د تشو لاسونو سره د ژوند اوبدل، د هرات د یوې ښځې کیسه

راپور ورکوونکې: محیا امید

په د کور په کونج کې رنګین تارونه د هغې په ګوتو کې ګرځی په دقت سره ګنډی او بې‌وقفې کار کوی، داسې ښکاری چې د هر ګنډ سره د خپلې غمونو یوه برخه اوبوی او د هر اسکاج (د لوښو مینځلو څیز) په بشپړیدو سره یو څه دردونه تر شا پریږدی. خاطره چې ۲۸ کلنه ښځه ده او په هرات کې ژوند کوی بل لار نه لری مگر د کور په کارونو بوخته شی. هغه د هر اسکاج په جوړولو او پلورلو سره یوازې درې افغانۍ عاید ترلاسه کوی، دا لږ عاید د ورځنی ژوند د مصرفونو په مقابل کې خورا کم دی.

خاطره د جمهوریت له سقوط مخکې په یوې خیاطی ورکشاپ کې د اتوکاری په توګه کار کاوه. هغې وایی: (د طالبانو له راتګ مخکې ښه کار مې درلود. هره ورځ د سهار له اته بجو څخه تر ماښام څلورو بجو پورې کار کاوه معاش مې هم ښه و او کار مې مې خوښ و. خو د طالبانو له راتګ څخه دوه میاشتې وروسته زموږ ورکشاپ وتړل شو او زه بې‌کاره شوم)
د ورکشاپ د تړل کېدو وروسته خاطره کورنۍ شوه او ټول ژوند او کار یې یوازې د کور د چارو او د خپلو دوو ماشومانو د پالنې په شاوخوا کې محدود شو.

هغې تشریح کوی: (زه څلور کاله بې‌کاره وم. مېړه مې درې څرخیزه ریکشا درلوده او د کور مصارف یې پوره کول. خو له هغه ورځې چې طالبانو د ریکشا تګ راتګ هم منع کړ مېړه مې هم بې‌کاره شو)

خاطره د مېړه د بې‌کارېدو او د اقتصادی فشار د زیاتېدو وروسته پریکړه وکړه چې په کور کې کار وکړی. هغې وویل «هغه کار چې بهر زموږ لپاره پاتې نه و، ما غوښتل خیاطی زده کړم او کار وکړم خو مېړه مې اجازه ورنه کړه او ویې ویل چې په کور کې کښېنه. په ماشومتوب کې زما مور ماته اوبدل زده کړی و څو ځله مې د یوټیوب له لارې د اسکاج اوبدلو ویډیوګانې وکتلې او بیا مې خپله پیل وکړ»

خاطره وایی چې لومړی ځل یې د مېړه د اجازه پرته بازار ته لاړه او د اوبدلو ځانګړې تارونه یې واخیستل. بل ورځ یې اسکاجونه بازار ته بوتلل او له یوې دوکانوال سره یې د پلور لپاره معامله وکړه.

لومړۍ تجربه‌یې ورته هیله‌بښونکې وه: «دوکانوال د هر اسکاج لپاره یوه افغانۍ راکړه او ویې ویل چې غواړی هره ورځ له ما واخلی او بیا یې خپلو پیرودونکو ته وپلوری. ما بیا تارونه واخیستل او غوښتل مې ډیر اوبدل، خو مېړه مې مخالفت وکړ. په سختۍ مې رضا کړ. بالاخره که زه کار ونه کړم، مېړه مې په دې بې‌کارۍ کې د خپلو ماشومانو مصارف نه شی پوره کولی»
اوس هغه ورځنی له شلو زیات اسکاجونه اوبدل کوی؛ کار چې د هغې په وینا ډېر سخت نه دی خو دقت او نرموالی ته اړتیا لری.

هغه هر اسکاج د اوو تر اتو افغانۍ په بیه پلوری او له هر یوه درې افغانۍ ګټه ترلاسه کوی. د هغې په خبره، بازار تل یو شان نه دی؛ ځینې ورځې پلور ښه وی او ورته نوې هیله راوړی.

سره له دې چې هڅه کوی مستقیم وپلوری‌ټولنیزې محدودیتونه د هغې لپاره لوی خنډ جوړوی.
خاطره تشریح کوی‌ «یوه ورځ مې مستقیم څو ښځو ته اسکاج وپلورل او زما ګټه زیاته شوه. مېړه مې ته مې وویل چې نور زه پخپله بازار کې وپلورم خو له ما سره یې شخړه وکړه چې وایې یوازې زما لپاره پاتې ده چې خلک ووایی ستا ښځه د کور نه بهر د سړو تر منځ سوداګری کوی»

هغې دا اندیښنې بې‌ځایه نه بولی: «مېړه مې تر یو حده حق لری. طالبان پر ښځو په سړکونو محدودیتونه وضع کوی، نو د هغې ښځې په اړه څه ووایو چې غواړی څه وپلوری»

خاطره کیسه یوازې د یوې ښځې د ژوند تېرولو هڅه نه ده؛ بلکه د یوې بدلون انعکاس دی چې پکې د ښځو کار له یوې حق او فرصت څخه یوې پټې او خطرناکې چارې ته بدل شوی دی. دا بدلون نه یوازې د ښځو عاید محدود کړی بلکه د دوی شتون یې له عامه فضا څخه لرې کړی او په حاشیه کې یې ځای پرځای کړی دی.

سره له دې ټولو ستونزو، خاطره لا هم په زحمت او پشتکار کار کوی او د تارونو په منځ کې یوازې اسکاج نه بلکه د خپلې ورځې او د خپلو ماشومانو لپاره ټوټې ټوټې هیله هم اوبوی.

یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.

به اشتراک بگذارید: