د افغانستان د ښځینه کیسهلیکوالو دوسیه – ۱۹
څېړونکې: قومشاهۍ
د افغانستان د ښځو د کیسهلیکنې روایت یوازې د لیکوالۍ کیسه نه ده بلکې د افغان ښځو غږ د هغوی د ژوند تجربې او هویت د ښځینه کیسهلیکوالو له لارې انځوروی. د افغانستان د ښځو کیسهلیکنه د فرهنګی مقاومت یوه بڼه هم ده د سیاسی ټینګښت او پایدارۍ څرګندونه هم ده او د ښځینه هویت د مبارزې او تثبیت یوه وسیله هم ګڼل کېږی. هغه ښځې چې په کوڅو کې د تیارو پر وړاندې درېږی هغه چې د کلمو او جملو تر شا خپل غږ پورته کوی او هغه چې د ظلم پر وړاندې د مقاومت په سنګر کې ولاړې دی ټولې یوه موخه لری: د ښځې غږ هغه غږ چې غواړی ولیدل شی واورېدل شی او په رسمیت وپېژندل شی.
له دغو «غږونو» څخه یوه هم انجینره معصومه کوثری ده یوه تکړه کیسهلیکواله. موږ د افغانستان د ښځینه کیسهلیکوالو د دوسیې په دې ګڼه کې د دې نوښتګرې او خلاقې مېرمنې د ژوند کیسه او ادبی سفر څېړو او له لوستونکو سره یې شریکوو.
معصومه کوثری د افغانستان د مهاجرت د نسل له کیسهلیکوالو څخه ده او د معاصرې کیسهلیکنې له پېژندل شویو څېرو شمېرل کېږی. د کیسې کرهکتونکی په دې باور دی چې معصومه کوثری یوه ذاتی او فطری کیسهلیکواله ده او د افغانستان د کیسهلیکنې له ځانګړو پدیدو څخه ګڼل کېږی. نوموړې د اویایمې لسیزې (۱۳۷۰یمو کلونو) له کیسهلیکوالو څخه ده هغه لسیزه چې افغانستان یې له سختو توپانونو او پرلهپسې کړکېچونو سره مخ کړی و. د دغې لسیزې پیل د افغانستان د معاصر تاریخ له تر ټولو بحرانی پړاوونو څخه و.
هغه کلونه وو چې جهادی ایډیولوژیک ګوندونه لکه وږی او وینېتږی لېوان پر یو بل ورمات وو او یو بل یې ټوټې ټوټې کول. په همدې لړ کې ۱۳۶۷ لمریز کال هغه کال و چې شوروی اتحاد خپل پوځونه له افغانستانه وایستل. وروسته د ډاکټر نجیبالله په مشرۍ د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت له پنځو کلونو وروسته یعنې په ۱۳۷۱ لمریز کال کې سقوط وکړ او کابل په عملی توګه د جهادی ایډیولوژیکو، وسلهوالو خونړیو او ورانوونکو ډلو د جګړو په ډګر بدل شو.
خو په داسې ناورینځپلو او دردناکو شرایطو کې له هېواده بهر د ایران مېشتو افغان کډوالو یو نسل د ادبی اثارو په پنځولو او ادبی فعالیتونو بوخت و. له همدې ډلې څخه معصومه کوثری هم وه چې د کډوالۍ او بېځایه کېدو له ټولو سختیو سره سره د ۱۳۷۰یمې لسیزې په پیل کې یې د کیسهلیکنې ډګر ته مخه کړه. د هغې لومړنۍ کیسې په ۱۳۷۱ لمریز کال کې له هېواده بهر ولیکل شوې هماغه کال چې د شوروی اتحاد له ملاتړ پرې کېدو وروسته د افغانستان د خلقی حکومت سقوط وکړ.
په ۱۳۷۴ لمریز کال کې افغانستان د کورنۍ جګړې د دولتی بنسټونو د ړنګېدو او سخت بشری ناورین تر سیوری لاندې و. په همدې وختونو کې د طالبانو په نوم یو نوی ځواک هم راڅرګند شو چې د خپل واک په دواړو پړاوونو کې یې د افغانستان د پرمختګ بهیر په ټپه ودراوه. دغه وروستهپاتې ډله د اسلام له منځنیو پېړیو سره ورته تفسیر او لیدلوری په زور پر ټولنې وتپه د خلکو د ژوند نږدې ټول اړخونه یې محدود او فلج کړل افغانستان یې له نړیوالې ټولنې او نړیوالو حقوقی اړیکو څخه منزوی کړ او په سیاسی انزوا کې یې واچاوه. ښځې په عملی توګه د ژوند له ټولو ټولنیزو ډګرونو وشړل شوې او د خپلو کورونو په څلورو دېوالونو کې بندې پاتې شوې.
معصومه کوثری د همدې لسیزې روزنه ده. د هغې آثار له ۱۳۷۴ لمریز کال راهیسې د افغان کډوالو په چاپی رسنیو کې خپرېدل. که څه هم هغې ډېر آثار نه دی چاپ کړی خو بیا هم د افغانستان له پیاوړو کیسهلیکوالو څخه شمېرل کېږی. د هغې تر ټولو مهم چاپ شوی اثر د «حادثهی فصل» په نوم د لنډو کیسو ټولګه ده چې نولس کاله وړاندې په کابل کې د ظهیرالدین بابر ادبی ـ فرهنګی ټولنې له خوا چاپ او خپره شوه.
د دې ټولګې اصلی موضوعات د ښځو د ژوند انځورول د محدودوونکو دودونو او رواجونو نقد او په افغانستان کې د ښځو او ټولنې د کړاوونو او ټولنیز تبعیض بیان دی. د ادبی کارپوهانو په ویناروانه ژبه، واقعبینانه لیدلوری او ټولنیز حساسیت د معصومه کوثری د کیسهلیکنې له مهمو ځانګړتیاوو څخه دی.
د بېلګې په توګه معصومه کوثری په خپله «مات الوت» (پرواز شکسته) کیسه کې دوه کرکټرونه انځوروی: یو ورور او یوه خور. لیکواله په دې هنری اثر کې ښیی چې ورور څنګه په بشپړه ازادۍ ګرځی له کوره وځی هر هغه ځای ته ځی چې زړه یې غواړی او په بېلابېلو لوبو او ساتېریو بوخت وی خو خور یې له هېڅ ډول ازادۍ برخمنه نه ده.
«مات الوت» یوازې یوه کیسه نه ده بلکې د ټولنې دودیز فرهنګ او سیاسی وضعیت ژوره او انتقادی شننه هم ده. دا یو تیز ژور او هنرمندانه نقد دی داسې نقد چې نه یې خبریال نه تاریخلیکونکی او نه هم مقالهلیکونکی په هماغه ځواک او اغېز ترسره کولای شی.
په لنډه توګه معصومه کوثری د همدغو غږونو له ډلې څخه یوه ده د هغو ښځو او نجونو غږ چې تل د بندیزونو او محرومیتونو په زنځیرونو کې ساتل شوې دی. د افغانستان په تړلې او سختدریځې ټولنه کې په ځانګړی ډول د طالبانو د امارت له واکمنېدو وروسته له ښځو او نجونو څخه نږدې ټول اساسی حقونه او ازادۍ واخیستل شوې او د ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې دی.
زدهکړې
معصومه کوثری د هغو افغان مېرمنو له ډلې څخه ده چې لوړې زدهکړې یې کړې دی. ښایی هغه له هغو نېکمرغه نجونو څخه وی چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ د تورو او تیارو کلونو مستقیمه تجربه یې نه ده لرلې. د هغې د ژوند یوه مهمه برخه د ایران په قم او مشهد ښارونو کې تېره شوې ده.
هغې خپلې لومړنۍ او منځنۍ زدهکړې د ایران د مشهد په ښار کې بشپړې کړې او د تجربوی علومو په څانګه کې یې د دولسم ټولګی (ډیپلوم) سند هم په همدې ښار کې ترلاسه کړ. په ۱۳۷۴ لمریز کال کې افغانستان ته راستنه شوه هغه وطن ته چې هېڅکله ورته د ارامۍ او سوکالۍ ځای ونه ګرځېد. وروسته یې د مزارشریف په بلخ پوهنتون کې د انجینرۍ په څانګه کې خپلې لوړې زدهکړې پیل کړې.
معصومه کوثری انجینره ده خو تر دې چې انجینره شی او یا د انجینرۍ سند ترلاسه کړی کیسهلیکواله ده. هغې د هغو نورو ښځو په څېر چې د انجینرۍ او لیکوالۍ ترمنځ یې بریالۍ اړیکه ټینګه کړې وتوانېده چې دا دواړه لارې سره یوځای پر مخ یوسی.
په دې برخه کې د څو هغو ښځینه لیکوالانو یادونه هم کېدای شی چې د لیکوالۍ ترڅنګ انجینرانې هم دی. له هغو څخه یوه باندیتا فلوکان ده هندی لیکواله چې د میخانیکی انجینرۍ سند لری او د خپلې انجینرۍ له زدهکړو وروسته یې کیسهلیکنې ناوللیکنې او ژباړې ته مخه کړه. همدارنګه صالحه عبید اماراتۍ لیکواله ده چې د الکترونیکی انجینرۍ سند لری او ډی. ام. پولی (D.M. Pulley) امریکایۍ لیکواله ده چې د ساختمانی انجینرۍ سند لری او د تاریخی معمارۍ په اړه یې ناولونه لیکلی دی.
د دې لپاره چې دلته د انجینرۍ له زدهکړو لرونکو څو ښځینه کیسهلیکوالو یادونه کوو موخه دا ده چې وښیو افغانه ښځه هم د نړۍ د نورو ښځو په څېر د ودې، غوړېدو او بریا بشپړ استعداد او وړتیا لری. افغانه ښځه هم کولای شی انجینره شی او هم لیکواله خو په دې شرط چې د طالبانو د امارت په څېر استبدادی ظالم او وروستهپاتې نظامونه یې د پرمختګ وزرونه پرې نه کړی او د ودې او ازادۍ فرصت ترې وانخلی.
په هر حال معصومه کوثری که له یوې خوا انجینره ده له بلې خوا د کلمو معماره هم ده د کلمو معماران هغه کسان دی چې د خپل تخیل او انسانی تجربو په مټ نوې نړۍ رامنځته کوی. هغوی داسې تلپاتې ادبی ودانۍ د کلمو په چوکاټ کې جوړوی چې د وخت په تېرېدو هم خپل ارزښت او اغېز ساتی.
کډوالی
اغلې معصومه کوثری د کډوال او جلاوطنه نسل یوه څرګنده بېلګه ده. هغه د کډوالۍ په چاپېریال کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. خپله هم کډواله ده او د کډوالو لور ده او تر ننه یې ژوند له بېوطنۍ او جلاوطنۍ سره مل پاتې شوی دی داسې ژوند چې د تل کډوالو خلکو د نیمګړو فصلونو کیسه بیانوی.
وروسته له دې چې په کډوالۍ کې وزېږېده د خپل وطن مینه یې په زړه کې ژوندۍ پاتې شوه. په ۱۳۷۴ لمریز کال کې هغه مهال چې افغانستان د جهادی ایډیولوژیکو ډلو په خپلمنځی جګړو کې ښکېل و او د برهانالدین ربانی په مشرۍ اسلامی حکومت واکمن و، او له بلې خوا د طالبانو ډله هم راڅرګنده شوې وه بېرته خپل وطن ته ستنه شوه.
خو په وطن کې یې پاتې کېدل ډېر دوام ونه کړ. په ۱۳۷۷ لمریز کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو ځل بیا اړ شوه چې ایران ته کډه وکړی. دا ځل یې په اصفهان کې ژوند پیل کړ. هلته هم بېکاره کېناسته نه بلکې د افغان کډوالو ماشومانو په روزنه او تدریس بوخته شوه.
سره له دې د کډوالۍ ژوند بیا هم ورته د زغم وړ نه و. نو په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د دوهم ځل لپاره افغانستان ته راستنه شوه او په بلخ او کابل کې یې ژوند وکړ. خو په پای کې دې حقیقت ته ورسېده چې وطن یې نور د هغې لپاره خوندی کور نه دی له همدې امله یې هېواد د تل لپاره پرېښود.
لومړنۍ پېښه
۱۳۵۲ لمریز کال د افغانستان په سیاسی تاریخ کې د یو مهم بدلون کال ګڼل کېږی. د همدې کال د چنګاښ (سرطان) د ۲۶مې نېټې په سهار د افغانستان شاهی نظام نسکور شو او پر ځای یې جمهوری نظام اعلان شو. معصومه کوثری هم د همدې سیاسی بدلونونو او بېثباتۍ د دورې زېږنده ده. نوموړې په ۱۳۵۲ لمریز کال کې خو له خپل وطن څخه لرې د ایران د قم په ښار کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د هغې قلم د باد په څېر ازاد او خوځنده دی او کلمې یې د غنمو د وږو او د چینو د خوټېدونکو اوبو په څېر له ژوند ښکلا او خوځښت څخه ډکې دی.
لنډه کیسه
تبرلرونکی
لیکواله: معصومه کوثری
د تورې سترګوپټۍ تر شا هر څه تور ښکاری. کلی تور دیددښته توره ده او د ټوپکلرونکو سړیو انځورونه هم تور دی. زه په همدې تیاره کې د کلی سړی وینم. خپل وروڼه خپل زامن او د خپلو ټولو نیکونو څېرې پېژنم. دښته هم راته اشنا ده. خو دښته د سړیو په چیغو او نارېو کې ورکه شوې ده لکه هغه ورځې چې پکې یې بزکشی کوله له ځان سره وایم: هسې نه دا دښته له هماغه پیله د بزکشۍ لپاره پیدا شوې وی!؟
باد لګېږی او زما څادر د کلی پر لور وړی. کلی په اور کې سوځی. زه د کلی له ټولو هغو کوڅو تېرېږم چې لمبې پکې بلې دی. ټولې ښځې په تېښته دی ټولې د دښتې پر لور تښتی. نه پوهېږم له اوره تښتېدې که له سړیو! د خپل کلی ښځې مې ورکې کړې دی. داسې احساس کوم لکه څه چې مې ستونی ټینګ نیولی وی.
غواړم چیغه وکړم غواړم د خپل کلی ښځې په نوم راوبولم خو هېڅ غږ مې له خولې نه راوځی یو ناڅرګند څه مې ساه بندوی.
تل همداسې وو. د دې کلی د ښځو غږ هم هېڅکله نه اورېدل کېږی. هغوی هم یو بل له لاسه ورکړی دی. هغوی هم نه شی کولای یو بل په غږ راوبولی.
یو کس وایی: «لومړۍ مرمۍ به زه د هغې پر خوله وولم» له کلونو راهیسې مې پر خوله ګوزارونه کېږی. څو شېبې وروسته زه د هغه د ټوپک د شپېلۍ مخې ته ولاړه یم. هغه په خپلې نیمه پرانیستې سترګې ما په نښه کوی. هغه هېڅکله ما په رښتیا، په بشپړو پرانیستو سترګو نه دی لیدلې. ښایی د لیدلو توان نه لری!؟
لومړۍ مرمۍ چې ویشتل کېږی زما د څېرې زرګونه انځورونه د تیارې په زرګونو د ټوپکونو په شپېلیو کې د یوې نیمې کتنې په اندازه شېبه کې ټوټې ټوټې کېږی. د ډزو غږ مې په سر کې انګازې کوی د وینې څاڅکی مې له خولې څڅېږی، او ژبه مې راپرېوځی. زه هم ژبه لرله!
دا ځل چې باد لګېږی زه تر هر وخت سپکه په باد کې رپېږم تر هر وخت سپکه او کوچنۍ شوې یم خو د خپل سیوری ستروالی مې وېرولی دی. زما سیوری دومره لوی شوی چې د دښتې او کلی هومره پراخ دی. زما سیوری د کلی د سړیو پر اوږو دروند پروت دی. د هغوی اوږې زما د سیوری تر دروندوالی لاندې ماتېږی. زه د هغوی د ماتېدو غږ اورم زه د سړیو چیغې اورم.
سړی تل چیغې وهی او زه د همدغو چیغو په منځ کې له منځه ځم. کله چې به ما چیغه وهله مور مې ویل: «کوڼ سړی چیغې وهی ځکه چې خپله نه اوری نو ګومان کوی نور هم نه اوری»
ستونی مې درد کوی ستونی مې داسې ټینګېږی لکه څه چې یې راچنګولی وی. یو څه پرې سخت فشار راوړی. ښایی که لږې اوبه وای ښه به شوې وای. دویمه او درېیمه مرمۍ هم ویشتل کېږی دومره ډېرې چې نور یې شمېرلای نه شم. له وېرې رپېږم له دې وېرې چې نه مړ کېږم او له دې وېرې چې د تېښتې وس هم نه لرم.
تنده مې نه پرېږدی. تنده هره شېبه را نږدې کېږی او ستونی مې لا ډېر ټینګوی. اسمان ټیټېږی لا ټیټېږی. لاسونه پورته کوم څو اسمان راباندې راونه لوېږی. دښته ورو ورو کوچنۍ کېږی او په قفس بدلېږی. زه د قفس له میلو سره لګېږم پر سر یې لوېږم خو بیا هم د خلاصون هڅه کوم.
لرې اوبه وینم نه پوهېږم د اسمان له لارې ورته الوزم که په دښته کې منډې وهم. کله چې اوبو ته رسېږم خپله تنده رانه هېره شی. هغه د اوبو په منځ کې ولاړه ده. داسې احساس کوم لکه له پخوا مې چې پېژندله. د هغې څادر د کلی په اور کې سوځېدلی او سپین ویښتان یې باد له ځان سره وړی دی.
د هغې پر مخ زرګونه ژورې ګونځې د اوبو پر صافه سطحه څپې جوړوی. هغه هېڅ نه ګوری نظر یې په دښته په اور او د سړیو په چیغو کې ورک شوی دی. ښایی د زر کلن انتظار دروند بار هغه زړې کړې وی؟
ډزې کوی زه له درده تاوېږم د هغې د مخ ګونځې لا ژورې کېږی او څېره یې راټولېږی. سراب خوځېږی او په هره څپه کې یې د کلی د نجونو څېرې ځان ته راکاږی.
کله چې سر مې راوغورځېږی د ارام احساس کوم. نور مې ستونی درد نه کوی او تنده نه احساسوم. نور هېڅ شی مې نه خفه کوی. غواړم چیغه وکړم غواړم د خپل کلی ښځې راوبولم او پوښتنه وکړم «زه ولې پیدا شوې یم؟»
د خپل غږ انعکاس اورم هغه غږ چې زما د دننه له دیوالونو سره د لګېدو وروسته بېرته راګرځی. هغه وایی «ښایی د دې لپاره چې د کلی د سړیو د نښه کولو هدف وګرځې »
زه د مور غږ پېژنم. یوازې هغې زما ټولو پوښتنو ته قانع کوونکی ځوابونه لرل وایم «نو باید بېجانه پیدا شوې وای لکه ټول هغه بېساه شیان چې د کلی د سړیو د خوښۍ لپاره پیدا شوی دی»
هېڅ غږ نه راځی او هېڅ انعکاس هم نه کېږی. دښته د سړیو د چیغو له امله رېږدی او زه یوازې د نښه کولو لپاره پاتې کېږم.
مزارشریف
بیا لیکنه – د ۱۳۷۶ کال د حمل میاشت









