د افغانستان د اغېزناکو ښځو دوسیه – ۴
څېړونکی: قومشاهی
ټولیزه کتنه
یوه جنګیاله او قوماندان ښځه خو نه د اوسپنې او فولادو له جنسه بلکې د افغانستان د نورو ښځو په څېر یوه عادی ښځه بی بی عایشه حبیبی چې په (قوماندان کفتر) مشهوره ده.
هغه له یوې داسې ټولنې راټوکېدلې ښځه ده چې په بېساری ډول له تاوتریخوالی دودیزو ارزښتونو او نارینهواکۍ سره تړلې وه. یوه اسطورهیی ښځه چې د نارینهواکۍ هغه تنګ او تړلی چاپېریال یې مات کړ او د لسګونو کلیوالو سختو او جنګیالیو نارینهوو قومانده یې په خپل لاس کې واخیسته.
دا هېڅ کوچنی کار نه دی بلکې د افغانستان د ښځینه تاریخ د حیرانوونکو او کمساریو پاڼو یوه برخه ده.
ځینو رسنیو هغې ته (د افغانستان په تاریخ کې یوازینۍ ښځینه قوماندان) لقب ورکړی دی داسې لقب چې د اورېدو پر مهال د ملا هبتالله اخوندزاده پر تن لړزه راولی او د هغه ارام خوبونه په کابوسونو بدلوی.
ځینو رسنیو هغې ته د (جګړهمارې) لقب ورکړی دی خو دا جګړهماره له نورو ټولو جګړهمارو سره له ځمکې تر اسمانه توپیر لری. قوماندان کفتر هغه جګړهماره ده چې نه یې کومه شانداره ماڼۍ او دربار درلود او نه یې خدمتګاران نوکران او د عیش او عشرت وسایل لرل. نه یې په دوبۍ او ترکیه کې ماڼۍ لرله او لری یې او نه یې په نورو هېوادونو کې کومه ماڼۍ جوړه کړې ده بلکې د جګړهمارۍ له لومړیو ورځو تر نن ورځې پورې په خپل پخوانی کور کې اوسېدلې ده.
د قوماندان کفتر همعصره جګړهماران هغه کسان وو چې د یوې احصایې له مخې د خپلو سرغړونو په یوه برخه کې یې شاوخوا درې میلیارده افغانۍ د برېښنا پیسې نه وې ورکړې. د بېلګې په توګه یوه جګړهمار د برېښنا پیسې ورنه کړې او د جمهوری نظام حکومت سقوط وکړ. د یوې بلې احصایې له مخې یوازې په کندوز کې یوه جګړهمار یا د پرون ورځې یوه مجاهد (برشنا) سل میلیونه افغانۍ د برېښنا پیسې نه وې ورکړې.
د ځینو سرچینو له مخې د اشرف غنی د واکمنۍ پر مهال ۷۳ ستر پوروړی د پوروړو په نوملړ کې شامل وو چې د برېښنا پیسې یې نه وې ورکړې او په رسمی ډول یې د ملت جیب لوټلی و.
له همدې امله قوماندان کفتر له یوې خوا د پرونیو مجاهدینو او جګړهمارانو د نظام او جوړښت پر وړاندې یو ښکاره انتقاد دی او له بلې خوا پر نننیو مجاهدینو جګړهمارانو او ترهګرو یعنې د طالبانو پر ډلې یوه څرګنده ملنډه او لعنت دی.
قوماندان کفتر نه د مارکېټ او ښارګوټو څښتنه ده نه باغ او باغونه لری نه د اسونو اصطبل لری او نه هم د وحشی ژوو کومه ساتنځای یا حیوانخانه.
د هغې په اړه د خلکو باور هم د پام وړ دی هلته چې ځینو خلکو ویلی دی: کفتر په رښتیا یوه اصلی اتله ده. له زغرهوال ټانک، تورې ښیښې، جنرالی رتبې او ډالری معاش پرته جګړه کوی او له کوچ مېلمستون او زرین ماڼۍ پرته پاچاهی کوی.
نو له دې مخې قوماندان کفتر د افغانستان د بوریانشین پاچا ده.
همدارنګه قوماندان کفتر د نننیو جګړهمارو او مجاهدینو یعنې طالبانو پر وړاندې هم یوه طعنه او لعنت دی ځکه طالبانو د افغانستان ښځې د ژوند له ټولو برخو څخه حذف کړې دی او په عملی توګه له ښځو څخه یوازې د (زېږون د کروندې) او وینځو په توګه استفاده کوی.
حال دا چې د افغانستان په منځ کې بېشمېره داسې ښځې شته چې د رهبرۍ، قوماندانۍ، اغېزناک رول او (د بدلون د رهبرۍ) وړتیا لری.
که څه هم قوماندان کفتر د طالبانو د لومړۍ دورې له سقوط وروسته په څو لویه جرګو یا په اصطلاح د مشرانو په مجلسونو کې د بغلان د خلکو د استازې په توګه ګډون کړی و او ان په یوه دوره کې ورته د بغلان د ښځو د چارو د ریاست وړاندیز هم شوی و خو هغې دا وړاندیز ونه مانه.
نو هغه د هغو ښځو له ډلې هم نه ده چې د (فناخیستنې) او شخصی ګټې په لټه کې وی یا یې د مقام او څوکۍ لپاره هڅه کړې وی.
هغه د خپل ولس په منځ کې یوه سادهژوندې چریکه ده. هغه د خپل ولس په منځ کې اوسېدلې او د خپل ولس په څېر یې ژوند کړی دی.
قوماندان کفتر د دې څرګندوی ده چې طالبانی امارت د افغانستان له ښځو سره داسې ظلم او جفا کړې ده چې د افغانستان تاریخ به یې د راتلونکو نسلونو پر وړاندې شرمېدلی وی.
که طالبانی امارت نه وای موجود، نو د دې خاورې ډېرې ښځې به د قوماندان کفتر په څېر وړتیا استعداد او قابلیت لرلای.
هغه قوماندان کفتر چې د څو لسیزو لپاره یې د افغانستان په ځینو سیمو کې خپل بېسیاله واک او حاکمیت ټینګ ساتلی دی.
قوماندان کفتر د افغانستان له تر ټولو پیاوړو او نهماتېدونکو ښځو څخه یوه ده د معاصر افغانستان په تاریخ کې یوه استثنایی ښځه.
بې له مبالغې او غلو څخه هغې د خپل ژوند له څلورو لسیزو څخه ډېره برخه د چریکی جګړو د ښځینه قوماندانې او یوې جګړهمارې ښځې په توګه تېره کړې ده.
هغه یوه اغېزناکه ښځه ده چې د معاصر افغانستان د تاریخ یوه پاڼه یې په خپل نوم ښکلې کړې ده داسې ښځه چې پر خپلې شخصی ارادې ولاړه ده او پر مقاومت او ټینګښت باور لری.
د سرچینو د روایت له مخې هغې له ۱۴ کلنۍ څخه ټوپک په لاس واخیست او په پای کې یې برخلیک او ژوند له ټوپک او جګړې سره داسې غوټه شول چې یو له بل څخه نه جلا کېدل.
هغې د افغانستان د نارینهواکۍ د دودونو معادله ګډه وډه کړه په ۲۲ کلنۍ کې یې وسله پر اوږه واچوله او په رسمی توګه د وسلهوالې مبارزې ډګر ته داخله شوه.
ښایی دا خبره لا جالبه وی چې مېړه یې نه یوازې د هغې له دې کار سره مخالفت ونه کړ بلکې له هغې څخه یې ملاتړ هم وکړ.
هغه د دې لپاره یو رمز یوه نښه او یو څرګند ثبوت دی چې افغانه ښځه کولی شی د ټولنې رهبری پر غاړه واخلی که د طالبانی امارت ناوړه سیاست ورته محدودیتونه وضع نه کړی.
د قوماندان کفتر د جګړهمار ژوند ورځلیک
۱۳۵۸ لمریز کال دی. افغانستان د خپل تاریخ له تر ټولو مهمو او بحرانی سیاسی پړاوونو څخه په یوه کې قرار لری. دا بحران لومړی له کورنی سیاسی کړکېچ څخه پیل شو او وروسته د شوروی اتحاد د مستقیمې لاسوهنې لامل وګرځېد.
همدارنګه په ۱۳۵۸ لمریز کال کې سیاسی بحران د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند لمنه هم ونیوله او په عملی توګه د دغه ګوند د خلق او پرچم دواړو ډلو ترمنځ شخړه رامنځته شوه.
په همدې کال کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د مرکزی حکومت پر وړاندې وسلهوال مقاومت پیل شو. په همدې کال کې شوروی اتحاد په رسمی توګه خپل پوځی ځواکونه افغانستان ته ولېږل.
او په همدې کال کې یوه حیرانوونکې پېښه رامنځته شوه (قوماندان کفتر د معاصر افغانستان د پارتیزانی جګړو په پوځی تاریخ کې داخل شوه)
کله چې د شوروی ځواکونو په یوه برید کې د قوماندان کفتر زوی ووژل شو دې جګړهمارې ښځې د ۲۰۰ کسیزې چریکی ډلې بنسټ کېښود او په رسمی توګه یې د جنګیالیو نارینهوو قومانده پر غاړه واخیسته او د مرکزی حکومت او د شوروی اتحاد د ځواکونو پر وړاندې یې جګړه پیل کړه.
د چریکی ځواکونو د قوماندانۍ ترڅنګ د قوماندان کفتر د زېږېدنې سیمه شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه لری. قوماندان کفتر له ۱۳۵۸ کال څخه تر نن ورځې پورې پر دغو ۲۰۰۰ کورونو خپل نفوذ او حاکمیت ساتلی دی.
هغې د ښځینه مقاومت او ټینګښت یوه نښه او د ښځو لپاره د الهام سرچینه ده.
د طالبانو د لومړی ځل یرغل پر مهال د ۱۳۷۰ لسیزې په کلونو کې هغې له طالب ځواکونو سره په جګړه کې طالبان له خپلو سیمو وشړل. د طالبانو ځواکونو څو څو ځله د هغې د ترور او وژلو هڅه وکړه.
هغې خپله سیمه پرېښوده او د افغانستان په شمال کې یې په غرونو او دښتو کې د طالبانو پر وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکړ. په همدې دوره کې له ۲۰۰۰ څخه ډېرو جنګیالیو د هغې تر قوماندې لاندې فعالیت کاوه.
قوماندان کفتر په یوه مرکه کې ویلی دی:زه د وطن د دښمنانو د ظلم له امله وسلهواله شوم. د دښمن پر وړاندې مې جګړه وکړه او له خپل ولس خپلې سیمې او خپلې ولسوالۍ څخه مې په مېړانه دفاع وکړه. ما هېڅکله هېڅ شخص یا ډلې ته اجازه نه ده ورکړې چې زما پر خلکو ظلم او تاوتریخوالی وکړی.
شخصی ژوندلیک
قوماندان کفتر د حاجی دولت لور د ۱۳۲۵ او ۱۳۲۸ لمریزو کلونو ترمنځ د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د سبحان درې په «جوی» کلی کې چې د پلخمری ښار څخه شاوخوا ۹۵ کیلومتره واټن لری د سنی هزاره قوم په یوه کورنۍ کې زېږېدلې ده.
د هغې د شخصیت په روزنه او جوړښت کې تر ټولو مهم رول د هغې د پلار د روزنې او ښو اخلاقو و. کله چې به یې پلار هغه له ځان سره د کلی هر ډول غونډو او ټولنیزو ناستو ته بیوله په عملی توګه یې په هغې کې پر ځان باور پیاوړی کړ او ور زده یې کړل چې له خلکو سره څنګه تعامل او چلند وکړی.
هغې په لس کلنۍ کې واده وکړ خو ډېر ژر یې ژوند له جګړهمارۍ سره وتړل شو. کله چې هغې له شوروی ځواکونو سره په جګړه کې د خپلې کورنۍ درې غړی له لاسه ورکړل وسله یې واخیسته او د هغه وخت له مجاهدینو سره یوځای شوه څو د شوروی ځواکونو پر وړاندې وجنګېږی.
د قوماندان کفتر او «فولان دوی» د ژوند کیسې چې په هند کې د مقاومت او پاڅون یوه نښه ګڼل کېږی د چریکی ځواکونو د قوماندانۍ له پلوه یو له بل سره ورته والی لری.
فولان دوی هغه مهال کله چې په ځوانۍ کې پرې تېری وشو د غچ اخیستنې لپاره یې خپله لاره وټاکله. هغې د یوې وسلهوالې ډلې تشکیلات جوړ کړل او خپله یې د یاغیانو مشری پر غاړه واخیسته.
قوماندان کفتر د پارتیزانی مبارزو په جریان کې ډزې کول او آسسواری زده کړل.
هغې په یوه مرکه کې ویلی دی:ښځې کولی شی خپل توان او وړتیا ثابته کړی هغوی کولی شی په ټولو سیاسی، فرهنګی، ټولنیزو او ان تر دې چې په پوځی برخو کې هم فعالیت وکړی او اغېزناک رول ولوبوی.
د نړۍ د چریکی قوماندانانو په کتار کې د قوماندان کفتر ځایګی
په ۲۰۱۴ میلادی کال کې یوه استرالیایی څېړنیزې ادارې د افغانستان الهامبخښوونکې ښځې تر سرلیک لاندې یوه څېړنه خپره کړه. د قوماندان کفتر نوم د دې څېړنې په سر کې راغلی و.
همدارنګه د هغې په اړه د افغانستان د ښځو انتخاب په نوم یو مستند فلم هم جوړ شوی دی.
سره له دې لا هم اړتیا شته چې د دې اسطورهیی قوماندانې په اړه لا ډېرې او غوره څېړنې ترسره شی. دا پوښتنه چې په رښتیا د رهبرۍ روحیه ذاتی ده او که اکتسابی؟ او دا څنګه ممکنه شوه چې د افغانستان په داسې تړلې او نارینهواکۍ ټولنه کې یوه ښځه د وسلهوالو نارینهوو قومانده پر غاړه واخلی؟
دا قوماندانه ان د پوهنتونی څېړنو لکه د محصلینو د مونوګرافونو پایانلیکونو او ټولنپوهنیزو څېړنو وړتیا لری هغه ښځه چې د خپل ژوند په یوه پړاو کې یې د ۲۰۰۰ کسیز نامنظم جنګی ځواک قومانده پر غاړه واخیسته. هغه هم یوه افغانه کلیواله ښځه چې له تعلیمی امکاناتو او رسمی زدهکړو څخه برخمنه نه وه او نه ده.
اوس دا پوښتنه مطرح کېږی چې د قوماندان کفتر د یادولو او مطرح کولو اهمیت په څه کې دی؟ ولې (د افغانستان د ښځو غږ) خپرونې قوماندان کفتر (د افغانستان د اغېزناکو ښځو په دوسیه) کې شامله کړې ده؟
د دې پوښتنې ځواب هغه مهال ښه درک کولی شو چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د هغو ښځینه قوماندانانو تاریخ او رول ته وګورو چې د نامنظمو او پارتیزانی جګړو مشری یې کړې او د نارینهوو چریکی ځواکونه یې رهبری کړی دی.
په بله وینا که وغواړو یوه موضوع په یوازې ځان او له نورو سره له پرتله کولو پرته وڅېړو ښایی د هغې واقعی اهمیت په ښه توګه څرګند نه شی. خو کله چې یوه موضوع د پرتله کولو او ارزونې په تله کې کېږدو نو د هغې ځایګی اهمیت او ارزښت په ښه توګه څرګندېږی.
له همدې امله د دې لیکنې په پای کې غواړو قوماندان کفتر د نړۍ د ښځینه چریکی او ګوریلایی جګړو د قوماندانانو په کچه کې ځای پر ځای کړو څو هغه لا ښه وپېژنو او د هغې ځایګی او اهمیت لا ښه درک کړو.
قوماندان کفتر په دې کچه کې
قوماندان کفتر په دې کچه کې هغه ښځه ده چې د افغانستان په نارینهواک ټولنیز جوړښت کې د یو شمېر نارینه پارتیزانانو د رهبرۍ او قوماندانۍ وړتیا لری.
قوماندان کفتر یوازې د چریکی جګړو یوه پوځی قوماندان نه ده بلکې د افغانستان د ښځینه مبارزو د تاریخ یوه برخه هم ده.
دلته باید د هغو ښځینه قوماندانانو ترمنځ توپیر وشی چې په منظم پوځی جوړښت لکه اردو یا پوځ کې یې دندې ترسره کړې دی او هغو ښځو ترمنځ چې په نامنظمو او چریکی جګړو کې یې قومانده کړې ده.
په افغانستان کې داسې ښځې هم تېرې شوې دی چې په یوه منظم او تعریف شوی پوځی ـ حکومتی جوړښت کې یې پوځی رتبې ترلاسه کړې دی. دا ډول پوځی خدمت باید له پارتیزانی جګړو څخه جلا وبلل شی.
له هغو مهمو ښځو څخه چې د افغانستان په پوځی جوړښت کې یې لوړې پوځی رتبې لرلې د جنرال خاتول محمدزی نوم یادولی شو هغه د ډېرو کلونو لپاره د افغانستان تر ټولو لوړه پوځی رتبه لرونکې ښځه وه.
همدارنګه ډګرواله ملالۍ کاکړ ډګرواله جمیله بایاز ډګرواله نجیبه جنرال شهلا اباوی، زهره نوفی او مریم تابش هم د افغانستان په پوځی جوړښت کې له هغو ښځو څخه دی چې د پام وړ پوځی دندې او رتبې یې لرلې دی.
د هغو افسرانو او پوځی کسانو ترمنځ چې ورته پوځی رتبه تفویض یا اعطا شوې وی او د قوماندان کفتر په څېر د پارتیزانی ځواکونو ترمنځ ډېر توپیر شته.
د بېلګې په توګه ویلی شو چې چریکی قوماندانان هغه مشران دی چې د هغوی کاریزماتیکه رهبری سبب کېږی چې د قوماندانۍ د هرم په سر کې ځای ونیسی په دې ځای کې نه د کومې رسمی رتبې تفویض مطرح وی او نه هم د پوځی درجې اعطا.
د ښځینه چریکی قوماندانانو په نړیواله کچه کې
له هغو ښځو څخه چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې په چریکی او نامنظمو جګړو کې ونډه اخیستې ده (فولان دوی) ده چې د (لارزنانو د ملکې) په نوم مشهوره وه. هغه یوه هندی ټولنیزه یاغی ښځه وه چې د ظلم او راهزنۍ له منګولو څخه د ځان د ژغورلو لپاره یې چریکی لاره غوره کړه.
خو په مقابل کې قوماندان کفتر د یوه پارتیزانی ځواک قوماندان ده چې د خپل هېواد د ژغورلو لپاره یې چریکی جګړه خپله کړه.
په لنډه توګه فولان دوی د غچ پر بنسټ د عدالت او د ذاتی نظام پر وړاندې د مبارزې په لټه کې وه خو قوماندان کفتر د ملی خپلواکۍ لپاره مبارزه کوله.
فولان دوی د ۱۰ تر ۲۰ کسانو پورې د یوې ډلې مشری د «چمبل» په ژورو سختو او تېرېدلو ستونزمنو درو کې کوله؛ خو قوماندان کفتر په بغلان کې د خپل ولس په منځ کې د ۲۰۰ نارینه پوځی کسانو څخه تر ۲۰۰۰ نارینه چریکانو پورې د ځواکونو مشری پر غاړه لرله.
د نړۍ په نورو جغرافیو کې له نورو ښځینه چریکانو څخه هم د څو ښځو او څېرو نومونه اخیستل کېدای شی.
«لیویوی آرس» (Liwayway Arce) چې فلیپینۍ وه په ۱۹۴۰ کال کې د Huk په پاڅون کې د یوې چریکی قطعې قومانده پر غاړه لرله او یو شمېر نارینه د هغې تر قوماندې لاندې وو.
همدارنګه «جویس موجورو» (Joice Mujuru) چې د زیمبابوې وه په ۱۹۷۰مو میلادی کلونو کې د ZANLA یا د رودزیا د حکومت پر ضد د چریکی ځواکونو له لومړنیو ښځینه قوماندانانو څخه وه. هغې ان د امیندوارۍ پر مهال هم په چریکی عملیاتو کې ګډون کاوه.
سلیا سانچز (Celia Sánchez) د کیوبا «د جولای ۲۶ غورځنګ» له پاڅونکوونکو ځواکونو سره د سیرا مایسترا په غرونو کې یوځای شوه او د ۱۹۵۰مو میلادی کلونو په ترڅ کې یې د جګړې په ډګر کې قومانده پر غاړه لرله. د اکسفورډ پوهنتون له هغې څخه د ګوریلایی جګړو د ښځې په توګه یادونه کړې ده.
روجدا فلات (Rojda Felat) د سوریې کردۍ جګپوړې قوماندانې او د ښځو د ساتنې د واحدونو (YPJ) قوماندانې مایسا عبدو (Meysa Abdo) سوریایی کردۍ ښځه چې په کوبانی کې یې د داعش پر وړاندې د ځواکونو قومانده کوله نسرین عبدالله (Nasrin Abdulla) د ښځو د ساتنې د واحدونو (YPJ) جګپوړې قوماندانې چې د داعش پر وړاندې په جګړه کې یې د رقا د آزادولو په عملیاتو کې رول درلود او په سوریه کې د ۲۰۱۰مو کلونو په ترڅ کې د دولت له کنټرول څخه بهر د ځواکونو نورو جګپوړو قوماندانانو هم د چریکی جګړو په ډګر کې مهم رولونه ترسره کړی دی.
ویکتوریا ساندینو (Victoria Sandino) د کولمبیا د انقلابی وسلهوالو ځواکونو (FARC) قوماندانې وه دا یو مارکسیستی ـ لیننیستی انقلابی چریکی سازمان و.
همدارنګه اولکا لوسیا مارین (Olga Lucía Marín) او اریکا مونتیرو (Erika Montero) د کولمبیا د ۱۹۸۰مو میلادی کلونو له چریکی قوماندانانو څخه وې. اریکا مونتیرو په ۱۸ کلنۍ کې د کولمبیا له انقلابی وسلهوالو ځواکونو (FARC) سره یوځای شوه او شاوخوا ۴۰ کاله یې د چریکی مبارزې په لاره کې تېر کړل.
مونیکا بالتودانو (Monica Baltodano) هم په ۱۸ کلنۍ کې د نیکاراګوا د ساندینیستا د ملی آزادۍ جبهې (FSLN) سره یوځای شوه. دورا ماریا تېلېز (Dora María Téllez) او لېتیسیا هېریرا (Leticia Herrera) د نیکاراګوا د ۱۹۷۰مو میلادی کلونو له چریکی قوماندانانو څخه وې. همدارنګه کومانډانته آنا (Comandante Ana) لورینا پېنا (Lorena Peña) چې د فارابوندو مارتی د ملی آزادۍ جبهې (FMLN) غړې وه او نادیا دیاز (Nidia Díaz) چې د ۱۹۸۰مو میلادی کلونو په ترڅ کې د السلوادور له چریکی قوماندانانو څخه وه هم د یادونې وړ دی.
البته د هغو ټولو ښځینه قوماندانانو ترمنځ چې پورته مو د چریکی جګړو په اړه یادونه وکړه له قوماندان کفتر سره یې یو مهم توپیر دا دی چې د دغو کسانو ډېری یې تحصیلکرده او پوهنتونی زدهکړې لرلې او له سولې وروسته یې د پارلمان د غړیتوب او دولتی دندو په څېر لوړ مقامونه ترلاسه کړل. ځینو یې خپل کتابونه او ان د خپلو خاطراتو کتابونه هم ولیکل او خپاره کړل.
پایله
په پای کې ویلی شو چې قوماندان کفتر د نړۍ په کچه د نامنظمو او چریکی جګړو د قوماندانانو له اسطورو څخه ګڼل کېدای شی ان د کیوبا، هند، زیمبابوې، فلیپین، سوریې، کولمبیا، نیکاراګوا او السلوادور د ډېرو ښځینه چریکی قوماندانانو په پرتله هم د هغې ځایګی لوړ او د پام وړ دی.
ځکه قوماندان کفتر په ځینو پړاوونو کې د ۲۰۰۰ چریکانو قومانده پر غاړه لرله یعنې د یوې سیمې یا یوې جبهې د پوځی ځواک رهبری او قومانده یې کوله.
لنډه دا چې قوماندان کفتر خپله یوه لشکر ده.










