د افغانستان د اغېزناکو ښځو دوسیه – ۵
څېړونکی: قومشاهی
عمومی لید
د «افغانستان د ښځو غږ» خپرونه هڅه کوی چې د «افغانستان د اغېزناکو ښځو دوسیې» په لړ کې د هغو ښځو کیسې او ژوند روایت کړی چې د بدلون د رهبرانو په څېر یې رول لوبولی دی.
د دې خپرونې لپاره د دغې دوسیې د روښانه کولو په برخه کې دوه ټکی ځانګړی اهمیت لری
لومړی هغه څوک چې په خپل ژوند کې یې بدلون راوستی له ارتجاعی دریځونو څخه یې ځان بېل کړی او دویم هغه څوک چې په ټولنه کې یې د بدلونونو پر رامنځته کېدو اغېز لرلی او یا یې لا هم لری.
موږ د افغانستان د ښځو د ستاینې اسطورهجوړونې او افسانهجوړونې په لټه کې نه یو. له بېبنسټه او بېاساسه قهرمانجوړونې سره موافق نه یو. په عین حال کې زموږ معیارونه د ښځو عقیدوی سیاسی او نژادی تړاوونه ځانګړی باورونه او شخصی پندارونه هم نه دی. موږ د اغېزناکو ښځو دوسیې ځکه رابرسېره او په ګوته کوو چې لومړی د هغوی له ژوند او مبارزې څخه د بېلګې په توګه کار واخیستل شی او دویم وښیو چې د افغانستان ښځې د بدلون د رهبرانو په توګه ځای لری نه د «کور په ګوښه کونج» کې هغه ځای چې د طالبانو ډلې د ښځو لپاره په پام کې نیولی دی.
موږ د «افغانستان د اغېزناکو ښځو دوسیې» د دې لړۍ په روانه ګڼه کې د هغې ښځې په اړه خبرې کوو چې د واک په مرکز کې یې په افغانستان کې د بدلون لپاره یو پروګرام په لاره واچاوه خو په پای کې له واک د مرکز له کړۍ لرې آن له افغانستانه بهر له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه ملکه ثریا طرزی وه؛ د شاه امانالله خان مېرمن او د محمود طرزی لور.
هغې د افغانستان له لومړنیو ښځو څخه وه چې د بدلون د رهبرانو په توګه یې رول ولوباوه.
سیاسی ـ کلتوری کارنامې
ملکه ثریا طرزی د معاصر افغانستان په تاریخ کې د ښځو د اصلاحاتو یوه مهمه او نومیالۍ څېره ده. هغې د ښځو اړوند اصلاحات د دولت د سیاسی واک له لوړو پوړونو او د واک له مرکز څخه د ټولنې تر عمومی کچې پورې ورسول. تاریخی څېړنې ملکه ثریا له هغو لومړنیو ښځو څخه ګڼی چې په علنی توګه یې د برابرۍ د مفاهیمو د پلی کېدو او د ښځو د زدهکړې لپاره کار کړی دی.
هغې د پاچا مېرمن وه او اقداماتو یې د پام وړ اغېز درلود. په ځینو سرچینو کې راغلی چې ملکه ثریا باور درلود چې د یوې ټولنې ځواک له کوره پیلېږی او کور هغه وخت پیاوړی وی چې ښځې یې لوستې باخبره او د فکر خاوندې وی.
د نجونو لپاره د ځانګړی ښوونځی جوړول
د ۱۳۰۰ لمریز کال خبره ده. تر ۱۳۰۰ لمریز کال پورې په افغانستان کې د ښځو د زدهکړې وضعیت ډېر محدود و او د نجونو زدهکړې تر ډېره په کورونو کې په غیررسمی ډول ترسره کېدې.
په همدې کال کې یوه ډېره ستره او د ویاړ وړ پېښه رامنځته شوه: د ملکې ثریا طرزی په ملاتړ او هڅو په کابل کې د «مستورات» په نوم د نجونو د یوه عصری ښوونځی د بنسټ ډبره کېښودل شوه. دا بنسټډبره ایښودل په افغانستان کې د زدهکړې او په ځانګړی ډول د نجونو د زدهکړې په برخه کې د پراخو بدلونونو د راوستلو یو مهم ګام و.
ملکه ثریا طرزی د نجونو د زدهکړې د ملاتړ لپاره د ښځو د تعلیم له مهمو ملاتړو څخه وه او د نجونو د ښوونځیو په جوړولو او پراختیا کې یې مهم رول درلود.
ځینې سرچینې د نجونو د «مستورات» ښوونځی د بنسټ ایښودلو په برخه کې د ملکې ثریا د هڅو ترڅنګ د اسما رسمیه طرزی د محمود طرزی مېرمن، او روحافزا د محمود طرزی خورزې نومونه هم یادوی.
هغو ښځو چې د کابل د نجونو د لومړنی ښوونځی «مستورات» په جوړولو کې یې رول درلود هماغه ښوونځی و چې په ۱۳۲۱ لمریز کال کې یې نوم «ملالۍ» لېسې ته بدل شو.
ملکې ثریا طرزی شاوخوا ۱۰۵ کاله وړاندې د نجونو او ښځو لپاره د زدهکړې د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو په موخه د «مستورات» د نجونو د ښوونځی د بنسټ ډبرې په ایښودلو یو مهم ګام پورته کړ. خو له ۱۰۵ کلونو وروسته ناڅاپه د نجونو د زدهکړې فضا بېرته شاته ولاړه ځکه په ۱۴۰۰ لمریز کال کې طالبانو پر افغانستان واک ترلاسه کړ او د نجونو او ښځو د زدهکړې چاپېریال یې بېرته ۱۰۵ کاله شاته یووړ. دا د ۱۰۵ کلونو شاتګ او د تاریخ ژورو ته بېرته ستنېدل دی. دا حالت ډېر وحشتناک دی. دا له تصور څخه لرې خبره ده چې افغانستان دې له ۱۰۰ کلونو وروسته په یوه شېبه کې د تاریخ ژورو ته شاتګ وکړی.
په هماغه وخت کې چې په کابل کې د «مستورات» د نجونو د ښوونځی د بنسټ په ایښودلو سره په افغانستان کې د ښځو عصری زدهکړې پیل شوې د نړۍ په ځینو برخو کې د نجونو زدهکړې له لومړنۍ کچې څخه د منځنیو او لوړو زدهکړو تر پړاوونو پورې رسېدلې وې. خو بیا هم طالبانو په ۱۴۰۰ لمریز کال کې کله چې پر افغانستان واکمن شول، د نجونو زدهکړې یو ځل بیا صفر ټکی ته راوګرځولې. دا د افغانستان او ټولې نړۍ لپاره یوه ستره فاجعه ده.
افغانستان بېرته تاریخ ته ستنول نه یوازې د افغانستان لپاره ناورینزېږوونکی پایلې لری او نه یوازې د افغانستان ښځې ترې اغېزمنې کېږی بلکې نړۍ یوه له بل سره تړلې او همغږې مجموعه ده هر ډول بدلون چې د دې ټولیز وجود په یوه برخه کې رامنځته کېږی د هغې پر نورو برخو هم اغېز کوی.
له همدې امله د ملا هبتالله او طالبانی امارت د سیاستونو پر وړاندې درېدل یوازې د افغانستان د ښځو یا د افغانستان د ټولنې مسئولیت نه دی بلکې نړیواله ټولنه هم په دې مسئولیت کې ونډه لری.
په هر حال د نجونو د «مستورات» ښوونځی جوړېدل په افغانستان کې یوه تاریخی عطفنقطه وه. د همدې ښوونځی د فعالیتونو له پایلو څخه یوه دا وه چې په ۱۳۰۷ لمریز کال کې د مستورات ښوونځی د فارغو شوو نجونو یوه ډله د خپلو زدهکړو د دوام لپاره ترکیې ته واستول شوه. ځینې سرچینې د هغوی شمېر ۱۵ تنه او ځینې نورې سرچینې ۱۶ نجونې ښیی.
د ښځو لپاره د ځانګړی روغتون جوړول
د امانالله خان د واکمنۍ پر مهال د ملکې ثریا طرزی له مهمو اقداماتو څخه یو هم د «مستورات» په نوم د یوه روغتون جوړول وو. دا لومړی ځل و چې افغان ښځې کولای شوې په یوه عصری روغتیایی مرکز کې د ښځینه طبی کارکوونکو له خوا او د ښځو د طبی اړتیاوو لپاره درملنه ترلاسه کړی.
د «مستورات» روغتون په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د «میوند روغتون» په نوم ونومول شو هغه روغتون چې تر اوسه هم شته او خپل فعالیت ته دوام ورکوی.
د مستورات چې اوسنی میوند روغتون دی د جوړولو لپاره د ملکې ثریا اقدام پر یوې روښانه او څرګندې هیلې ولاړ و. د هغې د دې هیلې موخه دا وه چې افغان ښځه باید خپل ډاکټر ولری د کار او مسلک زمینه ورته برابره شی خپله ډاکټره شی، قابله شی او د «مستورات» روغتون د همدې خوب د تحقق لپاره یو له مهمو ګامونو څخه و.
په هر حال ملکه ثریا د «مستورات» روغتون په جوړولو کې مهم رول درلود خو د هغې ترڅنګ د شاه امانالله له خور ساهره بېګم چې په «سراجالبنات» مشهوره وه هم د مستورات روغتون د لومړنی مدیریت په برخه کې نوم اخیستلای شو.
«مستورات» روغتون هغه ځای و چې وروسته پکې د قابلګۍ کورس د قابلګۍ ښوونځی او د غاښونو د درملنې کورس هم جوړ شول. موخه دا وه چې خپله افغان ښځې د طبابت قابلګۍ او روغتیایی خدمتونو لپاره وروزل شی او مسلکی زدهکړې ورکړل شی نه د طالبانو د اوسنی واکمنۍ په څېر چې ښځې یې د روغتیا او درملنې له ټولو برخو څخه لرې کړې او د کورونو په ګوټونو کې یې بندې کړې دی.
په هر حال د «مستورات» ښوونځی او د ښځو د «مستورات» روغتون د جوړېدو د موضوع ټول جزئیات یو مهم پیغام لری هغه دا چې په دغو پروژو کې د ملکې ثریا رول یوازې سمبولیک نه و. لږ تر لږه په دغو ارزښتناکو پروژو کې د هغې څارنه او ملاتړ مستقیم او اغېزناک رول درلود.
له همدې امله ملکه ثریا د معاصر افغانستان د تاریخ له هغو ښځینه څېرو څخه ګڼل کېدای شی چې د بدلون د رهبرانو په توګه یې مهم رول درلود هغې د نجونو د زدهکړو د عصری کولو او د افغان ښځو د روغتیا او درملنې په برخه کې د خپلو نوښتونو له لارې یو ستر او تاریخی کار ترسره کړ.
د نجونو د زدهکړو لپاره بهر ته استول
د مستورات ښوونځی د فارغو شوو نجونو د لوړو زدهکړو لپاره بهر ته د استولو په برخه کې د ملکې ثریا طرزی ملاتړ او پاملرنه هم د تاریخ په پاڼو کې تلپاتې پاتې ده. په یوه تاریخی روایت کې راغلی چې د نجونو د استولو پر مهال شاه امانالله او ملکه ثریا د هغوی د بدرګې لپاره ترکیې ته حاضر شول. وروسته ملکې ثریا په ترکیه کې د افغانستان سفیر ته سپارښتنه وکړه چې له دغو نجونو چې ځینې یې له ۱۴ کلونو څخه کم عمر درلود، جدی سرپرستی او پاملرنه وکړی.
د افغانستان تاریخ له داسې خندوونکو او حیرانوونکو روایتونو څخه ډک دی! د بېلګې په توګه په ۱۳۰۷ لمریز کال کې پاچا او ملکه هغه نجونې بدرګه کوی چې د زدهکړو لپاره بهر ته استول کېدې خو په ۱۴۰۰ لمریز کال کې ملا هبتالله اخوندزاده د طالبانی امارت مشر ښځې او نجونې نه یوازې له زدهکړې څخه د هر ډول برخمنېدو له حقه محروموی بلکې هغوی له هر ډول کورنی او بهرنی سفر څخه هم منع کوی. دا داسې حیرانوونکی او له تناقضه ډک روایت دی چې ښایی د نړۍ په هېڅ تاریخی سند کې ورته بېلګه پیدا نه شی.
د ښځو د بېسوادۍ پر وړاندې مبارزه
ملکې ثریا طرزی د ټولنې د پرمختګ لپاره د ښځو زدهکړه اړینه بلله. هغې په خپلو ویناوو او عامه فعالیتونو کې د ښځو د زدهکړې په اړه خبرې کولې. په ټوله کې ملکه ثریا د شلمې پېړۍ په پیل کې په افغانستان کې د ښځو د زدهکړې او ویښتابه د غورځنګ له مخکښو څېرو څخه وه.
البته که څه هم د شاه امانالله د بدلونونو او نوښتونو ماشین د زاړه فکر د خاوندانو او د دین او مذهب د سوداګرو د دسیسو له امله له حرکته ودرېد خو که د امانالله خان حکومت دوام موندلی وای د ملکې ثریا طرزی د فعالیتونو په پایله کې ښایی د ټولنیز پرمختګ او د ښځو د حقونو د پیاوړتیا په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره شوی وای.
میرغلام محمد غبار د خپلو سترګو لیدلی حالت په اړه روایت کړی دی هغه وایی یوه ورځ ملکه ثریا په یوه غونډه کې د نړۍ د ښځو د پرمختګ او د افغانستان د ښځو د وروستهپاتېوالی په اړه خبرې وکړې. ښځو په درد او ژړا وژړل. په هماغه غونډه کې ۵۰ ښځو خپله ژمنتیا څرګنده کړه چې د پوهنې او د لومړنی ښځینه ښوونځی د جوړولو لپاره به خدمت کوی.
ملکه ثریا دومره متأثره شوه چې خپله یې د «مستورات» ښوونځی د مفتشې دنده پر غاړه واخیسته.
په ټولنه کې د ښځو د حضور دودول
ملکې ثریا طرزی بدلون له خپل ځانه پیل کړ. دا چلند د ستاینې وړ دی: له خپل ځان څخه بدلون پیلول.
۱۳۰۷ لمریز کال و. د افغانستان لویه جرګه یا د هېواد د مشرانو جرګه د کابل په پغمان کې جوړه شوې وه. ملکه ثریا طرزی په لویه جرګه کې بې له دې چې مخ پټ کړی راڅرګنده شوه. د خلکو استازی له داسې فضا سره مخ شول چې ورته په بشپړه توګه نااشنا وه خو ملکې ثریا د دې تاریخی او نوښتګر اقدام له لارې د «اختیاری حجاب» په بڼه د اجباری حجاب پر ځای د بدلون لومړنی تمرین د تاریخ په روښانه پاڼو کې ولیکه. د ملکې ثریا دغه اقدام په افغانستان کې د اجباری حجاب د پای ته رسولو د سیاست لپاره د یوه نوی چوکاټ د رامنځته کولو په معنا و.
همدارنګه په کابل کې د لویې جرګې پر مهال ملکې ثریا د کندهار یو شمېر روڼاندو ښځو ته د لیدنې او خبرو زمینه برابره کړه. له هغوی سره یې خبرې وکړې او د هېواد د بدلونونو او د نوی ژوند په اړه یې هغوی ته معلومات ورکړل.
نو په دې اقدام کې د ملکې ثریا طرزی توپیر له هغو اوسنیو مدنی فعالانو سره چې ځانونه روڼاندۍ ته منسوبوی او د ټولنې د نوی کولو خبرې کوی خو لا هم پخپله د تحجر په زولنو کې بند پاتې دی له ځمکې تر اسمانه دی. که په تېرو شلو کلونو کې د مدنی فعالانو په توګه فعالیت کوونکو پروژوی ښځو ونه شو کولای چې په ټولنه کې اغېز رامنځته کړی لامل یې دا دی چې بدلون یې له خپل ځانه نه دی پیل کړی هغه څه چې ملکې ثریا ترسره کړل په خپل شخصی او خصوصی چلند کې بدلون راوستل وو.
په هر حال ملکه ثریا د هغې ورځې د ټولنې د حاکمو او دودیزو رواجونو پر خلاف په عامه محضر کې راڅرګنده شوه. په دې توګه یې په ټولنه کې د افغان ښځې د حضور لپاره یوه نوې بېلګه رامنځته کړه. له همدې امله د ملکې ثریا طرزی له غوره ځانګړنو څخه یوه هم د ښځو له ټولنیز انزوا سره مبارزه وه ځکه هغې په ډېرو رسمی مراسمو ښوونیزو پروګرامونو او د دولت په ځینو فعالیتونو کې ګډون کاوه.
هغې غوښتل له دې لارې ښځو ته دا وښیی چې په ټولنه کې د ښځو ګډون او ونډه باید دود او پیاوړې شی. د ملکې ثریا دغه اقدام د ۲۰۰۱ میلادی کال څخه تر ۱۴۰۰ لمریز کال پورې د جمهوری نظام په شلو کلونو کې هم نه شو موندلای دا خو لا پرېږده چې د طالبانو د اوسنی امارت په دوره کې ښځې له ټولو سیاسی کلتوری اقتصادی او پوځی برخو او همدارنګه د مدنی حقونو له امتیازاتو څخه محرومې شوې دی.
د افغانستان د عرف پر بنسټ د چادر او حجاب موضوع د هغه وخت له تر ټولو جنجالی بحثونو څخه وه. په هر حال ملکه ثریا طرزی هغه ښځه وه چې د نارینهمحور کلتور د واکمنۍ په زړه کې یې پر حاکم ټولنیز نظم اعتراض وکړ. که تاریخ ورق ووهو د دې ښځې زړورتیا او مېړانه د افغانستان د ښځو لپاره په ټولو تاریخی پړاوونو کې نن او سبا د لارښود او الهام یوه بېلګه ده.
البته که څه هم د ملکې ثریا زړور چلند د لنډفکرو او متحجرو کسانو غوسه راوپاروله او هغوی یې راپارول چې په پایله کې خلک د هغه وخت د نوښتونو پر وړاندې پاڅون ته وهڅول شول خو د ملکې ثریا دغه مېړانه زړورتیا او جرئت د افغانستان د ښځو په تاریخ کې د زړورتیا او ټینګهوډ له روښانه او زرینو فصلونو څخه یوه برخه جوړوی.
د «ارشادالنسوان» خپرونه
د ۱۲۹۹ لمریز کال د کب په ۲۷مه یعنې ۱۰۵ کاله وړاندې په افغانستان کې یوه نادره پېښه رامنځته شوه د ښځینه خپرونې «ارشادالنسوان» بنسټ کېښودل شو. دغه خپرونه چې د ملکې ثریا طرزی په ملاتړ او هڅو پیل شوه د هغه وخت د افغانستان په نارینهمحوره مطبوعاتی فضا کې د یوه ستر بدلون په څېر وه.
په بله وینا د «امانی دورې» د مطبوعاتو ترڅنګ چې د سواد د پراختیا اصلاحاتو او عامه پوهاوی د لوړولو وسیله وه خو په جدی ډول د دولت تر څارنې لاندې وه ناڅاپه د «ارشادالنسوان» خپرېدو د افغانستان د مطبوعاتو هغه بشپړه نارینهمحوره فضا ماته کړه.
په داسې چاپېریال کې د ښځو لپاره د یوې ځانګړې خپرونې رامنځته کېدل هېڅ کوچنۍ پېښه نه وه ځکه د همدې خپرونې له لارې افغان ښځه د لومړی ځل لپاره نه یوازې د یوې لوستونکې په توګه بلکې د منځپانګې د تولید او د مطبوعاتو د مدیریت ډګر ته هم داخله شوه.
د «ارشادالنسوان» خپرونه اوونیزه وه. په نستعلیق خط لیکل کېده او په ډبرلیک چاپ کې خپرېده. اسما رسمیه طرزی یې مسووله مدیره وه روحافزا یې مشره اېډیټره او د تحریریې مدیره وه خو د دې خپرونې تر شا اصلی ملاتړې او ځواک ملکه ثریا طرزی وه. دا هغه خپرونه وه چې د افغانستان ښځینه او نجونو لوستونکو ته به خپرېده.
دا ټکی ډېر مهم دی چې دغه خپرونه په رښتیا هم یوه «ښځینه خپرونه» وه. په اصل کې د دې خپرونې موخه د ښځو زدهکړه پوهاوی او د افغانستان د ښځو د وضعیت اصلاح وه او اصلی مخاطبین یې هم ښځې وې. هغه مطالب چې په کې خپرېدل په بشپړه توګه د ښځو له ژوند او اړتیاوو سره تړاو درلود لکه د ښځو او نجونو زدهکړه د ښځو حقوق او آزادۍ د ښځو ژوند او لاسته راوړنې د ماشومانو روزنه روغتیا او حفظالصحې، د کور چارې، پخلی او ګنډل، ټولنیز آداب، ټولنیزې او سیاسی مسئلې او کورنی او بهرنی خبرونه.
هغه خپرونه چې ۱۰۵ کاله وړاندې په افغانستان کې خپرېده د نننیو خپرونو او د جمهوری نظام د شلو کلونو د مطبوعاتی محتوا له تولید سره د پرتله کولو وړ نه ده بلکې له هغو څخه ډېره غوره متنوع او د ښځو له واقعی اړتیاوو سره ډېره تړلې وه.
تاریخی سفرونه
ملکه ثریا طرزی نه یوازې د جامو د اغوستلو په ازادۍ او د عامه محضر کې د خپل انتخاب د ازادۍ له مخې راڅرګنده شوه بلکې له خپل مېړه امانالله خان سره یې یو اوږد او شپږ میاشتنی تاریخی سفر هم ترسره کړ هغه سفر چې د ۱۳۰۶ لمریز کال د لیندۍ په ۱۹مه پیل شو او د ۱۳۰۷ لمریز کال د غبرګولی په میاشت کې پای ته ورسېد. په دې سفر کې هغې او امانالله خان له ایران، ترکیې، شوروی اتحاد، انګلستان، جرمنی، فرانسې، ایټالیا، مصر او هند څخه رسمی لیدنې وکړې.
همدې سفر د ملکې ثریا فکرونه لا پسې راویښ کړل او د هېواد د ابادۍ او پرمختګ جرقه یې په ذهن کې بل کړه. هغه له خپلو تجربو او لیدنو څخه په ډک زړه هېواد ته راستنه شوه. د همدې لیدنو او سترګو لیدلیو پر بنسټ یې د ټولنې د بدلون او نوی کولو لپاره خپلې هیلې او طرحې جوړې کړې.
د ښځو د سازمانی جوړښت رامنځته کول
ملکې ثریا د خپل مېړه امانالله خان په ملاتړ په افغانستان کې د عصری کولو لپاره پراخ اقدامات ترسره کړل هغه اقدامات چې ځینې یې په ځانګړی ډول د افغانستان د ښځو مسئلو ته متوجه وو.
له دې جملې څخه یو اقدام دا و چې هغې د ښځو د بشری ودې او پرمختګ د ملاتړ لپاره په افغانستان کې د «انجمن حمایت نسوان» په نوم سازمان رامنځته کړ دا په افغانستان کې د ښځو لومړنی رسمی سازمان و. دغه سازمان په ۱۳۰۶ لمریز کال کې جوړ شو. دا هغه سازمانی جوړښت و چې د خپلو کاری فعالیتونو په چوکاټ کې یې د عصری کولو او ټولنیزو اصلاحاتو لپاره کار کاوه.
د دغو فعالیتونو موخه د ښځو د آزادۍ په برخه کې د امانی حکومت د سیاست ملاتړ و. په دې فعالیتونو کې د ښځو د آزادۍ دودول د اجباری ودونو منع کول د ماشومانو د ودونو منع کول د واده لپاره د نجونو د پلورلو پر وړاندې مبارزه د ښځو هڅول چې زدهکړې وکړی ښځې د مسلکی کارونو لپاره چمتو کول د حجاب او جنسیتی بېلتون د پرېښودو دودول پر ښځو د مېړونو د بېعدالتیو پر وړاندې مبارزه او د سواد زدهکړې ګنډلو د کور د چارو او نورو ښځینه اړوندو موضوعاتو په برخو کې د زدهکړې برابرول شامل وو.
دغه سازمان هم د هغو نورو بنسټونو په څېر چې پورته یې یادونه وشوه په بشپړه توګه ښځینه و او د ښځو لپاره جوړ شوی و د بېلګې په توګه د دې انجمن مشری کبرا د امانالله خان خور پر غاړه درلوده. د انجمن چارې د کابل د ۱۲ ښځو له خوا پر مخ وړل کېدې.
په افغانستان کې د عصری کېدو بهیرونه تل د سیاسی تحولاتو په شطرنج کې مات شوی دی. د «انجمن حمایت نسوان» هم د امانی حکومت له سقوط او د حبیبالله کلکانی له واک ته رسېدو سره منحل شو. هماغسې چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې یعنې له ۱۰۰ کلونو وروسته کله چې طالبان پر کابل واکمن شول د «ښځو چارو وزارت» هم د طالبانو له خوا منحل شو.
په افغانستان کې تاریخ تل تکرارېږی خو په دې تکرار کې تل شاته ځو. د بېلګې په توګه کله چې حبیبالله کلکانی د ۱۳۰۷ لمریز کال د مرغومی په ۲۸مه واک ته ورسېد د «ارشادالنسوان» خپرونه هم وتړل شوه د نجونو ښوونځی وتړل شول او هغه نجونې چې د زدهکړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته استول شوې وې بېرته کابل ته راوستل شوې. اجباری حجاب او جنسیتی بېلتون بیا نافذ شول.
همدا ډول اقدامات په ۱۴۰۰ لمریز کال کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا هم عملی شول. ښځینه خپرونې وتړل شوې ښځینه خبریالانې او د چاپی غږیزو او ډیجیټلی رسنیو ښځینه مدیرانې کورونو ته کېنول شوې. د نجونو ښوونځی وتړل شول او جنسیتی بېلتون بیا پلی شو.
که څه هم د «ښځو د ملاتړ انجمن» د فعالیت موده ډېره لنډه وه خو دې انجمن وښودله چې ملکه ثریا طرزی څنګه د ښځو د هوساینې او حقونو اړوند فعالیتونو ملاتړ وکړ او څنګه یې د سازمانی فعالیتونو د زدهکړې او تجربې لپاره د «انجمن حمایت نسوان» بنسټ کېښود هغه انجمن چې موخه یې د ښځو ملاتړ او د هغوی د پوهاوی لوړول وو.
په هغه وخت کې چې ټولنه ډېره کلیوالی او تړلې وه د داسې یوه سازمان جوړول یو ډېر نوښتګر او بېساری اقدام و. خو څو لسیزې وروسته د ښځو د ملاتړ وضعیت لا ډېرې وېرونکې شاتګ وکړ ځکه د طالبانو امارت د نننۍ پرمختګغوښتونکې نړۍ په شرایطو کې په بشپړه توګه معکوس دریځ غوره کړی یعنې ښځې یې په ټولیز ډول د ټولنې له بېلابېلو برخو څخه حذف کړې دی.
دغه تګراتګونه او تاریخی تجربې افغانستان د وروستهپاتېوالی په دېوالونو کې ساتلی دی. د امانالله خان او ملکې ثریا طرزی د عصری کولو هڅې د امانی حکومت له سقوط سره ناکامې شوې هماغسې چې د جمهوری نظام د عصری کولو هڅې چې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ رامنځته شوی و د هغه نظام له سقوط او د طالبانو له خوا د واک له نیولو سره له منځه ولاړې او هېواد بېرته د ۱۳۰۰ لمریز کال له پړاو څخه مخکې حالت ته وګرځېد.
شخصی ژوندلیک
۱۲۷۸ لمریز کال و د عبدالرحمن خان د امارت دوره وه یو متمرکز محافظهکار او له تاوتریخوالی ډک حکومت چې له یوې دودیزې ټولنې سره مخ و. د همدې کال د لیندۍ په ۳مه ثریا طرزی د سوریې په دمشق ښار کې چې هغه مهال د عثمانی امپراتورۍ یوه برخه وه، نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه د محمود طرزی لور وه هغه نومیالی روڼاندی لیکوال او خبریال چې د اصلاحاتو پلوی و.
دا چې ثریا له هېواده بهر وزېږېده لامل یې د هغې د پلار د تبعید له کیسې سره تړاو لری. محمود طرزی د هغه وخت له مهمو روڼاندو او لیکوالانو څخه و. د عبدالرحمن خان سره د سیاسی اختلافاتو له امله عبدالرحمن خان هغه له خپلې کورنۍ سره د اوسنی ترکیې خاورې چې هغه مهال د عثمانی امپراتورۍ برخه وه، ته تبعید کړ.
کلونه تېر شول. د امیر حبیبالله خان له واک ته رسېدو وروسته د محمود طرزی تبعید پای ته ورسېد. محمود طرزی او کورنۍ یې د ۱۲۸۳ لمریز کال د مرغومی په میاشت کې بېرته افغانستان ته راستانه شول او په کابل کې مېشت شول. ثریا هغه مهال یوه ځوانه نجلۍ وه.
۱۲۹۲ لمریز کال و. امانالله لا ځوان و او لا پاچا شوی نه و؛ هغه مهال شهزاده و. د همدې کال د وږی په ۸مه د ۱۳ کلنې او ۹ میاشتو ثریا طرزی واده له امانالله خان سره د کابل په قومباغ ماڼۍ کې ترسره شو.
پنځه کاله وروسته امانالله د پاچاهۍ پر تخت کېناست. په ۱۲۹۷ لمریز کال کې له بهرنیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د خپلواکۍ له ترلاسه کېدو سره هممهاله ثریا طرزی د افغانستان ملکه او لومړۍ مېرمن شوه.
هغې له خپل مېړه امانالله خان سره یوځای هڅه وکړه چې افغانستان د عصری زدهکړو ټولنیزو او مدنی آزادیو اصلاحاتو او د ښځو د حقونو پر لور بوځی. له امانالله خان سره د ثریا واده او د دواړو د اصلاحغوښتنې روحیې سبب شوې چې ثریا طرزی د افغانستان د سیاسی تحولاتو په مرکز کې قرار ونیسی.
لږ تر لږه د ملکې ثریا طرزی تر ټولو مهم میراث دا و چې زدهکړه ټولنیز فعالیت او د ښځو ګډون د افغانستان د دولت د رسمی ادبیاتو او سیاسی بحثونو یوه برخه وګرځېدل دا د طالبانو د امارت د دورې له وضعیت سره په بشپړه توګه مخالف حالت دی ځکه د ښځو اړوند مسئلې او موضوعات په ټولیز ډول د طالبانو د امارت له رسمی ګفتمان او ادبیاتو څخه حذف شوی دی.
داسې ښکاری چې ښځه د دوی په نظر د غنیمت په څېر بلکې تر هغې هم په ډېره ټیټه درجه کې ګڼل کېږی.
… او سرانجام
او په پای کې د ملکې ثریا طرزی د بدلون خوبونه عملی کېدو ته ونه رسېدل ځکه د امانالله خان د حکومت د اصلاحاتو بهیر د ارتجاعی او دودپالو ډلو د سخت مخالفت له امله ودرېد او د ۱۳۰۷ لمریز کال د مرغومی په ۲۵مه امانی حکومت سقوط وکړ. امانالله خان د کورنۍ جګړې د مخنیوی لپاره له پاچاهۍ لاس واخیست او وروسته له خپلې کورنۍ سره له هېواده ووت. نوموړی لومړی اوسنی پاکستان ته ولاړ چې هغه مهال د برېتانوی هند له قلمرو څخه و او وروسته د ایټالیا د حکومت په بلنه د روم ښار ته ولاړ او هلته یې په تبعید کې ژوند پیل کړ.
او د دې کیسې پای دا و چې ملکه ثریا د ۱۳۴۷ لمریز کال د وری په ۳۱مه د ۶۸ کلونو په عمر د روم په ښار کې له نړۍ سترګې پټې کړې. د هغې مړی په رسمی مراسمو کې افغانستان ته ولېږدول شو او په جلالاباد کې د خپلې کورنۍ په هدیره کې د خپل مېړه امانالله خان تر څنګ خاورو ته وسپارل شوه.









