راپور: محیا امید
هغه ورځې چې افغانستان لا نه و سقوط کړی یګانه ځان د ګرافیک د څانګې محصله باله مریم د سپینې ډاکټرۍ چپن له اغوستو یوازې څو ګامه لرې وه او حمیرا د خپلو ماشومانو راتلونکی د ښوونځی او پوهنتون په ټولګیو کې انځوراوه. په هغو ورځو کې ښوونځی پوهنتون او د راتلونکی هیلې د زرګونو افغان نجونو او کورنیو د ورځنی ژوند یوه عادی او نه بېلېدونکې برخه وه.
نن د طالبانو واک ته د بېرته ستنېدو له پنځو کلونو وروسته یوه لا هم د پوهنتون ارمان پر اوږو وړی بلې د ډاکټر کېدو خوب نیمګړی پرېښی او یوه مور د خپلو ماشومانو هیلې د کور په چوپتیا کې تعقیبوی. د دغو درېیو ښځو کیسې که څه هم له درېیو بېلابېلو ژوندونو پیلېږی خو په پای کې یوې ګډې پایلې ته رسېږی: هغه پنځه کاله چې د زرګونو افغان ښځو او کورنیو د ژوند لوری یې بدل کړ.
یګانه په ۱۴۰۱ کال کې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ او د ګرافیک په څانګه کې بریالۍ شوه. ټاکل شوې وه چې همدا بریا یې د پوهنتونی ژوند پیل وی خو څو میاشتې وروسته کله چې د نجونو پر مخ پوهنتونونه وتړل شول دا بریا هېڅکله د درس ټولګی ته په ننوتلو له ټولګیوالو سره په بلدتیا او د محصلۍ د ژوند په پیل ونه بدله شوه.
یګانه چې ۲۳ کلنه ده وایی: هغه ورځې مې د پوهنتون د وسایلو د اخیستو په فکر کې تېرولې نه دا چې څلور کاله وروسته به لا هم د داسې پوهنتون په اړه خبرې کوم چې ان یوه ورځ مې هم نه دی لیدلی.
له هغه وروسته چې پوهنتونونه د نجونو پر مخ وتړل شول د یګانې ورځې نور نه د درسی پروګرامونو نه د ازموینو د اندېښنو او نه هم د محصلۍ د خوبونو سره تېرېدې. هغه وایی په لومړیو میاشتو کې یې ډېری وخت په کور کې تېر کړ او نه یې شوای منلی چې د کانکور بریا به یې هېڅکله د پوهنتونی ژوند د پیل لامل نه شی. په هغو ورځو کې تر هر څه زیات له دې پوښتنې سره مخ وه چې اوس باید د خپل ژوند نوی مسیر له کومه ځایه پیل کړی.
هغې زیاتوی: له موږ هېڅ یوې ونه توانېده په هغه څانګه کې چې خوښه مو وه زدهکړې وکړو آن دا فرصت هم رانه واخیستل شو چې لږ تر لږه د خپلو هیلو یوه شیبه ژوند وکړو. طالبانو له هر چا څه واخیستل خو له ما یې د پوهنتون ته د تګ حق واخیست.
سره له دې یګانې پرېکړه وکړه چې د خپلې خوښې په لاره کې بله لار ومومی. ورو ورو بېرته نقاشۍ ته ور وګرځېده هغه هنر ته چې تل یې ورسره مینه لرله او دا ځل یې د ژوند د دوام وسیله وګرځېده. نن ورځ هغه د نقاشۍ ښوونکې ده. که څه هم دې لارې د پوهنتون تشه ورته نه ده ډکه کړې خو لږ تر لږه یې اجازه نه ده ورکړې چې د هغې خوب په بشپړه توګه مړ شی.
هغې وایی: په دې کلونو کې ډېرو نجونو کتاب لوستلو، لیکلو، نقاشۍ او هنر ته مخه کړې ده. که طالبان هر څومره خنډونه جوړ کړی ښځې بیا هم د پرمختګ لپاره خپله لار پیدا کوی. زه خپله پنځه کاله مخکې د خلکو په وړاندې له خبرو کولو وېرېدم خو نن تدریس کوم او پر خپلو پښو ولاړه یم.
سره له دې د هغې ورځنی ژوند لا هم د هغو محدودیتونو تر سیوری لاندې تېرېږی چې په تېرو پنځو کلونو کې ورځ تر بلې پراخ شوی دی.
یګانه وایی: موږ هره ورځ له یوه نوی محدودیت سره مخ کېږو. هر ځل چې له کوره وځم لومړنی څه چې راسره مل وی ویره ده. تل اندېښمنه یم چې هسې نه د حجاب یا بل هر پلمه له امله راته ستونزه جوړه شی. په دې ګرمه هوا کې د چادری اغوستل رښتیا هم یو ډول شکنجه ده.
کله چې له هغې د راتلونکی په اړه پوښتنه کوم د تېرو کلونو د ترخو خاطرو پر خلاف د امید خبرې کوی هغه هیله چې د هغې په وینا، د همدې نسل له تجربو څخه راټوکېدلې ده.
هغې وویل: راتلونکی نسل به ډېر باخبره او پوه وروزل شی ځکه میندې یې هغه ښځې دی چې د طالبانو سخت کلونه یې په خپلو سترګو لیدلی او تجربه کړی دی. موږ به هېڅکله اجازه ور نه کړو چې زموږ پر اولادونو هم هماغه برخلیک تکرار شی چې پر موږ تېر شو.
د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدو یوازې د نجونو خوبونه له منځه نه کړل بلکې هغه هیلې یې هم نیمګړې پرېښودې چې کورنیو د خپلو اولادونو د راتلونکی لپاره کلونه کلونه پاللې وې.
حمیرا چې ۵۰ کلنه ده وایی چې نه هغې او نه یې مېړه هېڅکله د لیک او لوست د زدهکړې فرصت موندلی و خو تل یې هیله لرله چې اولادونه یې هغو ارمانونو ته ورسېږی چې دوی یې د پوره کولو فرصت نه درلود.
پنځه کاله مخکې یې زوی په لسم ټولګی او لور یې په اتم ټولګی کې زدهکړې کولې. دواړو د ډاکټر کېدو خوب درلود او تل به یې د هغې ورځې خبرې کولې چې د یو بل ترڅنګ به کار کوی.
هغې وویل: زما زوی به تل ویل زه او خور مې دواړه به ډاکټران شو او یو ځای به کار کوو. زما د ټول عمر تر ټولو لوی ارمان همدا و چې خپل زوی او لور په سپین چپن کې ووینم.
خو د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو سره هغه ګډ خوب نیمګړی پاتې شو. لور یې له زدهکړو بېبرخې شوه، او زوی یې هم سره له دې چې د زدهکړو د دوام فرصت یې درلود، نور حاضر نه شو چې ښوونځی ته ولاړ شی.
حمیرا وایی: زما زوی هماغه کال لسم ټولګی بشپړ کړ خو له هغه وروسته بیا هېڅکله ښوونځی ته ولاړ نه شو. څو ځله مې ترې وغوښتل چې زدهکړې دې دوام ورکړی. ورته مې ویل: ته خو کوم خنډ نه لرې ولې نه غواړې درس ووایې؟ خو هغه به تل یو ځواب راکاوه ویل به یې: زه په کوم مخ ښوونځی ته ولاړ شم او درس ووایم په داسې حال کې چې خور مې په کور کې ناسته ده او د ښوونځی په ارمان اوښکې تویوی؟
نن لور یې په کور کې په آنلاین ډول د انګلیسی ژبې زدهکړه کوی او زوی یې نږدې دوه کاله کېږی چې خیاطی کوی. حمیرا وایی اوس یې یوازینۍ هیله خپل کشر زوی دی چې لا هم په ښوونځی کې زدهکړې کوی خو تل اندېښنه لری چې هسې نه هغه هم یوه ورځ خپلې زدهکړې نیمګړې پرېږدی.
هغې وویل: زما د ماشومانو ټول ارمانونه د څو طالبانو له امله له منځه ولاړل. خدای دې وکړی چې هېڅ مور په دې خاوره کې د خپل اولاد د ارمانونو د له منځه تلو درد و نه وینی.
که یګانې هېڅکله د پوهنتون د زدهکړو د پیل فرصت پیدا نه کړ او د حمیرا د اولادونو خوبونه تر پوهنتون ته له رسېدو مخکې ودرېدل مریم بیا د هغه نسل له ډلې ده چې د پوهنتون تر بشپړولو یوازې څو ګامه لرې وه.
څلور کاله مخکې مریم د طب د پنځم کال محصله وه د پوهنتون له ممتازو زدهکوونکو څخه وه او فکر یې کاوه چې تر یو یا دوو کلونو به خپلې زدهکړې بشپړې کړی ډاکټره به شی او د کار ډګر ته به داخله شی. خو د طالبانو له بیا واکمنېدو او د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له تړل کېدو سره د هغې د زدهکړو لاره هم د زرګونو نورو نجونو محصلانو په څېر ودرېده.
مریم چې ۲۸ کلنه ده وایی: فکر مې کاوه تر یو یا دوو کلونو وروسته به خپلې زدهکړې بشپړې کړم ډاکټره به شم او کار به پیل کړم خو حالات بل ډول شول. ما چې هېڅکله مې د واده فکر نه کاوه، تېر کال مې واده وکړ او اوس یو اووه میاشتنی ماشوم لرم.
د مریم لپاره د پوهنتون له لاسه ورکول یوازې د زدهکړو نیمګړی پاتې کېدل نه وو د هغې په وینا هغه هویت او شخصیت چې کلونه یې د ترلاسه کولو لپاره هڅه کړې وه هم زیانمن شو.
هغې وایی: پخوا چې به چا راته داکټر صاحبه ویل ټول وجود مې له یوه ښه احساسه ډکېده. خوشحاله کېدم په ځانګړی ډول د پوهنتون په انګړ کې به موږ ټولې یو بل ته داکټر صاحبه ویل او استادانو به هم موږ ته په همدې نوم خطاب کاوه. خو له پوهنتونه د محرومېدو وروسته اوس که څوک راته داکټر صاحبه وایی خفه کېږم. فکر کوم چې ښایی ما مسخره کوی.
هغې وایی په افغانستان کې د ښځو وضعیت هره ورځ لا سختېږی او ډېرې ښځې د ستونزو د مخنیوی لپاره په ټولنه کې خپل حضور محدود کړی دی.
مریم زیاتوی: ورځ تر بلې د ښځو لپاره شرایط سختېږی. په هرات کې د ډېرو نورو ولایتونو په پرتله محدودیتونه زیات دی. هڅه کوم ډېر له کوره بهر ونه وځم څو د حجاب یا کومې بلې موضوع له امله راته ستونزه جوړه نه شی.
مریم وایی د هغې تجربه یوازې د یوه کس د ژوند کیسه نه ده. په دې کلونو کې زرګونه نورې نجونې هم اړې شوې دی چې د خپل ژوند مسیر بدل کړی. خو له دې سره سره مریم لا هم هیله لری چې یوه ورځ به د افغانستان ښځې وکولای شی پرته له خنډه د زدهکړو او ژوند خپله لاره وټاکی.
هغې وایی: یوازینی کار چې کوم دا دی چې شپه او ورځ دعا کوم څو زما د هېواد د ټولو ښځو لپاره ښه راتلونکی جوړ شی هغه ورځ را ورسېږی چې هېڅ شی د ښځو د پرمختګ مخه ونه نیسی.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه طالبان بېرته واک ته ورسېدل او یوازې څو میاشتې وروسته د ښځو او نجونو پر ژوند محدودیتونه پیل شول. لومړی د شپږم ټولګی څخه پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د نجونو لپاره په پوهنتونونو کې د زدهکړو دوام هم منع شو.
له هغې وروسته محدودیتونه د ښځو د ژوند نورو برخو ته هم وغځېدل له کار او ټولنیز حضور څخه نیولې تر تګ راتګ پوښاک او ګڼو خدمتونو ته د لاسرسی پورې.
پنځه کاله وروسته د دغو پرېکړو اغېزې یوازې په شمېرو او فرمانونو کې نه لیدل کېږی بلکې د هغو ښځو په ژوند کې ښکاری چې د راتلونکی مسیر یې بدل شوی دی.
یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.









