پنځم تعلیمی کال د نجونو له شتون پرته؛ د «سوزن طلایی» ادبی ټولنې د اعتراض غږ

راپور ورکوونکې: محیا امید

د افغانستان د نوی تعلیمی کال له پیل سره د پنځم پرله‌پسې کال لپاره له شپږم ټولګی پورته نجونې لا هم له ښوونځی ته له تلو محرومې پاتې دی. په داسې حال کې چې په ډېرو ښارونو کې د ښوونځی زنګ وهل شوی د زرګونو نجونو لپاره دا غږ یوازې د هغو نیمګړو هیلو او خوبونو یادونه کوی.

نګار، ۱۸ کلنه د بامیان اوسېدونکې له هغو زرګونو نجونو څخه ده چې د ښوونځیو له تړل کېدو سره یې د راتلونکی لید محدود شوی دی. هغه وایی: «د طالبانو تر راتګ مخکې زه په نهم ټولګی کې وم پلار مې صراف و او ښه ژوند مو درلود خو د طالبانو له راتګ وروسته پلار مې ورشکست شو او نور مو په بامیان کې د ژوند امکان نه درلود. اړ شوو چې هرات ته کډه شو »

د ځای له بدلېدو سره نګار له خپګان او د بې‌وسۍ له احساس سره مخ شوه: «په لومړی کال کې هېڅ له کوره ونه وتم. شپږ میاشتې د روان‌شناس تر څار لاندې وم او هره اوونۍ مې مشورې اخیستې»

د وخت په تېرېدو او د مشورتی ناستو په دوام سره د هغې روحی وضعیت ښه شو او د انګلیسی ژبې زده‌کړه یې د ژوند قوی ټکی وګرځېد.
نن، نګار په روزنیزو کورسونو او آنلاین ډول د انګلیسی ژبې او کمپیوټر تدریس کوی: «ورځې مې په کار کولو تېریږی او شپې آنلاین ټولګی لرم. همدارنګه مکتب هم په آنلاین بڼه دوام ورکوم او روحی حالت مې ښه شوی دی»

خو سره له دې هم د نوی تعلیمی کال پیل لا هم له حسرت سره مل دی: «آنلاین ښوونځی هېڅکله د حضوری ټولګیو ځای نه شی نیولی. ما یوازې خپل ښوونځی له لاسه نه کړ بلکې خپل ښار او ملګری مې هم له لاسه ورکړل. که طالبان نه وای اوس به پوهنتون ته تللې وم. هیله لرم چې د آنلاین زده‌کړو له لارې بورس ترلاسه کړم خو نه پوهېږم چې دا امکان لری که نه»

مژده ۲۶ کلنه چې د هرات پوهنتون د ستوماتولوژۍ محصله وه وایی چې دا ورځې پوهنتون او درسونه نور یوازې یوه لرې خاطره ګرځېدلې ده او د نجونو لپاره شرایط ناعادلانه او دردناک دی.

هغې زیاتوی: «په خبرونو کې مې ولیدل چې هلک محصلانو د طالبانو د نوی قانون پر وړاندې چې د ږیرې پرېښودلو افغانی کالیو او دستار اغوستلو په اړه و اعتراض کړی و. دا موضوع د ټولو رسنیو سرلیک شو خو هېچا ونه ویل چې سږکال هم لکه د تېرو کلونو په څېر ښوونځی او پوهنتونونه د نجونو له حضور پرته پیل شول»

مژده د نجونو او هلکانو ترمنځ د څرګندو توپیرونو تجربه په خپله کړې ده: «څو ورځې مخکې مې په ښار کې یو نوی کلینیک ولید چې د نارینه‌وو څانګې د یوه پخوانی ټولګیوال نوم پرې لیکل شوی و. ټوله ورځ مې د خپل حالت او د ټولو نجونو لپاره ژړل. موږ به په یوه ټولګی کې یو ځای درس ویلو اوس هغه ډاکټر دی او خپل کلینیک لری او زه په کور ناسته یم له نامعلوم راتلونکی سره» هغې ټینګار کوی چې حتا چمتو وه چې د برقع په اغوستلو سره هم زده‌کړه وکړی خو له زده‌کړو محرومیت یې د راتلونکی لاره درولې ده.

د ښوونې د متخصصانو او روان‌شناسانو د نظر له مخې له زده‌کړو محرومیت نه یوازې د نجونو د زده‌کړې او مسلکی راتلونکی بهیر ګډوډ کړی بلکې د هغوی پر هیلو روانی روغتیا او د راتلونکی پر لیدلوری هم منفی اغېز کړی دی.

په همدې حال کې د «سوزن طلایی» ادبی ټولنې نجونو د دې لپاره چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پنځه کلن اجباری تړل کېدو پر وړاندې اعتراض وکړی خپل آنلاین ټولګی یې په سمبولیک ډول د تړلو دروازو تر شا ترسره کړی دی.

دې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلی دی: «دا اقدام د چوپتیا پر وړاندې یو غږ دی د افغانستان ټولنې او نړۍ ته یوه جدی یادونه ده چې په دې کلونو کې د دې خاورې نجونې له خپل بنسټیز انسانی حق، یعنې د زده‌کړې له حقه محرومې پاتې شوې دی»

د «سوزن طلایی» ادبی ټولنه چې د ډاکټر حمېرا قادری ـ لیکواله او د پوهنتون استاده ـ تر څار لاندې فعالیت کوی له تېرو پنځو کلونو راهیسې د افغانستان نجونو او هلکانو ته د کیسه‌لیکلو زده‌کړې وړاندې کوی.

اغلې قادری د دې اقدام په اړه وایی چې اصلی موخه یې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو پر ضد د اعتراض ساتل دی تر څو د هغوی د حقونو اړوند مسئلې د جګړې او پراخ فقر تر سیوری لاندې له پامه ونه غورځول شی.

هغې زیاتوی: «دا اعتراض هم د ټولنې د پام رااړولو لپاره مهم دی او هم د نجونو لپاره څو د خپلو حقونو له محرومیت سره حساس پاتې شی او له اوسنی وضعیت سره عادت ونه کړی»

د «سوزن طلایی» ادبی ټولنې غړو د ټولنې له ټولو قشرونو په ځانګړی ډول د افغانستان له نارینه‌وو غوښتی چې د دوی ترڅنګ ودرېږی او دا اعتراض په یوه ګډه غوښتنه بدل کړی.

هغوی زیاتوی: «زموږ هیله یو ازاد او برابر افغانستان دی، داسې هېواد چې پکې هېڅ نجلۍ د زده‌کړې له حقه محرومه نه وی او هېڅ ښځه څنډې ته ونه ټېل وهل شی. موږ د داسې راتلونکی لپاره هڅه کوو چې افغانستان پکې د تبعیض په نښو نه بلکې د عدالت، برابرۍ او انسانیت په ارزښتونو وپېژندل شی»

یادښت: عکس له انټرنټ څخه اخیستل شوی دی.

به اشتراک بگذارید: