د تیارې د دور روایتونه (شمېره ۱۰۵)
لیکوال: علی شادبیګ
د جمعې د سهار و چې ما حبیب ولید. هغه د خپلې نهه کلنې لور نرګس لاسونه نیولی وو او د کور پر لور روان و. نرګس که څه هم په غوږ کې سمعک لګولی و خو تر اویا سلنې زیات اورېدنه نه لری بیا هم د کابل خړ اسمان ته کتل او کله نا کله به یې موسکا کوله—لکه څه چې اوری چې نور یې نه اوری. کېدای شی د داسې مرغه غږ وی چې نه و یا د هغو هیلو اواز وی چې هغې یې ویلی نه شوای.
حبیب د کابل د قلعه قاضی دشت برچی په یوه دوړو ډکه سیمه کې په یوه کرایی کور کې ژوند کوی هغه ښوونکی دی او د درېو کوڼو لوڼو پلار هم دی
په یوه دولتی مکتب کې درس ورکوی او تر څنګ یې د «محمد مصطفی» په علمیه حوزه کې نجونو ته احکام او هلکانو ته فلسفه او کلام ور زده کوی
اوس هغه د خپل ژوند له تر ټولو لویې معما سره مخ دی له درېو کوڼو لوڼو سره څه وکړی؟ نه د درملنې لپاره پیسې لری نه د طالبانو تر واک لاندې ړنګ شوی تعلیمی نظام د دوی د زدهکړې لپاره خوندی ځای برابروی او نه هم داسې کومه اداره شته چې د دې کورنۍ غږ واوری.
دا راپور یوازې د یوې کورنۍ د ژوند کیسه نه ده بلکې د زرګونو هغو کورنیو روایت دی چې ماشومان یې په چوپتیا او خاموشۍ کې ژوند تېروی او هم د اورېدو له حسه او هم د زدهکړې له بنسټیز حقه بېبرخې دی.
حبیب حسینی ۳۸ کلن ښوونکی له دولتی مکتب څخه هره میاشت لس زره افغانۍ عاید لری او له علمی حوزې څخه درې تر څلور زره افغانۍ نور هم ترلاسه کوی.
طاهره د هغه مېرمن کورنۍ ښځه ده او بل عاید نه لری د دوی ژوند د درېو لوڼو پر شاوخوا څرخی نرګس، زینب او اسما درې واړه کوڼې دی.
حبیب وایی «په ۱۴۰۱ کال کې چې مو د لومړی ځل لپاره د غوږ ازموینه وکړه د نرګس د ښی غوږ اورېدنه ۸۰ سلنه او د کیڼ غوږ یې ۹۰ سلنه له منځه تللې وه.
د ډاکټر په سپارښتنه مو ورته سمعک واخیست. سږکال د دواړو غوږونو د نه اورېدو کچه یې ۷۰ سلنې ته راکمه شوې ده. په هغو څلورو کلونو کې چې سمعک مو اخیستی شاوخوا ۲۰ سلنه ښه والی راغلی خو بیا هم ستونزه په بشپړه توګه نه حل کېږی.
غږ نه اوری خبرې نه شی کولای یوازې هغه وخت چې سمعک یې په غوږ کې وی لږ احساس لری خو بیا هم ډېر غبرګون نه ښیی»

د حبیب دویمه لور شپږ کلنه ده او زینب نومېږی د هغې د یوه غوږ د نه اورېدو کچه ۶۵ سلنه او د بل غوږ ۶۰ سلنه ده. اسما د حبیب تر ټولو کوچنۍ لور درې کلنه ده د دواړو غوږونو د نه اورېدو کچه یې ۶۰ سلنه ده.
دا نجونې تر اوسه هېڅ غږ نه دی اورېدلی او هېڅ کلمه یې نه ده ویلې. د اشارې ژبه هم نه پوهېږی. نه یې مور او پلار د اشارې ژبه زده ده چې هغوی ته یې ور وښیی او نه هم داسې رسمی دولتی زدهکړه شته چې په مسلکی ډول یې وروزی.
له هغه وروسته حبیب اړ شو چې نرګس یوه عادی مکتب ته بوځی هلته ښوونکی مهربان وو خو د ناشنوایانو لپاره هېڅ ځانګړې روزنه نه وه. نرګس هېڅ شی نه زده کاوه یوازې دا چې وهل کېده نه.
په «سید الشهدا» مکتب کې هم یو کوچنی صنف و چې تېر کال حبیب نرګس لس ورځې هلته یووړه. دا دوه مکتبونه په لوېدیځ کابل کې یوازینی انتخابونه دی خو نه مسلکی ښوونکی لری او نه هم د ناشنوایانو د ودې او زدهکړې لپاره مناسب چاپېریال.
حبیب وایی: «په نورو ځایونو کې ښایی د ناشنوایانو مکتبونه وی خو واټن ډېر دی او د تګ راتګ لګښت راته ممکن نه دی»
په کابل کې د ناشنوایانو لپاره هېڅ شخصی مکتب هم نشته.
د درملنې په برخه کې هم د ناشنوایانو لپاره هېڅ ځانګړی تخصصی روغتون نشته. یوازې څو روغتونونه شته چې د نورو خدماتو ترڅنګ د غوږ او ستونی څانګه هم لری.
له هغو څخه یو یې د کابل په تایمنی کې د «سروری روغتون» دی چې حبیب څو ځله هلته تللی او د خپلو لوڼو لپاره یې د غوږ ازموینه او د مغز سیټی سکین کړی دی.
ډاکټرانو ویلی چې درې واړه لوڼې باید «حلزون( د غوږ یو ځانګړی طبی عملیات ته وایی) » عملیات وکړی ځکه له دې پرته هېڅ نتیجه نه ورکوی.
که د نه اورېدو کچه له ۵۵ سلنې کمه وی سمعک کار کوی خو که تر دې لوړه وی نو نتیجه نه لری.
بل یو روغتون «الزهرا» دی چې کله حبیب خپلې لوڼې د درملنې لپاره هلته یوړې متخصص ډاکټر ورته ویلی وو «په داخل کې د درملنې امکان نشته باید بهر ته یووړل شی »
حبیب وایی تېره اونۍ چې بیا ډاکټر ته ورغی ورته وویل شول: «د دوو کوچنیو لوڼو لپاره حتماً سمعک واخلئ څو د نه اورېدو کچه یې تر دې زیاته نه شی خو نرګس بې له کوکلیر ایمپلانټ (حلزون کاشت) هېڅ حل نه لری»
د هر کوکلیر ایمپلانټ (حلزون کاشت) لګښت د سروری روغتون د ډاکټرانو د اټکل له مخې شاوخوا اووه زره امریکایی ډالره دی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې دننه هم دا عملیات په بشپړ ډول نه شی ترسره کېدای او باید بهر ته انتقال شی.
که حبیب د خپلو درېو لوڼو لپاره هرې یوې ته حلزون ولګوی ټول لګښت به ۲۱ زره ډالرو ته ورسېږی دا هغه اندازه پیسې دی چې د میاشتنی ۱۳ زره افغانیو په عاید ژوند کوونکې کورنۍ لپاره خورا درنه او تقریباً ناشونې ده.
ستونزه دا ده چې یوازې د کوکلیر ایمپلانټ (حلزون کاشت) کول بسنه نه کوی.
حبیب وایی: «په سروری روغتون کې مې یو اوه کلن هلک ولید چې مهدی نومېږی او د میدان وردګو اوسېدونکی دی. پلار یې ویل چې ناشنوا دی او یو کال مخکې یې ورته حلزون لګولیدخو ښه والی نه دی راغلی. ویل یې چې اوس یې دلته راوستی څو د اورېدو درملنه یې وکړی. دلته داسې متخصص کسان شته چې د ناشنو ماشومانو د اورېدو هڅونه کوی او په هر ساعت ۵۰۰ افغانۍ اخلی »
حبیب زیاتوی چې دا نجونې یوازې د حلزون له کاشت وروسته هم باید په یوه منظم او هدفمند پروګرام کې شاملې شی څو مسلکی زدهکړه وکړی او په یو یا دوو کلونو کې یې د اورېدو او خبرې کولو وړتیا فعاله شی. که داسې نه وی نو بې له مسلکی روزنې مطلوبه پایله نه ترلاسه کېږی. خو په افغانستان کې دولتی هدفمند او منظم تعلیمی پروګرام نشته او هغه لږه گفتاردرمانی چې په شخصی روغتونونو کې کېږی ډېر لګښت لری چې د حبیب له وسه بهر دی.
حبیب ډېرو روغتونونو ته تللی او له ګڼو ډاکټرانو سره یې لیدلی دی. د ډېری ډاکټرانو لومړنۍ سپارښتنه د اسما او زینب لپاره د سمعک اخیستل وو او په دویم پړاو کې د کوکلیر ایمپلانټ (حلزون کاشت)
حبیب یادوی چې تېره اونۍ یې له ډاکټرې شریفه حقجو سره هم لیدلی دی. هغه د غوږ د کوپړۍ د بنسټ او د حلزون کاشت فوق تخصصی جراحه ده ډاکټر حقجو ټینګار کړی چې د زینب او اسما لپاره سمعک اړین او عاجل دی ځکه که سمعک ورنه کړل شی نو همدا اوسنی د اورېدو پاتې توان به هم له لاسه ورکړی باید ژر تر ژره اقدام وشی.
حبیب وایی: «نرګس ته مې په ډېرې سختۍ یو جوړ سمعک واخیست چې لګښت یې پنځوس زره افغانۍ و خو د زینب او اسما د سمعکونو لګښت له سل زره افغانیو زیات دی چې زما له وسه بهر دی »
البته د سمعک تر څنګ هغوی باید مسلکی روزنه هم ترلاسه کړی. یو ځانګړی تعلیمی مهارت ته اړتیا ده چې هغوی ته ورزده کړل شی او د خبرو کولو وړتیا ورکړی. په بل پړاو کې باید د هغوی لپاره د کوکلیر ایمپلانټ (حلزون کاشت) عملیات ترسره شی. د دې ټولو پړاوونو تېرول د مرستې او همکارۍ اړتیا لری.
حبیب حسینی له بشردوستانه سازمانونو خیریه بنسټونو او هر هغه چا څخه چې مرسته کولی شی د لاس نیونې غوښتنه کوی.
دا وضعیت یوازې د یوې کورنۍ پورې محدود نه دی. د آسیا بنسټ د ۲۰۱۹ کال د راپور له مخې (چې په ۲۰۲۰ کې خپور شوی) شاوخوا ۱۳.۹ سلنه د افغانستان خلک نږدې ۴.۵ میلیونه کسان له شدید معلولیت سره ژوند کوی.
له بلې خوا په ۲۰۰۳ کال کې په کابل کې ترسره شوې یوې څېړنې ښیی چې په پلازمېنه کې د معلولو ماشومانو ۳.۳ سلنه کوڼ دی. که دا سلنه د ټول معلولو نفوس لپاره تطبیق شی نو د افغانستان د کوڼو شمېر شاوخوا ۱۵۰ تر ۱۸۰ زرو کسانو پورې اټکل کېږی.
خو په مقابل کې د طالبانو د حکومت رسمی شمېرې بل څه وایی د شهدا او معلولینو وزارت په ۱۴۰۳ کال کې اعلان کړی چې په ټول هېواد کې ټول ۱۹۰ زره معلول کسان ثبت شوی دی (د جسمانی حرکی بصری او اورېدنې ټولو ډولونو په ګډون) دا شمېر تقریباً یوازې د اټکل شوو کوڼو کسانو له شمېر سره برابر ښکاری.
دا ښکاره توپیر یو دردناک حقیقت څرګندوی: په افغانستان کې د معلولینو د ثبت او رسېدنې سیستم له جدی بحران سره مخ دی زرګونه کوڼ ماشومان شته چې هېڅوک یې نوم نه پېژنی هېڅوک ورته مکتب نه جوړوی او هېڅوک یې غږ نه اوری.
له بلې خوا په دولتی پروګرامونو کې د نوو زېږېدلو ماشومانو د اورېدو د سکریننګ لپاره هېڅ ملی طرحه نشته هېڅ دولتی مرکز فعال نه دی چې ارزانه یا وړیا سمعکونه برابر کړی.
په افغانستان کې هېڅ پوهنتون د ناشنوایانو لپاره متخصص ښوونکی نه روزی او د طالبانو په تعلیمی نظام کې د ځانګړو اړتیاوو لرونکو زدهکوونکو لپاره هېڅ ځانګړې بودجه نه ده ځانګړې شوې.
دا یو ستر ناورین دی او بېلابېل اړخونه لری.
طاهره د دې ناورین روانی ټولنیز او کورنی اړخ ته داسې اشاره کوی: «کله ناکله زما لوڼې خپل لاسونه خوځوی او یو بل ته ګوری زه نه پوهېږم چې څه وایی کېدای شی وایی: موږ مو خوښ یو کېدای شی وایی: موږ وږې یو. کېدای شی وایی: ولې ستاسو غږ نه اورو. زموږ په کور کې تل چوپتیا او خاموشی واکمنه ده او د همدې سکوت درد زموږ پر ژوند او نړۍ سیوری غوړولی دی.
همدغو ماشومانو له امله ما د شکرې او د وینې د لوړ فشار ناروغی پیدا کړه. څو کاله کېږی چې له دې سره لاس او ګرېوان یم او ډاکټران هم وایی چې دا د ډېرې اندېښنې او تشویش له امله ده»

له بلې خوا د دې ناورین جنسیتی اړخ هم شته یعنې په افغانستان کې کوڼې نجونې دوه چنده زیانمنې دی. د طالبانو په تعلیمی نظام کې چې د شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو زدهکړه عملاً منع کړې ده د یوې کوڼې نجلۍ لپاره نه د ځانګړو اسانتیاوو لرونکی مکتب شته نه د مکتب ته د تګ اجازه لری نه د اعتراض توان لری او نه هم د دې بېغږه کسانو غږ څوک اوری.
دا راپور یوازې د حبیب او د هغه د لوڼو کیسه نه ده دا د یوه نسکور شوی سیستم روایت دی د طالبانو تر واک لاندې تعلیمی نظام نه یوازې د عادی نجونو لپاره بلکې د ځانګړو اړتیاوو لرونکو ماشومانو لپاره هم په بشپړه توګه له منځه تللی دی. په داسې هېواد کې چې پخوانی اساسی قانون (۱۳۸۳) ټینګار کاوه چې دولت د «ځانګړو اړتیاوو لرونکو وګړو د تعلیمی حقونو د تضمین» مسوولیت لری اوس نه قانون شته او نه هم کوم څارونکی بنسټ.
په دې نسکور چاپېریال کې دا نجونې چوپ خاموشې او یوازې پاتې دی. هېڅ ملاتړ کوونکی او مدافع نه لری هېڅ اداره او بنسټ یې ملاتړ نه کوی او د مرستې هېڅ کمپاین تر اوسه ورته نه دی رسېدلی.
حبیب وایی «زه د یو ښوونکی په توګه پوهېږم چې زدهکړه د هر ماشوم حق دی. خو زما لوڼې آن د دې حق تر ټولو لومړنۍ بڼې ته هم لاسرسی نهلری نه درملنه نه مناسب مکتب او نه هم راتلونکی»
کله چې زه د حبیب له کوره راوتم زړه مې دروند و او سر مې لکه د مسګرو دوکان غوندې شور کاوه تر اوږدې مودې پورې د نرګس موسکا د حبیب نظر او د طاهره نه تمېدونکې اوښکې زما په وجود کې لړزه اچوله.
اسما، زینب او نرګس دا یوازې درې نومونه نه دی دا د ناویلو خبرو نه اورېدلو غږونو او نه وهلو لارو یوه نړۍ ده. دا درې نړۍ دی درې لیدونه او درې فکرونه چې لا یې ژبه نه ده پرانیستې.
نرګس انځورګری کوی ښایی په راتلونکې کې د فریدا کالو په څېر د هنر په تاریخ کې اغېزمنه نقاشه شی. زینب او اسما د کارتونی او انیمیشن فلمونو لیدلو سره مینه لری ښایی په راتلونکې کې د جنیفر لی په څېر کارګردانې شی یا د ناوکو یامادا په څېر انیمیشنونه جوړ کړی.
دا ټول په دې پورې تړلی دی چې دا نجونې څومره ملاتړ مرسته او همکاری ترلاسه کوی.
دا راپور په دې هیله لیکل شوی چې څوک یا کوم ځای دا درې چوپتیاوې واوری. کېدای شی همدا تاسو هغه څوک یاست.









