د تیارې د دور روایتونه (شمېره ۱۰۲)
لیکواله: هدیه احمدی
د خزان وروستۍ ورځې وې او محبوبه ورو ورو نهو کلنۍ ته رسېده. نهو کلنۍ هغه عمر دی چې ماشوم باید لوبې وکړی او د ماشومتوب له خوښیو خوند واخلی، نه دا چې د ژوند درنې مسؤلیتونه پر اوږو واخلی. خو د دې وړې نجلۍ لپاره برخلیک یوه دردناکه کیسه ولیکله؛ هغه کیسه چې نوم یې جبری واده دی.
محبوبه د دایکندی ولایت د شهرستان ولسوالۍ اوسېدونکې وه. هغه په یوه ډېره بېوزله کورنۍ کې نړۍ ته راغله. پلار یې معلول سړی و، نه یې سترګې لیدلې او نه یې ژوند سم روان و. خو بیا هم یو لوی او مهربان زړه یې درلود. هغه به تل خپلو ماشومانو ته هیله ورکوله چې یوه ورځ به یې سترګې بېرته ښه شی.
ډاکټرانو ویلی وو چې د هغه ناروغی درملنه کېدای شی او هغه له موره ړوند نه دی زېږېدلی. خو د درملنې لپاره ډېر لګښت ته اړتیا ده.
خو کله چې جیب تش وی، درملنه څومره لرې او نهرسېدونکې شی.
د محبوبې پلار، خداداد، د اته کسیزې کورنۍ سرپرست و؛ د دوو لوڼو او څلورو زامنو پلار. محبوبه چې د کور مشره لور وه، د پلار له ړندوالی ډېر ځورېده. کله چې به یې لیدل چې پلار یې آن د یو متر واټن هم نه شی وهلی، لا ډېر ناامیده کېده. له ځانه به یې پوښتل: ایا سبا به پلار وکولای شی ووینی؟
خو داسې څوک نه و چې هغې ته هیله ورکړی. د پلار تړلو لاسونو او ړندو سترګو ته په کتو، ایا کېدای شول څه وشی؟
له بلې خوا، د محبوبې مور، طاهره، یوه سړه او بدخویه ښځه وه. طاهره هېڅکله خداداد ته پام نه کاوه. آن کله ناکله به یې هغه پېغور ورکاوه او «کور» به یې باله.
کله چې د پسرلی موسم راورسېد او د کرنې کارونه پیل شول، هغې به له خپل اته کلن مشر زوی علیاصغر سره د خلکو کروندو ته تله او کار به یې کاوه. خو د هغوی د کار حاصل ډېر لږ و.
علیاصغر چې د پلار له ړندېدو وروسته د کورنۍ مسؤلیت پر اوږو اخیستی و، له مکتب تګ او زده کړو څخه پاتې شو. داسې ښکارېده لکه د پلار ړندوالی او ناروغۍ د هغه روح او روان هم خپه کړی وی. کله به یې یوازې پلار ته کتل او څه به یې نه ویل؛ ښایی ناامیده کېده. بالاخره د مجبورۍ له امله د ګاونډیانو د ورېو چوپان شو.
محبوبه لږ څه لویه شوه د قلم پر ځای یې د پخلنځی له چړې او د تنور له سیخ سره بلد شوه. د کتاب د زده کړې پر ځای باید د کور کارونه زده کړی.
ورو ورو ورته خواستګاران پیدا شول. کله چې لومړنی خواستګاران راغلل، پلار او کورنۍ یې راضی نه شول هغوی وویل: «لور مو لا کوچنۍ ده، د ژوند د ستونزو او جنجالونو د زغملو توان نه لری»
خو کله چې محبوبې خپله کورنۍ بېوسه او په ستونزو کې ښکېله ولیده په زړه کې یې ویره پیدا شوه؛ هسې نه چې یوه ورځ یې په زور واده کړی.
محبوبه نسبتاً لنډ قد درلود بدن یې نری او کمزوری و سترګې یې نسواری وې او پوزه یې اوږده وه. دومره نرۍ وه چې ځینو به په ټوکه ویل: «که څوک دې لاس کلک ونیسی، مات به شی؛ او که دې له پوزې ونیسی ساه به دې وځی»
هغې به کله ناکله د ګاونډیو له نجونو سره د وخت تېرولو لپاره وته او د لنډې شېبې لپاره به یې خپل غمونه هېر کړل. خو کله چې به بېرته کور ته راغله او پلار به یې ولید ټولې ستونزې او غمونه به یو ځل بیا پر هغې راټوپ کړل.
هغه حېرانه وه. د ړانده پلار او خراب اقتصادی حالت سره څه وکړی؟ له بلې خوا، کله چې به یې لیدل چې د هغې همعمره نجونې مکتب ته ځی، زړه به یې تنګ شو او ژړا به یې ورغله. له ځان سره به یې ورو ورو ویل:
«خدایه! کاشکې ته زما د پلار سترګې بینا کړې وای.
کاشکې زه هم د نورو نجونو په شان مکتب ته تللی وای.
ایا نه کېده چې زما پلار هم شتمن وای او ما ته یې قلم او کتابچه اخیستې وای؟»
د بدمرغۍ له امله، خداداد د ړندوالی تر څنګ د شکر په ناروغۍ هم اخته شو. اوس د هغه د سترګو تیاره لا درنه شوې وه. ډېری ورځې به یې د غم سر پر زنګون ایښی و. کار یې یوازې د دیوال ترڅنګ ناستې ته پاتې شوی و. ړندوالی او د شکر ناروغۍ هغه دومره خپه او مایوسه کړی و چې د هر لیدونکی زړه به پرې خوږېده.
د ژوند ستونزې ورځ تر بلې د خداداد د کورنۍ پر غړو درنېدې؛ هم پر لوڼو او زامنو او هم پر مېرمن یې. د باران له ورځو څخه په یوه ورځ، طاهره، د خداداد مېرمن، خپل څلوېښت ورځنی ماشوم په غېږ کې نیولی و، د کړکۍ مخې ته ناسته وه او شیدې یې ورکولې. د باران غږ یې غمونه نور هم تازه کول. هغې د کړکۍ پر ښیښه لګېدونکو څاڅکو ته کتل او له ځان سره یې ویل:
«څه وشول چې ژوند زما د زړه پر تن داسې د غم توره جامه واچوله؟ ولې هر څه د هیلو له رنګه تش شول؟ ولې زما برخه دومره چوپتیا او سختی ده؟»
طاهره نور زغم ونه کړ. له ژوند، له بېوزلۍ او له خپل ړانده مېړه ستړې شوې وه. بالاخره یې پرېکړه وکړه. کور یې پرېښود. له جهانګیر، احمد او محمد سره ولاړه. آن خپل ټیلیفون یې هم له ځان سره وانخیست. غوښتل داسې ځای ته ولاړه شی چې هېڅوک ونه وینی؛ حتی محبوبه او علیاصغر هم نه.
یوه میاشت وروسته خبر راغی چې هغه په کندهار کې لیدل شوې ده. نور یې نه د چا پوښتنه وکړه او نه یې احوال ورکړ. ستړې شوې وه، له هر څه.
په کور کې محبوبه پاتې شوه، له خپلو وروڼو او خویندو سره، له یوه ړانده پلار سره. هغې لا د ډوډۍ پخولو هم ښه نه وو زده کړی؛ یوازې به یې خمیر تیاراوه او د ګاونډ ښځه به ورته ډوډۍ پخول.
د پلار حالت هم ورځ تر بلې خرابېده. د ګاونډ یو مهربان کس هغه ډاکټر ته یووړ. درمل یې واخیستل. لږ ښه شو، خو بشپړ روغ نه شو.
د کلی خلک ناپوه او فرصتطلب وو. د محبوبې لپاره بل خواستگار پیدا شو. دا ځل پلار سخته پرېکړه وکړه: محبوبه یې واده کړه.
کله چې پلار خپله پرېکړه محبوبې ته وویل، کوچنۍ نجلۍ یوازې د پلار ستړی مخ ته کتل. اوښکې یې په سترګو کې راټولې شوې. ستونی یې له ژړا ډک شو. هغې د خپل برخلیک په اړه فکر کاوه؛ د هغو ښځو د برخلیک په اړه چې ان د انتخاب حق هم نه لری.
ستار، هغه سړی چې ټاکل شوې وه د لس کلنې محبوبې مېړه شی له روانی پلوه سالم نه و. بېدلیله به یې خندل. سم ګرځېدل یې هم نه شوای کولای؛ یو ډول مورزادی معلولیت یې درلود. عمر یې هم نږدې د محبوبې درې چنده و.
په پای کې، د مور په نشتون او د پلار د ړندو سترګو په تیاره کې پرېکړه وشوه چې د واده مراسم به بله شپه ترسره شی. محبوبه لا نه پوهېده چې «مېړه» څه معنی لری او «ژوند» کوم مسؤلیتونه لری. هر څه ورته د یوې لرې او نامعلومې افسانې په شان وو.
هغه شپه چې د زوم کورنۍ د هغې د وړلو لپاره راغله، ترور یې د چمتو کولو لپاره ورسېده. هماغه شېبه د محبوبې بدن ولړزېد. نړۍ یې په نظر تیاره شوه. ځان یې د ترور په غېږ کې واچاوه او په زوره زوره یې ژړل پیل کړل.
هغې ویل: «ترور جان، زه له خپل پلار څخه نه ځم. زه د خپل پلار خیال ساتم. زما پلار نه شی لیدلی…»
ترور یې هم ژړل. څه یې ونه ویل. هغې یې حمام ته یوړه. نری او کمزوری بدن یې پرې ومینځه. نوې جامې یې ور واغوستلې. وېښتان یې ورته وښوول. محبوبه لا هم ژړل: «ترور، زه د هېچا کور ته نه ځم. زه د خپل پلار سره پاتې کېږم. زه به د علیاصغر او نرګس خیال ساتم…»
بیا یې په مات غږ وویل: «که پلار مې ما نه غواړی، زه به د خپلې مور خواته ولاړه شم… مهربانی وکړه ترور…»
شپه شوه. شپږ کسان راغلل: زوم، د هغه خور پلار او مور یې، ملا او یو موټرچلوونکی. د عقد مجلس تیار شو. خو محبوبه نه وه. داسې ښکارېده لکه په هوا کې ورکه شوې وی.
هغې تښتېدلې وه.
پلار د حرکت توان نه درلود. زوم، چې نیمه هوښیار و، د ترور له مېړه سره د هغې د لټون لپاره ووتل.
محبوبه د شپې په تیاره کې، د غره تر څنګ، یوه ډبره د بالښت په شان تر سر لاندې ایښې وه او ویده شوې وه. ناڅاپه یو سوک د هغې پر مخ ولګېد. د ستار په وهلو له خوبه راوویښه. حیرانه وه. ځان یې د دوو قهرجنو سړیو تر منځ ولید. د خوب او ویښتیا تر منځ یې چیغه کړه: «مورې… زه نه ځم…»
خو بله لار نه وه. یو کلک لاس یې مړوند ونیو. په زور یې بېرته کور ته راوستله.
کله چې کور ته ننوتله، خواښې یې پر مخ یو سخت څپیړه ورکړه. هغه دیوال ته ولګېده او ولوېده. وروسته یې لږ زیورات پر لاسونو او غاړه ور وځړول. بدن یې بېحاله شوی و. نور نه ژړل، نه یې خبرې کولې.
سر یې چادری واچوله.
هغه چادری چې د هغې ماشومتوب یې تریوړه.
هغه چادری چې د هغې ازادی یې په زندان بدله کړه.
ملا په لوړ غږ وویل: «عقد وتړل شو»
پلار یې په یوه ګوښه کې چوپ ناست و.
یوازې یې اورېدل. څومره درنه شېبه وه.
هغه شپه محبوبه ویده نه شوه. سترګې یې سرې شوې وې.
سهار د تلو شېبه راورسېده. هغې خپلو بنګړو او ګوتو ته وکتل. داسې یې احساس کاوه لکه خپل ژوند چې په هماغو کړیو کې وینی؛ تړلی، تنګ او بې له د تېښتې لارې.
اوښکې یې ورو ورو بهېدلې، خو له هغې هېڅ غږ نه پورته کېده.
هغه یې یوړه.
په لاره کې په درانه خوب کې ډوبه شوه؛ داسې خوب لکه بېهوشی. کله چې یې سترګې پرانیستې سر یې د ترور په لمن کې و. هر څه ورته پردی ښکاره کېدل. بیا یې سترګې پټې کړې. اوښکې یې ورو ورو د ترور پر لمن تویېدې.
سهار، د کوټې په یوه کونج کې ناسته وه، سر یې پر زنګون ایښی و؛ لکه هغه مرغه چې وزرونه یې مات شوی وی. درد یې درلود. له درده به تاوېده را تاوېده. د هغې هیلې له خاورو سره برابرې شوې وې. نور یې هېڅ نه ویل.
یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.









