ځانګړې مرکه د جمهوری دولت د سقوط د پنځمې کلیزې په مناسبت د دوحې د مذاکراتو د دوسیې بیاکتنه (د ډاکتر حبیبې سرابی سره خبرې چې د دوحې په مذاکراتو کې د جمهوری دولت د مرکچی پلاوی غړې وه)

مرکه کوونکی: قوم‌شاهی

د افغانستان د ښځو غږ: محترمې ډاکترې حبیبې سرابی صاحبې
تاسو د افغانستان یوه سیاسی او ټولنیزه څېره یاست او د دولتدارۍ سیاست او د ښځو د حقونو د دفاع په برخه کې اوږده کاری مخینه لرئ. له همدې امله ستاسو پېژندنې ته اړتیا نشته. یوازې د دې مرکې د پیل لپاره ستاسو د کاری مخینې ځینې مهم ټکی یادوو
تاسو د طالبانو د لومړۍ دورې د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته په انتقالی دولت کې د افغانستان د ښځو چارو د وزیرې په توګه دنده ترسره کړې ده. له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د بامیان والی پاتې شوې یاست تاسو لومړنۍ ښځه یاست چې د افغانستان په تاریخ کې د یوه ولایت د والی مقام ته رسېدلې یاست.

په ۲۰۱۳ کال کې مو د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د زلمی رسول د دویم مرستیالې په توګه هم ګډون کړی و. همدارنګه له ۲۰۱۶ کال وروسته مو د افغانستان د سولې عالی شورا د ارشدې سلاکارې په توګه دنده ترسره کړې ده.
په ځانګړې توګه تاسو د دوحې په بین‌الافغانی مذاکراتو کې د افغانستان د جمهوری دولت د مرکچی پلاوی له غړو څخه یوه وئ هغه مذاکرات چې د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۱۲مه پیل شول او تر ۲۰۲۱ کال پورې یې دوام وکړ او په پای کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د جمهوری دولت له سقوط سره عملاً پای ته ورسېدل.

تاسو په خپله کاری مخینه کې ګڼ شمېر جایزې او ویاړونه هم ترلاسه کړی دی له دې جملې څخه په ۲۰۱۳ کال کې د مشرتابه او ټولنیزو خدمتونو په برخه کې د رامون مګسایسای (Ramon Magsaysay Award) جایزه په ۲۰۲۱ کال کې د ښځو د حقونو د دفاع په برخه کې ستاسو د هڅو له امله د فرانسې د دولت د سیمون وی (Simone Veil Prize) جایزه او په ۲۰۰۸ کال کې د ټایم (Time) مجلې د (چاپېریال ساتنې اتلانو) (Heroes of the Environment) په نوملړ کې شاملېدل دا نوملړ ته ستاسو د چاپېریالی فعالیتونو او د بند امیر ملی پارک د ساتنې په برخه کې ستاسو د رول له امله شاملې شوې وئ.

له دې امله چې تاسو د افغانستان د جمهوری دولت د مرکچی پلاوی له اصلی غړو څخه یوه وئ چې په( دوحه قطر) کې یې د سولې په مذاکراتو کې ګډون کړی و د افغانستان د ښځو غږ خپرونه د جمهوری دولت د سقوط د دوحې د مذاکراتو د بې‌پایلې کېدو او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت ستاسو په خدمت کې ده.

د دې مرکې موخه دا ده چې په دوحه مذاکراتو کې ستاسو شخصی تجربې د جمهوری دولت د مرکچی پلاوی داخلی مسایل د طالبانو دریځونه د امریکا او نړیوالې ټولنې رول د سولې په بهیر کې د ښځو ځای او په پای کې د افغانستان د جمهوری نظام د ړنګېدو تر شا پټې خبرې او د مذاکراتو شالید له تاسو واوری څو خلک د دوحې د مذاکراتو له ښکاره او پټو اړخونو څخه لا ډېر خبر شی هغه دوره چې د افغانستان د سیاسی ژوند د یوه مهم او له ننګونو ډک پړاو اساسی برخه جوړوی.

دا مرکه هڅه کوی چې د دې تاریخی دورې د لومړی لاس روایت یوه برخه د هېواد د شفاهی تاریخ په توګه ثبت کړی د هغې ښځې روایت چې خپله د معاصر افغانستان د تاریخ په یوه له مهمو او برخلیک ټاکونکو مذاکراتو کې حضور لرلی دی.

نو له تاسو څخه مننه کوو چې خپل وخت مو د «افغانستان د ښځو غږ» خپرونې په واک کې راکړ. دا هم باید له یاده ونه باسو چې تاسو د افغانستان له هغو ښځو څخه یاست چې خپل روایت او خپل غږ لری تاسو کلونه د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو د عدالت، حق غوښتنې، برابرۍ او د بشری حقونو د تأمین غږ پورته کړی دی.

اوس لومړۍ پوښتنه دا ده: ایا د مذاکراتو په جریان کې داسې کومه شېبه وه چې تاسو احساس کړې وی طالبان له مخکې پوهېدل چې واک به په پوځی توګه ترلاسه کوی او له همدې امله یې د جوړجاړی او سولې لپاره هېڅ انګېزه نه لرله؟ که هو هغه شېبه څه وخت وه؟
ډاکتر سرابی: باید یادونه وکړم چې په هغو سوله‌ییزو مذاکراتو کې چې د طالبانو او د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت ترمنځ ترسره کېدل البته داسې هیلې او خوش‌بینۍ موجودې وې چې ښایی دا مذاکرات کومې پایلې ته ورسېږی. له هر لوری هڅې روانې وې هم د افغانستان دننه د بېلابېلو ډلو ترمنځ او هم د نړیوالې ټولنې له لوری په ځانګړې توګه د امریکا له خوا
امریکا څو ځله په څرګند ډول ویلی وو چې له افغانستان څخه وځی او امریکایی او د ناټو ځواکونه به له افغانستانه ووځی او باید د سولې مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږی.

کله چې موږ مذاکراتو ته داخل شو په لومړیو درېیو میاشتو کې مذاکرات په سمه توګه پر مخ روان وو خو له بده مرغه د ۲۰۲۱ کال له جنوری میاشتې وروسته یعنې په نوی کال کې موږ پوه شو چې طالبان مذاکراتو ته ژمن نه دی او ډېرې خنډونه رامنځته کوی او وخت ضایع کوی. باید ووایم چې په پیل کې کله چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شو دا په خپله طالبانو ته یو ډول امتیاز ورکول وو او په حقیقت کې طالبانو د مذاکراتو پر مېز تر ټولو قوی دریځ درلود.
د ۲۰۲۱ کال په جنوری میاشت کې موږ لا ډېر متوجه شوو چې طالبان خنډونه رامنځته کوی په ځانګړې توګه دا چې د امریکا ټاکنې په مخ کې وې او هغوی ډېره هیله لرله چې ټرمپ به یو ځل بیا ولسمشر شی او دوی به وکولای شی ستر امتیازات ترلاسه کړی.

له دې سره سره مذاکرات په پرله‌پسې ډول نه بلکې په متفرق ډول روان وو خو کله چې نیمروز ولایت سقوط وکړ او طالبانو په ولسوالیو او ولایتونو کې پرمختګ پیل کړ هره ورځ یا به هر څو ورځې وروسته یوه ولسوالۍ سقوط کوله. په ځانګړې توګه کله چې د امنیه قوماندانۍ او همدارنګه ولایتونه یو په بل پسې سقوط کول موږ ډېر ناهیلی شوو.
زه خپله هم شخصاً بېخی زیاته ناهیلې شوم او دې پایلې ته ورسېدم او پوه شوم چې دا مذاکرات به هېڅکله پایله ورنه کړی او د پردې تر شا پټې معاملې او تعاملات روان دی.

د افغانستان د ښځو غږ: که نن تاسو وغواړئ چې یوازې یو کس یا یوه اداره د سولې د بهیر د ناکامۍ تر ټولو لوی مسئول وبولئ هغه کس یا اداره به څوک وی او ولې؟

ډاکتر سرابی: که څه هم د ولسمشر غنی له هېواده تېښتې د دې لامل شوه چې دولت سقوط وکړی او هر څه ګډوډ شی خو د سولې د بهیر د ناکامۍ یوازېنی مسئول ولسمشر نه دی. د سولې د بهیر په ناکامۍ کې څو اړخونه مسئول دی لکه د افغانستان خلک د افغانستان مشرتابه د افغانستان دولت او نړیواله ټولنه‌ چې ټول په کې مسئولیت لری
موږ به د نړیوالې ټولنې پر رول ډېر بحث ونه کړو. کله چې د افغانستان د خلکو او دولت په اړه خبرې کوو په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو په اړه ښایی ډېر کسان ووایی چې ولې د افغانستان خلک مسئول دی؟
وګورئ د سولې د بهیر د ناکامۍ یا د دولت د سقوط له مهمو عواملو څخه یو هم د حکومتولۍ په دننه کې موجود فساد و. په حکومتولۍ کې د دولت مشرتابه او همدارنګه پارلمان شامل وو

کله چې زه د (خلکو) خبره کوم موخه مې دا ده چې د پارلمان غړی همدا خلکو انتخاب کړی وو. خلکو پرته له دې چې د یوه شخص پر وړتیا صداقت وطن‌دوستۍ او نورو ځانګړنو باور او ډاډ ولری رأیې ورکړې. ښایی ډېر داسې کسان هم وو چې بل چا هڅولی وو چې فلانی کس ته رأیه ورکړی. یا ښایی فقر او بېوزلۍ خلک دې ته اړ کړی وی
هو زه پوهېږم او درک کوم چې په ټولنه کې فقر حاکم و. ښایی خلکو د یوې مړۍ ډوډۍ او لږو پیسو په بدل کې چا ته رأیه ورکړې وی.

همدا ډول رأیې ورکول چې پرته له پوهې او درک څخه ترسره کېږی نه یوازې د عامو خلکو ترمنځ بلکې د ډېرو روڼ‌اندو ځوانانو او د مدنی ټولنې د غړو ترمنځ هم لیدل کېدل. هغه ټول کسان چې ډېری یې لوستی وو د خپلې شخصی ګټې لپاره تلل او داسې چا ته یې رأیه ورکوله چې د دې رأیې وړتیا یې نه لرله.

وګورئ هغه کسان چې په پارلمان کې ټول راټول شوی وو هغوی هم په افغانستان کې د فساد په پراخېدو کې ډېره ونډه لرله. همدغو کسانو فاسدو وزیرانو ته د رشوت او پیسو په بدل کې د باور رأیه ورکوله. د دوی د باور رأیې سبب شوې چې فاسد وزیران په کابینه کې پاتې شی. موږ تاسو ولیدل چې ان د جګړې پر مهال هم اوس ځینې اسناد او شواهد ښیی چې د جګړې وزیران حتی په نورو ځایونو کې د تفریح او عیش‌و‌عشرت په چارو بوخت وو.

دې ټولو عواملو یو له بل سره لاس یو کړ او د دې سبب شول چې دولت سقوط وکړی. له دې سربېره د دولت د رهبرۍ د غړو ترمنځ هم اختلافات موجود وو او دا ټول عوامل سره یو ځای شول او د جمهوری دولت د سقوط لامل شول.

د افغانستان د ښځو غږ: څه عامل د دې سبب شو چې د افغانستان جمهوری دولت طالبان د رسمی مذاکره کوونکی لوری په توګه ومنی؟ دا مسایل او موضوعات زموږ د هېواد د سیاسی تاریخ او معاصرو تاریخی شخړو یوه برخه ده. د دغو موضوعاتو روښانه کول کولای شی د هېواد د راتلونکی لپاره د حل لارې په موندلو کې مرسته وکړی.
له دې سره په پام کې نیولو سره چې ځینې کسان په دې باور دی چې باید د بن په مذاکراتو کې د طالبانو ډله هم د مذاکراتو یوه برخه وای خو داسې ونه شول او بالاخره موږ د تاریخ دې پړاو ته راورسېدو.

د مصالحې بهیر په افغانستان کې له ۲۰۱۰ کال څخه پیل شو. د ښاغلی کرزی د حکومت پر مهال د سولې عالی شورا هم جوړه شوه. د سولې عالی شورا غړی تر ډېره د ټولنې له هماغو مخورو او نخبه کسانو څخه وو. البته د هغوی ډېرو له طالبانو سره هېڅ ډول اړیکه نه لرله یا په اصطلاح له طالبانو سره یې ارتباط نه درلود او که له ځینو سره یې اړیکې هم وې، هغه اړیکې صادقانه نه وې او د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره نه وې. هغوی باید د هماغو موضوعاتو قومی اړیکو او یا هر بل هغه مورد په اړه چې له دوی مخکې مطرح و په رښتینې توګه د سولې په بهیر کې کار او هڅې کړې وای.
د مصالحې دغه بهیر له ۲۰۱۰ کال څخه پیل شو. خو د بېلګې په توګه د مصالحې له بهیرونو څخه یو یې له حزب اسلامی سره مصالحه وه چې هغوی له دولت سره یو ځای شول. د دولت مشرتابه پر دې باور و چې ګواکې طالبان به هم د حزب اسلامی په څېر له دولت سره یو ځای شی په داسې حال کې چې امریکایانو له دې مخکې له طالبانو سره مذاکرات پیل کړی وو.

کله چې امریکایانو له طالبانو سره مذاکرات پیل کړل په حقیقت کې یې طالبانو ته اعتبار او حیثیت ورکړ او هغوی ته یې د مذاکراتو په ډګر کې لوړ لاس ورکړ. طالبان په حقیقت کې دې فکر ته ورسېدل چې که موږ د نړۍ تر ټولو ستر زبرځواک یعنې امریکا مات کړی وی نو د جمهوری نظام ټیم زموږ په وړاندې هېڅ ارزښت نه لری.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پیل په حقیقت کې طالبانو ته ډېر زیات امتیاز ورکړ. دولت هم اړ شو یا امریکا دولت اړ کړ چې له طالبانو سره مذاکراتو ته داخل شی څو د سولې بهیر پر مخ ولاړ شی او یو دولت رامنځته شی. د امریکایانو غوښتنه تر ډېره دا وه چې یو ائتلافی دولت رامنځته شی څو له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته وضعیت تر کنټرول لاندې وساتی.

