د اسلام‌آباد په حاجی کمپ کې د افغانستان له مهاجرینو سره څه روان دی؟

لیکواله: سائمه سلطانی

پاکستان که څه هم د افغان مهاجرینو د ایستلو سیاست په ۲۰۲۳ کال کې پیل کړی و خو په ۲۰۲۴ کال کې د ټرمپ له بریا وروسته—چې د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا د بشری مرستو د بودیجې له پرې کېدو سره هم مل وه او د هغې په پایله کې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د ساتنې د لګښتونو د ورکړې د امکان بندېدو سره د مهاجرینو د ایستلو لړۍ لا نوره شدیده شوه.
په وروستیو اوونیو کې دا ایستل لا پراخ او جدی بڼه خپله کړې ده.

په همدې اړه مې له یوې ښځې سره خبرې وکړې چې له څلورو کلونو څخه ډېر یې په پاکستان کې ژوند کړی او تازه افغانستان ته راستانه شوې ده.

سهیلا، چې د دوو ماشومانو مور ده له خپل جبری ایستلو (دیپورت) څخه شل ورځې تېرېږی.
هغې د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې شاوخوا پنځوس ورځې وروسته له دې چې طالبان واک ته ورسېدل له خپلو دوو کوچنیو ماشومانو او د خپلې مور له کورنۍ سره یو ځای افغانستان پرېښود.

هغې څلور نیم کاله په پاکستان کې تېر کړل او هیله یې لرله چې هلته پاتې شی خو د (ترهګرۍ ضد) پولیسو دوهم ځل د هغې پر کور چاپه واچوله او هغه یې له خپلو دوو وړو لوڼو او مېړه سره یو ځای د اسلام‌آباد حاجی کمپ ته یووړه.

هغه وایی: «کله چې لومړی ځل زموږ کور ته راغلل موږ ډېر وارخطا وو. ښځینه پولیسه د نارینه پولیسو ترڅنګ ولاړه وه او ویل یې چې خپل وسایل راټول کړئ، موږ مو له ځان سره وړو.

موږ خپل سامانونه راټول کړل. کله چې له کوره ښکته کېدو، مور مې په غېږ کې ونیولم او داسې یې ژړل لکه زه چې د مرګ لپاره وړل کېږم.

زما کوچنۍ خور په هماغه ورځ له ډېرو ستونزو سره کمپ ته دننه شوه څو زما دوو لوڼو ته خواړه او ځینې د بازار خوراکی توکی راوړی. هغې سیم‌کارت هم له ځان سره راوړی و خو ګټه یې نه درلوده، ځکه زموږ موبایلونه په کمپ کې ترې اخیستل شوی وو.

خور مې راته وویل: مه وارخطا کېږه په خیر به خلاصه شې. که څه هم زه باور نه کاوه خو وروسته له درېو ورځو بالاخره د هېواد د وتلو د جواز پاڼې په سپارلو سره مو ازادی ترلاسه کړه»

تر درېو میاشتو پورې مې د خپلې مورنۍ کورنۍ له غړو سره دا خبرې کولې چې له دې کوره ووځو او بل ځای ته لاړ شو څو پولیس بیا هلته رانشی خو دا خبرې کومې پایلې ته و نه رسېدې.

بالاخره د مارچ په ۲۸مه سهار کله چې مې ناشته تیاروله ښځینه پولیس زموږ کور ته راغله او ویې ویل چې پاسپورټ او ویزه مو وښایئ. په بدن کې مې وینه یخه شوه او ځان سره مې وویل چې دا ځل به ژغورل نه شم.

له دې وروسته مو یوازې ضروری وسایل راواخیستل. کله چې زه ښکته کېدم بیا مې مور په هماغه حالت ولیده؛ داسې ښکارېده لکه بې اوبو کبان چې رپېږی او په زارۍ ژاړی.
خور مې راته وویل: مه وارخطا کېږه بیا دې ژغورو.

دا ځل وضعیت بدل و. له درېو ورځو وروسته مو دیپورت کړل شو. له یوې ښځې څخه چې خپل موبایل یې پټ کړی و، مې خپلې خور ته زنګ وواهه او ورته مې وویل چې موږ د تورخم پر لور بیول کېږو. هغې وویل مه وارخطا کېږه اسد ویلی چې له تورخم پولې څخه به مو بېرته را وګرځوی.

اسد د پاکستان د کورنیو چارو وزارت افسر دی. د پاکستان دولت له ځینو پخوانیو چارواکو سره د خبرو له مخې ژمنه کړې وه چې نظامی کسان او هغه کسان چې د خطر لاندې دی له ایستلو به وژغوری او ویزې به یې تمدید کړی.

زما پلار هم نظامی و او زموږ نوم هم د نظامی کورنیو په لیست کې شامل و خو ځکه چې مو د ویزې غوښتنه نه وه کړې ویزه مو نه لرله. سره له دې موږ باور درلود چې اسد به مو وژغوری ځکه مخکې یې یو ځل د یوې نظامی کورنۍ دوه ځله له تورخم پوله ژغورلې وه.

سر پولې ته ورسېدو هره شېبه مې داسې فکر کاوه چې اوس به زموږ نومونه واخلی او بېرته به مو را وګرځوی خو ناڅاپه مو د طالبانو لاس ته وسپارل شو. په هغه وخت کې هم زه نه پوهېدم چې رښتیا دیپورت شوی یو.

ما خپلې خور ته زنګ وواهه او ورته مې وویل چې موږ د طالبانو لاس ته رسېدلی یو د اسد حال څه شو؟ خور مې حیرانه پاتې وه. ویې ویل صبر وکړه زه به ورته زنګ ووهم خو کار له مخکې شوی و او موږ واقعاً دیپورت شوی وو.

په ادامه کې هغه د کمپ د سختو شرایطو په اړه وایی:
«له هغې ورځې مخکې چې موږ کمپ ته انتقالېدو بولانی مو پخه کړې وه. ځکه چې ما مخکې هم د کمپ تجربه لرله پوه شوم چې دا بولانی له ځان سره یوسم څو لږ تر لږه د یوې وخته لپاره راته پاک او سم خواړه وی. د کمپ خواړه د خوړلو نه دی؛ ناپاک دال په یو ځل کارېدونکو لوښو کې اچوی او وېشی.

تر هغه وخته مو اوبه نه څښلې چې ډېر تږی کېدو نه‌ څو د تشناب اړتیا پیدا نه کړو، ځکه د تشنابونو وضعیت دومره خراب و چې مهاجرینو په پخلنځی کې بولی کولې. کمودونه بند وو او د تشنابونو په سر کثافات پاتې وو. صابون او د لاس مینځلو مایع هم نه وو»

موږ درې ورځې هلته تېرې کړې وږې او تږی وو. د مامورینو چلند ډېر بد و یوه ښځه یې د شور او زوږ له امله ووهله. ساتونکی به کله کله د شمېرنې لپاره کوټې ته راتله چې څوک تښتېدلی نه وی.

د کمپ روغتیایی او انسانی وضعیت دومره خراب و چې ټولو خلکو هیله لرله ژر تر ژره دیپورت شی او له هغه ځایه خلاص شی.
سهیلا چې په حاجی کمپ کې یې څو شپې او ورځې تېرې کړې دی، د خپلو سترګو لیدلې ډېرې پېښې لری چې غواړی خپرې شی.
هغه همدارنګه زیاتوی:
«ما ډېرې بدې صحنې ولیدې. هلته یوه ښځه وه چې له خپلې خور سره یې له پاکستانی سړیو سره واده کړی و. دا ښځه له خپل مېړه جلا شوې وه او یو شیدې خوړونکی ماشوم یې درلود. ویل یې چې په ټکسی کې یې په فارسی خبرې کړې وې او د ټکسی چلوونکی پولیسو ته راپور ورکړی و چې دا ښځه افغانه ده.

هماغه و چې له ټکسی ښکته شوه څو شېبې وروسته پولیس ورته راغلل او ونیوله یې. ماشوم یې په کور کې له خپلې خور سره پاتې شوی و او هغې خوشحالی کوله چې ماشوم یې په کمپ کې نه دی ځکه وضعیت ډېر خراب و. وروسته د دیپورت پر مهال یې ماشوم هم راوست او هغه وخت یې بیا د هغې پر مخ موسکا راغله »

د هغې د خلاصون لپاره او د هغې د پاکستانی مېړه لپاره پنځه لکه پاکستانۍ روپۍ چې شاوخوا دوه زره ډالر کېږی د رشوت په توګه وړاندې شوې خو د کمپ پولیسو ونه منله. دا ځل د ایستلو پرېکړه واقعاً جدی وه.

په بل مورد کې مې په یوه کوټه کې داسې کورنۍ ولیده چې د انګلستان ویزه یې ترلاسه کړې وه او باید یې الوتنه کړې وای خو بیا هم کمپ ته راوستل شوی وو. د کمپ پولیسو ځکه باور نه کاوه چې دوی واقعاً پرواز لری نو تر هوایی ډګره یې د کمپ په امنیتی موټر کې انتقال کړل.

همدارنګه څو پاکستانی کورنۍ هم وې چې د پېژندپاڼې کارتونه یې نه وو جوړ کړی او د افغان مهاجرینو په نوم کمپ ته راوستل شوی وو او شاوخوا یوه میاشت یې هماغلته په بې‌سرنوشته حالت کې تېروله.

د دې ټولو په منځ کې د یوې ښځې او د هغې د زوی د ایستلو کیسه ډېره دردناکه وه هغې ویل چې مېړه یې تازه له عملیاتو وروسته کور ته راوړل شوی و او نه یې د پورته کېدو او نه د ګرځېدو توان درلود. کله چې پولیس راغلل هغه یې هماغلته پرېښود او ښځه او زوی یې کمپ ته ولېږدول.

یوه بله ښځه هم وه چې ویل یې سره زر او شپږ زره ډالر نغدې پیسې یې په کور کې پاتې شوې وې او دوی یې له لارې نیولی او کمپ ته یې انتقال کړی وو.

په هغه بس کې چې موږ یې له حاجی کمپ څخه د تورخم پر لور وړلو د یوې ښځې له لوڼو سره مې پېژندګلوی وشوه چې پلار یې نظامی و. د دوی ویزې ته شاوخوا درې میاشتې پاتې وې خو سره له دې هم دیپورت شول. د دوی پلار ډېر وېرېدلی و.

یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.

به اشتراک بگذارید: