر داسې ښځې د «ناقص» یا «خرابشده» په څېر کلمې کاروی.
له بلې خوا دا ورته تشبیه د ښځو د شیپندنې پرده پورته کوی؛ دا چې مذهبی نارینهسالار ټولنه څنګه پر ښځو د بدن د «صحیح» او «خراب» نرخ ټاکی؛ لکه چې د یوې میوې یا توکی د خرابېدو خبره کوی. کله چې وایی «خراب شوې!» دغه لید هم تېری ته مختلفې معناوې ورکوی.
سوفی او سالیما یوازې د هغو ښځو قربانیانو نمونه دی چې پر دوی جنسی تاوتریخوالی د جګړې د وسلې په توګه کارول شوی دی. د جګړې په ډګر کې د ښځو بدنونه لکه ځمکه او نورې سرچینې د نیولو او د قدرتونو د سیالۍ له مهمو هدفونو څخه ګڼل کېږی. دغه ننداره (ډرامه) ښیی چې د جګړې په وخت کې د ښځو بدنونه په تصادفی توګه نه تېریږی او نه ګټه اخیستل کېږی بلکې دا هغه نالیکلی شوی نظم او ستراتیژی ده چې د ښځو پر بدن د لوبې له لارې د قدرت غوښتنه مشروع او سیسټماتیک جوړوی.
په جګړو کې د فابریکی وسلو ترڅنګ د سرتېرو نارینه وو جنسی غړی هم د یوې وسلې په توګه کارول کېږی چې په عمده توګه د ښځو بدنونه هدف ګرځوی. له همدې امله ویلای شو چې د نارینه وو جنسی غړی کله چې د ځواک په اړیکو کې ځای نیسی او د یوې ډلې د تحقیر کنټرول او سلطې لپاره کارول کېږی یوازې د نارینه بدن یوه ساده بیولوژیکی برخه نه پاتې کېږی چې د ادرار جنسی اړیکې او نسل تولید لپاره وی بلکې د ټولنې په سیاسی ځواک باندې د تطبیق لپاره یوه ظالمانه وسیله ګرځی.
په دې حالت کې د جګړې او سیاست جوړښتونه حتی کولای شی د جنسی غړی کارونه له صرف بیولوژیک حالت څخه د ځواک او سیاسی موخو لپاره بدل کړی. په بله وینا د نارینه جنسی غړی په خپل طبیعت کې بېطرفه دی خو کله چې د ځواک اړیکو ته واچول شی، سیاسی کارونه او معناوې پیدا کوی. لکه څنګه چې ځواک کولای شی د نارینه بیولوژیک بدن د تېری لپاره سیاسی وسیله کړی په مقابل کې د ښځو بدن هم د جګړې او قدرت د تطبیق میدان ګرځی.
په غیرجګړهییزو وضعیتونو کې ځواک اکثره چلندونه بدلوی خو په جګړهییزو وضعیتونو کې د بدن کارونه هم بیا تعریفوی؛ داسې چې د نارینه وو بدنونه د جنس په اساس د تېری ځواک او برترۍ د تطبیق وسیله ګرځی او د ښځو بدنونه د دې ځواک د تحمیل ځای کېږی. له همدې امله د جګړې، بدن او قدرتمحوره سیاست اړیکه په ښه ډول لیدل کېږی.
د جګړې اقتصاد
سره له دې چې د نندارې چاپېریال د ماما نادی بار یا میخانه ده ښیی چې حتی د شخړې او جګړې په منځ کې یوه ډول اقتصاد رامنځته کېږی چې پر ښځو د بدن ښکلا او غږ د ګټې اخیستنې پر بنسټ ولاړ دی. ماما نادی هغه ښځې چې لکه سوفی د تېری او غیرقابل جبران جنسی زیان له امله د میخانې له مراجعینو سره جنسی اړیکه نه شی نیولی د سندرغاړې او د ښکلا په توګه په خپل صحنه کې کاروی ترڅو د میخانې فضا ګرمه او جذابه وساتی.
د جګړې اقتصاد څرګندوی چې د جګړې په ډګر کې د ښځو بدن یوازې د تېری او تاوتریخوالی ځای نه دی بلکې د ښځې په بشپړ بېپناهۍ کې د شتمنۍ د بیا تولید او د جګړې اقتصاد ماشین ته هم بدلېږی. جګړه او د سرکوب چاپېریال په ظاهره کې یوازې د تخریب او ویجاړۍ زېږوونکی ښکاری خو له دې هاخوا غیر رسمی بازارونه رامنځته کوی چې استثماری اړیکې بیا تولیدوی.
په دې منځ کې د ښځو بدن کولای شی د کار سرچینه د تبادلې وړ جنسی وسیله د «ښکلا» اقتصاد (لکه د سوفی ښکلا د میخانې د مراجعینو جذبولو لپاره کارول) او د عاید وسیله وګرځی. دغه اقتصاد د ښځو د جنسی-جنسیتی ناامنیو او زیانپذیرتیا څخه تغذیه کوی. مهمه دا ده چې ځواک یوازې سرکوب نه کویبلکه په پټ اړخونو کې د اقتصادی-جنسی ګټو د بیا تولید زمینه هم برابروی.
میخانه
سره له دې چې میخانه د ماما نادی لپاره د عاید ځای دی د جګړهییزو او ځواکمنو سرتېرو لپاره د غصې او ستړیا له ډک روانونو د آرام ځای هم ګڼل کېږی. خو د ښځو لپاره میخانه هم د نجات ځای دی او هم د تاوتریخوالی او استثمار میدان. په دې ډرامه کې په ښکاره توګه لیدل کېږی چې د جګړې او سرکوب په شرایطو کېد ښځو او د ټیټو ټولنیزو ډلو لپاره د امنیت او استثمار او جنسی-روانی تاوتریخوالی ترمنځ کرښه څومره نه څرګنده او نه پېژندل کېږی.
د ښځې فاعلیت
سره له دې چې چاپېریال شدید سرکوب، تېری او تاوتریخوالی دی ښځې غیرفعالې نه دی. ماما نادی د اقتصادی پرمختګ لپاره خپله ګټوره میخانه اداره کوی او سوفی او سالیما د ژوند لپاره مبارزه کوی. د کیسې په زړه پورې برخه هغه وخت ده چې د قوماندان اوزیمبانګا او فورچون د ماما نادی سره شخړه رامنځته کېږی کومه چې د اوزیمبانګا د اعتراف اخیستلو او د کیزمبه د ځای افشا کولو لپاره کېږی. په دې جریان کې قوماندان خپل سرتېری ته امر کوی چې جوزفین ته تېری وکړی.
په هماغه وخت کې سالیما د وینې ډک بدن او د خپل جنین د زیان نښې سره صحنې ته ننوزی.
هغې چیغې وهی: «بس کړئ!» او په دې حال کې چې د فورچون خپل مېړه په غېږ کې ده وایی: «تاسو نور نشئ کولای خپله جګړه زما په بدن تطبیق کړئ!»
دا جمله د ښځې د فاعلیت لوړه نقطه څرګندوی؛ هغه لحظه چې یوه ښځه د خپل بدن کنټرول په لاس کې نیسی او د نورو پرېکړه ردوی.
د ښځې یووالی (همبستگی)
د نندارې په پای کې صحنې د ښځو د یووالی او ملاتړ انځور وړاندې کوی؛ په ځانګړې توګه د سالیما شتون چې جوزفین د تېری څخه ژغوریاو د سوفی همدردی له سالیما سره. ماما نادی سره له دې چې ظاهراً زړهسخته ښځه ښکاری خپل تر ټولو ستر شتمنی الماس له صندوقه راوباسی او ښاغلی حراری ته ورکوی چې سوفی له ځان سره یوسی. د دې الماس د خرڅولو له لارې سوفی ته سرپناه او ژوند برابر شی او همدارنګه د هغه ټپ د درملنې لګښت چې د تېری له امله یې زغملی دی تأمین شی. دغه صحنې د یوې پټې امید څرګندونه کوی چې جګړه او د جګړې اقتصاد سره له ټولو شدتونو نه شی کولای د ښځې اخلاق یووالی او انسانی عاطفه له منځه یوسی.
په لنډه توګه د «تباهشده» ننداره د جګړې هغه لږ لیدل شوې شاته صحنې څرګندوی؛ صحنې چې د جګړې د معمول روایتونو پر خلاف دی کوم چې اکثر د شمېرو او د جګړهییزو سړیو د قربانیانو وضعیت ته اشاره کوی او پر ځای یې د ښځو د سختیو ظلمونو او څو اړخیزو قربانیو لکه تېری ، وژنه، استثمار، ټولنیز شړل او د بېوزلۍ تجربه تمرکز کوی.
دغه ننداره د جګړې د روایت محور د «قهرمانۍ» «دفاع» او «د سړیو بریا» له تمرکز څخه وباسی او پر ښځو تمرکز کوی.
«تباهشده» هغو قربانیانو ته غږ او انځور ورکوی چې بېانځور او د غږ په سرکوب کې شوی دی او په تاریخی او مرکزی روایتونو کې تل په څنډه یا حاشیه کې پاتې شوی دی. دغه ننداره کولای شی د جګړې د تاریخی روایتونو لپاره د «لاندې څخه پورته» یا د (Subaltern) لید وړاندې کړی چې تمرکز یې د ټیټو ټولنیزو ډلو لکه ښځو وضعیت دی.
یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.
ماخذ:
Rao, Anupama. “Reading Subaltern Studies. Social History Portal. Accessed March 30, 2026. https://share.google/NYATjg8KevZvoYMud