البته یوه بله موضوع دا ده چې که د (بن) په مذاکراتو کې طالبان شامل شوی وای وضعیت به ډېر توپیر درلود. زه باور لرم او څو ځله مې هم ویلی دی چې د مذاکراتو سولې او خبرو اترو په بهیر کې یو ډېر مهم اصل دا دی چې بهیر باید ټول‌شموله وی یعنې ټولې خواوې باید په دې بهیر کې ونډه ولری.

کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات پیل شول د افغانستان دولت چې یو مهم دولتی بنسټ و او تل له طالبانو سره په شخړه کې و د امریکایانو له لوری له پامه وغورځول شو.
په همدې توګه د (بن) په مذاکراتو کې هم طالبان له پامه وغورځول شول چې وروسته یې د جګړې او شخړو لاملونه رامنځته کړل. باید په هماغه ځای کې د (بن) په هوکړه‌لیک کې د طالبانو ګډون هم شوی وای.

البته نور عوامل هم شته. د سپټمبر له ۱۱مې وروسته کله چې عبوری یا انتقالی حکومت جوړ شو باید چارې له طالبانو سره د مصالحې له لارې پر مخ تللې وای له بده مرغه تر ډېره د غچ اخیستنې چلند وشو. داسې زمینه برابره نه شوه چې د مصالحې او پخلاینې بهیر خپله سمه او طبیعی بڼه خپله کړی. په دې توګه، طالبانو د هغو هېوادونو او کسانو په مرسته چې د دوی ملاتړ یې کاوه بېرته ځواک ترلاسه کړ او د افغانستان له دولت سره یې جګړه پیل کړه. البته نورې ستونزې هم موجودې وې د بېلګې په توګه هغه سرغړونې چې امریکایانو ترسره کړې لکه د ملکی وګړو بمبارول او ډېرې نورې مسئلې.
د افغانستان د ښځو غږ: ایا دا پرېکړه چې طالبان د دوحې د مذاکراتو یوه برخه وګرځول شی د جمهوری دولت په خپله خوښه او اختیار وشوه که د امریکا او نړیوالې ټولنې تر فشار لاندې ترسره شوه؟ که کومه بله موضوع هم په منځ کې وه؟ د پردې تر شا څه تېرېدل؟ تاسو د تاریخ د دې برخې له اصلی روایت کوونکو څخه یوه یاست.

ډاکتر سرابی: امریکا غوښتل چې د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره په افغانستان کې داسې یو سیاسی نظام رامنځته کړی چې ټول لوری په کې ونډه ولری او خپله د خپل لپاره د یوه منطق او پلان له مخې له افغانستان څخه ووځی یا خپل ځواکونه په همدې ډول له افغانستانه وباسی.

له همدې امله هڅه یې کوله چې د خبرو اترو یو بهیر پیل شی او لږ تر لږه په اصطلاح یو داسې حکومت (سرهم جوړ) کړی چې وکولای شی د خلکو مشری پر غاړه واخلی. دا هم باید هېر نه کړو چې د افغانستان دولت هم بله لاره نه لرله. جګړه ورځ تر بلې سختېده. نه یوازې ملکی مرګ‌ژوبله، بلکې د پوځی ځواکونو تلفات هم ورځ تر بلې زیاتېدل. ولسوالۍ او خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

کله چې جګړه وی ورسره فقر او بېوزلی هم پراخېږی. خلک له دې جګړه‌ییز وضعیت څخه ډېر ځورېدل. ارقام ښیی چې په هغه وخت کې د عسکرو ورځنۍ او اوونیزه مرګ‌ژوبله ډېره لوړه وه.
البته غوره دا ده چې سوله په داسې شرایطو کې رامنځته شی چې د دواړو خواوو ځواکونه برابر وی خو کله چې په افغانستان کې د سولې بهیر پیل شو د دواړو لورو پوځی ځواکونه برابر نه وو.

ډاکتر سرابی: که څه هم د افغانستان دولت له پوځی پلوه ښه تجهیزات او امکانات په واک کې لرل او امریکا هم یې ملاتړ کاوه خو له بده مرغه دا ملاتړ په سمه توګه مدیریت نه شو. طالبان د جګړې په جبهو کې د پرمختګ له پلوه لوړ لاس درلود او دې وضعیت د مذاکراتو بهیر په څرګند ډول له ستونزو سره مخ کړی و.

د افغانستان دولت هم اړ و چې داسې یوه لاره خپله کړی چې په افغانستان کې دې جګړه‌ییز وضعیت پای ته ورسېږی خو ښایی وخت یېهغوی باید د هماغو موضوعاتو قومی اړیکو او یا هر بل هغه مورد په اړه چې له دوی مخکې مطرح و په رښتینې توګه د سولې په بهیر کې کار او هڅې کړې وای.
د مصالحې دغه بهیر له ۲۰۱۰ کال څخه پیل شو. خو د بېلګې په توګه د مصالحې له بهیرونو څخه یو یې له حزب اسلامی سره مصالحه وه چې هغوی له دولت سره یو ځای شول. د دولت مشرتابه پر دې باور و چې ګواکې طالبان به هم د حزب اسلامی په څېر له دولت سره یو ځای شی په داسې حال کې چې امریکایانو له دې مخکې له طالبانو سره مذاکرات پیل کړی وو.

کله چې امریکایانو له طالبانو سره مذاکرات پیل کړل په حقیقت کې یې طالبانو ته اعتبار او حیثیت ورکړ او هغوی ته یې د مذاکراتو په ډګر کې لوړ لاس ورکړ. طالبان په حقیقت کې دې فکر ته ورسېدل چې که موږ د نړۍ تر ټولو ستر زبرځواک یعنې امریکا مات کړی وی نو د جمهوری نظام ټیم زموږ په وړاندې هېڅ ارزښت نه لری.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پیل په حقیقت کې طالبانو ته ډېر زیات امتیاز ورکړ. دولت هم اړ شو یا امریکا دولت اړ کړ چې له طالبانو سره مذاکراتو ته داخل شی څو د سولې بهیر پر مخ ولاړ شی او یو دولت رامنځته شی. د امریکایانو غوښتنه تر ډېره دا وه چې یو ائتلافی دولت رامنځته شی څو له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته وضعیت تر کنټرول لاندې وساتی.

البته یوه بله موضوع دا ده چې که د (بن) په مذاکراتو کې طالبان شامل شوی وای وضعیت به ډېر توپیر درلود. زه باور لرم او څو ځله مې هم ویلی دی چې د مذاکراتو سولې او خبرو اترو په بهیر کې یو ډېر مهم اصل دا دی چې بهیر باید ټول‌شموله وی یعنې ټولې خواوې باید په دې بهیر کې ونډه ولری.

کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات پیل شول د افغانستان دولت چې یو مهم دولتی بنسټ و او تل له طالبانو سره په شخړه کې و د امریکایانو له لوری له پامه وغورځول شو.
په همدې توګه د (بن) په مذاکراتو کې هم طالبان له پامه وغورځول شول چې وروسته یې د جګړې او شخړو لاملونه رامنځته کړل. باید په هماغه ځای کې د (بن) په هوکړه‌لیک کې د طالبانو ګډون هم شوی وای.

البته نور عوامل هم شته. د سپټمبر له ۱۱مې وروسته کله چې عبوری یا انتقالی حکومت جوړ شو باید چارې له طالبانو سره د مصالحې له لارې پر مخ تللې وای له بده مرغه تر ډېره د غچ اخیستنې چلند وشو. داسې زمینه برابره نه شوه چې د مصالحې او پخلاینې بهیر خپله سمه او طبیعی بڼه خپله کړی. په دې توګه، طالبانو د هغو هېوادونو او کسانو په مرسته چې د دوی ملاتړ یې کاوه بېرته ځواک ترلاسه کړ او د افغانستان له دولت سره یې جګړه پیل کړه. البته نورې ستونزې هم موجودې وې د بېلګې په توګه هغه سرغړونې چې امریکایانو ترسره کړې لکه د ملکی وګړو بمبارول او ډېرې نورې مسئلې.
د افغانستان د ښځو غږ: ایا دا پرېکړه چې طالبان د دوحې د مذاکراتو یوه برخه وګرځول شی د جمهوری دولت په خپله خوښه او اختیار وشوه که د امریکا او نړیوالې ټولنې تر فشار لاندې ترسره شوه؟ که کومه بله موضوع هم په منځ کې وه؟ د پردې تر شا څه تېرېدل؟ تاسو د تاریخ د دې برخې له اصلی روایت کوونکو څخه یوه یاست.

ډاکتر سرابی: امریکا غوښتل چې د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره په افغانستان کې داسې یو سیاسی نظام رامنځته کړی چې ټول لوری په کې ونډه ولری او خپله د خپل لپاره د یوه منطق او پلان له مخې له افغانستان څخه ووځی یا خپل ځواکونه په همدې ډول له افغانستانه وباسی.

له همدې امله هڅه یې کوله چې د خبرو اترو یو بهیر پیل شی او لږ تر لږه په اصطلاح یو داسې حکومت (سرهم جوړ) کړی چې وکولای شی د خلکو مشری پر غاړه واخلی. دا هم باید هېر نه کړو چې د افغانستان دولت هم بله لاره نه لرله. جګړه ورځ تر بلې سختېده. نه یوازې ملکی مرګ‌ژوبله، بلکې د پوځی ځواکونو تلفات هم ورځ تر بلې زیاتېدل. ولسوالۍ او خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

کله چې جګړه وی ورسره فقر او بېوزلی هم پراخېږی. خلک له دې جګړه‌ییز وضعیت څخه ډېر ځورېدل. ارقام ښیی چې په هغه وخت کې د عسکرو ورځنۍ او اوونیزه مرګ‌ژوبله ډېره لوړه وه.
البته غوره دا ده چې سوله په داسې شرایطو کې رامنځته شی چې د دواړو خواوو ځواکونه برابر وی خو کله چې په افغانستان کې د سولې بهیر پیل شو د دواړو لورو پوځی ځواکونه برابر نه وو.

ډاکتر سرابی: که څه هم د افغانستان دولت له پوځی پلوه ښه تجهیزات او امکانات په واک کې لرل او امریکا هم یې ملاتړ کاوه خو له بده مرغه دا ملاتړ په سمه توګه مدیریت نه شو. طالبان د جګړې په جبهو کې د پرمختګ له پلوه لوړ لاس درلود او دې وضعیت د مذاکراتو بهیر په څرګند ډول له ستونزو سره مخ کړی و.

د افغانستان دولت هم اړ و چې داسې یوه لاره خپله کړی چې په افغانستان کې دې جګړه‌ییز وضعیت پای ته ورسېږی خو ښایی وخت یې مناسب نه و. باید داسې شرایط موجود وای چې لږ تر لږه د قدرت توازن یو څه برابر وای. مناسب نه و. باید داسې شرایط موجود وای چې لږ تر لږه د قدرت توازن یو څه برابر وای. د افغانستان د ښځو غږ: ستاسو په نظر د دوحې د مذاکراتو له پیل څخه مخکې ایا د مرکچی پلاوی غړی د مذاکراتو بریا ته هیله‌من وو؟ ځکه چې د دوحې د مذاکراتو په جریان کې په ټولنیزو رسنیو کې د مرکچی پلاوی د یوه غړی په نوم یو غږیز فایل خپور شو. په هغه فایل کې په څرګندو ټکو ویل شوی وو چې اشرف غنی به نور د افغانستان په سیاسی ډګر کې د یوه سیاسی لوبغاړی یا ولسمشر په توګه حضور ونه لری.

په بل عبارت په نړیواله کچه د اشرف غنی د موقف په اړه خبرې شوې وې او ویل شوی وو چې اشرف غنی پراخ نړیوال ملاتړ نه لری او باید د هغه د ساتلو لپاره لګښت ورنه کړل شی. په ټوله کې په هغه غږیز فایل کې د یوه موقت حکومت د جوړېدو او د اشرف غنی د واک پرېښودلو اړتیا ته اشاره شوې وه.

ډاکټر سرابی: د دوحې د مذاکراتو او خبرو اترو د بهیر په پیل کې ټولو هیله لرله چې دا بهیر به یوې داسې سمې او منطقی پایلې ته ورسېږی چې د افغانستان خلک ترې ګټه واخلی یعنې دواړه لوری به یوې مناسبې هوکړې ته ورسېږی.

خو له بده مرغه د وخت په تېرېدو سره په ځانګړې توګه له هغه وروسته چې درې میاشتې تېرې شوې او د مذاکراتو طرزالعمل نوی تصویب شوی و او دواړه لوری د نوی میلادی کال د رخصتیو لپاره ولاړل وضعیت بدل شو. له هغه وروسته هغوی هم په منظم ډول مذاکراتو ته حاضرېدل نه.

که څه هم له دې وړاندې یې هم تر ډېره وخت‌تېروونه کوله لکه دا چې غوښتل یې، یا هڅه یې کوله چې په دوحه کې خپل مشروعیت ترلاسه کړی او په جګړه‌ییزو جبهو کې پرمختګ وکړی. خو له نوی میلادی کال وروسته یعنې د ۲۰۲۱ کال له پیل څخه دغه بهیر یا مذاکرات په منظم ډول پر مخ نه تلل.

ډاکټر سرابی: د دوحې د مذاکراتو او خبرو اترو د بهیر په پیل کې د پلاوی د غړو ترمنځ بېلابېل نظرونه هم په څرګند ډول رامنځته شول. هغه غږیز فایل چې خپور شوی و د ۲۰۲۱ کال د پیل اړوند و یعنې دا د مذاکراتو د پیل پر مهال نه و بلکې د ۲۰۲۱ کال د نوی میلادی کال له پیل وروسته و. په همدې وخت کې امریکا هم ډېر فشار راوړ او ویل یې: (موږ یو سند لرو که تاسو موافقه نه کوئ باید زموږ پر سند موافقه وکړئ)
د هغوی موخه هم عبوری حکومت یا موقت حکومت یا په هره بڼه دا وه چې یوه داسې اداره رامنځته شی چې وکولای شی د هېواد مشری وکړی.

په څرګند ډول په هغه وخت کې هغوی اشرف غنی نه مانه. البته دا خبره دومره څرګنده نه وه چې په مستقیم ډول دې ویل شوی وی چې اشرف غنی نه منل کېږی خو داسې مسایل او نظرونه مطرح کېدل چې ګواکې باید یو موقت یا عبوری حکومت رامنځته شی او یو څوک یې مشری پر غاړه واخلی. څرګنده وه چې ډاکټر غنی نه شو کولای د هماغه عبوری ادارې مشری پر غاړه واخلی.

د افغانستان د ښځو غږ: راځئ لږ د جمهوری نظام د مرکچی پلاوی د جوړېدو په اړه خبرې وکړو. د پلاوی غړی څنګه وټاکل شول؟ وروستۍ پرېکړه چا وکړه؟ د پلاوی په دننه کې کومې ستونزې او اختلافات موجود وو؟ اوس د دې موضوعاتو د مطرح کولو وخت دی.

ډاکټر سرابی: د پلاوی د جوړولو لپاره ډېرې سلا مشورې وشوې. د امریکا او طالبانو له هوکړه‌لیک وروسته د امریکا استازی زلمی خلیلزاد ډېر ټینګار کاوه چې د افغانستان د جمهوری دولت مرکچی پلاوی باید ژر تر ژره وټاکل شی.
معلومه خبره وه چې دا پروسه ډېره اوږده شوه او باید پراخې سلا مشورې ترسره شوې وای. دغه مشورې تر ډېره د ټولنې له دودیزو مشرانو او د دولت له دودیزو مشرانو سره کېدې چې ډېری یې جهادی مشران وو.

له همدې امله کله چې پلاوی جوړېده هر ګوند هڅه کوله چې خپل استازی په هغه کې ولری. د بېلګې په توګه هغه پلاوی چې له ۲۰ کسانو څخه جوړ شوی و او یو کس ښاغلی رحیمی د ولسمشر استازی و په ټوله کې هر یو یې د یوه سیاسی ګوند استازیتوب کاوه او تر شا یې یو سیاسی ګوند موجود و.

د هر مرکچی پلاوی د هر غړی تر شا یو سیاسی ګوند ولاړ و هغه یې معرفی او ملاتړ یې کاوه. له بده مرغه له ټولو سیاسی ګوندونو څخه یوه یې هم حتی یوه ښځه د پلاوی لپاره معرفی نه کړه.

یوازې یو سیاسی ګوند محاذ ملی چې مشری یې پیر سید احمد ګیلانی کوله د دې ګوند مشر په هغه وخت کې وفات شوی و او زوی یې د ګوند مشری پر غاړه لرله خپله خور، فاطمه ګیلانی یې د خپل ګوند د استازې په توګه معرفی کړه.

درې نورې مېرمنې یعنې زه فوزیه کوفی او شریفه زرمتۍ د ولسمشر له خوا وټاکل شوې او معرفی شوې وې.
البته فوزیه کوفی د امرالله صالح له خوا معرفی شوې وه خو دوې نورې مېرمنې د ولسمشر له خوا تأیید معرفی او وټاکل شوې. یعنې په ټوله کې د افغانستان هېڅ سیاسی ګوند یا د مجاهدینو هېڅ یوه ډله حتی یوه ښځه هم د پلاوی لپاره و نه ټاکله. هغه کسان چې خپل د افغانستان د ښځو غږ: ستاسو په نظر د دوحې د مذاکراتو له پیل څخه مخکې ایا د مرکچی پلاوی غړی د مذاکراتو بریا ته هیله‌من وو؟ ځکه چې د دوحې د مذاکراتو په جریان کې په ټولنیزو رسنیو کې د مرکچی پلاوی د یوه غړی په نوم یو غږیز فایل خپور شو. په هغه فایل کې په څرګندو ټکو ویل شوی وو چې اشرف غنی به نور د افغانستان په سیاسی ډګر کې د یوه سیاسی لوبغاړی یا ولسمشر په توګه حضور ونه لری.

په بل عبارت په نړیواله کچه د اشرف غنی د موقف په اړه خبرې شوې وې او ویل شوی وو چې اشرف غنی پراخ نړیوال ملاتړ نه لری او باید د هغه د ساتلو لپاره لګښت ورنه کړل شی. په ټوله کې په هغه غږیز فایل کې د یوه موقت حکومت د جوړېدو او د اشرف غنی د واک پرېښودلو اړتیا ته اشاره شوې وه.

ډاکټر سرابی: د دوحې د مذاکراتو او خبرو اترو د بهیر په پیل کې ټولو هیله لرله چې دا بهیر به یوې داسې سمې او منطقی پایلې ته ورسېږی چې د افغانستان خلک ترې ګټه واخلی یعنې دواړه لوری به یوې مناسبې هوکړې ته ورسېږی.

خو له بده مرغه د وخت په تېرېدو سره په ځانګړې توګه له هغه وروسته چې درې میاشتې تېرې شوې او د مذاکراتو طرزالعمل نوی تصویب شوی و او دواړه لوری د نوی میلادی کال د رخصتیو لپاره ولاړل وضعیت بدل شو. له هغه وروسته هغوی هم په منظم ډول مذاکراتو ته حاضرېدل نه.

که څه هم له دې وړاندې یې هم تر ډېره وخت‌تېروونه کوله لکه دا چې غوښتل یې، یا هڅه یې کوله چې په دوحه کې خپل مشروعیت ترلاسه کړی او په جګړه‌ییزو جبهو کې پرمختګ وکړی. خو له نوی میلادی کال وروسته یعنې د ۲۰۲۱ کال له پیل څخه دغه بهیر یا مذاکرات په منظم ډول پر مخ نه تلل.

ډاکټر سرابی: د دوحې د مذاکراتو او خبرو اترو د بهیر په پیل کې د پلاوی د غړو ترمنځ بېلابېل نظرونه هم په څرګند ډول رامنځته شول. هغه غږیز فایل چې خپور شوی و د ۲۰۲۱ کال د پیل اړوند و یعنې دا د مذاکراتو د پیل پر مهال نه و بلکې د ۲۰۲۱ کال د نوی میلادی کال له پیل وروسته و. په همدې وخت کې امریکا هم ډېر فشار راوړ او ویل یې: (موږ یو سند لرو که تاسو موافقه نه کوئ باید زموږ پر سند موافقه وکړئ)
د هغوی موخه هم عبوری حکومت یا موقت حکومت یا په هره بڼه دا وه چې یوه داسې اداره رامنځته شی چې وکولای شی د هېواد مشری وکړی.

په څرګند ډول په هغه وخت کې هغوی اشرف غنی نه مانه. البته دا خبره دومره څرګنده نه وه چې په مستقیم ډول دې ویل شوی وی چې اشرف غنی نه منل کېږی خو داسې مسایل او نظرونه مطرح کېدل چې ګواکې باید یو موقت یا عبوری حکومت رامنځته شی او یو څوک یې مشری پر غاړه واخلی. څرګنده وه چې ډاکټر غنی نه شو کولای د هماغه عبوری ادارې مشری پر غاړه واخلی.

د افغانستان د ښځو غږ: راځئ لږ د جمهوری نظام د مرکچی پلاوی د جوړېدو په اړه خبرې وکړو. د پلاوی غړی څنګه وټاکل شول؟ وروستۍ پرېکړه چا وکړه؟ د پلاوی په دننه کې کومې ستونزې او اختلافات موجود وو؟ اوس د دې موضوعاتو د مطرح کولو وخت دی.

ډاکټر سرابی: د پلاوی د جوړولو لپاره ډېرې سلا مشورې وشوې. د امریکا او طالبانو له هوکړه‌لیک وروسته د امریکا استازی زلمی خلیلزاد ډېر ټینګار کاوه چې د افغانستان د جمهوری دولت مرکچی پلاوی باید ژر تر ژره وټاکل شی.
معلومه خبره وه چې دا پروسه ډېره اوږده شوه او باید پراخې سلا مشورې ترسره شوې وای. دغه مشورې تر ډېره د ټولنې له دودیزو مشرانو او د دولت له دودیزو مشرانو سره کېدې چې ډېری یې جهادی مشران وو.

له همدې امله کله چې پلاوی جوړېده هر ګوند هڅه کوله چې خپل استازی په هغه کې ولری. د بېلګې په توګه هغه پلاوی چې له ۲۰ کسانو څخه جوړ شوی و او یو کس ښاغلی رحیمی د ولسمشر استازی و په ټوله کې هر یو یې د یوه سیاسی ګوند استازیتوب کاوه او تر شا یې یو سیاسی ګوند موجود و.

د هر مرکچی پلاوی د هر غړی تر شا یو سیاسی ګوند ولاړ و هغه یې معرفی او ملاتړ یې کاوه. له بده مرغه له ټولو سیاسی ګوندونو څخه یوه یې هم حتی یوه ښځه د پلاوی لپاره معرفی نه کړه.

یوازې یو سیاسی ګوند محاذ ملی چې مشری یې پیر سید احمد ګیلانی کوله د دې ګوند مشر په هغه وخت کې وفات شوی و او زوی یې د ګوند مشری پر غاړه لرله خپله خور، فاطمه ګیلانی یې د خپل ګوند د استازې په توګه معرفی کړه.

درې نورې مېرمنې یعنې زه فوزیه کوفی او شریفه زرمتۍ د ولسمشر له خوا وټاکل شوې او معرفی شوې وې.
البته فوزیه کوفی د امرالله صالح له خوا معرفی شوې وه خو دوې نورې مېرمنې د ولسمشر له خوا تأیید معرفی او وټاکل شوې. یعنې په ټوله کې د افغانستان هېڅ سیاسی ګوند یا د مجاهدینو هېڅ یوه ډله حتی یوه ښځه هم د پلاوی لپاره و نه ټاکله. هغه کسان چې خپل زامن یې ټاکلی وو حتی خپلې لوڼې یې هم په دې پړاو او بهیر کې شاملې نه کړې.زامن یې ټاکلی وو حتی خپلې لوڼې یې هم په دې پړاو او بهیر کې شاملې نه کړې. د افغانستان د ښځو غږ: لږ راته ووایاست چې ستاسو او د مرکچی پلاوی لومړنۍ مخامخ لیدنه له طالبانو سره څنګه وه؟ له داسې طالبانو سره چې د افغانستان د ملت او هېواد لومړی نمبر دښمن ګڼل کېدل ایا له هغې ډلې سره چې په افغانستان کې یې د ترهګریزو او وحشتناکو پېښو لامل شوې وه، پر یوه مېز کېناستل او خبرې کول د توجیه وړ وو؟ د پلاوی غړو هغه مهال څه احساس درلود؟

بخشش د مذاکراتو او مصالحې له اصولو څخه یو اصل دی. خو له بده مرغه د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې انتقالی عدالت نه دی پلی شوی او هېڅکله هېڅ ډلې خپله تېروتنه نه ده منلې او بښنه هم نه ده شوې.

د افغانستان د ښځو غږ: ایا د جمهوری دولت د مرکچی پلاوی په دننه کې د سرې کرښې په اړه اختلافات موجود وو؟
ډاکټر سرابی: په دې اړه باید ووایم چې په ټوله کې مدنی ټولنه ښځې او د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت مرکچی پلاوی خپله سره کرښه د افغانستان د اساسی قانون دویم څپرکی باله. خو د دولت د رهبرۍ لپاره ځینې نورې سرې کرښې هم موجودې وې چې هغه عبارت وې له جمهوریت یا جمهوری نظام او د ډیموکراسۍ له اصل څخه یعنې (یو کس، یوه رأیه) او ټاکنې.
معلومه خبره ده چې په دې برخه کې ډېر اختلاف نظر نه و خو د نظام د ډول په اړه اختلاف نظر موجود و او په همدې موضوع کې اختلافات ډېر څرګند وو.

د افغانستان د ښځو غږ: د دوحې په مذاکراتو کې د امریکا د رول په اړه راته ووایاست. په دغو مذاکراتو کې د امریکا رول تر کومه بریده پرېکنده او اغېزناک و؟

له همدې امله د امریکا رول ډېر مهم او برجسته و. د مرکچی پلاوی د ټاکلو او نورو موضوعاتو په برخه کې هم امریکا هر ځل ډېره هڅه کوله چې دا بهیر پر مخ ولاړ شی.
ډاکټر سرابی: هو د امریکا رول ډېر پرېکنده و لکه څنګه چې د دوحې هوکړه‌لیک چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مخکې لاسلیک شوی (دوحې هوکړه‌لیک ) په نوم یادېده دا په خپله ښیی چې تر دې مخکې لا د افغانستان دولت د مذاکراتو لپاره حاضر شوی نه و یا په ځانګړې توګه یې په مستقیم ډول مذاکراتو ته داخلېدل او د مذاکراتو پر مخ وړل نه وو پیل کړی بلکې د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات ترسره شوی وو.
د افغانستان د ښځو غږ: هم د مذاکراتو پر مهال او هم د جمهوری نظام له سقوط وروسته د زلمی خلیلزاد پر ضد یو پراخ منفی نظر رامنځته شو داسې انګېرل کېده چې ګواکې خلیلزاد د خپلې قومی تړاو له امله د جمهوری نظام د سقوط اصلی عامل او مسئول و. ستاسو له نظره دا خبره تر کومه بریده د باور وړ ده؟ ځکه په هر حال تاریخی تجربې د هېواد د شفاهی تاریخ یوه برخه جوړوی او هره خبره ښایی د تاریخ د تحلیل لپاره یوه نښه وی.

ډاکټر سرابی: زلمی خلیلزاد د امریکا استازی و او د امریکا ګټې یې تأمینولې د هغه ټوله هڅه دا وه چې داسې یوه حل‌لاره پیدا کړی چې امریکایی عسکر له افغانستان څخه ووځی.

شاید د ځینو قومونو په ځانګړې توګه د پښتنو له قوم سره یې قومی تړاو موجود و. که څه هم ښاغلی خلیلزاد په پښتو ژبه ډېرې خبرې نه کولې خو د قومی تړاو او ښو اړیکو له امله یې ښایی د ژبې پر بنسټ تفاهم او اړیکې یو څه اسانه کولې خو مهمه او څرګنده خبره دا وه چې که خلک یې ووایی او که یې ونه وایی خلیلزاد غوښتل چې د امریکا ګټې تأمین کړی له شک پرته ښایی دا یې هم خوښېده چې د هغه قوم وکولای شی په سیاسی ډګر کې راڅرګند شی.

د افغانستان د ښځو غږ: راځئ د مذاکراتو په بهیر کې د ښځو موضوع ته ولاړ شو. تاسو د مرکچی پلاوی د یوې ښځینه غړې په توګه‌ د ښځو د حقونو په برخه کې تر ټولو لویه ننګونه څه ګڼئ؟
ډاکټر سرابی: د ښځو او د ښځو د حقونو په اړه تر ټولو ستره ننګونه دا وه چې طالبان په ټوله کې ښځې د ټولنې د یوه برابر غړی په توګه نه منلې د هغوی د فکر او ایډیولوژۍ له مخې ښځه د ټولنې برابر غړی نه وه او هغوی هېڅکله د ښځو پر حقونو باور نه درلود.

البته په دې برخه کې زموږ له لوری د اجنډا په اړه ځکه چې موضوع د افغانستان د اساسی قانون له دویم څپرکی یا برخې سره تړاو درلود موږ د ښځو موضوع په ځانګړې توګه په اجنډا کې نه وه شامله کړې.

البته په دې اړه بحث وشو چې ایا د ښځو موضوع باید د اجنډا د یوه ځانګړی عنوان په توګه شامله شی که نه خو موږ فکر کاوه چې د افغانستان د اساسی قانون دویم څپرکی چې د وګړو حقوق بیانوی او په ټولنه کې د ټولو وګړو د برابر حقوقو اصل مطرح کوی او ټولو ته یې له یو شان امتیازاتو څخه د برخمنېدو حق ورکړی تر دې ډېر جامع دی چې یوازې د ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړو.

له بلې خوا طالبانو د ښځو حقوق ( د ښځو شرعی حقوق) تر عنوان لاندې په اجنډا کې شامل کړی وو. هغوی له پیله هڅه کوله چې د خالص اسلامی حکومت موضوع چې موخه یې امارت و په اجنډا کې شامله شی او پر همدې خالص اسلامی نظام یې ټینګار کاوه. څرګنده وه چې هغوی د ښځو حقوق د شریعت په چوکاټ کې لیدل هغه څه چې د طالبانو د لومړۍ دورې د حکومت پر مهال هم روښانه وو او اوس هم څرګنده ده چې د (شرعی حقوقو) څخه یې موخه څه ده.
د افغانستان د ښځو غږ: ستاسو د تجربې او برداشت له مخې له کوم وخت څخه دې پایلې ته ورسېدئ چې ښایی مذاکرات کومې پایلې ته ونه رسېږی؟

ډاکټر سرابی: موږ د مذاکراتو له دویم پړاو څخه چې د ۲۰۲۱ کال په جنوری میاشت کې پیل کېده او ټاکل شوې وه چې دواړه ټیمونه د جنوری په ۵مه یو ځل بیا دوحې ته ولاړ شو متوجه شوو چې وضعیت بدل شوی دی.

زموږ ټیم حاضر و زموږ یوازینی مسئولیت مذاکرات کول وو خو طالبان ډېری وخت خپلې کورنۍ او شخصی ژوند ته هم رسېدګی کوله خپل کاروبار او تجارتونه یې لرل په لومړیو درېیو میاشتو کې به هغوی تر ډېره د ماښام له خوا مذاکراتو ته حاضرېدل هغه هم داسې وخت چې د ماښام او بیا د ماخوستن د لمانځه وخت به راورسېد او په همدې توګه به وخت تېرېده.
خو د جنوری له میاشتې وروسته یعنې د هغوی له رخصتیو څخه وروسته هغوی حتی د جنوری په ۵مه هم په دوحه کې حاضر نه شول او تر ډېره یې وخت‌تېروونه کوله او خبرو اترو ته یې غاړه نه ایښوده.
تر دې چې موږ غوښتنه وکړه چې په خونه کې دې یو منځګړی حاضر وی څو وکولای شی د مذاکراتو ټول جزئیات ثبت کړی. هماغه مهال موږ متوجه شوو چې رښتیا هم دا مذاکرات کومې پایلې ته نه رسېږی او طالبان یوازې وخت ضایع کوی.

موږ نه شو کولای چې له مذاکراتو څخه ووځو ځکه چې د ملاتړ یوه ډله چې یوناما، جرمنی، ناروې او همدارنګه امریکا په کې شامل وو حضور یې درلود او موږ ته یې سپارښتنه کوله چې له مذاکراتو څخه ونه وځو. دوی ویل: که تاسو له مذاکراتو څخه ووځئ د مسئولیت بار به ستاسو پر غاړه واچول شی داسې به وښودل شی چې ګواکې د جمهوری نظام ټیم خبرو ته حاضر نه دی او نه غواړی سوله او مذاکرات ترسره شی.

له همدې امله موږ تر سقوط پورې په مذاکراتو کې پاتې شوو. خو موږ د جنوری له میاشتې وروسته پوه شوو چې دا مذاکرات کومې پایلې ته نه رسېږی.
البته د دولت له لوری د مذاکراتو په پیل کې د منځګړی د وړاندیز نه کول هم یوه لویه تېروتنه وه. په پای کې دولت ومنله چې یو منځګړی دې په مذاکراتو کې حضور ولری خو هغه وخت ډېر ناوخته و او طالبانو هم د منځګړی له شتون سره مخالفت وکړ.

د افغانستان د ښځو غږ: د جمهوری دولت د مرکچی پلاوی تر ټولو لویه تېروتنه څه وه؟

ډاکټر سرابی: زموږ له نظره د جمهوری دولت مرکچی پلاوی کومه ځانګړې تېروتنه نه لرله. لویه تېروتنه د افغانستان دننه موجوده وه لومړی د دولت د رهبرۍ د سولې عالی شورا (چې مشری یې ډاکټر عبدالله کوله) او ولسمشر ترمنځ د لازمې همغږۍ نشتوالی و.

د دوی ترمنځ اړینه همغږی نه وه موجوده او ډېر ناوخته به یوې ګډې هوکړې او تفاهم ته رسېدل.
کله چې یوه موضوع یو سند یا کومه مسئله هغوی ته راجع کېده نو هماغه سند به د دغو دوو لوریو یعنې د سولې عالی شورا او د ولسمشرۍ ماڼۍ ترمنځ لاس په لاس کېده او ډېر وخت به یې نیوه تر څو موږ وکولای شو د هغې په اړه وروستۍ او پرېکنده پایله ترلاسه کړو.
دا یوه ستونزه وه څرګنده خبره ده چې یو واحد فکر او یو واحد دریځ موجود نه و.

دویمه تېروتنه دا وه چې په ټوله کې دولت او ولسمشر فکر کاوه چې له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو وتل یوازې یوه پلمه ده او په نږدې راتلونکې کې به عملی نه شی. له همدې امله دوی ډېر هیله‌من وو چې بهرنی او امریکایی ځواکونه به په افغانستان کې پاتې شی.
د همدې لپاره یې دویم بدیل پلان نه درلود. د دویم بدیل پلان نه لرل د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت له تر ټولو سترو تېروتنو څخه یوه وه.
د افغانستان د ښځو غږ: ستاسو په نظر نړیوالې ټولنې تر ټولو ستره تېروتنه څه وه؟

ډاکټر سرابی: د نړیوالې ټولنې تر ټولو ستره تېروتنه د مذاکراتو لپاره د ځای انتخاب و. هغه ځای چې د مذاکراتو لپاره ټاکل شوی و مناسب ځای نه و یعنې باید یو بې‌طرفه ځای انتخاب شوی وای په داسې حال کې چې قطر بې‌طرفه نه و. هغوی تر ډېره د طالبانو ملاتړ کاوه. طالبانو هلته خپل کورونه او ژوند درلود او له بلې خوا قطریانو هم د هغوی ملاتړ کاوه. طالبان او د هغوی کورنۍ په قطر کې د قطر د حکومت تر ملاتړ او پناه لاندې وو.

دویم دا چې د مذاکراتو په پیل کې یې یو منځګړی نه و ټاکلی. د مذاکراتو په جریان کې د منځګړی شتون ډېر مهم دی. له منځګړی پرته څرګنده ده چې موضوع په سمه توګه نه شی پر مخ تلای. موږ څو ځله د منځګړی د نشتوالی له امله له بن‌بست سره مخ شوو.

درېیمه تېروتنه دا وه چې هڅه کېده مذاکرات په ډېرې چټکۍ ترسره شی په داسې حال کې چې د سولې او خبرو اترو په بهیر کې چټکتیا مهمه نه ده.
د مذاکراتو پایله مهمه ده نه دا چې مذاکرات په څومره چټکۍ پر مخ یووړل شی. تل په ځانګړې توګه ښاغلی خلیلزاد ټینګار کاوه چې باید ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږو. د افغانستان د ښځو غږ: ستاسو په فکر که د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه‌لیک لاسلیک شوی نه وای د مذاکراتو برخلیک به کوم لوری ته تللی وای؟ وضعیت به په څه ډول بدل شوی وای؟

ډاکټر سرابی: که د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شوی نه وای څرګنده ده چې مذاکرات به توپیر درلود. د مذاکراتو په جریان کې طالبانو فکر کاوه چې امریکا یې ماته کړې ده او دوی لوړ لاس لری. هغوی ځانونه برلاسی بریالی او فاتح ګڼل او په ډېرې څرګندتیا سره یې ویل چې موږ امریکا چې د نړۍ تر ټولو ستر زبرځواک دی ماته کړې ده.
یا دا هم امکان درلود چې مذاکرات د امریکا طالبانو او جمهوری دولت ترمنځ درې‌اړخیز شوی وای. په دې توګه مذاکرات باید په بل ډول ترسره شوی وای څرګنده ده چې که د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه‌لیک نه وای موجود مذاکرات به خپل اصلی مسیر ته دوام ورکړی وای.

د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵مې نېټې په شاوخوا ورځو کې ایا داسې نښې موجودې وې چې د جمهوری نظام د نږدې سقوط څرګندونه یې کوله؟

ډاکټر سرابی: د اګست له ۱۵مې مخکې ورځې د مرکچی پلاوی لپاره ډېرې سختې ورځې وې ځکه ولایتونه یو په بل پسې سقوط کول. څرګنده وه چې په رسنیو کې د ولایتونو د مشرانو د تېښتې خبرونه لکه د نیمروز او غزنی ډېر خپرېدل او د عسکرو او پوځی ځواکونو مرګ‌ژوبله هم هره ورځ زیاتېده. وضعیت ښه نه و. پرله‌پسې چاودنې کېدې لکه د کابل پوهنتون چاودنه چې رښتیا هم ډېره ټکان ورکوونکې وه.

دې ټولو موضوعاتو د ټول مرکچی پلاوی د ځان په ګډون روحیه ډېره کمزورې کړې وه. زما خپله روحیه هم ډېره خرابه شوې وه. خو له دې سره سره هېڅوک فکر نه کاوه چې سقوط به په همدې ډول او دومره ناڅاپی ترسره شی.

بله موضوع هم مطرح وه چې ویل کېدل یو بل کنفرانس به په استانبول کې پیل شی. په استانبول کې به د هغو خبرو اترو پایلې چې په دوحه کې شوې وې وڅېړل شی او د دولت لوړپوړی مشران به د ښاغلی کرزی یا ډاکټر عبدالله په مشرۍ له ملا برادر یا د طالبانو له یوه بل مشر سره چې معمولاً ملا برادر به و خبرو ته کېنی او یو هوکړه‌لیک به لاسلیک کړی.

ډاکټر سرابی: په عمده توګه هماغه سند چې امریکایانو وړاندیز کړی و او پر بنسټ یې باید یو عبوری یا موقت حکومت جوړ شوی وای تر ډېره ټولو پر همدې موضوع فکر کاوه چې د استانبول په غونډه کې به مشران یوې پایلې ته ورسېږی خو په وروستۍ اوونۍ کې طالبانو په استانبول کې له ګډون څخه ډډه وکړه.
وروسته هغه غونډې چې د (ترویکا) په نوم یادېدې د سیمې له هېوادونو سره درې ورځې پرله‌پسې ترسره شوې. د دغو غونډو پایله رښتیا هم د خوښۍ وړ نه وه ډاکټر عبدالله هم په دې غونډو کې ګډون کړی و خو غونډو ښودله چې وضعیت ډېر خراب او کړکېچن دی.

له دې ټولو سره سره موږ فکر نه کاوه چې ولسمشر به وتښتی. په ټوله کې خلک منتظر وو او یوه اوازه هم خپره وه ــ البته باوری نه وه ــ چې د دولت رهبرۍ ته نږدې ځینو کسانو ویلی وو چې د ولسمشر له خوا به یو بیان خپور شی.
موږ فکر کاوه چې په دې بیان کې به د ولسمشر استعفا اعلانېږی او له هغه وروسته به یو عبوری حکومت جوړ شی.

خو له بده مرغه موضوع په هغه ډول ونه شول ولسمشر وتښتېد او دولت سقوط وکړ. د دولت د سقوط په اړه هم موږ دې باور ته رسېدلی وو چې طالبانو د دې حالت لپاره بشپړ چمتووالی نه درلود او فکر یې نه کاوه چې په دې ډول به کابل ته داخل شی په هغه ورځ چې کابل ته داخل شول هغوی خپله هم ډېر وارخطا وو چې څنګه وکولای شی د ګډوډۍ مخه ونیسی.

د افغانستان د ښځو غږ: له دوحې
د مذاکراتو څخه تر ټولو مهم درس څه و؟ داسې څه چې بیانول او تشریح کول یې د هېواد د راتلونکو پړاوونو لپاره ګټور وی.
ډاکټر سرابی: دا یوه ډېره اساسی او مهمه پوښتنه ده بېشکه دا ډېره مهمه ده چې له دوحې د مذاکراتو څخه څنګه درس واخلو. زه هڅه کوم چې د دې درسونو یو لړ موارد درته بیان کړم.
لومړی: په مذاکراتو کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د مذاکراتو دواړه لوری باید د ځواک له پلوه په یوه متوازن حالت کې وی. که د دواړو لورو ترمنځ توازن موجود نه وی نو هغه لوری چې لوړ لاس ولری تل به فکر کوی چې مقابل لوری مات کړی.
او مهمه خبره دا ده چې په مذاکراتو کې باید د مقابل لوری د ماتولو په نیت یا (شکست) په عنوان وارد نه شو.

دویم: په ټوله کې په مذاکراتو کې مهمه دا ده چې موخه باید د ګټو د ټکر حل او یوې سیاسی هوکړې ته رسېدل وی نه دا چې هڅه وشی پر مقابل لوری برلاسی شو. له همدې امله په مذاکراتو کې سیاسی اراده ډېره مهمه ده تر کومه ځایه چې لیدل کېدل دواړو لورو د مذاکراتو لپاره سیاسی اراده نه لرله.

طالبانو هم سیاسی اراده نه لرله ځکه هغوی له امریکا سره مخکې مذاکرات کړی او هوکړې ته رسېدلی وو. هغوی غوښتل چې خپل مشروعیت د دوحې له خبرو اترو څخه ترلاسه کړی. د جمهوری نظام مرکچی پلاوی یا په ټوله کې د دولت رهبرۍ هم تر کومه ځایه چې لیدل کېدل چندان دې ته چمتو نه وو چې یوې ټولیزې هوکړې ته ورسېږی او له وړاندې یې خپلې سرې کرښې ټاکلې وې.

درېیم: د سرې کرښو ټاکل د مذاکراتو لپاره یوه جدی ننګونه ده ځکه د مذاکراتو اساسی اصل ورکول او اخیستل دی. که یو لوری هر څه (سره کرښه) اعلان کړی نو په عملی توګه د مذاکراتو فضا محدودوی.
خو باید د دوو شیانو ترمنځ توپیر وشی: (بنسټیزې ګټې) او (د معاملې وړ دریځونه)
بنسټیزې ګټې لکه د وګړو د بنسټیزو حقونو ساتنه او د معاملې وړ دریځونه لکه د حکومت ډول ریاستی یا پارلمانی نظام په واک کې د لورو ونډه د اساسی قانون د اصلاحاتو مهالوېش او نور موارد.

مذاکرات د ورکولو او اخیستلو دادوستد او معاملې بهیر دی او موخه یې د شخړې حل دی.
د سرې کرښو ټاکل دا معنا ورکوی چې موږ خبرو اترو ته چندان لېواله نه یو یعنې دا زموږ سره کرښه ده. که غواړې مذاکرات وکړې که نه یې غواړې په هغه صورت کې بیا هم جګړه ده. له همدې امله، دا موضوع ډېره مهمه ده.

له دې سربېره د مذاکراتو ځای او موقعیت هم مهم دی. باید یو بې‌طرفه ځای وی او هلته باید یو منځګړی هم حضور ولری. له بده مرغه، د دوحې په مذاکراتو کې د منځګړی نشتون څو ځله موږ له بن‌بست سره مخ کړو.

څلورم: یوه بله ډېره مهمه موضوع د مذاکراتو لپاره خپلواک نظارت دی. که څه هم د سولې ډلې یا د نړیوالې ټولنې ځینو ملاتړ کوونکو لکه ناروې او امریکا نظارت کاوه او امریکا تقریباً مستقیم نظارت درلود خو په مذاکراتو کې باید یوه بې‌طرفه سرچینه یا بې‌طرفه اداره د نظارت مسئولیت پر غاړه ولری.

تر ټولو مناسب کسان یا اداره چې دا کار یې ترسره کولای شو د مدنی ټولنې مجموعه وه څو خپلواک نظارت یې کړی وای. خو له بده مرغه طالبانو په هېڅ ډول پر مدنی ټولنې باور نه درلود او نه یې غوښتل چې هغوی په دې بهیر کې حضور ولری.

د بېلګې په توګه د مدنی ټولنې له یوې ډلې غوښتل شوی وو چې دوحې ته راشی او یوه جانبی غونډه ولری څو په دې توګه پر طالبانو فشار راوړل شی چې د ښځو د حقونو او بشری حقونو په اړه خپل دریځ روښانه کړی خو د قطر حکومت حتی هغوی ته ویزې هم صادرې نه کړې. دا په خپله د قطر د حکومت د جانبدارۍ څرګندونه کوی.
د مدنی ټولنې او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو رول ډېر مهم دی.

پنځم دا چې موږ کولای شو د سولې دوه ډولونه تصور کړو: سیاسی سوله او ټولنیزه سوله. سیاسی سوله له ټولنیز بنسټ پرته تر ډېره ناشونې ده. ټولنیزه سوله د خلکو او ټولنو ترمنځ د اړیکو رغول دی چې یوه مهمه برخه یې د باور رامنځته کول دی خو موږ وینو چې په افغان ټولنه کې باور له منځه تللی و. حتا د خلکو ترمنځ مو په بېلابېلو بڼو لیدل چې خلک پر دولت باور نه لری او د بېلابېلو قومی ډلو ترمنځ هم باور موجود نه و.

شپږم دا چې د مذاکره کوونکی پلاوی جوړښت باید د باور جوړونې پر ژورو او بنسټیزو اصولو ولاړ وی خو له بده مرغه د رهبرۍ د پلاوی ترمنځ هم باور موجود نه و. د بېلګې په توګه د جمهوری ریاست دفتر پر د مصالحې پر شورا باور نه کاوه او د مصالحې شورا هم پر د جمهوری ریاست پر دفتر باور نه درلود. دا ټول موارد د سولې پر موضوعاتو او بهیر باندې اغېز لری.

اووم دا چې د مذاکراتو پایلې باید د ټولنې او معاصرې نړۍ پر اساسی او بنسټیزو ګټو ولاړې وی لکه د ډیموکراسۍ بشری حقونو او د اتباعو د حقونو ارزښتونو ته درناوی د هر ډول مذاکرې پایله باید د یوه مشروع او ټول‌شموله نظام رامنځته کېدل وی.

په داسې حال کې چې طالبانو غوښتل خپل مشروعیت د دوحې له خبرو اترو څخه ترلاسه کړی د دوی د پلاوی جوړښت ټول‌شموله نه و. په پلاوی کې یې ښځه نه وه یو یا دوه تاجکان په کې حضور درلود خو ډېری غړی یې پښتانه وو او هغه هم د یوې ځانګړې ډلې کسان وو چې دوی خپله ټاکلی وو.

معلومه ده چې د سولې پایله باید ساختمانی سوله وی یعنې پر دې بنسټ ولاړه وی چې نابرابرۍ اصلاح شی بې‌عدالتۍ له منځه یووړل شی او هغه عوامل مهار شی چې د اقتصادی او ټولنیز بحران سبب ګرځی خو طالبان په څرګنده توګه دې موضوعاتو ته متوجه نه وو د مذاکراتو په پایلو کې یې دا موارد په پام کې نه وو نیولی او ورته مهم هم نه وو.
همدا هغه موضوعات دی چې ما د دوحې د مذاکراتو د درسونو په توګه له تاسو سره شریک کړل.

د افغانستان د ښځو غږ: هو د امتیاز ورکولو او امتیاز اخیستلو مسئله مو په بېلابېلو پړاوونو کې له ۲۰۱۹ کال او لومړنیو مذاکراتو څخه نیولې د ۲۰۲۰ کال له دوحې مذاکراتو څخه تر جمهوری نظام د سقوط پورې او له سقوط وروسته له رسنیو سره مطرح کړې ده.

له دې جملې څخه له داوود قاری‌زاده سره د بی‌بی‌سی په یوه مرکه کې مو ویلی وو چې: (د جمهوری دولت د مذاکراتو لپاره چمتووالی نه درلود) همدارنګه مو ویلی وو چې: (د مذاکراتو د ناکامۍ یو له لاملونو څخه د جمهوری دولت له خوا د چمتووالی او روښانه پلان نشتوالی و) تاسو همدارنګه ویلی وو چې مذاکره (بده‌بستان)ده یعنې باید یو څه ورکړل شی او په بدل کې یې یو څه واخیستل شی.

ایا ستاسو په نظر د جمهوری دولت باید طالبانو ته څه ورکړی وای چې ورنه کړل او په پایله کې د نظام د سقوط لامل شو؟ او ایا طالبانو ته د امتیاز ورکولو کوم وړاندیز هم مطرح شوی و؟ څوک د دغو امتیازونو له ورکولو سره موافق وو؟
ډاکټره سرابی: د (بده‌بستان) موضوع له شک پرته په مذاکراتو کې ډېره مهمه ده ولې؟ ځکه کله چې د مذاکرې مېز ته ځې او پر دغه مېز حاضرېږې سوله باید د متقابل تعامل پر بنسټ رامنځته شی تعامل هغه وخت ممکن دی چې ته د مقابل لوری یوه برخه غوښتنې ومنې او مقابل لوری هم ستا د غوښتنو یوه برخه ومنی.

خو څرګنده وه چې طالبان له بده مرغه په ډېرو مسئلو کې ډېر سخت دریځه وو او هر څه چې به ورته کلمه په کلمه دیکته کېدل هماغه به یې عملی کول له دې سره سره په یوه موضوع کې چې هغوی ډېر ټینګار کاوه هغه خپله د (اسلامی نظام) موضوع وه چې موخه یې هماغه امارت و چې اوس مهال یې واکمنی روانه ده. خو هغه مهال یې دا موضوع د (اسلامی نظام) په نوم او د اسلامی نظام په چوکاټ کې د اجنډا برخه ګرځولې وه.

معلومه ده چې د جمهوری دولت هم روښانه پلان نه درلود ځکه معلومه نه وه چې موږ به طالبانو ته څه ورکوو. په وروستیو ورځو او اوونیو کې کله چې اجنډا توحید شوه او هغوی هم د خپلې اجنډا موارد موږ ته وړاندې کړل او موږ هم خپل وړاندیزونه مطرح کړل له هغې وروسته باید له دغو دوو اجنډاوو څخه یوه عمومی اجنډا جوړه شوې وای چې د دواړو لورو موارد په کې شامل وی. هماغه اجنډا جوړه شوه.

معلومه ده چې مهمه موضوع د (نظام) مسئله وه هغوی هېڅ ډول د اتباعو پر حقونو باور نه درلود. د (اتباع) یا (ښاروند) کلمه ورته ناآشنا وه او نه یې غوښتل چې پر دې موضوع ټینګار وشی. څرګنده وه چې هغوی په یوه ډول لجاجت او کلک دریځ کې پاتې وو.

خو په پای کې هغه موضوعات چې پرې د هوکړې امکان موجود و د ۱۳۴۳ کال د اساسی قانون موضوع وه په وروستیو میاشتو کې پرې بحث وشو خو دولت لا هم روښانه پلان نه درلود چې ایا موږ به د ۱۳۴۳ کال اساسی قانون ومنو او که نه.

که د ۱۳۴۳ کال اساسی قانون منل شوی وای په حقیقت کې نظام به پر خپل ځای پاتې شوی وای بنسټونه او ادارې به نه ړنګېدې او دولت به په دې ډول نه سقوط کاوه. دا له هغو مواردو څخه و چې باید پرې یو واضح او روښانه پلان او لیدلوری موجود وای.
د افغانستان د ښځو غږ: تاسو د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر میاشت کې د دوحې د رسمی مذاکراتو له پیل سره هم‌مهاله له (رووداو میډیا نېټورک) سره په یوه مرکه کې ویلی وو چې طالبان د ښځو د حقونو او د اتباعو د حقونو په برخه کې کوم بنسټیز بدلون نه لری که څه هم هغوی ډېر نرم او مؤدبانه چلند کاوه خو اصلی څېره یې بل ډول وه او دا نرم چلند د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره و هغه مهال ستاسو برداشت ډېر سم ثابت شو یعنې د نن ورځې طالبان هماغه د لومړۍ دورې طالبان دی.

په هر حال زه نن همدا پوښتنه له تاسو کوم:ایا د طالبانو دویمه دوره هماغه د لومړۍ دورې طالبان دی که توپیر لری؟ که توپیر لری هغه توپیر څه دی؟

ډاکټره سرابی: زما له نظره د طالبانو اوسنۍ دوره هماغه د پخوانیو طالبانو دوره ده خو توپیر یې دا دی چې هغوی اوس لا ډېر زیرک او تجربه‌کار شوی دی په اداری چارو کې ډېر مهارت پیدا کړی او د جاسوسۍ شبکې یې هم پیاوړې شوې دی.

تاسو فکر وکړئ د ۹۰مې لسیزې پر مهال دوی ټولنیزو شبکو ته لاسرسی نه درلود یعنې خلکو هم ټولنیزو شبکو ته لاسرسی نه درلود. خو نن طالبان ان ټولنیزې رسنۍ هم اداره کوی. هغوی لا سخت‌زړی او ماهر شوی دی. په بېلابېلو لارو هڅه کوی چې خپل تسلط او وحشت پر خلکو تحمیل کړی او زه په دې برخه کې کوم اساسی توپیر نه وینم.
په ټوله کې هغوی د پخوا په پرتله ماهر لا ډېر سخت‌دریځه او د جاسوسۍ او استخباراتی چارو په برخه کې ډېر زیرک شوی دی.
د افغانستان د ښځو غږ: تاسو په ۲۰۲۱ کال کې په خپلو خبرو اترو کې ویلی وو چې د طالبانو ډېرو غړو نه غوښتل چې له رسمی ناستو بهر له ښځینه پلاوی سره مخامخ شی. په دقیق ډول څه پېښ شول؟ ایا کولای شئ د دې یوه مشخصه بېلګه بیان کړئ؟

ډاکټره سرابی: د مذاکرې پلاوی په دوو برخو وېشل شوی و یوه کوچنۍ ډله چې د (تماس ډلې) په نوم یادېده له پنځو کسانو څخه د جمهوری دولت له لوری او پنځو کسانو څخه د طالبانو د پلاوی له لوری جوړه شوې وه. د تماس ډله د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۱۲مه د دوحې د رسمی مذاکراتو له پیل وروسته وټاکل شوه د جمهوری دولت پلاوی او د طالبانو پلاوی هر یوه خپله یوه د تماس ډله ټاکلې وه.

د دې ډلې دنده دا وه چې مخکې له دې چې مذاکراتو ته اصلی موضوعات وړاندې شی د مذاکرې د اصولو او قواعدو، د چلند د کړنلارې د مذاکراتو د اجنډا د وخت‌بندۍ د ناستو د ترسره کېدو د څرنګوالی او ځینو نورو مقدماتی موضوعاتو په اړه خبرې او پرېکړې وکړی. د جمهوری دولت له لوری د تماس ډلې غړی ۷ کسان وو چې په کې محمدمعصوم ستانکزی، نادر نادری، ضراراحمد مقبل، فوزیه کوفی، عنایت‌الله بلیغ، محمد ناطقی او خالد نور شامل وو. د طالبانو د تماس ډلې غړی بیا ۶ کسان وو چې په کې ملا عبدالحکیم، مولوی عبدالکبیر، شیرمحمد عباس ستانکزی، ملا نورالله نوری، شیخ شهاب‌الدین دلاور او شیخ قاسم ترکمن شامل وو.

په حقیقت کې د تماس ډلې د جوړېدو موخه دا وه چې د بحث وړ موضوعات په سمه توګه وڅېړل شی او پر هغو هر اړخیز بحث وشی ځکه د ټول پلاوی په ګډون په یوه ناسته کې پر موضوعاتو تمرکز کول او پایلې ته رسېدل ستونزمن وو. له همدې امله دواړو ټیمونو هوکړه وکړه چې له هر ټیم څخه د پنځو کسانو په ګډون اآد کوچنۍ ډله هره ورځ غونډه وکړی او د خپلو بحثونو پایلې د پلاوی نورو غړو ته وړاندې کړی.

معصوم ستانکزی د مذاکره کوونکی پلاوی مشر و او هېڅکله یې په مستقیم ډول د تماس په ډله کې ګډون نه کاوه البته د تماس ډلې غړی په دورانی ډول بدلېدل. په لومړی پړاو کې تر کومه چې زما په یاد دی په دې ډله کې نادر نادری متین بېګ، ناطقی، فوزیه کوفی او پنځم کس فکر کوم مولوی بلیغ شامل وو. معلومه ده چې له دواړو لورو څخه یو یو کس د منشی په توګه هم ټاکل شوی و.

د تماس ډلې په ناستو کې چې له پنځو کسانو څخه یوه یې زموږ له لوری یوه ښځه وه نو طبیعی ده چې باید په ناستو کې مخامخ خبرې او تعامل ترسره کېدای. دا یو ناگزیر حالت و. ناستې په عادی ډول ترسره کېدې.

په هر حال د طالبانو ځینو غړو لکه حنفی او ستانکزی هڅه کوله چې نسبتاً ښه او مناسب چلند وکړی په ځانګړې توګه ستانکزی هڅه کوله چې ځان یو مدنی او په اصطلاح متمدن کس وښیی.
خو له ناستو څخه بهر د بېلګې په توګه د هوټل په دهلېز یا لابی کې یوه ورځ چې موږ له هغو غونډو څخه بېرته راستانه شو چې له هوټل څخه بهر ترسره شوې وې یو شمېر نارینه هم هلته وو او زه هم ورسره وم.

په دغو نارینه‌وو کې ستانکزی او سعادت نادری چې د سولې وزیر و هم شامل وو ستانکزی له هغوی سره روغبړ او سلام‌علیک وکړ خو کله چې زه یې ولیدم ځکه چې زه ښځه وم او سربېره پر دې هزاره هم وم ښایی دا ورته د خوښې وړ نه و له همدې امله یې خپل مخ واړاوه. نه یې روغبړ وکړ او نه یې سلام واچاوه.

نور: د تماس له ډلې پرته په لویو ناستو کې هم چې کله به پر ځینو موضوعاتو بحث کېده له دواړو پلاوو څخه به
۲۱ ـ ۲۱ کسان ګډون کاوه او دا به یوه لویه غونډه وه. په دغو ناستو کې به ځینو طالبانو د خپلو دستمالونو یا شالونو په وسیله خپل مخونه پټول او تر خپلې ژبې لاندې به یې دعاوې لوستلې. ښایی هر یو به د خپل باور له مخې هر څه ویل دوی به د ښځینه غړو خواته هم نه کتل.

همدارنګه په یوه مېلمستیا کې چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له خوا د دواړو ډلو ترمنځ جوړه شوې وه د هغې مېلمستیا په لومړیو کې موږ څو ښځې هم حاضرې وې. مېرمن کوفی له طالبانو سره په یوه مېز کې ناسته وه خو له هغې سره هلته د نورو په څېر یو شان چلند ونه شو.

د افغانستان د ښځو غږ: ایا د جمهوری دولت مذاکره کوونکی پلاوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د پټې هوکړې په اړه معلومات درلودل؟ هغه اسناد چې لاسلیک شوی او ژمنې په کې شوې وې څه ډول ژمنې یې لرلې؟ او که د دوحې مذاکرات په اصل کې یوازې د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات وو او د جمهوری دولت مذاکره کوونکی پلاوی یوازې په مذاکراتو کې د یوه سیاسی نندارې یا ظاهری ګډون په توګه موجود و؟

ډاکټره سرابی: د امریکا او طالبانو ترمنځ له لاسلیک شوې د دوحې له هوکړې پرته یو شمېر ضمیمې هم موجودې وې چې نه موږ پرې خبر وو او نه هم ډېر نور کسان ترې خبر وو تر هغه چې ځینو رسنیو د دغو ضمیمو د ځینو مواردو په اړه مطالب خپاره کړل.
له دې پرته داسې بل څه نه وو چې موږ پرې پوه شوی وای چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ کومه پټه هوکړه شوې ده.

د افغانستان د ښځو غږ: تاسو د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې د Council on Foreign Relations (CFR) لپاره په یوه مقاله کې د سیاسی جوړښت په برخه کې د ښځو د ګډون او په دوحه مذاکراتو کې د دغه ګډون د تضمین غوښتنه کړې وه. حتا تاسو وړاندیز کړی و چې په راتلونکی کې باید د ښځو د سیاسی ګډون رعایت او د اوربند د څارنې په برخه کې د ښځو حضور ته ځانګړې پاملرنه وشی. خو له بده مرغه هر څه له منځه ولاړل او ټولې هڅې بې‌پایلې شوې.
Council on Foreign Relations
ایا د جمهوری دولت د مذاکره کوونکی پلاوی په جوړښت کې د څلورو ښځو حضور یوازې سمبولیک و که په رښتیا یې د ښځو د ګټو او حقونو د تأمین لپاره اغېزناک رول درلود؟

ډاکټره سرابی: موږ څلورو ښځو د دوحې په مذاکراتو کې معنا لرونکی حضور درلود او په هره برخه کې مو ګډون کاوه د تماس په ډله کې هم حاضرې وې. په هره موضوع کې زموږ نظر د پلاوی د نورو غړو له خوا منل کېده او زموږ نظر هېڅکله له پامه نه غورځول کېده. دا چې مذاکرات پپه ځانګړې توګه له نړیوالې ټولنې سره په اړیکو او هغو مشورو کې چې په افغانستان کې دننه ترسره کېدې تر ټولو نهمزیات حضور او کار موږ کاوه. حتا د مذاکره کوونکی پلاوی ځینو ملګرو به موږ ته ویل چې (په جمهوری پلاوی کېهه دا څلور ښځې د ټیم ستورې دی)
خو په هر صورت دا د افغانستان د ښځینه استازو ناکامی نه وه چې مذاکرات ناکام شول. حتا موږ ویلای شو چې مذاکرات لا هم روان وو ځکه د دواړو لورو اجنډاوې سره یوځای شوې وې او تازه پر ځینو اجنډا موضوعاتو بحثونه روان وو.
خو دا چې ځینې جانبی ناستې او پروګرامونه لکه د استانبول کنفرانس مطرح شول خو پایلې ته ونه رسېدل او له بلې خوا دولت سقوط وکړ نو د همدې له امله مذاکرات هم ودرېدل او پایلې ته ونه رسېدل.

د افغانستان د ښځو غږ: له دې امله چې تاسو د جمهوری دولت د (ملی مصالحې د عالی شورا) له مسؤلینو څخه یوه وئ راځئ چې د افغانستان د مصالحې اوږد تاریخ ته بېرته وګرځو. ایا د ډاکټر نجیب‌الله د واکمنۍ پر مهال د ۶۰مې لسیزې په وروستیو کې د «ملی مصالحې تګلاره» او همدارنګه د «افغانستان د سولې او مصالحې خپلواک ملی کمېسیون» یا د «سولې د ټینګښت پروګرام» (PTS) چې د حامد کرزی د واکمنۍ پر مهال د ۲۰۰۵ کال په مې میاشت کې د صبغت‌الله مجددی په مشرۍ جوړ او تر ۲۰۱۰ کال پورې فعال و او له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې «د ملی مصالحې عالی شورا» چې تاسو یې غړې وئ له یو بل سره څه توپیرونه درلودل؟

د دغو ټولو سوله‌ییزو بنسټونو او ادارو د ناکامۍ لامل څه و چې له دومره اوږدو هڅو او «سل منه کاغذونو» سره سره بریالی نه شول؟ د دغو بحثونو تحلیل او ارزونه د راتلونکی لپاره د لارې نقشه ده. ستاسو په نظر د وسله‌والو شخړو په بېلابېلو دورو کې د سولې او مصالحې د دغو هڅو د ناکامۍ د لاملونو ترمنځ کوم ورته‌والی او توپیرونه موجود وو؟

ډاکټره سرابی: دا یوه ډېره مهمه، تاریخی او کلیدی موضوع ده. د دې مسئلې تشریح علمی او اکاډمیکو څېړنو ته اړتیا لری خو د رسنیزې مرکې له فضا سره سم به یې ډېر لنډ بیان کړم.
لومړی د نجیب‌الله د «ملی مصالحې د تګلارې» د ماتې او ناکامۍ څو لاملونه وو. یو لامل دا و چې د ملی اجماع له رامنځته کېدو مخکې د مصالحې هڅه وشوه. افغانستان د بهرنیو قدرتونو او هېوادونو لکه پاکستان، ایران، امریکا او شوروی اتحاد د سیالۍ په ډګر بدل شوی و او هر یوه یې د افغانستان له بېلابېلو ډلو څخه ملاتړ کاوه.

دویم دا چې له بده مرغه اصلی مجاهدین په پرېکنده مذاکراتو کې په رښتینې توګه حاضر نه وو. د بېلګې په توګه، د ۱۹۸۸ کال د ژنیو په هوکړه کې د جګړې اصلی لوری یعنې مجاهدین حضور نه درلود.
د ۱۹۸۸ کال د ژنیو هوکړه د هغو دیپلوماتیکو توافقاتو مجموعه وه چې په ژنیو کې لاسلیک شول او اصلی موخه یې له افغانستان څخه د شوروی ځواکونو د وتلو لپاره د یوه چوکاټ رامنځته کول او د افغانستان په جګړه کې د بهرنیو لاسوهنو کمول وو.
مهمه خبره دا ده چې په ژنیو کې د افغانستان د نجیب‌الله په مشرۍ د جمهوری دولت، پاکستان، شوروی اتحاد او امریکا ترمنځ د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب او د دیېګو کوردوېز په مشرۍ یوه هوکړه وشوه خو د جګړې اصلی لوری یعنې مجاهدین په دې بهیر کې شامل نه وو.

نجیب‌الله د مصالحې د تګلارې د ناکامۍ یو بل لامل د خلکو بې‌باوری وه ځکه د ډاکټر نجیب‌الله پخوانی عملکرد خلکو ته څرګند و. له همدې امله یې د خلکو ترمنځ خپل اعتبار او باور له لاسه ورکړی و. بېلابېل کمېسیونونه چې جوړ شول د بېلګې په توګه د سولې د ټینګښت پروګرام د هغو بندیانو د خوشې کولو په برخه کې هم کار کاوه چې امریکایانو ګوانتانامو او نورو ځایونو ته لېږلی وو.

بل لامل دا و چې د نجیب‌الله د ملی مصالحې لپاره وخت ډېر کم و. بهرنی ملاتړ کم شوی و او د مخالفینو پوځی او سیاسی فشار زیات شوی و.
دویم دا چې ولې د کرزی د سولې د ټینګښت کمېسیون ناکام شو؟ د دې لپاره ډېر لاملونه وو. یو دا چې طالبانو د سولې کمېسیون بې‌طرفه نه باله او په عملی توګه یې د دولت یوه برخه ګڼله.
بل لامل د منځګړیتوب او د حکومت د استازیتوب ترمنځ تضاد و یعنې کمېسیون دا روښانه کړې نه وه چې ایا باید د یوه بې‌طرفه منځګړی په توګه عمل وکړی او که د افغانستان د حکومت د استازی په توګه.

بل دا چې طالبان لا دې پایلې ته نه وو رسېدلی چې خبرې اترې له جګړې څخه غوره دی.
د مذاکراتو د پرمخ بېولو د څرنګوالی په اړه د امریکا او کرزی ترمنځ اختلاف هم د ناکامۍ یو لامل شو. له بلې خوا پاکستان دوه‌ګونی رول لوبوه.
همدارنګه خپله د سولې عالی کمېسیون هم کمزوری جوړښت درلود او مهم لوبغاړی هم کمزوری وو.

لنډه دا چې د سولې عالی شورا چې له ۲۰۱۰ کال وروسته د ښاغلی کرزی په دوره کې فعاله شوه تر ډېره یې درې اساسی موخې تعقیبولې. یوه یې په ټولنه کې د سولې د موضوع په اړه د پوهاوی لوړول یا په اصطلاح سوله‌جوړونه وه.ایلې ته ونه رسېدل، دا یوه جلا موضوع ده خو موږ خپل اغېز او رول درلود. په ټوله کې یې درې عمده هدفونه درلودل که څه هم زه هغه مهال په دې شورا کې نه وم خو د هغې د فعالیتونو له بهیر څخه داسې څرګندېده چې همدا درې اساسی موخې یې تعقیبولې.

تر ټولو مهمه یې د افغانستان د سولې او ادغام پروګرام (Afghanistan Peace and Integration Program – APIP) و چې تر ۲۰۱۶ کال پورې عملی شو. دا پروګرام د طالبانو د وسله‌والو لپاره جوړ شوی و یعنې موخه یې دا وه چې د بېلابېلو ډلو او قوماندانانو اړوند وسله‌وال یا یاغی جنګیالی په ځانګړې توګه له طالبانو او حزب اسلامی سره تړلی کسان خپلې وسلې کېږدی او له وسله‌والې مبارزې لاس واخلی.

دویم دوی په ټولنه کې د سوله‌جوړونې او د خلکو د پخلاینې په برخه کې هم کار کاوه خو له بده مرغه په دې برخه کې ناکام وو نه یوازې دا چې د سوله‌جوړونې په برخه کې لازم کار ونه شو بلکې د خلکو پخوانی دردونه لا تازه شول او د دې پر ځای چې د سولې فضا رامنځته شی په خلکو کې د غچ اخیستنې احساس لا زیات شو.

درېیمه موخه دا وه چې داسې لارې چارې وموندل شی چې له طالبانو سره څنګه خبرې اترې وشی او څنګه له هغوی سره سولې ته ورسېږو. له ۲۰۱۵ کال څخه کله چې په جوړښت کې یو څه بیاکتنه وشوه او ښاغلی ګیلانی د دې ادارې په رأس کې وټاکل شو بیا هم همدا موخې تعقیبېدې یعنې سوله‌جوړونه نه د وسلو ټولول د سولې د فرهنګ دودول او له طالبانو سره اړیکې چې باید دا کارونه ترسره شوی وای.

خو له بده مرغه یو ځل بیا د اجرائیه ریاست او جمهوری ریاست ترمنځ یو ډول بې‌باوری موجوده وه. د بېلابېلو ډلو کسان د سیاسی مصلحتونو او پرېکړو له مخې په دې اداره کې ځای پر ځای شوی وو او چارې په سمه او ټاکلې لاره پر مخ ولاړې نه شوې.
د سوله‌جوړونې په برخه کې هم موږ د ټولنې ژورو برخو ته ونه رسېدو. زما د برداشت له مخې له بده مرغه د طالبانو دویم ځل بریا په حقیقت کې پر ښار د کلیو بریا وه. هغوی د کلیو او بانډو له لارې را دننه شول ځکه موږ د جمهوری نظام په ټوله دوره کې ونه توانېدو چې خلکو ته په کافی اندازه پوهاوی ورکړو او د ټولنې په بېلابېلو کچو کې د خلکو پوهه او عامه پوهاوی لوړ کړو. د خلکو د زده‌کړې او روزنې کچه هم ټیټه پاتې وه له همدې امله خلکو هغه څه چې طالبانو ادعا کول د سم او رښتینی حقیقت په توګه ګڼل.

ټولنه یوه دودیزه ټولنه وه او د دین او دین‌باورۍ محورونه په کې ژورې ریښې لرلې. له همدې امله طالبانو د دین له وسیلې څخه په استفادې کلیو ته لاره پیدا کړه. ښوونځی یې وتړل او ښوونکی یې ګواښل دا هغه موارد وو چې د طالبانو په ګټه تمام شول په دې توګه په ټولنه کې د پوهاوی بهیر ودرول شو.

لاملونه ډېر وو او له بده مرغه په افغانستان کې د څو کلونو په اوږدو کې هغه پدیده چې ډېره پراخه شوې وه اداری فساد او قوم‌پالنه وه دې دواړو هم د دښمن په ګټه تمام شول او د خبرو اترو بهیر یې له خنډ سره مخ کړ.
په راتلونکی کې باید د لارې نقشه داسې وی چې ټولنیزه سوله له سیاسی سولې سره وتړل شی او په رښتینې توګه ملی پخلاینه او ملی مصالحه باید خپل مناسب ځای ومومی. سوله‌جوړونه او ملی پخلاینه باید له کلیو او د خلکو له منځه پیل شی.

اوس وینو چې قومونه د یو بل پر وړاندې ولاړ شوی او ستونزې هره ورځ لا پسې تودېږی. تر هغه چې د تېر وخت موضوعات مطرح او وڅېړل شی او خلک یوې ملی تفاهم ته ورسېږی په هغه صورت کې سیاسی سوله کولای شی اغېزمنه او پایله ورکوونکې وی

د افغانستان د ښځو غږ: لکه څنګه چې د «ملی مصالحې تګلارې» د مرکزی کمېټې د سیاسی بیورو او د خلق د دیموکراتیک جمهوریت د انقلابی شورا د رئیسې د ګډې پرېکړې له مخې له ټول هېواد څخه ۲۹۵ کسان ټاکلی وو څو «ملی مصالحې تګلاره» پر مخ یوسی او د ملی پخلاینې کمېسیون هم له ۲۲ زرو څخه ډېر قومی مشران ګومارلی وو څو په خپلو سیمو کې له د دولت له مخالفینو سره اړیکه ونیسی د دولت پر وړاندې د مخالفینو د جګړې مخه ونیسی او هغوی سولې ته راوبولی ایا امکان لری چې د ملی مصالحې د عالی شورا د جوړښت په اړه، چې تاسو یې غړې وئ لږ څه خبرې وکړئ؟

ډاکټره سرابی: لکه څنګه چې مخکې مې وویل د ملی مصالحې تګلارې سره له دې چې په دې برخه کې ډېر کارونه شوی وو لکه په بېلابېلو سیمو کې د ۲۲ زرو څخه د ډېرو قومی مشرانو ټاکل ونه شو کولای چې بریالۍ شی. زما په یاد دی چې د هزاره ملیت ملی جرګه هم جوړه شوې وه خو د خلکو او دولت ترمنځ هماغه بې‌باوری لا هم موجوده وه او د ډاکټر نجیب‌الله د مصالحې تګلاره یې بریا ته نږدې نه کړه دا یوه له جدی ستونزو څخه وه.

د ملی مصالحې عالی شورا (HCNR) دوه اساسی رکنونه لرل چې عبارت وو له رهبری کمېټې او عمومی مجمع څخه دا شورا د ۲۰۲۰ کال د مې د ۱۷مې د اشرف غنی اپه لومړنی فرمان کې د دې شورا لپاره ۴۶ کسان په پام کې نیول شوی وو: ۱۹ کسان سیاسی او جهادی مشران او له دولتی جوړښت څخه بهر څېرې ۹ دولتی چارواکی ۸ ښځې او ۱۰ کسان د رهبری کمېټې لپاره. البته وروسته په دې جوړښت کې بدلون راغی او نور کسان هم د رهبری کمېټې ته ورزیات شول.

د سولې عالی شورا (HPC) په ۲۰۱۰ کال کې جوړه شوه. په پیل کې یې مشری استاد برهان‌الدین ربانی کوله. وروسته له هغه چې نوموړی د یوه داسې کس له خوا ترور شو چې ګواکې د سولې او مصالحې لپاره ورغلی و زوی یې صلاح‌الدین ربانی د شورا مشر شو په ۲۰۱۵ کال کې هم د پیر سید احمد ګیلانی تر مشرۍ لاندې د شورا په جوړښت کې بدلونونه راغلل چې تفصیل یې وروسته وړاندې کېږی.
په ملی مصالحې عالی شورا کې د مرستیالانو شمېر د قومی جوړښت او همدارنګه د ګوندونو د ترکیب له مخې ټاکل شوی و ځکه د سیاسی ګوندونو لپاره دا ډېره مهمه وه چې په شورا کې خپله استازولی ولری.
شورا شپږ مرستیالان لرل چې زه یې یوازینۍ ښځینه غړې وم او پنځه نور مرستیالان د بېلابېلو سیاسی ګوندونو او ډلو استازی وو.

یوه اجرائیه کمېټه هم موجوده وه چې ۲۱ غړی یې لرل. په دې کمېټه کې به هره اوونۍ بېلابېلې موضوعګانې تر بحث او ارزونې لاندې نیول کېدې. همدارنګه ولایتونو ته د سفرونو اړوند موضوعات او د دغو سفرونو راپورونه هم په همدې کمېټه کې ارزول کېدل.
له هغې وروسته عمومی مجمع موجوده وه چې ۳۵ یا له دې څخه د ډېرو غړو لرونکې وه. د دې ترڅنګ دارالانشاء هم موجود و او د ملی مصالحې د عالی شورا اجرائیوی واکونه د دارالانشاء تر څارنې لاندې وو.
د ملی مصالحې د عالی شورا ترڅنګ یو دارالانشاء یا اجرائیوی سکرتریت هم موجود و چې اصلی دنده یې د سولې د فعالیتونو لپاره د اداری مالی، تخنیکی او اجرائیوی ملاتړ برابرول وو. د یوه مهال لپاره ښاغلی فرهادالله دغه مسؤلیت پر غاړه درلود او وروسته ښاغلی اکرم خپلواک وټاکل شو.
هغه ډېر ځان‌محوره کس و او نږدې د شورا له ریاست سره په ټکر کې و. هڅه یې کوله چې د شورا د رهبرۍ له پلاوی سره له مشورې پرته چارې پخپله پر مخ یوسی.

له بده مرغه د دولتی ادارو او جوړښتونو ترمنځ جدی اختلافات او ناهماهنګۍ موجودې وې.

د افغانستان د ښځو غږ: راځئ د جمهوری نظام د سقوط او اشرف غنی په اړه لږې خبرې وکړو ایا دا برداشت چې خپله اشرف غنی د دې او هغه لوری سره په تبانۍ او پټې همکارۍ سره د جمهوری نظام د سقوط اصلی عامل و د منلو وړ دی؟

اشرف غنی په یوه ځای کې ویلی چې که زه تښتېدلی نه وای جګړه او وژنې به شوې وای واقعیت څه کېدای شی؟
که چېرې اشرف غنی خپله د جمهوری نظام د سقوط عامل او اصلی مسؤل ګڼل شی که بل هېڅ څه هم نه وی نو د تاریخ په وړاندې به په تور مخ پاتې شی.

ډاکټره سرابی: زما له نظره د اشرف غنی تېښته د جمهوری نظام د سقوط له تر ټولو مهمو او اساسی عواملو څخه وه. خو زما په اند د دې دلیل ښایی دا وی چې هغه په تېښته سره نه غوښتل طالبانو ته مشروعیت ورکړی. که هغه نه وای تښتېدلی باید نور اقدامات یې ترسره کړی وای او لا ډېر دقیق پلانونه یې په پام کې نیولی وای.

هغه کولای شول د یوه ګډ او مشارکتی حکومت جوړېدو ته غاړه کېږدی خو له بده مرغه هغه هېڅکله د مشارکتی حکومت لپاره چمتووالی ونه ښود.

که هغه د یوه مشارکتی حکومت جوړېدو ته غاړه ایښې وای په دې صورت کې به دولتی بنسټونه ساتل کېدای شول لږ تر لږه ښوونځی به پرانیستی پاتې شوی وای او دولتی ادارو به د پخوا په څېر خپلو چارو ته دوام ورکړی وای. یوازې ستره محکمه او مرستیالۍ به ښایی په بل ډول تنظیم شوې وای. له دې سره سره د ولسمشر له هېواده تېښته د نظام د سقوط له مهمو عواملو څخه وه.

دا خبره هم د تاریخ لپاره باید زیاته کړم چې سیګار (SIGAR) په خپلو هراړخیزو څېړنو کې دې پایلې ته رسېدلی چې یو شمېر عوامل لکه د واک شدید تمرکز فساد د مشروعیت کمزورتیا د رهبرۍ ستونزې د امنیتی ځواکونو کمزورتیا او د امریکا د حکومت د وتلو پرېکړه د جمهوری نظام په ړنګېدو کې مهم رول درلود. یعنې د ولسمشر له تېښتې مخکې لا حکومت په عملی توګه له دننه پاشل شوی و.

بیا هم د سیګار د راپور پر بنسټ غنی له واقعی میدانی وضعیت څخه واټن اخیستی و او تر ډېره ورته له حده زیات خوشبینانه راپورونه وړاندې کېدل.
لنډه دا چې دا خبره چې اشرف غنی له چا سره تبانی کړې وه او جمهوری نظام د همدې تبانۍ له امله سقوط کړی تر اوسه ثابته شوې نه ده بلکې هغه ټول عوامل چې ما یاد کړل د جمهوری نظام د سقوط زمینه‌ساز او اصلی عوامل وو.

د افغانستان د ښځو غږ: تاسو د دوحې په غونډه کې د دوحې د رسمی مذاکراتو له پیل څخه مخکې د شپږ کسیزې کمېټې غړې وئ چې د اعلامیې د چمتو کولو لپاره جوړه شوې وه او مشری مو هم پر غاړه وه. د اعلامیې فارسی نسخه هم تاسو چمتو کړې وه. ایا کولای شئ په دې اړه لږ وضاحت ورکړئ؟ د اعلامیې محتوا څه وه؟و عبدالله عبدالله ترمنځ په سیاسی هوکړه کې په پام کې نیول شوې وه. په ټوله کې یې درې یعنې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په ۷مه او ۸مه نېټه غیررسمی غونډه او د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۱۲مه نېټه رسمی مذاکرات دوه بېلابېل موارد وو. نو ایا دغه اعلامیه د رسمی مذاکراتو لپاره د چوکاټ او کاری بنسټ په توګه مطرح وه؟

ډاکټره سرابی: د ۲۰۱۹ کال غونډه د مدنی ټولنې او د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت د استازو یوه ګډه غونډه وه چې طالبانو هم په کې ګډون درلود. دا غونډه د برګهوف بنسټ (Berghof Foundation) په منځګړیتوب ترسره شوه. برګهوف یو خپلواک غیرحکومتی او غیرانتفاعی المانی بنسټ دی چې د شخړو د حل منځګړیتوب او سوله‌جوړونې په برخه کې فعالیت کوی او مرکزی دفتر یې په برلین کې دی.
دغه بنسټ په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړی و او په ځانګړې توګه د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې مهم رول درلود. دغه بنسټ د دولت د مذاکره کوونکی پلاوی د روزنې په برخه کې هم رول درلود او ښایی د طالبانو پلاوی ته یې هم روزنه ورکړې وی د دې غونډې کوربه‌توب او د غونډې د اسانتیا چارې د قطر حکومت پر غاړه لرلې.
په دې غونډه کې یوه شپږ کسیزه کمېټه جوړه شوه او ټاکل شوې وه چې د غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړی.

دا د سولې بین‌الافغانی غونډه چې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په ۷مه او ۸مه نېټه په دوحه کې جوړه شوې وه د جرمنی او قطر د حکومتونو په ګډ کوربه‌توب او د برګهوف بنسټ په اسانتیا ترسره شوه. په دې غونډه کې د افغانستان ۶۱ کسانو ګډون کړی و چې د جمهوری دولت استازی سیاسی ډلې مدنی ټولنه او طالبان هم په کې شامل وو. ګډونوالو په شخصی ظرفیت کې ګډون کړی و.

له سیاسی پلوه دا غونډه د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت او طالبانو ترمنځ رسمی مذاکرات نه وو بلکې یوه غیررسمی بین‌الافغانی خبرې اترې وې. د غونډې په پای کې یوه پای‌لیک یا ګډه اعلامیه خپره شوه چې په حقیقت کې د جمهوری دولت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره یو الزام‌وړ تړون نه و بلکې د راتلونکو بین‌الافغانی مذاکراتو لپاره یو لومړنی د لارې نقشه وه. په دې ګډ پای‌لیک کې د افغانستان د سولې د بهیر د پرمخ بېولو لپاره پر اصولو او لومړنیو ګامونو ټینګار شوی و.

دا غونډه تر ډېره د دواړو لورو ترمنځ د فضا ماتولو او باور جوړونې لپاره جوړه شوې وه. البته له دې غونډې مخکې دوه نورې ناستې هم شوې وې چې یوه یې د مسکو فارمت غونډه وه او ما هم په هغې کې ګډون کړی و.

د افغانستان د ښځو غږ: د امریکا او طالبانو د هوکړې د ځینو پیوستونو او ضمیمو د محتوا د نه افشا کېدو اصلی لامل څه و؟ ولې دغو اسنادو ته لاسرسی یوازې هغو کسانو ته محدود و چې امنیتی جواز یې درلود؟ ولې دغه برخې محرمې پاتې شوې؟ ایا د هوکړې محرمه برخه د افغانستان د ملت پر زیان وه که د امریکا د خلکو پر زیان؟
لکه څنګه چې واشنګټن پوسټ د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۴مه لیکلی وو: «لویې پوښتنې لا هم پر ځای پاتې دی تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې ولې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې هوکړې د دوو پټو ضمیمو د محرم ساتلو ټینګار کاوه؟ هغه ضمیمې چې ښایی د امریکایی خلکو لپاره دا ستونزمنه کړی چې پوه شی طالبان خپلو ژمنو ته عمل کوی که نه؟»

ستاسو په نظر په دغو ضمیمو کې د څه ډول ژمنو په اړه خبرې شوې وې؟ ایا د افغانستان ملت هم همدا لویې پوښتنې لری؟ په دې اړه ستاسو نظر څه دی؟

ډاکټره سرابی: د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه د دوحې د هوکړې په نوم یادېږی چې یو شمېر ضمیمې هم لری. له بده مرغه د دغو ضمیمو محتوا تر پایه پټه پاتې شوه. زموږ مذاکره کوونکی پلاوی د دغو ضمیمو په اړه هېڅ معلومات نه درلودل.

زما په اند ښایی دا موضوع تر ډېره د امریکا په ګټه وه څرګنده ده چې که څه هم ښایی د امریکا د خلکو په ګټه او د افغانستان د خلکو پر زیان هم وی نو ځکه یې افشا نه کړل. داسې موارد هم ښایی موجود وو چې طالبانو ته د امتیاز ورکولو یا باج ورکولو په معنا وو او د امریکا چارواکو به نه شوای کولای د امریکا خلکو یا کانګرس ته یې په اړه ځواب ووایی له همدې امله یې دا موضوع پټه وساتله.

زما په اند تر ټولو مهم مورد ښایی طالبانو ته همدا امتیاز ورکول یا باج ورکول وی لکه هغه ۴۰ میلیونه ډالر چې په رسنیو کې هم راپور شول چې هره اوونۍ طالبانو ته استول کېدل. دا لږې پیسې نه دی. له شک پرته‌ که دا پیسې د ملګرو ملتونو له لارې هم تللې وی بیا هم طالبانو ته یوه ستره مرسته وه.
د افغانستان د ښځو غږ: راځئ داسې تصور وکړو چې اوس د دوحې د مذاکراتو په دوره کې یو. لږ د «انتقالی عدالت» او د قربانیانو د ځای او موقف په اړه خبرې وکړو. که له تاسو وپوښتو د سولې او عدالت اړیکه څنګه ارزوئ؟
د طالبانو سره د مصالحې په اړه دا یوه بېلګه ده‌ یعنې که یوازې له طالبانو سره د سولې پر موضوع تمرکز وکړو هغه قربانیان چې شمېر یې ډېر لوړ دی ناراضی کېږی او دا حالت ښایی د اوږدمهال ثبات لپاره خطرناک تمام شی. کېدای شی ستونزې تر خاورو لاندې د اور په څېر پاتې شی او د باور او ملی یووالی د رامنځته کېدو مخه ونیسی.
له بلې خوا که د عدالت پر تطبیق ټینګار وکړو د حکومت وسله‌وال مخالفین یعنې طالبان ښایی لا ډېر ناامنی رامنځته کړی. ستاسو ځواب څه دی؟

ډاکټره سرابی: د مذاکراتو په جریان کې طالبانو نه یوازې دا چې پر انتقالی عدالت فکر او بحث نه کاوه بلکې غوښتل یې خپلې څو کلنې جګړې ته مشروعیت ورکړی. د بېلګې په توګه په اجنډا کې به بېلابېل موارد مطرح شول او د هغوی له خبرو څخه به داسې څرګندېده چې دوی خپله جګړه جهاد پر حقه او د کفارو پر وړاندې جګړه ګڼی.
له همدې امله هغوی غوښتل چې لومړی خپل مشروعیت د مذاکرې له مېزه ترلاسه کړی او دویم د جهاد په نوم خپلې څو کلنې جګړې ته مشروعیت ورکړی.

انتقالی عدالت یوازې د مذاکرې پر مېز نه بلکې هغه مهال هم مطرح و چې سوله حاکمه وه. د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د انتقالی عدالت په برخه کې ډېر کار وکړ خو ټولو پخوانیو مشرانو له خلق او پرچم څخه نیولې تر جهادی مشرانو پورې حتا په پارلمان کې هم دا موضوع رد کړه او د افغانستان له خلکو څخه یې د هغو وژنو او وینې تویېدنې له امله چې ترسره شوې وې بښنه هم ونه غوښتله.

له شک پرته خپله قربانیان او هغه ژور ټپونه چې د څو کلونو جګړو په ترڅ کې د افغانستان خلکو ته ورپېښ شوی که د هغوی زړونه ونه رغول شی او د دردونو لپاره یې د تسکین او عدالت زمینه برابره نه شی نو دا ټپونه به د خاورې لاندې د اور په څېر پاتې شی.

خو عادلانه رښتینې او ټول‌شموله سوله هغه سوله ده چې د ټولنې د ټولو قشرونو غوښتنې په پام کې ونیسی په ځانګړې توګه د معلولینو معیوبینو کونډو او د جګړې د قربانیانو غوښتنې. دا موضوع د یوې رښتینې او دوامدارې سولې په رامنځته کولو کې ډېره مهمه ده.

د افغانستان د ښځو غږ: راځئ بحث لږ د هغه وخت پر ولسمشر اشرف غنی احمدزی راواړوو. نوموړی د ولسمشرۍ د ټاکنیز کمپاین پر مهال د «عادل نظام» خبره کوله او همدا یې ټاکنیز شعار و. تاسو چې د هغه د حکومت له لوړپوړو چارواکو او مسؤلینو څخه یوه وئ ایا کولای شئ د اشرف غنی د «عادل نظام» د عملی کېدو څرنګوالی تشریح کړئ؟ د «عادل نظام» له کومو برخو څخه یې عملی بڼه غوره کړه؟ او که دا یوازې یو خیال او ټاکنیزه فریبکاری وه؟

ډاکټره سرابی: د ښاغلی غنی د «عادل نظام» په اړه باید وویل شی چې تر ډېره یوه تبلیغاتی شعار و چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې مطرح کړ او له بل ځایه یې کاپی کړی و. یا به یې ویل چې «زه به د امان‌الله خان په څېر نه تښتم»

خو دا چې حکومت یې څنګه و او د «عادل نظام» کوم موارد یې ونه شوای عملی کولای باید وویل شی چې د عادل نظام مفهوم پر عدالت برابرۍ، خلکو ته پر خدمت د قانون پر حاکمیت، د انسانی کرامت پر درناوی او نورو مسایلو لکه د هېواد د ټولو اتباعو د حقونو پر برابرۍ ولاړ دی.
که په دې برخو کې سرغړونې شوې وی نو د شواهدو او دلایلو له مخې ورته اشاره کېدای شی

عادل نظام یعنې د قانون حاکمیت قضایی عدالت د اداری فساد پر وړاندې مبارزه د اتباعو برابری او حساب‌ورکونه. خو ولسمشر غنی د دغو محورونو په عملی کولو کې بریالی نه شو او په عملی توګه یې حکومت په دې برخه کې ناکام پاتې شو.

که ډېر لنډ او فهرست‌وار یې ووایم:
لومړی: د قضائیه قوې خپلواکی لا هم یوه ستونزه وه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د بودجې او بشری ځواک کمښت د ظرفیت کمزورتیا بې‌کفایتی، ګواښونو، جانبدارۍ، سیاسی نفوذ او په قضایی نظام کې د پراخ فساد یادونه شوې وه.

دویم: اداری او سیاسی فساد له منځه ولاړ نه شو حتا د ۲۰۲۱ کال په ارزونه کې هم پراخ حکومتی فساد د افغانستان له مهمو ستونزو څخه بلل شوی و.

درېیم: عدالت د ټولو اتباعو لپاره په مساوی توګه د لاسرسی وړ نه و. رشوت د سیاسی چارواکو، سیمه‌ییزو مشرانو، شتمنو کسانو او وسله‌والو ډلو فشار پر قضایی بهیر یوه ستره ننګونه وه.

څلورم: د معافیت فرهنګ لا هم دوام درلود او مجرمین تل د خپلو کړنو له امله حساب‌ورکولو ته نه حاضرېدل.
لنډه دا چې: د اشرف غنی حکومت که څه هم حقوقی قضایی او اداری اصلاحات او د اداری فساد پر وړاندې مبارزه یې د خپلو اساسی موخو په توګه ټاکلې وه او پر کاغذ یې ځینې موارد هم عملی کړل خو د قانون د حاکمیت، عدالت د اتباعو د برابرۍ او حساب‌ورکونې پر بنسټ د یوه عادل نظام په رامنځته کولو کې بریالی نه شو.

د افغانستان د ښځو غږ: یوه مشخصه پوښتنه چې پیاوړی ځواب ته اړتیا لری دا ده چې اشرف غنی د افغانستان د خلکو له خوا د تور او اتهام په حالت کې دی او ډېری خلک هغه د جمهوری نظام د ماتې او سقوط مسؤل ګڼی هغه نظام چې د پای په لړ کې یې میلیونونو کسانو قربانی ورکړه. د افغانستان د خلکو په باور هغه نه یوازې دا چې خپل «عادل نظام» یې عملی نه کړ بلکې هر څه یې له منځه یووړل او خپله هم وتښتېد. ستاسو په باور هغه تر کومې کچې د نظام په سقوط او د هر څه په له منځه تلو کې ښکېل و؟ ډاکټره سرابی: د ولسمشر غنی د رول په اړه چې د نظام په سقوط او د هر څه په له منځه تلو کې یې درلود ویلای شم چې ولسمشر غنی د یوه هېواد ولسمشر و او په افغانستان کې حاکم نظام د هغه تر رهبرۍ لاندې اداره کېده په ټول هېواد کې فساد او بې‌عدالتی موجوده وه او دې وضعیت د نظام له دننه د کمزورتیا ماتې او بالاخره سقوط لامل شوی و.

بله دا چې په عملی توګه وزارتونه په څو ډلو وېشل شوی وو که وزیر به د یوې ډلې و مرستیال به یې د بلې ډلې و. د دوی ترمنځ به دننه اختلاف سیالی او شخړې موجودې وې چې له امله یې د منفی سیالۍ فضا رامنځته شوې وه.

واک ډېر متمرکز شوی و لکه ملی تدارکاتو کمېسیون چې نوم یې ملی و خو په حقیقت کې ملی نه و. ولسمشر باید د چارو څارنه وکړی نه دا چې پخپله ټولې چارې پر مخ یوسی هغه به ډېری کارونه پخپله ترسره کول.
حتا د امنیه قوماندان یا ولسوال په ټاکلو کې به د هغه شاوخوا درې څلور کسانو هم ونډه لرله او یا به یې په اړه پرېکړه کوله. دا ټول هغه موارد وو چې نظام یې له مخکې کمزوری کړی و او د بې‌باورۍ فضا یې رامنځته کړې وه همدارنګه یې یو ګډوډ او بې‌نظمه حکومت رامنځته کړی و.

په هر حال‌راځئ موضوع په لنډ ډول داسې بیان کړو: که وغواړو د اشرف غنی په مشرۍ د جمهوری دولت د ماتې لاملونه په څېړنیز ډول وشمېرو باید یوازې د یوه لامل په لټه کې نه شو. بیا هم د سیګار هغه راپور ته اشاره کوم چې له ډېرو مرکو وروسته خپور شو او شپږ اساسی عوامل یې مشخص کړی چې په لنډ ډول عبارت دی له:
ځینې دولتی ادارې هم د جمهوری ریاست په چوکاټ کې ډېرې متمرکزې شوې وې.

لومړی: د امریکا د وتلو د واقعیت نه منل
دویم: د امریکا او طالبانو له هوکړې څخه د افغانستان د حکومت څنګ ته کول
درېیم: له طالبانو سره په مذاکراتو کې ستراتیژیکه تېروتنه یعنې غنی غوښتل طالبان په جمهوری نظام کې مدغم کړی نه دا چې بل ډول نظام که انتقالی وی یا بل څه رامنځته شی

څلورم: د غنی د نږدې کړۍ په لاس کې د واک له حده زیات تمرکز
پنځم: د دولت شدید تمرکزګرایی
شپږم: د سیاسی مشروعیت کمزورتیا او د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو بحران چې د پایلو اعلان یې څو میاشتې وخت ونیو. حتا په ۲۰۲۰ کال کې غنی او عبدالله جلا ـ جلا د لوړې مراسم ترسره کړل.
زما له نظره همدا شپږ عوامل د جمهوری نظام او د اشرف غنی د حکومت د ماتې او کمزورۍ لپاره اصلی او دقیق عوامل دی.

د افغانستان د ښځو غږ: یو ځل بیا له تاسو مننه کوو چې په پراخه حوصله او خلاص زړه مو دې مرکې ته حاضرېدل ومنل. موږ به بیا هم له تاسو سره د مرکې لپاره مزاحمت وکړو.
د «د افغانستان د ښځو غږ» خپرونه یوه بله خپرونه هم لری چې «د افغانستان د اغېزناکو ښځو دوسیه» نومېږی.
په دې خپرونه کې د ښځینه فعالانو د ځواک جوړوونکو او پیاوړو ښځو او د «بدلون د رهبرانو» په اړه خبرې کېږی.

په دې مرکه کې مو یوازې د دوحې د مذاکراتو پر موضوع تمرکز وکړ.
په نږدې راتلونکی کې به بیا هم له تاسو سره اړیکه ونیسم له تاسو مننه تر بلې لیدنې پورې.

به اشتراک بگذارید: